د ښوونکي علمي او مسلکي صفات

د استاذ علمي او مسلکي صفات:

۱. تر ټولو لومړی او مهم ټکی دادی چې ښوونکی  پر خپلې مادې او مضمون برلاسی وي، ښه مهارت ولري ټول اړخونه يې مطالعه کړي  ځکه چې نور ټول مسلکي مسائل په همدې پورې تړلي دي او  هر مضمون سره سم خپل مېتود وکاروي. قواعد کم او مثالونه زيات وړاندې کړي،  خپل مضمون سره مينه و لري، په  شاګردانو پوره معرفت ولري ، د شاګردانو ترمنځ ذهني او نفسی توپيرونه درک او مراعات يې کړي ، ټولو شاګردانو سره يو ډول تعامل کوي او فردي توپيرونه يې سره جلا کړي، په نومرو ورکولو کې احتياط وکړي، د وخت او د شاګردانو د نظر احترام  کوي، او خپل معلومات وروسته له تثبيت او تدقيق څخه شاګردانو ته وړاندې کړي  او د تدريس په اصولو پوره خبر وي، شاګرد ته د تنقيد او پوښتني جرئت ورکړي، د پوښتني آداب ور زده کړي  او له تعجزي پوښتنو اخلاقا هغوی منع کړي  او د نرم تعامل ترڅنګ له حزم او شدت څخه کار واخلي.

۲.  مدرس به په الله جل جلاله باندې له توکل وروسته پر خپل ځان باوري وي، وارخطا نه شي خپل توازن وساتلی شي که څه هم د ځينو پوښتنو د ځوابولو څخه آني عاجز وي.  درس ته بايد پوره تياری ونېسي، کتاب درې واره مطالعه کړي لومړی چې ځان پرې پوه کړي دويم چې تعبير يې زده کړي او دريم چې شاګرد پرې پوه کړي، درس تيارول (اعداد الدرس)، درسي پلان ، (تدوين الخطه) او  د پلان تطبيق (تنفيذ الخطه) کې ښه مهارت ولري .  د شاګردانو سويې معلومې  کړي ترڅو هر شاګر ته له خپلې سويې سره سم درس ووايي، لومړی بايد د درس خلاصه وړاندې کړي، بيا د درس اهميت بيان کړي او د شاګردانو د بيدارولو لپاره دې کله کله يوه لطيفه هم بيانوي او  استاذ بايد متواضع وي او په زده کړي کې شرم ونه کړي.

۳.   د هر علم ښوونکی که هغه عصري وي او که شرعي وي  بايد ورځني تدريسي مسائل او معلومات  د مثالونو له لاري په مکرر ډول له قرآن او حديث سره وتړي، له عربي ژبې سره يې وتړي، له متلونو، شعرونو او کيسو سره يې وتړي او په ټولنه کې د ژونديو کيسو حالاتو، کارونو او حوادثو سره  او رسنيزو برنامو او رنګارنګ تطوراتو سره وتړي، دا ډېري ګټي لري، يو خو دا چې په دې سر مسائل واضح کيږي او بل شاګرد له دغو مصادرو سره تړل کيږي او  په دې سره شاګرد له انزوا څخه هم ژغورل کيږي.

۴.  د شاګردانو نومونه پېژندل او هر يوه ته د هغه نوم اخيستل، شاګردانو ته د درس په منځ کې تفريح ورکول که د يوې کيسې په بڼه وي چې د استاذ او يا شاګرد له خوا وړاندې کيږي او که د مکرر کينولو او پاڅولو په شکل وي او که نور تصرفات وي او  د شاګرد هرې پوښتني ته به ځواب نه وايي او پوښتونکی شاګرد او ورسره نور ملګري دې د ځواب پلټنې ته هڅوي.

۵.   درسي حصه يا ساعت بايد په څو برخو ووېشي: لومړۍ برخه د پخواني درس مراجعه، دويمه برخه يوازې نوي معلومات په لنډ ډول وړاندې کول، دريمه برخه د لنډيز شرحه، څلورمه برخه پوښتني او د هغوی ځواب، دغه راز  د درس په پيل، منځ او يا پای کې د پخوانيو علماوو او ښو خلکو کردار بيانوي، او له درس سره سره شاګر ته فکرهم ورکړي او شاګرد خپل اصلي مسؤليت ته متوجه کړي.

۶.   که استاذ له مختلفو  پوښتنو ډار لري نو له شاګردانو غوښتلی شي چې هر يو پوښتونکی خپله پوښتنه په کاغذ کې وليکي او استاذ ته يې وليږي استاذ دې د هغو څخه ځيني غوره کړي او د ځينو نورو ځواب پسې دې بيا وروسته وګرځي او بله ورځ دې وړاندې کړي، د درس کيفيتونه يې بايد مختلف وي او له يو وخت څخه بل وخت ته بدلون پيدا کړي، درسي حصه کې په يو هيئت پاتي نه شي او خپل هئيت ته بدلون ورکړي.

۷.   په کوچنيو او وړو مسائلو پيلول او بيا سترو مسائلو ته انتقاليدل. ځکه چې د قرآن کريم نزول هم لومړی په وړو سورتونو او بيا په سترو سورتونو شوی دی، دغه راز امام بخاري رحمه الله وايي: رښتونی عالم هغه دی چې لومړی وړي مسئلي او بيا ستري مسئلې بيان کړي، او  په مسائلو کې دې له مناسب تدرج څخه کار اخلي، بايد د درس پروخت شاګرد ته کلک متوجه وي او درس يې پوښتنيزه بڼه ولري. مبتدا خپله وایی او خبر په طالب وايي، د درس معنوي او ظاهري دواړو شيانو ته بايد پاملرنه وشي.

۸.   په نصاب کې هره ماده خپل اهداف لري مدرس بايد همدغه اهداف په نظر کې نيولو له مخې تدريس وکړي په نحو کې منطق شرحه نه کړي او په منطق کې نحو شرح نه کړي او نه هم د رياضی په درس کې بيالوجي او يا يې برعکس تدريس کړي.

۹.  هغه مسائل چې نن عصر کې ورته اړتيا نه وي بايد په تدريس او امتحان کې پرې ترکيز ونه شي، بايد له نصاب څخه لري شي او په مختصر ډول په لوړو ټولګيو کې تدريس شي، لکه د عتق او يا مريانو مسئلې، بالعکس په هغو مسائلو ډېر ترکيز وشي چې اړتيا ورته ډېره وي دلته بايد مدرس دومره اهليت ولري چې په نصاب کې د بدلون وړانديز وکړی شي .

۱۰.  په لومړيو ټولګيو کې بايد استاذ ماده او يا مضمون له مختلفو کتابونوڅخه تدريس کړي ترڅو زده کونکي له مختلفو کتابونو او طريقو سره اشنا شي، د شاګردانو لپاره بايد ښه موقعيت ولټول شي خواو شا داسې شيان نه وي چې د شاګرد فکر بدل کړي او فيزکي ځايونه هم بايد ورته برابر کړل شي، د ټولني مروجه لغات ، د لب لهجه او متوسط غږ  وکارول شي.

۱۱.   استاذ بايد د پراخه ثقافت خاوند وي د خپل تخصص او مسلک ترڅنګ بايد د نورو مشهورو عصري او ټولنيزو علمونو له بديهياتو، مشهورو قواعدو او اسانه مسائلو څخه خبر وي.

۱۲.    استاذ بايد خپل شخصيت وپېژني چې دی ښه وينا وال که ښه ليکوال او يا دواړه دی او د خپل واقعي حالت له مخې مضمون او معلومات شاګردانو ته وړاندې کړي، د بېلګې په ډول که  استاذ له خولې څخه پڅ وي نو ښه نوټ دې وليکي  او شاګردانو سره دې شريک کړي.

۱۳.  استاذ دې  د “نه پوهېږم” فلسفه زده کړي او خپلو شاګردانو ته دې هم ور انتقال کړي، او که په کومه مسئله کې استاذ پوه نه شي نو هيڅ پروا نه کوي له خپل بل ملګري څخه دې پوښتنه وکړي يا خپل شاګرد هغه استاذ ته ور وليږي چې په دې مسئله ښه پوهېږي چې همدا زموږ د اسلافو طريقه هم ده.

۱۴.  له نوي ټيکنالوجي څخه دې په تدريس کې د امکان ترحده استفاده وشي،  او په هر نوي موقف کې بايد مدرس تر خپله وسه مثبت اړخونه ولټوي، بدلون راوستل د هر انسان طبعي خوښه ده، مدرس بايد تل په نوښت او تجدد کې فکر وکړي تل په يو حالت باندې بسنه ونه کړي دا نوښت که په نوي وسائلو کې او که د تدريس په طريقه کې وي، د حفظ او فهم دواړو بايد مراعت وساتل شي هيڅ کله بايد حفظ د فهم قرباني نه شي او نه هم برعکس.

۱۵.  مدرس بايد په دوامداره توګه مطالعه وکړي خپل ځان تقويه کړي او په خپل حاضر علمي حال بسنه ونه کړي، او بايد د شاګردانو په پوښتنو غوسه نه شي د اخذ او  رد سياست خپل کړي.

۱۶.  له تعصب څخه بايد پر هيز وکړي او همېشه د حق پيروي وکړي او همدا خصلت خپلو شاګردانو ته هم انتقال کړي.

۱۷. مدرس بايد د زکاوت خاوند وي، په ټولو مواقفو کې له عقلمندۍ کار واخلي، له هرڅه مخکې خپل ځان وپېژني څه يې خوښيږي، په څه غوسه کيږي او څنګه غوسه کنټروولی شي او څنګه له هر موقف سره مثبت تعامل کولی شي، په دې ډول مدرس خپل ځان د څارني لاندې ونيسي او همدارنګه خپل شاګردان هم وپېژني او د هغوی نفسي او روحاني ځانګړني درک کړي او له هر حالت سره چټک او مناسب عمل وکړي، بايد په نفسياتو کې هم څه ناڅه مهارت ولري ترڅو په روحي ناروغيو اخته شاګردانو درملنه وکړي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب