ښوونکی مقام د اسلام له نظره

ښوونکی او عالم د اسلام مقدس دین له نظره ډېر لوړ مقام لري او نبي علیه السلام فرمایې:العلماءورثة الانبیاء
ترجمه: عا لمان د انبیاوو علیهم السلام وارثان دی.
او دوی څه مال او دولت په میراث نه دي پاتې شوې، بلکې علم او پوهه د هغوی میراث ګنل کېږی او عالم یواځې دیني عالم او مفسرته نه ویل کېږې، بلکې ټولو ښوونکو ته شامله خبره ده او هر ښوونکی د انبیاوو وارث دي د اسلام له نظره ښوونکی ډېره لوړه مرتبه لری او الله رب العزت په خپل کتاب په ډېرو ځایونو کې د ښوونکی ستاینې او ځانګړتیاوې یادې کړې دی ،چې د بېلګې په توګه د ځینو مبارکو آیتونو او نبوی احادیثو ژباړې را اخلو!
۱- د الزمر سورت په ۹ آیت کې فرمایی: آیابرابر دي هغه کسان،چې پوهېږی له هغو کسانو سره،چې نه پوهېږی ؟
۲- د مجادلې سورت په ۱۱ آیت کې فرمایي:جګوی یالوړ وي مقام اومنزلت دهغوکسانوله تاسوڅخه،چې هغوی ته الله پوهه ورکړې وي.
۳- د فاطرسورت په ۲۸ آیت کې فرمایي :په تحقیق سره په بندګانوکې دپوهې خاوندان له الله نه وېرېږي.
۴- د اسرا سورت په ۳۶ آیت کې د نصیحت په توګه خپلو بندګانو ته داسې لارښونه کوي: مه ځئ په هغه څه پسې،چې تاسې ورباندې علم او پوهه نلرئ.
۵- دمدثرسورة په ۳-۱ آیتونو کې خپل نازولي پیغمبر ته داسې لارښوونه کوي: « ای په بړستن کې پټ شویه! پاڅېږه خلک ووېره وه ، نصیحت ورته وکړه او د خپل رب لویی اوبزرګی ورته بیان کړه.»
همدارنګه پیغمبرصلی الله علیه وسلم سردار د ښوونکووو او په خپله هم یو فعال ښوونکی و،چې وخت پر وخت یې د خپلو زده کوونکو روزنه په ډېر ښه میتود سره کړې ده او د ښوونکی په اړه فرما یي:« انمابعثت معلما»
ژباړه:په تحقیق سره زه ښوونکی را ستول شوی یم.
بل ځای بیا داسې لارښوونه کوي « بعثت لاتمم مکارم الاخلاق»
ژباړه: زه دېدې لپاره رالېږل شوی یم،چې خلکوته ښه اخلاق و ښایم
او هغه مبارک فرمایي: زه ښوونکی رالېږل شوی یم او ملایکې د خیر په ښوونکو درود او رحمت وایي.
یو ځل نبی علیه السلام مسجد ته تشریف راوړ، نو هلته دوه حلقې وې یوه د ذکر او بله د علم او پوهې هغه مبارک د علم حلقه غوره کړه او د هغوی سره کیناست.لکه څرنګه،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښوونکی و او هم یې د ښوونې په څنګ کې د روزنې اړخ ته کلکه پاملرنه کړېده او هم په خپله دغوره اخلاقو یوه نمونه وه. له دې څخه معلومېږې،چې ښوونکی ډېر لوړ مقام لري! او د ایمان په څنګ کې د پوهې خاوندانو ته پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې وایي:
«ژباړه:په خلکو کې د نبوت او پیغمبری درجې ته نېږدې د پوهې او جهاد خاوندان دي».یوه ورځ ابوهریرة رضی الله عنه د صحابه وو یوې ډلې ته ورغی او په ډېر ه وېره وونکې لهجه یې ورته وویل په مسجدکې د نبی علیه السلام میراث وېشل کېږې او تاسې ناخبره یاستی! او هغوی وویل هغه میراث څه شی دی؟ نو ورته یې وویل هغه علم دی. د پوهنې په حاصلولو کې تقواه او پرهېزګاري ډېره مهمه او ضروري ده ځکه پوهنه رڼا او ددې رڼا یوازې هغه کسان مستحق دي،چې پرهيزګار وي.

امام شافعی رحمه الله یو شعر وایې:
شکوت الی وکیع سوءحفظی فارشدنی الی ترک المعاصی
واخبرنی ان العلم نورمن الهی ونورالله لایعطی للعاصی
ژباړه : ماخپل ښوونکی ته د خپلې حافظی شکایت وکړنوهغه راته لارښونه وکړه،چې ګناه پرېږده او دا یې هم راته وویل،چې علم او پوهه رڼاده دالله له طرفه او دا رڼا ګنهګارانو ته نه ورکول کېږې له دې څخه معلومېږی،چې علم او پوهه ډېرپاک او سپڅلې برخه ده نوڅنګه کولای شي،چې زموږګران ښوونکی دمحترمې دندې ته وفاداردي اوخپل مسؤلیت څنګه اداکوي او د راتلونکي نسل څنګه روزنه کوی؟ او د راتلونکی نسل برخه لیک څنګه ټاکي؟ اوله دې ناپوهۍ څخ څنګه ژغور؟

حضرت علي رضی الله عنه فرمایلي دی:
رضینا قسمة الجبارفینا لنا علم وللجهال مال
فان المال یفني عن قریب وان العلم باق لایزال
ژباړه: د خدای په ورکړه باندې خوښ یو،چې مونږ ته یې علم او پوهه راکړې او ناپوهانو ته یې مال او دولت ورکړی ،ځکه علم همیشه وي او مال موقت وي.
همدارنګه د ښوونکی لپاره په ځمکه او آسمان کې پرښتې، په دریابونو کې کبان، په خپلو خونو کې مېږیان او په هوا کې مرغان د ښوونکی لپاره د عا کوي د الله ورته د مغفرت غوښتنه کوي.څومره، چې د ښوونکي مقام او منزلت لوړدی هومره یې مسؤلیت او دنده لوړه ده نو له دې کبله لازم ده، چې د ښوونکي کړه او وړه په اسلامی قوانینو برابر وی او خپله وظیفه په ښه توګه سره اداکړي او د خپل هېواد بچیانو ته په ورین تندي سره ښوونه وکړي ،ځکه همدا ښوونکی دی،چې راتلونکی ټاکي او پوهنې او روزنې بهیر پر مخ بیایې.
څرنګه،چې ښوونکی د ټولنې په پرمختک کې ځانګړی رول لري، نو ښوونکي ته ښایې، چې پوهنې او روزنې ته خاصه پاملرنه وکړي ،ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : «طلب العلم فریضة علی کل مسلم ومسلمة» ژباړه: د پوهنې زده کړه پر هر مسلمان سړی او ښځه فرض ده.
ښوونکی د ټولو نه مخکې باید په اسلامی ضروري علومو ځان سنبال کړي تر څو د زده کوونکو پوښتنو ته یې په ښه توګه ځواب ویلی وی او خپله ایمانی او وجدایی وظیفه په ښه توګه سره ادا شوې وي. نو د ښوونکی نوم ډېرخوږ او دروند دی. د ښوونکی معنوی مقام ډېر لوړ او د ځانګړي درناوي وړ دی.د ښوونکی د الف او ب په خبرو کې د ژوند د ترقۍ او نیکمرغۍ رازونه پراته دي. د دنیا دترقۍ کاروان د ښوونکی او روزونکی لارښوونې ته اړتیا لري.

هو! ښوونکی د دنیا د ټولو پرمختګونو او نهضتونو سمبالوونکی او لارښوونکی دی. د نړۍ حیرانوونکي اختراعات او کشفیات د ښوونکی د زیار محصول او ثمره ګڼل کېږي. دا په نړۍ کې پیاوړي او منلي ډاکټران، انجینران، جنرالان، محققان، سیاست پوهان او کارپوهان خو د ښوونکی شاګردان او دهغه دمبارکولاسونو نیالګي دي.رښتیا،چې د ښوونکی مقام ډېر لوړاوسرلوړی دی باید داحترام او درناوی سرونه ورته ټیټ شي.ښوونکی اوروزونکی
دولسونو دسمسوربڼ مالیار په نړۍ کې د مثبتو تحولاتو او پرمختګونو په راوستلو کې یې نقش ډېر مهم او ونډه یې غښتلې او پیاوړې ده.
ښوونکی ته څښتن تعالی ډېر اوچت مقام او معنوی ارزښت وربخښلی دی.دهېوادونو اوملتونو د آبادۍ معمارهمدا ښوونکی یادېږې.!یوروایت دی فرمایي: یاښوونکی اوسه او یا زده کوونکی اوسه یا ددغو دواړو مرسته کوونکی اوسه او یا ددوی محبت کوونکی پنځم مه کېږه ،چې هلاک کېږې!

ښوونکی-علم
پوهه او جاهلیت

همدا ښوونکی دی،چې د ناپوهۍ او جهالت تیارې ټولوی او پرځای یې د پوهې او ښو اخلاقو وړانګې رامنځته کوي.
هو! همدا ښوونکی دی،چې زده کوونکوته هغه دولت ورکوي،چې نه تمامېده ،نه زړېده اونه ورکېده لري. د ټولې ځانګړتیاوې د پوهې له برکته ښوونکی ته ورپه برخه شوې دي،ځکه پوهه ده،چې دومره د امتیاز او سرلوړي ور په برخه کوي له دې څخه زیاتې نورې ځانګړتیاوې هم لري:

• پوهه هغه ونه ده،چې تل مېوه کوي او خزان نلري
• پوهه هغه څراغ دی،چې همیش رڼا کوی مړاوی کېږې نه
• پوهه هغه شتمني ده،چې خلاصېږې نه
• پوهه هغه ګل دی،چې همیشه تازه وی
• پوهه هغه دولت دی،چې په ورکړه کمېږې نه بلکې زیاتېږې
• پوهه هغه بڼ دی،چې تل مېوه کوي اوټوله مېوه ېی خوږه ده
• پوهه هغه تجارت دی،چې هېڅ توان نلری، بلکې ګټه اوګټه ده.
• پوهه هغه قوت دی،چې پاچاهان ورته عاجز دی.
• پوهه هغه ښایست دی،چې ښکلا یې په جهان کې نشته
• پوهه د هغه وفادارملګری په شان ده،چې هېڅ بېلتون نلري
• پوهه هغه کلۍ ده،چې هرقفل یې خلاصوي
• پوهه هغه صدقه ده،چې وروسته له مرګ څخه هم ثواب لري.
• پوهه هغه د شنه آسمان لمردی،چې هېڅ غروب نلري.

حافظ وایې:

د ښوونکی لوړ مقام ته
که وقاردی په جهان کې نو وقاردی د ښوونکی
چې حساب یې په کړو وړو شی لوړ کردار دی د ښوونکی
تاریکۍ د جهل تښتی ،چې د لمر رڼا وګوری
تل په توره شپه راغلی سپین سهاردی د ښوونکی
د خپل زړه وینې اوبه کړي دهیواد ګلان خړوب کړي
داسې ډک چې له سروګلونه ګلزار دی د ښوونکی
دهیواد د بڼ ګلونه چې په هره خوا غوړېږې
په وطن باندې را غلې بیا بهاردی د ښوونکی
نه سکندر اونه محمو د شته خوا ستا د په دنیا کې
په جهان کې ډېر اوچته اعتباردی د ښوونکی
په نړۍ کې قدر ډېر شی د ښوونکی له هر رنګه
خوزموږ ه په دنیا کې نصیب خواردی د ښوونکی
چې دوران وطن و دان کړی دازلمي شاګردان پوه کړی
پروت په دغه ستره چاره کې معیار دی د ښوونکی
ټول دزړه په وینو رنګ دی اوغمونه هم په کې دی
که یې ګورې ورته راشه لاله زار دی د ښوونکی
د اجهان پیدا ؤ ښکلی خومعلم یې سنګار جوړ کړ
په جهان کې ښکلا څه ده دا سنګار دی د ښوونکی
حافظ هم یو وخت شاګرد و د بستان دمحبت
چې دزړه له ځګرخونه خبردار دی د ښوونکی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب