ادیبان، لیکوالان، شاعرانحقوقښوونکی، زده کوونکی او زده کړیال

د استاذ او شاګرد خپلمنځي حقوق د قران او حديث په رڼا کې

تعليم يوه وسيله ده ، او مقصد يې شخصيت جوړونه او تربيه دى ، علم يو څراغ دى ، انسان خپل عملي منزل ته رسوي ، له همدې امله ښوونه او روزنه پېغمبري لار ده ، استاذ او شاګرد د ښوونيز نظام دوه ډير اهم عنصر دي ، د استاذ ذمه واري يوازې ښوونه نه ده ، بلکې له ښوونې سره سره روزنه هم د استاذ دنده ده ، الله تعالى د خپل خوږ پېغمبر په اړه فرمايي : وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 129] هغو ته كتاب او حكمت ور زده کوي او د هغو ژوند سوتره کوي. ته د لوي قدرت او حكمت څښتن یې.

له همدې امله استاذۍ يو ډيره مهمه او پاکه دنده ده ، د همدې اهميت او تقدس په پام کې نيولو سره ، د استاذ او شاګرد دواړو په خپل ځاى جلا جلا ذمه وارياني دي ، د هغوى سرته رسول پر دواړو لازمه ده ، که چيرې دا ذمه وارياني په ښه طريقه سرته ورسيږي ، نو بيا ښوونه بې له شکه د پرمختګ ضامن دى ، د کاميابۍ او نيکبختۍ لار ده ،
په دې سلسله کې يو څه حقوق استاذ ته متوجه کيږي او ځينې شاګرد ته ، چې تفصيل يې دا دى ،

پر شاګرد د استاذ حقوق :

له ټولو مخکې مهمه خبره دا ده ، چې شاګرد د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا فرمان په پام کې ونيسي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : لَیْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ یَرْحَمْ صَغِیرَنَا وَلَمْ یُوَقِّرْ کَبِیرَنَا ، هغه څوک له مونږ څخه نه دى ، څوک چې زمونږ پر کشرانو شفقت و نه کړي ، او زمونږ د لويانو درناوى و نه کړي ،

له همدې کبله په شاګرد لازمه ده ، چې د خپل استاذ درناوى وکړي ، د هغه له وړې بې ادبۍ څخه هم ځان وساتي ، استاذ د معلم او مربي له حيثيته د پلار پر ځاى وي ، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : إنَّمَا أَنَا لَکُمْ بِمَنْزِلَةِ الْوَالِدِ،أُعَلِّمُکُم زه ستاسو لپاره د پلار پر ځاى يم ، تاسو ته تعليم در کوم ،

شاګرد بايد د روحاني پلار تکريم او تعظيم وکړي ، له استاذ سره په آمرانه انداز خبري کولو څخه ډډه وکړي ، د هغه پر وړاندې په ادب او احترام سره کيني ، اواز دي نه لوړوي ، شاګرد بايد ځان له کبر او لويوالي څخه لري وساتي ، په خپل ځان کې عاجزي او انکساري پيدا کړي ، امير المٶمنين عمر بن خطاب رضى الله عنه فرمايي : تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ، وَتَعَلَّمُوا لَهُ السَّکِینَةَ وَالْوَقَارَ، وَتَوَاضَعُوا لِمَنْ تَتَعَلَّمُونَ مِنْهُ وَلِمَنْ تُعَلِّمُونَه، وَلاَ تَکُونُوا جَبَابِرَة َالْعُلَمَاءِ
علم حاصل کړئ ، د دې لپاره سکينت او قار هم زده کړئ ، له چا چې علم زده کوئ او چا ته يې چې ورښيئ ، له هغوى سره تواضع او عاجزي اختيار کړئ ، جبر کوونکي علماء مه جوړيږئ ،

د استاذ سره د ادب او احترام يوه ښه واقعه د عبدالله بن عباس رضى الله عنه ده ، کومه چې امام ابن عبدالبر په خپل کتاب ( جامع بيان العلم و فضله ) کې ذکر کړې ده ، هغه ليکي چې يوه ورځ زيد بن ثابت رضى الله عنه کوم چې د قران حافظ او د کتاب الله او سنتو ډير لوى عالم وو ، يوه جنازه ورکړه ، د تګ لپاره يوه سوارلي راوستل شوه ، تر څوپه هغه سپور شي ، عبدالله ابن عباس مخکې راغى او د آس لګام يې ونيوو ، زيد بن ثابت رضى الله عنه ورته وويل : د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تره زويه ! ته داسې مکوه ، ابن عباس رضى الله عنه ورته وفرمايل : هٰكَذَا یُفْعَلُ بِالْعُلَمَاء وَالْکُبَرَاء ، هيڅ کله نه زه به خامخا دا لګام نيسم ، ځکه د علماء او لويانو حق دا دى ، چې د هغوى سره همداسې سلوک وشي ،
د استاذ مقام او مرتبه څه ده ؟ دا له امام شعبى رحمةالله عليه نه وپوښتئ ، هغه وايي : کُلُّ مَنْ سَمِعْتُ مِنْهُ حَدِیثًا، فَأَنَا لَه عَبْد له چا چې ما يو حديث اورېدلى دى ، هغه زما بادار او زه يې غلام يم ،

لهذا کله چې شاګرد د استاذ ډير احترام کوي ، هله ورته د علم دولت ور په برخه کيږي ، که چيرې شاګرد نافرمان او بې ادبه وي ، نو له علم څخه به بې برخي وي ،

يوه شاعر څه ښه ويلي دي ،
إِنَّ الْمعَلِّمَ وَالطَّبِیبَ کِلَاهُمَا لَا یَنْصَحَانِ إِذَا هُمَا لَمْ یُکْرَمَا
فَاصْبِرْ لِدَائِكَ إنْ أهَنْتَ طَبِیْبَه وَاصْبِرْلِجَهْلِك إنْ جَفَوْتَ مُعَلِّمَا
د معلم او طبيب چې کله عزت او درناوى ونشي ، هغه ښېګڼه نه کوي ، ناروغ که د طبيب توهين وکړ ، نو هغه دي په خپله ناروغى صبر وکړي ، او که شاګرد له خپل استاذ سره ناوړه چنلد وکړ ، هغه به هميشه جاهل پاتي شي ،
د شاګرد دا هم ذمه واري ده چې تل درس ته حاضر اووسي ، له ناسوبتيا سره يې په درس او استعداد کې کمي راځي ، نتيجه به يې دا وي ، چې خلک به استاذ ته ګوته نسي ، او هغه به ګرم بولي ، لهذا استاذ له الزام څخه ساتل هم د استاذ له حقونو څخه دى ، له حاضري پرته په ټولګي کې په توجه سره کيناستل ، او په غور او فکر سره سبق اورېدل د شاګرد تر ټولو لويه ذمه واري ده ، له دې پرته د شاګرد پر استاذ دا حق دى ، که په کوم درس پوهه نشي ، پوښتنه دي وکړي ، رسول اللہﷺ فرمايلي دي( فَإِنَّمَا شِفَاءُ الْعِّيِ السُّؤَال )
د ناپوهۍ علاج پوښتنه ده ،

شاګرد بايد خپل استاذ د عام انسانانو غوندي وګڼي ، کيداى شي کومه تېروتنه ورڅخه وشي ، د هغه سخته رويه دې برداشت کړي ، او د نه شتون په صورت کې دي بدي نه بيانوي ، پر عيبونو دې پرده واچوي ، او ښېګڼې دې بيان کړي ، د درس په دوان کې بېځايه او بې فايدې پوښتنه مه کوئ ، دا مو د وخت ضايعه کيدو لامل کيږي ،

دا هم ياد وساتئ ، چې په تېروتنه د استاذ خواشيني کيدل يوه فطري خبره ده ، لهذا شاګرد دي د استاذ سختي او غوسه نه محسوسوي ، بلکې دا فکر دي وکړي ، چې زما په تېروتنه د استاذ خفګان په خپله زما لپاره ګټور دى ،

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: