د مور او پلار ( والدينو ) حقوق څه دي؟

په اولاد باندې د مور او پلار  له فضل څخه هيڅوك انكار كولاى نه شي . مور او پلار د اولاد د پيدا كيدو سبب ګرځي نو ځكه  مور او پلار په خپل اولاد ډير حقوق لري.

همدا مور او پلار دي چې  د ماشوم په ساتنه او پالنه كښې شپه او ورځ  ځانونه ستړي كوي او د زړه غوښې خوري . همدا مور او پلار دي چې د ماشوم د خوب او راحت د پاره بې خوبي كوي او ځانونه نا راحته كوي .
. همدا مور ده چې  نهه مياشتې ماشوم په  رحم كښې ساتي . همدا مور ده چې خپل ماشوم ته په رحم كښې غذا وركوي او د روغتيا خيال يې ساتي .
بيا كله چې ماشوم پيدا شي نو همدا مور ده چې خپل  شوده وركوي او په ډير تكليف او  مشقت  سره يې پالنه او روزنه  كوي .
همدا رنګه پلار هم هلې ځلې كوي ، كار كوي ، زحمتونه كالي چې   ماشوم ته   خوراك او پوشاك برابر كړي تر څو دا ماشوم لوى شي او په خپلو پښو ودريږي . پلار همداشان  په داسې وخت كښې د ماشوم   د تعليم او تربيې غم خوري  چې ماشوم   لا په ښه او بد نه پوهيږي . همدا سبب دى چې خداى پاك امر كړی دى او له اولادونو نه يې غوښتي دي چې له خپل مور او پلار سره   احسان وكړي او د مور او پلار شكر پر ځاى كړي.
( و وصينا الإنسان بوالديه  حملته امه وهنا على وهن و فصاله في عامين أن اشكر لي و لوالديك إلى المصير ) ( القمان ) 14
مونږ  انسان  ته سپارښتنه  او نصيحت كړې دى  چې په خپل مور او پلار احسان وكړي . دده مور  د غم د پاسه غم زغملى  او دى يې په حمل كښې ساتلى اودوه كاله ده  ته  د شودو وركولو  موده ده  چې ته زما او د خپلو والدينو شكر كزاري وكړ ه   ( تاسې ټول ) زما خوا  ته را ګرځيدونكي ياست.
د پورتني آيت معنى داده چې انسان بايد د توحيد او د الهي عبادت سره  سم د مور او پلار  سره سلوك وكړي  او دا يو لوى  نصيحت دى چې خداى پاك يې خپلو بندګانو ته كوي.  يو ماشوم چې د مور په رحم كښې  لوئيږي نوله لوئيدو سره  په مور باندې بوج زياتيږي  چې له دې سره مور كمزورى كيږي او كم زورى كيږي  او بيا كله چې ماشوم  دنيا ته راشي نو تر دوو كالو پورې  د مور شوده خوري.
خداى پاك همداشان په لاندني آيت كښې فرمايي :

 

( و بالوالدين احسانا  إما يبلغن عندك الكبر احدهما او كلاهما فلا تقل لهما أف و لا تنهر هما و قل لهما قولا كريما * و اخفض لهما جناح الذل من الرحمة و قل رب ارحمهما كما ربياني صغيرا )
له والدينو ( مور او پلار ) سره احسان وكړه  او كه ستا په موجودګۍ كښې  له دوي څخه يو يا دواړه  زوړ عمر ته ورسيږي   يعنې زاړه شي  نو د هغوي په وړاندې    ” اف   ”  هم   مه وايه   او  هغوي  مه رټه  بلكې   هغوي  سره په ادب او احترام  ښې  خبرې آترې  كوه . او له عاجزئ او محبت سره  د هغوي په وړاندې د تواضع  وزر  ښكته كړه  او دعا كوه  چې  خدايه په دوي  دواړو هغسې رحم وكړه څرنګه چې  دوي   زما پرورش  په كوچنيوالي كښې   كړى دى.
د مور او پلار د حقوقو ادا كول كوم آسان كار نه دى.  د مور او پلار د حقوقو ادا كول  له  هغوي سره  د احسان له لارې سرته رسيداى شي . اولاد ته ښايي چې په قول او عمل سره، د  مال او ځان  په  قربانولو سره  له  مور او پلار سره  احسان وكړي.
اولاد ته ښايي چې هر وخت او په هر حال د مور او پلار خبره ومني او له معصيت څخه كار وانخلي. اولاد ته ښايي چې تل د مور او پلار په خدمت كښې وسي  او كله چې زاړه او كمزوري شي  يا ناروغ شي نو په دغه وخت كې چې د ضرورت وخت دى ،  د هغوي  له څنګ څخه لرى نه شي .
اولادونه  بايد دا خبره له ياده ونه باسي چې دوي   به هم يو وخت زړيږي او كمزوري كيږي ، دوي   به هم  يو وخت  د ناروغۍ په بستر  پراته وي   ، اولادونه   بايد دا  فكر وكړي چې  دوي   به هم   يوه ورځ  پلاراو مور  كيږي   دوي  به هم زوړ عمر ته رسيږي . هغه وخت به  دوي   له خپلو اولادونو نه  د خدمت توقع كوي .نو ځكه  اولادونو  ته ښايي چې  د خپل مور او پلار  خدمت  هير  نكړي.
د خداى په نزد د مور پلار د حق  مرتبه ډيره لوړه ده  . د خداى   د  حق  او د رسول د حق  نه پس د مور او پلار حق په دريمه مرتبه كښې راځي
خداى پاك په قرآن  پاك كښې فرمايي :
( و اعبدوا الله و لا تشركوا به شيئا و بالوالدين احسانا )
او د الله پاك عبادت وكړئ  او هغه سره بل څوك مه شريكوئ  او له مور او پلار سره  ښه سلوك او احسان وكړئ.
الله پاك فرمايي :
( و اشكر لي و لوالديك )
او تاسى  زما او د خپل  مور او پلار   شكر پر ځاى كړئ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم له  مور او پلار  سره  د احسان مرتبه  د في سبيل الله په جهاد باندې لوړه ګڼلې ده إبن مسعود رضي الله عنه وايي :
ما له رسول اكرم (ص) څخه وپوښتل
: يا رسول الله ،  خداى پاك كوم كار ( عمل )  ډير خوښوي ؟
رسول اكرم وويل :  (( په خپل وخت د لمونځ ادا كول ))
بيا مې وپوښتل  ورپسې كوم عمل ؟
رسول اكرم  (ص) وويل : (( له مور او پلار سره احسان ))
بيا مې وپوښتل چې ورپسې كوم عمل ؟
رسول اكرم  (ص) وويل : (( جهاد في سبيل الله )) يعنى د خداى په لار كښې جهاد.
له دې خبرې څرګنديږي چې  د والدينو حقوق ډير اهميت لري .
له بده مرغه ډير داسې اولادونه شته چې د مور او پلار حقوقو ته اهميت نه وركوي ، د مور او پلار خبره نه مني ، د مور او پلار  حقوق نه پر ځاى كوي ، د مور او پلار احترام نه كوي ، برعكس د مور  او پلار سپګاوى كوي ، د مور او پلار خبرو او نصيحتونو ته ارزښت نه وركوي ، هر كار په خپل سر كوي . د واده او  په نورو حياتي  موضوعاتو  كښې د مور او پلار خبره نه مني ، په خپل سر له كورنه  بهر وځي او له  داسې دوستانو سره كښيني او پاڅې چې نه په لمونځ خبر دي او نه هم له ښې تربيې نه برخوردار دي .
اولاد ونو ته  دا لاندنئ خبرې او نصيحتونه  ضرروي دي او دوي بايد په هغو باندې عمل وكړي كه دوي دا كار وكړي نو هيڅكله به خوار او زار نه شي .
*  د مور او پلار احترام او عزت كول .
* د مور او پلار د حقوقو احترام كول او هغه  پر ځاى كول .
*  د والدينو خدمت كول .
*  د والدينو اطاعت كول  او د هغوي خبره منل.
*  د مور او پلا رضا لاس ته راوړل .
* د مور او پلار زړه ساتل او خوشحالول.
* له مور او پلار سره په خوږه ژبه خبرې كول .
*  د مور او پلار شكر په ځاى كول.
* له مور او پلار سره احسان كول.
* د مور او پلار ضرورتونه پوره كول.
* له مور او پلار سره د  ناروغۍ په وخت كښې مرسته كول.
*  د مور او پلار  اوامرو ته غاړه ايښودل.
* د مور او پلار د راحت او هوسائئ د پاره زمينه مساعدول
* له مور او پلار سره په يو دسترخوان كيناستل او ډوډۍ خوړل.
* د مور او پلار د ميلمنواو دوستانو  احترام او عزت كول..
*  هر كار د مور او پلار په خوښه او اجازه سرته رسول.
* د مور او پلار لاسونه ښكلول او د هغوي دعا اخستل.
او نور  چې  د اولادونو له لاسه هره ښيګڼه كيږي نو ښائي له مور او پلار سره يې وكړي. له مور او پلار څخه بل لوى نعمت په دنيا كښې نشته.
د اولاد د پاره له مور او پلار څخه بل څوك خواخوږي او زړه سواند څوك نشه . له مور پلار څخه بل څوك مهربان  نشته ، له مور او پلار څخه بل نژدې  ملګري نشته ، له مور او پلار څخه بل څوك  د غم شريك او همدرد نشته ، له مور او پلار څخه بل څوك ښه دعا كوونكي نشته.
له هغه  اولاد سره چې د مور او پلار دعا وي ، هغه اولاد هيڅ وخت  نه خواريږي بلكې هغه تل خوشبخته او نيګمرغه وي .
و ما علينا إلا البلغ

الحاج فضل الله رشتين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب