د ازموینې لپاره تیاری

غواړم د ازموینو په تړاو لس زرینې لارښوونې تاسو ته وړاندې کړم چې په عملي کولو سره به یې تاسو وکولای شئ چې له خپلو ازموینو څخه مطلوبې پایلې لاس ته راوړئ.

۱ـ لویه اراده: که یو زده کوونکی په ازموینه کې د ښو نمرو، شهرت او بریالیتوب لپاره یوازې د ازموینو په ورځو خپل درسونه زیات تکراروي کیدای شي دغه موخه ترلاسه کړي یا نه کړي. خو که یو زده کوونکی د ښوونیز کال له پیل څخه په دې شوق او جذبې سره درسونه زده کوي او تکراروي چې ځان د علم په ګاڼه سینګار کړي او سبا ته دخپل سپېڅلي دین او ځورېدلي ملت رېښتونی خدمتګار شي نو واضحه خبره ده چې دوهم انتخاب به د دنیا او آخرت کامیابي او بریالیتوب له ځان سره ولري.

۲ـ لوړ همت: د لوړ همت خاوندان تل اوچت اهداف او موخې لري، چې د ترلاسه کولو په لاره کې یې هر راز تکلیفونه او کړاوونه په ځان منلي وي. ستړیا بیخي نه پيژني، نو که غواړئ د لوړ همت کسانو کې وشمېرل شئ باید چې له خپل کتاب او کتاپچې سره ډیر وخت تیر کړئ او په دې لاره کې باید ګام په ګام مخ په وړاندې ولاړ شئ.

۳ـ د مطالعې او تکرار لپاره آرام او ګوښه ځای غوره کول ترڅو د مطالعې پروخت د زده کوونکي توجه یوازې او یوازې خپلو درسونو لور ته وي، او له هر رنګه بوختیاوو لکه: موبایل، کمپیوټر او فیسبوک په ګډون ټولو ناکاره شیانو څخه ځان یوه طرفته ګوښه وساتي.

۴ـ خپل وختونه منظم کړه؛ د درس ویلو، تکرار، ورزش او آرام وختونو په نظر کې نیولو سره خپل تقسیم اوقات برابر کړه او د پلي کولو لپاره یې تر ممکنه بریده کوښښ وکړه، خو که پوه شوئ چې خپل تقسیم اوقات پوره نه شئ عملي کولای بیا خپل مصروف ساعتونه راکم کړئ ترڅو د ناتوانۍ احساس ونه کړئ.

۵ـ تفریح کول: د دوامداره درس  ویلو او مطالعې څخه هرګز دا مطلب نه دی چې یو انسان د خستګۍ احساس وکړي او زړه یې له درس ویلو څخه تور شي، بلکې ترڅنګ څنګ یې باید د چکر او تفریح وختونه هم د ضرورت په اندازه تعین شي.

۶ـ د قران کریم تلاوت: د قران کریم تلاوت کول خپل عادت وګرځوه، اګر که د ورځې یوه صفحه تلاوت وي، ځکه د قرآن عظیم الشان تلاوت انسان ته روحاني قوت او د حافظې تیزوالی ورپه برخه کوي.

۷ـ د وسواس پرېښودل: د درس ویلو او تکرار پرمهال له ذهني ککړتیا او دوه زړيتوب څخه په کلکه ځان وساتئ او هر هغه فکرونو څخه ذهن خالي کړئ چې تاسو ددرس له ویلو څخه راګرځوي، بلکې خپل ځان او ټول کارونه په الله پاک وسپارئ او په همغه پاک ذات توکل وکوئ.

۸ـ پیاده مزل کول: د پیاده مزل کولو عادت ځان کې پیدا کړئ؛ که ډیر نه شئ کولای د ورځې نیم ساعت پیاده مزل وکوئ، ځکه ځینې ځوانان د مطالعې پرمهال له ا ندازې زیات خوراک کوي، نو پیاده مزل به یې د وزن کنترول کې رغنده رول ولوبوي.

۹ـ د درس ویلو او تکرار پر مهال خپل موبایل بند وساته.

۱۰ـ د خپل ځان د کامیابۍ او سوکالۍ لپاره ورځنۍ دعاء خپل عادت وګرځوه او په دې یقین ساته چې الله تعالی به ستا دوعا قبلوي، همدارنګه له خپلو والدینو څخه د خیر دوعا غوښتنه وکوه، ځکه د مور او پلار دوعا د خپل اولاد په حق کې الله پاک خامخا قبلوي.

ستاسو د بریا په هیله

ژباړه: قدرت الله ((تنها))

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب