دینونه او مذاهب

د اختلاف اسباب (قرضاوی)

اختلافات د اسبابو او ریښو له مخې په دوه ډوله دی:

لمړۍ هغه اختلافات چې اسباب یې اخلاقي دي.
دوهم هغه اختلافات چې اسباب یې فکري دي.
هغه اختلافات چې اسباب یې اخلاقي دي
هغه اختلافات چې د اخلاقي اسبابو له مخې را ولاړیږي د علماوو او روزونکو په وړاندې ډیر ښکاره او څرګند دي، په دې هکله یې ژورې څیړنې کړې، ځکه دوی د پیښو د مخنیوي په هکله فکر کوي دوی دې ستونزو او انساني رنځونو ته په کمه سترګه نه دي کتلي په ژوره توګه یې هرڅه بیان کړي.
له دې اسبابو څخه ځینې دا دي:
     نفسي غرور او په خپله رایه ویاړ او ټینګار.
    په نور بد ګماني، او پرته له ښکاره دلیل څخه د هغوی د تورنولو هڅه.
    ځان غوښتنه او د خواهشاتو منل، چې په پایله کې یې د رهبرۍ، چوکۍ، منصب او لوړوالي حرص زیاتیږي.
    د شخصیتونو، مذهبونو او تنظیمونو خبرې کره کڼل او په اړه یې تعصب کول.
    د هیواد، چاپیریال او یا د کوم حزب او ‌ډلې یا رهبر لپاره تعصب.
دا ټول اخلاقي بدمرغۍ شمیرل کیږي چې د زړونو د پوهانو له نظره (هلاکوونکي) څیزونه دي، نو ځکه ترټولو مخکې په یوه عادي مسلمان او اسلامي دعوتګر لازمي ده چې لمړۍ د دغه مرضونو په هکله له خپل نفس سره جهاد وکړي، او له دغه هلاکوونکو بدمرغیو ځان وژغوري، هیڅکله ورته تسلیم نشي ترڅو په دې توګه شیطان ته چانس په لاس ورنشې چې د ده د ورځنیو کارونو رهبري وکړي، یو مسلمان باید په ټینګه د خپل نفس سره مبارزه وکړي ترڅو د دغه مرضونو په مقابل کې ځان په ښو او نیکو کړنو سره روږدی کړي.
کوم اختلاف چې د دغه هلاکوونکو مرضونو په پایله کې را منځته کیږي پرته له شکه یو نه منونکۍ اختلاف دی چې د تفرقې او جلاوالي لامل ګرځي.

هغه اختلافات چې اسباب یې فکري دي

دا رنګه اختلافات چې اسباب یې فکري دي زیاتره د نظرونو په اختلاف کې را څرګندیږي، چې کیدای شي دا ډول اختلاف علمي بڼه ولري لکه اختلاف د شریعت په فروعو کې یا اختلاف په ځینو عقیدوي مسایلو کې چې له بنسټیزو اصولو څخه سرچینه نه اخلي، همدارنګه کیدای شي دا ډول اختلاف په عملي ډګر کې را منځته شي لکه ورځني سیاسي اختلافات او په اړه یې پریکړې، یا د نظریاتو پایلیز اختلافات، یا د کړنلارو او نتایجو په اړه اختلاف چې ترډیره د معلوماتو له مخې را منځته کیږي ځکه د یو لوري معلومات د بل لوري په پرتله زیات وي همدا وجه ده چې هر لورۍ د خپل شته معلوماتو په بنسټ د بل لوري سره اختلاف کوي، کله هم کیدای شي د چاپیریال او وخت د غوښتنو له مخې دا رنګه اختلافات منځته راشي، همدارنګه کیدای شي د مزاج او یا مقابلو عقلونو له مخې فکرونه او نظریات سره ورته نه وي.
د دارنګه اختلاف ښکاره مثالونه: لکه د اسلامي حرکتونو او تنظیمونو اختلاف چې د سیاسي دریځونو په هکله یې یو د بل سره لري، چې نن ورځ په هر ځای کې تر سترګو کیږي، د بیلګې په توګه په انتخاباتو او ټاکنو کې ګډون کول یا نه کول، په پارلمان کې برخه اخیستل یا نه اخیستل، د داسې حکومت سره کار کول چې شریعت نه عملي کوي، یا د غیر اسلامي سیاسي ځواکونو سره سوله کول یا ورسره په ځینو امورو کې عهد کول ترڅو بله هغه ډله له منځه یوسي چې د اسلامي حرکت د مخنیوي سبب ګرځي، ترڅو خپل غږ اوچت کړي خپل حقوق ترلاسه کړي، ظالمه او جابره ډله له منځه یوسي کیدای شي دا ډله اسلامي وي یا غیر اسلامي مسلمانه وي یا نه وي.
دلته ځینې اختلافات په ټولیزه توګه سیاسي دي یعنې د مصالحو او مفاسدو ترمنځ د انډول سره تړاو لري، یا د ګټې او زیان خبره ورسره تړلې وي، یا هم د نن او سبا په هکله ترې ګټې مراد وي.
ځینې دا رنګه اختلافات په ټولیزه توګه فقهي بڼه لري، یعنې په یوه موضوع کې اختلاف شرعي حکم ته راجع کیږي، آیا جواز لري که یې نلري؟ لکه په حکومت کې برخه اخیستل، د غیر مسلمانو کړیو سره تړون کول، یا په انتخاباتو کې د ښځې ونډه، د ښځې انتخابول یا رایه ورکول.

ځینې اختلافات د سیاست او فقهې له مخې سره ګډ را منځته کیږي.

د دا ډول اختلاف ښکاره بیلګې: لکه د اسلامي دعوتګرو ترمنځ د نظر اختلاف چې تغییر او اصلاح څنګه را منځته شي:
له بنسټ څخه پیل وکړو که له لوړو کړیو څخه؟
آیا د خوځښت او انقلاب له لارې مخته ولاړ شو که د تدریج او نرمښت له لارې؟
آیا د لښکریز انقلاب اړتیا ده که د سیاسي او تربیوي پرمختګ؟
لمړیتوب عامه وګړیو ته ورکړو که د ګروپونو او حلقو جوړولو ته؟
آیا د زیاتو تنظیمونو جوړول روا دي ترڅو هر یو په خپله خوښه اسلام ته کار وکړي کنه د یو واحد او شامل حرکت جوړول؟
او همداسې نور سوالونه چې په دې هکله را منځته کیدای شي، چې ډیر زیات دي.
د فکري اختلاف څخه: کیدای شي د ځینو علومو د ارزښت په هکله اختلاف هم یاد شي، لکه د کلام علم، د تصوف علم، د منطق علم، د فلسفې علم، د مذهبي فقهې علم.
ځینې خلک د دغه علومو په هکله تعصب کوي، په هکله یې دفاع کوي د ځینو یا ټولو په زده کولو ځان بوختوي.
خو په مقابل کې یې ځینې خلک بیا د ټولو نه منکر دي، وايي چې دا په اسلام کې نوي څیزونه دي، د اسلام د نه بشپړیدو لپاره منځته راغلي نو ځکه یې ګناه تر ګټې زیاته ګڼل کیږي.
دریمه ډله د دواړو ترمنځ د منځلاریتوب لاره خپلوي، غواړي په انصاف پریکړه وکړي، کیدای شي د دارنګه علومو څخه ځینې زده کړې یا یې نکړي، کیدای شي قبول یې کړي یا یې نکړي خو په اړه یې تعصب نه کوي.
همدارنګه د فکري اختلاف څخه: د بعضو تاریخي پیښو او د تاریخي شخصیتونو د ارزښت په اړه اختلاف دی.

تاریخي پیښې:

لکه د صحابه وو ترمنځ چې پیښې شوې، مثلا د عمر فاروق دریځ د خالد بن ولید په هکله، د عثمان بن عفان موقف د ابن مسعود او ابوذر په هکله، د طلحة، زبیر او عایشې دریځ د علي په هکله، د صفین د جګړې پیښه، د صحابه وو ترمنځ د منځګړیتوب واقعه او پایلې یې.
تاریخي شخصیتونه: لکه معاویة او پلار یې، عمروبن العاص، ابو موسی الأشعري رضی الله عنهم.
یا علمي شخصیتونه: لکه ځینې د تصوف او کلام علماء چې د هغوی له ډلې څخه أبوحامد الغزالي، ابوالعباس ابن تیمیة، محیی الدین بن عربي او داسې نور یادیدلی شي چې مشهور دي او خلکو یې په اړه اختلاف کړی، چې ځینو خلکو یې په تعظیم کې دومر زیاتۍ کړی چې آن تقدس تر اندازې پورې رسیدلي، او ځینو نورو بیا د هغوی په بد ګڼلو کې ډیر زیاتۍ کړی.
خو د فکري اختلاف غوښنه برخه په فقهي فروعو او ځینې غیر قطعي عقیدوي مسایلو کې منځته راغلې، چې بیلګې زیاتې دي او په لاندې ګرښو کې ورته اشاره کوو.

فقهي اختلاف:

یو له قوي ترینو اسبابو څخه چې د اسلامي ویښتابه ترمنځ یې اختلاف او تفرقه اچولې د فقهې په فروعو کې اختلاف دی، ښکاره ده چې د فقهې په فروعو کې اختلاف د نصوصو (قران او حدیثو) د فهم په تړاو د زیاتو نظریاتو او بنسټونو موجودیت دی، چې په بنسټ یې هغه احکام استنباط شوي چې نص نه دی پکې راغلۍ، چې په همدې تړاو ځینې خلک آساني خوښوونکي دي ځینې متشدد او سخت دریځه، ځینې علماء په ټینګه نص ته میلان لري، ځینې بیا رایې او فکر ته، ځینې په ټولو خلکو د مذاهبو تقلید واجب ګڼي ځینې نور بیا وايي تقلید په ټولیزه توګه حرام دی، خو ځینې بیا د دواړو نظریاتو ترمنځ منځلاري دي چې وايي د عامو خلکو لپاره تقلید جایز دی خو نه دا چې تر یوه خاص مذهب پورې تړلي وي، او د علماوو څخه غواړي چې خپله علمي کمي پوره کړي ځان په دلایلو کې د ترجیح او نظر اندازې ته ورسوي، اجتهاد وکړي اګر که په وړو مسایلو کې هم وي.

د دارنګه مسایلو مثالونه ډیر زیات دي:

د اوداسه او پاکۍ په برخه کې:

په (کولونیا) او (سبرتو) باندې د پاکوالي حکم، د هغه څه حکم چې د اصل نجاست پرمخ حایل ګرځي، د ویالو اوبه، د اوښ د غوښې له خوړلو وروسته د اوداسه حکم، آیا څوک چې ښځه لمس کړي اودس پرې شته کنه؟ څوک چې ذکر لمس کړي اودس یې ماتیږي کنه… او داسې نور.

د لمانځه په برخه کې:

د لاسونو تړل یا یې همداسې اوږده پریښودل، د بسم الله ویل په پټه یا په جهر سره یا یې د سره نه ویل، د اقامت او اذان په هکله اختلاف، د جماعت د لمانځه حکم، د استراحت د ناستې حکم، لمړۍ لاسونه باید ټیټ شي که زنګنونه، د دوو لمنځونو یوځایوالۍ په کوم صورت کې جایز دي، او داسې نور.

د زکات په برخه کې:

آیا په میوو او سبزیجاتو کې زکات شته که نشته، په نورو محصولاتو کې د زکات حکم څه دی لکه پنبه؟ آیا د زکات د قیمت اداء کول جایز دي په ځانګړې توګه د فطر د صدقې په برخه کې، آیا د ښځو په زیوراتو کې کلنۍ زکات شته که نشته؟.

د روژې په برخه کې:

د بیلګې په توګه د رمضان او اختر د پیلیدو ټاکنه، آیا د یوه کس په لیدو پیلیږي کنه د ډیرو کسانو په خبر سره، یا دا چې میاشتې حساب شي؟ آیا د روژې د ماتوونکو په اړه پراخي ده کنه په کمو څیزونو روژه ماتیږي؟.

د حج په برخه کې:

آیا د الوتکو د سپرلیو لپاره د جدې نه احرام جایز دی کنه؟ آیا د شیطانانو ویشتل مخکې له زواله جایز دي کنه؟ آیا د حج تمتع لپاره مخکې له یوم النحر څخه قرباني جایزه ده کنه؟

د زینت او ښکلا په برخه کې:

آیا د ږیري پریښودل واجب دي که سنت؟ آیا د ږیري برابرول او کمول جایز دي کنه؟ د بریتونو پریښودل څه حکم لري؟ د جامې اوږدوالۍ څه حکم لري اګر که د کبر له مخې هم نه وي؟ آیا د مسلمانې ښځې لپاره د نقاب آغوستل (د مخ پټول) واجب دي کنه یوازې پرته له مخ او لاسو څخه نور حجاب باید وکړي؟ آیا ښځه کولۍ شي چې ځینې عادي زینتونه وکاروي لکه د سترګو تورول او د کوتې په لاس کول؟ آیا د (الکولونیا) کارول د خوشبویۍ لپاره جایزه ده کنه؟ د انځور اخیستل څه حکم لري؟ سیورۍ والا انځور او پرته له سیوري څخه، په ځانګړې توګه فوتوګرافي او تلویزیوني انځورونه.

د ساتیریو او خوښیو په برخه کې:

آیا د موسقي آوریدل د سامان آلاتو سره یا پرته له آلاتو جایز دي کنه؟ شرطونه او قیدونه یې څه دي که چیرې جواز لري؟
د خوراک او څښاک په برخه کې:
آیا د اهل کتابو د ذبح خوراک جواز لري؟ د اروپا او امریکا اوسیدونکي څوک دي، اهل کتاب دي کنه؟

د مالونو او راکړې ورکړې په برخه کې:

آیا د اجارې او مالونو قیمت ګذاري جواز لري کنه؟ په ځانګړې توګه د هستوګنځایونو او ځمکو، په همدې تړاو دولت ترکومې اندازې جواز لري چې په اقتصادي امورو کې مداخله وکړي؟.
د دښتیزې او مزورعې ځمکې نیوکه څه حکم لري؟ د هغو احادیثو تأویل څه دی چې د ځمکې په دهقانۍ ورکولو څخه نهی پکې راغلې؟ او د هغه حدیث تاویل څه دی چې وايي: (که څوک ځمکه لري نو ویې دې کري یا یې دې خپل ورور ته ورکړي)؟.

د تأمین او بیمې حکم څه دی؟

د ننیو مأسساتو سره کار کول څه حکم لري سره د دې چې اسلامي احکام نه مراعاتوي؟.
د نړیوال سیاست د احکامو په برخه کې:
د هغه رییس جمهورانو په هکله څه ویل کیږي چې په هغه څه حکم نه کوي چې الله نازل کړي، آیا هغوی کافران دي یا یوازې ګنهکار مسلمانان؟
د هغوی د را پرځولو لپاره د قدرت او ځواک کارول څه حکم لري؟
د هغه کسانو په هکله حکم څه دی چې عامه منکرات په لاس، زور او ځواک سره تغییروي؟
د اهل حل او عقد او اهل د شورا د ټاکلو انتخابات څه حکم لري؟
د شورا پریکړه څه حکم لري؟ آیا د شوار حکم لازمي بڼه لري کنه یوازې د لارښوونې په موخه څرکندیږي؟
په اسلامي دولت کې د غیر مسلمانو لږکیو په اړه کوم دریځ نیول شوی؟
د مسلمانو لږکیو په اړه څه بیان دی چې په غیر اسلامي دولتونو کې هستوګن دي؟
د اسلامي او غیر اسلامي دولتونو اړیکي په کوم بنسټ ولاړې دي، آیا د سولې په موخه باید وساتل شي که د جګړیزو اهدافو لپاره؟

په بنسټیزو توګه جهاد د دفاع په معنی دی که د برید؟

په بل عبارت آیا د کفارو وژل د دوی د کفر په بدله کې ترسره کیږي کنه په مسلمانانو د ظلم په بدله کې؟
آیا پرته د داراسلام او دارحرب څخه کوم بل دار هم شته؟
د داراسلام او دارحرب ټاکونکي دلایل کوم دي چې په ترڅ کې یې دواړه څرکند شي؟
او نورې… همداسې نورې…ډیرې مختلفې پیښې چې په اړه یې نظریات او فکرونه مختلف دي، او د علم څښتنان یې په اړه رنګارنګ فکرونه لري او ډول ډول فتواوې یې ورکړې، په همدې توګه ټول اجتهادي مسایل همداسې دي، چې په اړه یې نه شرعي قطعی الثبوت نص شته او نه هم قطعی الدلالة.

مؤلف: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړن: خلیل الرحمن حنیف /اصلاح انلاین

Tags

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close