دین څه ته وايي؟ د دین پېژندنه
د دین لغوي تعريف:
دین [1] په لغت کې د امر (حکم) [2]، عبادت [3]، طریقه [4]، قانون [5] او جزا [6] په معناګانو سره استعمالېږي [7].
د دین اصطلاحي تعريف:
دين په اصطلاح کې هغه احکامو ته وايي چې الله تعالی په خپلو بندګانو باندې مقرر کړی وي [8].
رسول الله(ص) په يو حدیث کې د دين جامع تعریف په داسې الفاظو سره کوي:
( عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ ، أَنّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ : ” الدِّينُ النَّصِيحَةُ ، قُلْنَا : لِمَنْ؟ قَالَ : لِلَّهِ، وَلِكِتَابِهِ، وَلِرَسُولِهِ، وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ، وَعَامَّتِهِمْ ) [9]
ژباړه : د تمیم داري(رض) نه روایت دې چې نبی(ص) وفرمایل : دین نصیحت (خیرخواهي، دعوت لپاره ، د الله د رسول لپاره ، د مسلمانانو د مشرانو لپاره ، او د عامو مسلمانانو لپاره) دی.
لنډه دا چې: دین خیر خواهي دی ، دین دعوت دی ، دین پیژندنه ده ، دین نصیحت دی.
انسانان دين ته ولې اړتيا لري؟
الف: د دين فکري او عقيدوي اړتيا
انسان تل ځان ته د خير او ګټې د غوښتلو او شر، فساد او نقصان د لېرې کولو هڅه کوي، او تل پدې فکر کې وي چې خوشحاله او سوکاله ژوند وکړي، حق وپېژني او د حق ملاتړی واوسي.
انسان د معصوميت له دورې څخه وروسته د ذهن د پياوړتيا او د فکر مرحله کې داخلېږي په ټولنه کې فکر کوي او د کائناتو باریکیو ته ځير کېږي، د کائناتو تصوير جوړوي او د خپل خالق په لټه کې وي تر څو د خپل فطرت د غوښتنې سره سم د يو چا عبادت وکړي، ځېنې خلک په خپله هڅه کې خطا وځي او د باطلو عبادت شروع کړي او ځېنې نور بیا د هدایت د رڼا تر چتر لاندې او د خپل فکري ځواک د پياوړتیا پر اساس خپل حقيقي معبود پېدا او د هغه عبادت ته مخه کړي چې د دنیا او اخرت د نیکمرغی سبب يې وګرځي.
دغه حقيقي معبود پېدا کول د سالمې عقيدې پر بنیاد کېږي چې انسان د تورو تیارو څخه رڼا په لور هڅوي او د باطلو معبودانو څخه يې ژغوري.
ب: د ديني حس اړتيا
انسان فطرت او طبیعت د دې غوښتنه کوي چې د يو دين پالنه وکړي د هغه تر قانون او غوښتنو لاندې ژوند تېر کړي نو ځکه انسان همیشه د خپل خالق د لټولو په هڅه کې وي، د خپل خير غوښتنه او د شر او نقصان د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
انسان په خپل کمزوري عقل سره له بدبختیو څخه د نجاب لار نشي پېدا کولای، نو داسې لارښود ته اړتیا پېدا کېږي چې عقل ته لارښوونه وکړي تر څو د نیکمرغی په لور ګامونه پورته کړي او د بدبختیو مخه يې ونیول شي، او مونږ د اسلامي عقيدې او دين په لارښوونه دغه هيلو ته رسیدلای شو نو ځکه وايو چې اسلامي عقيده او دین د ژوند تېرولو صحیح او اساسي لارښود دی.
ج: د دين رواني او روحاني اړتيا
مخکې د انسان جوړښت تر عنوان لاندې دا خبره جوته شوه چې انسان د روح او جسم څخه جوړ شوی دی، او د دواړو د تربيت لپاره مادي او معنوي شیانو ته ضرورت دی، چې رب العالمين د جسم د تربيت لپاره مادي څېزونه(غذا، اوبه، هوا، لباس، مسکن، واده) او د روح د تربیت لپاره معنوي څېز(دين) پېدا کړی تر څو د انسان دواړه ضرورتونه پوره شي، نو د روحاني لارښوونې او تربیت لپاره انبیاء کرام د دين رسولو لپاره رالېږل تر څو د انسانانو د دنیا او اخرت د نیکمرغی سبب وګرځي.
د: د دين ټولنيزه اړتيا
انسان مدني الطبع دی او په يواځې ډول ژوند نشي کولای نو په ټولنه کې د نورو انسانانو سره د انسان فطري او ټولنيزه اړتیا ده، د دغه ژوند د ښه تېرولو لپاره انسان مناسبو قوانینو او اصولو ته ضرورت لري، که چېرې د ټولنېز ژوند لپاره مناسب اصول او قوانین جوړ نه شي نو د اختلاف او نفاق سبب ګرځي.
دین د انسان دغه ټولنيز ضرورت پوره کوي چې د انسان ټولنېز مساېل يي په عادلانه ډول حل کړی.
د دين ډولونه:
دين په دوه ډوله دی: اسماني دينونه او وضعي دینونه.
اسماني دينونه هغه دینونو ته وايي چې الله تعالی د خپلو بندګانو د هدایت او لارښوونی لپاره وخت په وخت رالېږلی وي.
او وضعي دینونه هغه دینونو ته وايي چې انسانان يې د خپل خواهش او هوس مطابق د ځان لپاره جوړ کړی وي.
اسماني دینونه په دوه ډوله دي: منسوخ دينونه او ناسخ دين.
منسوخ دينونه هغه اسماني دينونه دي چې اوس د عمل کولو وړ نه دي، او ناسخ دين هغه دين دی چې مخکني دينونه د ده په وجه منسوخ شوي وي.
منسوخ دينونه عبارت دي له یهودیت او نصرانیت څخه او ناسخ دين د اسلام مقدس دين دی، څرنګه چې د اسلام دين ناسخ دين دی نو د دغه دين پېژندل ضروري دی.
[1]
– د دين نسبت الله تعالی ته کېږي د ملت نسبت د الله تعالی رسول ته او د مذهب نسبت مجتهد امام ته کېږي.(التعريفات(۱/ ۱۰۵)- علي بن محمد الجرجاني – تحقیق:د دار الکتب العلمية بیروت په غوښتنې د علماؤ يوه ډله – دار الکتب العلمية- بیروت- لبنان – اول چاپ(۱۴۰۳ه ق)- يو ټوکه).
[2]
– (مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ) – رواه البخاري(ح- ۲۶۹۷)- مکتبة الشاملة.
[3]
– (إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ) – د آل عمران سورت، ۱۹ آيت
[4]
– (وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا) – د المائدة سورت، ۳ آيت
[5]
– (وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا) – د آل عمران سورت، ۸۵ آيت
[6]
– (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) – د الفاتحة سورت، ۴ آيت
[7]
– الموسوعة العربية العالمية(صــ ۲)- ډيرو علماؤ، مؤلفینو، مصنفینو پکې برخه اخيستی دی – مکتبة الشاملة.
[8]
– الموسوعة الفقهية الكويتية(۱/ ۱۵- ۱۶) – وزارة الأوقاف والشئون الإسلامية – الكويت – چاپ کال(۱۴۰۴ه ق) – پنځه څلويښت ټوکه.
[9] – صحیح البخاری(۱/ ۶۱) – محمد بن إسماعيل البخاري – تحقیق:محمد زهير بن ناصر الناصر – دار طوق النجاة – اول چاپ(۱۴۲۲ه ق) – نهه ټوکه – مکتبة الشاملة / صحيح مسلم(۱/ ۷۴) – مسلم بن الحجاج النيسابوري – دار إحياء التراث العربي – بيروت – تحقیق: محمد فواد عبدالباقي – پنځه ټوکه.
مولوي محمد انوارالدین شرفزی