دين ته دعوت او پر وړاندې یې غبرګونونه او له هغو سره تعامل

د ديني دعوت په وړاندې د ټولو انسانانو غبرګون يو شانته نه وي، ځينې خلک پخپله ددېن لپاره کوښښ کوي خو چې هر وخت دوى ته د دين دعوت ورسيږي نو سمدستي ورباندې عمل کوي لکه تږي سړي ته چې اوبه پيدا شي او تږی سړی د اوبو پيدا کولو کوښښ کوي.

لیکنه: مولانا ابوفاروق

ژباړه: شهيد الله

دا خلک د خپل سالم او ښه فطرت په خاطر د الله جل جلاله له دين څخه پرته بل دين نه مني اوکله که د اسلامي دين څخه پرته د بل چا تر اثر لاندې راشي نو سمدستي د هغه په زيان او غلطئ پوهيږي او هغه په سپکاوي سره ردوي.

د داسې خلکو په دعوت کې داعي ته هېڅ دول ستونزې نه پيداکېږي کله چې هم ورته داعي دعوت ورکړي نو سمدستي دعوت مني،ځينې کسان ددېن سره اختلاف کوي خو ددوى اختلاف اصولي او فکري مخالفت نه وي، بلکه هغوی دين مني خو ددېن حقيقت ورته چا څرګنداو تشريح کړي نه دی، کله چې دوى ته دين په ښه توګه تشريح شي نو بيا حتماً دين مني او په دې لاره کې چې هر مشکل وي هغه له منځه وړي.

هغوی ددېن په لوري داسې ورځغلي لکه څرنګه چې مور ته ورک شوي بچې پيدا شي هغه ډيره خوشحاليږي او بچې له خپلى سينى سره لګوي. دا د داعي وظيفه ده چې داسې خلکوته د دين حقانيت تشريح کړي خوداسې لهجه اوژبه استعمال نه کړي کومه چې منطقيان يې استعمالوي اودمقابل لوري ژبه بندوي، بايدپه داسې طريقه د دين دعوت وچلول شي چې مخاطب متوجه او دعوت ومني،نه دا چې له ډيرو خبرو څخه ستومانه او بالاخره په تيښته مجبور شي.

څوک چې ددېن داعي اوبلوونکې وي دهغه لپاره داډول طريقه سمه اوصحيح نه ده اونه دالله پاک دين دې ته اړتيااواحتياج لري،هغه بايدداسې رويه،سلوک اوطريقه غوره کړي چې دمدعوزړه،ذهن اودماغ ډاډه کړي اوهغه بې اختياره په شوق اوذوق سره دالله پاک ددېن په لوري وروځغلي.

ځکه چې د اسلام ددين ټولو کائناتو او انسانانو له فطرت او مزاج سره برابر دين دی، تاريخ ګواه اوشاهد دی چې کله هم دين انسانانو قبول کړی او منلی دی نو هغوی الله جل جلاله کامياب کړيدي او چې چا نه دی منلی هغوی د الله جل جلاله په عذاب اخته شويدي که په دې هکله هيڅ پوه او معقول انسان ددې ډول استدلال مخالفت نه شي کولی، د دعوت مخالفت کول د ځينو کسانو له لوري په معقوليت نه وي ولاړبلکه ددوى د مخالفت ترشاسپک اوذليل علتونه وي.

داخلک ددېن مخالفت پدى خاطرنکوي چې هغوى ته ندي رسيدلي بلکې پدې خاطرمخالفت کوي چې هغوى يې منلوته تيارندي.

د داسې کسانو په منځ کې داعي تر هغه وخت پورې خپل دعوت چلوولي شي تر څو پورې چې ددې کسانو دمخالفت علتونه اواسباب نه وي راڅرګندشوي خوکله چې هغه راڅرگندشول نوداعى بايدپرى خپل وخت ضايع نکړي هغه چاته مخ واړوي او ورته متوجه شي چې د دعوت د قبلولو هيله اوتمه ورڅخه کېږى.

ځيني کسان په حقيقت کې د دعوت سره مخالفت نه لري خو ددې دعوت چې کومې غوښتنې دي له هغو څخه ناخبره دى او هغه نشي پوره کولاى نو د داسې کسانو سره د اوږد بحث پرځاى هغوى ته يواځى ددېن غوښتنى بيانول پکار دي چې ددين له منلو څخه وروسته د دين غوښتنې عملي کړي او د دين له غوښتنو څخه مخالفت او انکار ونه کړي.

ځينې مخاطبين اومدعين د دين د غوښتنو څخه ناخبره وي ددې کسانو لپاره همدومره کافي ده چې د دين غوښتنې ورته بيان شي.

ځينې خلک د دين دحقانيت سره بالکل موافق وي خو عملاً له دين سره نه يوځاى کېږي د داسې خلکو لپاره بايد داعي له تشويق،ترغيب اوترهيب څخه کارواخلي اوهغوى په دين باندې دعمل کولودغوره پايلواودنه عملى کولوپه صورت کې دبدوپايلوڅخه خبر کړي.

له ځينوخلکوسره داعى په مسئلو بحث کول غواړي خو دا بحث بايد د مناظرې حيثيت ونلري بلکه دا بحث بايدد پوهولو لپاره وی ځکه په مناظره کې مخاطب اومقابل لورى د مخالف او دښمن په حيث ګڼل کېږي دهغه هره خبره رداوځوابيږي سره له دې که کلمه هم وايي داعي اوبلوونکي هېڅکله داسى رويه نشى غوره کولى اونه يې بايد غوره کړي،بلکې هغه بايد د حق منوونکي په توګه په هرګام کې خپله دنده سرته ورسوي،د مدعو او مخاطب سره چې څه برحق وي هغه بايدپه خوښۍ سره حق ومنۍ اوڅه چې غلط اوباطل دي هغه په حکمت اوزړورتياسره ردکړي،په يوه حکمت اوتدبرسره دهغه دذهن اوفکرداصلاح اوسمون کوښښ دې وکړي.

د قوم مشرانو ته خطاب
ددعوت په مخاطبيونو کې ځيني خلک داسې وي چې ډير کسان په دوى پسې ځي او دوى د هغوی قائدين او مشران ګڼل کېږي که داعي داسې فکر وکړي چې د الله جل جلاله دين دغو قائدينو او مشرانو ته بايد ورسول شي دا ډير ښه فکر دی خو دا به عملاً آسان کار نه وي ځکه چې د داعي صلاحيت محدود وي اوهغه په يوه ځانګړې دايره کې کارکوى،اوس نوداعى. جمله نامکمله ده
په دوه طريقو سره داعي د دعوت کار سرته رسولی شي.

١-لومړۍ طريقه داده چې مشران پريښودل شي اوعام ولس دعوت کړای شي.
٢-دوهمه طريقه داده چې اول دخلکومشران اوقايدين دعوت کړاي شي او په دې مشرانو سربېره چې څومره عام ولس ته دوى خپل دعوت رسولی شي بايد چې د رسولو کوښښ يې وکړي.

دا دوهمه طريقه د انبياء عليهم السلامو طريقه ده چې انبياء عليهم السلامو لومړى د خپل قوم مشران دعوتول او په دې به يې خپل ټول قوت استعمالوه ځکه چې که دقوم مشران په دېن باندې پوه شي او عمل پرى وکړي نو د ډيرو نورو کسانو لپاره به دهدايت وسيله شي که دغو مشرانو خپل ټول صلاحيت اواستعدادپکار واچاوه نو د دين د دعوت لپاره دومره کار کولی شي چې د لاندې طبقې ډيرو خلکو دغه کار نه شو کولی پدې توګه به دداعى کارپه څومياشتواوورځوکې پوره شى اوترڅوپورې چې دعوت د ټولني په لويانو اثر ونه کړي نو په ټولنه کې نه شي عملي کېدلی.

په انبياء عليهم السلامو کې د دعوت ډير زيات قوت او صلاحيت وي په همدې خاطر هغوی د قوم مشرانو او سردارانو ته په آسانۍ دعوت ورکولی شي،اوبريالى کېدى هم شي په اوسني وخت کې چې کوم امت دا کار کوي په ځينو کسانو کې دا لوړاستعداد ډير ليدل کېږي او په ځينو کسانو کې لږه ځينوته داچې موقع او زمينه ورته د مشرانو د دعوت لپاره ښه برابره وي او ځيني داسې کسان شته دي چې د مشرانو د دعوتولو زمينه ورته برابره نه وي، په چا کې چې څومره استعداد وي او د دعوت زمينه هم ورته برابره وي بايد له موقع څخه ګټه واخلي او خلکو ته دعوت ورکړي،بايد خپل ځان ورته کمزوري ښکاره نه شي بلکه د خپل ځان په هکله داسې فکر وکړي چې له ده سره حق دی او الله تعالی دده ملګری دی او چې څوک د دعوت مخالفت کوي په حقيقت کې ډير کمزوری دی سره له دې که په ظاهري لحاظ ډير قوي ښکاري.

په همدې خاطر داعي بايد د خپل دعوت لپاره دلته جمله نامکمله ده او چې کله ورته د دعوت زمينه برابره شي بايد سمدستي دعوت ورکړي اوهېڅ ډول شک اوتردد بايدورته پيدانشي. ددې کار په کولو کې اول ډير مشکلات راځي اوالله جل جلاله خپل سفير او داعي بي کومکه نه پريږدي حتماً د داعي سړي کومک او مدد د الله جل جلاله له لوري په سختوحالاتواوشرايطوکې هم کېږي. کله چې داعي عامو خلکو ته دعوت ورکوي نو ډيرې ستونزې ورته نه پيدا کېږي خودده استعداد پکې پکې نه راڅرگنديږى اوهغه شايد الله جل جلاله ته ډيره زارۍ او عاجزي ونکړي لکه څنګه چې په مشکلاتو کې يي کوي.

د تنظيم او دعوت له کتاب څخه

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب