د محرم د مياشتې فضائل او بدعات

الدين القيم فلا تظلموا فيهن انفسکم وقاتلواالمشرکين کافة کمايقاتلونکم کافة واعلمواان الله مع المتقين:
بيشکه شماردمياشتودالله سره دوولس  مياشتي  دی له هغي ورځي څخه چي اسمانونه اوزمکي يې پيداکړي دي  له هغوڅخه څلور د عزت مياشتي دي دا مضبوط دين دی نوپه هغو مياشتو کي په خپلوځانو باندي ظلم مه کووئ ،اوجنګ کووئ دټولو مشرکانو سره لکه دوی چي ستاسو ټولو سره جنګ کوې اوپوه شئ چي يقينا الله دمتقيانو ملګری دی .

 

په دې  ايت کريمه کي الله تعالی فرمايلي  دي چي څلورمياشتي  دعزت دي رسول الله صلی الله عليه وسلم  دحج په وخت کي فرمائلي ووچي زمانه دګرزيدوسره په خپل اصلي  حالت کي راغله کال        دوولس مياشتې دی،چي په هغوکي څلوردحرمت اوعزت مياشتي  دي درې پرلپسې: ذُوالقعده،ذوالحجه اومحرم دي اوڅلورمه رجب المرجب ده چي دادجمادی الاخری اوشعبان په مينځ کي ده.(بخارې)  په دي څلورومياشتوکي په ځانګړې ډول دالله دنافرمانۍ څخه ځان ژغورل ضروري دي،ددې مياشتوحرمت اوعزت دعالم دپيداکيدودوخت څخه دی ،دحسين رضی الله عنه  دشهادت له امله دې  مياشتي ته داعزت ندی حاصل شوی ،داخويوه اتفاقي پيښه وه،بلکه دعالم دپيدايشت له وخت څخه دی لکه څنګه چي دايت اوحديث څخه معلوه شوه،که څوک داسي ووايې چي دحسين رضی الله عنه  دشهادت فضيلت ددې  مياشتي له امله  نورهم زيات شونوصحيح خبره ده، داسلامې کال شروع دمحرم دمقدسي  مياشتي  څخه کيږې،دامياشت يوه مقدسه مياشت ده،منحوسه نده لکه  شيعه ګان  اوځيني ناپوه سنيان (چي دشيعيت تراثرلاندي راغلي دي)چي  يې   منحوسه اوسپيره بولي ځکه چي امام حسين رضی الله عنه په دې  مياشت کي شهيدشوی دی،په دې  مياشت کي ځيني  لوی لوی کارونه ترسره شوي دي چي په هغوکي دفرعون غرق کيدل اودموسی عليه السلام اودهغه دتابعدارودهغه له ظلمونوڅخه خلاصيدل هم شامل دي.
په دې مياشت کي ګڼ شميربدعات په خلګوکي رائج شوي دي،په لنډډول داخبره ياده کړئ چي په دې مياشت کي يوعمل صحيح ابت دئ نورکارونه بدعات اوناروادي هغه ځانګړئ عمل چي سنت عمل دی هغه  په دې  مياشت کي دوه روژي نيول دي .

       له اسلام څخه مخکي به خلګو ددي ورځي روژه نيوله ؛

کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  مديني منوري ته هجرت وکړوهلته ئې يهوديان وليدل چي دعاشوري دورځي روژه ئي نيوله،نورسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی پوښتنه وکړه چي تاسوداروژه ولي نيسئ ؟هغوی په ځواب کي وويل:دازموږدنجات اوخلاصون ورځ ده،په دي ورځ الله پاک بني اسرائیل دفرعون څخه خلاص کړل،اوپدي ورځ موسی عليه السلام دشکریې په  طورروژه نيولې وه.

نبي عليه السلام وفرمايل :موږدموسی عليه السلام په   موافقت لرلوترتاسوډيرحقداريو.له دي امله نبي عليه السلام ددې  ورځي روژه پخپله هم  نيوله اوامت ته يې هم حکم وکړوچي داروژه ونيسئ.(بخاري)

داسلام په ابتداءکي داروژه فرض وه،بياچي کله درمضان روژه فرض شوه نورسول الله صلی الله عليه       وسلم وفرمايل چي دعاشوري روژه ضروري اوفرض  نده په نيولوکي يې هرڅوک اختيارلري، ۔نوفرضيت يې منسوخ شو،اواستحباب ئې باقي دی.

په يوه حديث کي راغلي دي :افضل الصيام بعدرمضان شهرالله المحرم(مسلم) درمضان وروسته ترټولوغوره روژه  دمحرم دمياشتي روژه ده.
په بل حديث کي راغلي دي چي دعاشوري دورځي  دروژي دنيولوله امله الله تعالی انسان ته ديوه کال  ګناوي وربخښي(مسلم)

رسول الله صلی الله عليه وسلم  به  داروژه نيوله،دیهوديانوسره له مشابهته دبچکيدوله امله يې وفرمايل:که راتلونکئ کال زه ژوندئ وم نوزه به دنهمي ورځي روژه هم نيسم(مسلم)

ليکن په راتلونکي  کال  کي دمحرم درارسيدومخکي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفات شو،نوپه دي حکم صحابۀ کراموعمل وکړو،نوله دي امله بايد دمحرم دنهمي اولسمي،يادلسمي اويوولسمي روژه ونيول شي.
په دې مياشت کي واده اودخوشحالئ نورپروګرمونه منعقدول :

په دې مياشت دشيعه ګانوداثرله وجي ډيرسنيان هم داسي غلطي عقيدي لري چي په دې مياشت کي واده کول ښه کارندی،ښځي په دې مياشت کي سرونه نه پريمينځي وائې بياموسرريږدي .

داټولي خبري دشيعه ګانولخواراغلي دي لکه څنګه چي مومخکي وويل چي دامياشت مقدسه اوعزتمنده اودډيرفضيلت والاده نوپه دې  مياشت کي ډيرښه کارونه کول پکاردي،نکاح،واده اوداسي نوردخوشحالئ مجلسونه په  دې مياشت کي ډيرکول پکاردي،په دې کي واده کول  دډيربرکت سبب دئ،اوبايدسړی په دې  مياشت کي داسي دخوشحالئ کارونه وکړي ځکه دډيروخلګوداسي فکردی چي په دي مياشت کي خوشحالي کول نده جائزځکه چي په حسين رضی الله عنه باندي غم پکاردئ،نوددې نظيې دختمولولپاره هم بايددخوشحالئ کارونه وکړل شي ځکه چي داسلام حکم دادئ چي په يوه مصيبت  دي تردروورځوزيات غم کول جائزندئ يوازي دمړي ښځي ته داحکم دی چي هغه به ترڅلورومياشتوپوري زينت  نه کوي .

درسول الله صلی الله عليه وسلم دلمسي حضرت حسين رضی الله عنه شهادت :

دحضرت حسين رضی الله عنه دشهادت پيښه که څه هم ډيره دردوونکي اوغمجنوونکي پيښه ده،خوشيعه ګانوداتراندازې زياته غټه کړيده،دعامومسلمانانوپه ذهنوکي يې داغلطه خبره دومره غټه کړيده  لکه   په دنياکي  چي تردې  لويه دغم پيښه بالکل نوي  پيښه شوي،په داسي حال کي چي تردې  ډيري غمجنوونکي اودمظلوميت نوري پيښي  هم دتاريخ پاڼوثبت کړې دي دبيلګي په توګه دحضرت عثمان رضی الله عنه دشهادت پيښي ته که نظروکړوچي په دفاع کولوباندي دتوان اوطاقت سره سره په دومره سترظلم باندي څومره په صبراواستقامت سره دځان قرباني ورکوي چي ددې  مثال په دنياکي بالکل نشته .
ليکن متاسفانه نن ورځ مسلمانان دالله درسول صلی الله عليه وسلم دخليفه ددومره سخت مظلوميت څخه داسي ناخبره دي لکه داواقعه چي بالکل پيښه  شوي نوي .
تردي هم لوی غم هغه درسول الله صلی الله عليه وسلم زخمي کيدل،دمبارکوقدمونوپه وينولړل کيدل اوله دي څخه دنه بنديدونکي ويني څڅيدل،اودګوتي مبارکي څخه يې دوينوبهيدل،اودغاښونومبارکوشهيديدل،اودداړوکونينودسردارله دُنياڅخه رحلت دي.
مګرمتاسفانه دشيعه ګانواثرپه سنيانوکي دومره زيات راغلی دی چي دنوروصحابۀ کراموشهادت ومظلوميت هيڅ نه ورته ښکاري،يوازي دحسين رضی الله عنه په شهادت باندي غم کوي .

حضرت حسين رضی الله عنه ته امام ويل څنګه دي:

دامام لفظ دحق خاوندان هم استعمالوي اوشيعه ګان يې هم،داهل حقوعالمانوپه عقيده ددي لفظ معنی مخور،لارښوداومقتداته ويل کيږي ،خودشيعه ګانوپه عقيده امام هغه څوک دی  چي په غيب اوپټوخبروي،معصوم وي هيڅ ډول ګناه نه ترې صادريږي،ددوی په عقيده دامام رتبه ترپيغمبرغټه ده.

اهل السنة ددي لفظ په استعمال کي هغه معنی په پام کي نيسي چي دکومي چي  دوی عقيده لري،له دي کبله ددوی په عقيده ټول صحابه،تابعين،علماءاونوردالله دوستان امامان دي خودې  ته بايدسړئ فکروکړي چي موږامام ابوبکر،امام عمرنه وایو،اوامام حسن اوامام حسين وايونومعلومه خبره ده چي داپه موږکي دشيعه ګانوداثرله امله دی .
په حقاني علماووکي چي چادالفظ دغوحضراتوته ويلی وي نودادرسمي معنی په لحاظ سره دئ،خوددي څخه مغالطه  خامخاپيښيږي ،له دي امله  له دي نه اجتناب  ضروري دئ،حضرت مهدي ته امام مهدي ويل داهم دشيعيت اثردی.

 د عليه السلام د لفظ اطلاق :

دغو حضراتو ته د عليه السلام لفظ هم شيعه ګان استعمالوي چي دوی ته دانبياؤ مقام ورکوي،له دي نه هم اجتناب پکار دی،لکه څنګه چي ددي نورومعززو اصحاب کرامو لپاره دعزت او احترام کوم الفاظ استعماليږي هغسي الفاظ بايدددوی لپاره هم استعمال کړل شي لکه درضی الله عنه لفظ مهدي رضی الله عنه ته مهدي عليه السلام ويل داهم دشيعيت داثرله امله دی . موږبه دټولوصحابۀ کرامواحترام کووداسي نه لکه شيعه ګان چي دنورصحابۀ کرامودښمنان دي .

دمسلمانانوپه نومانوکي دشيعه ګانواثر:
موږګوروچي ډيرداسي کسان شته چي داسي نومان يې وي :علي اکبر،غلام حسن،غلام حسين اوداسي نورچي داهم دشيعيت اثردی

دحسين رضی الله عنه دشهادت قصي بيانول او اوريدل :

په دغي مياشتي کي دنورو بدعاتو ترڅنګ يوکارداهم کيږي چي په دي کي جلسې کيږي اودجمعي په ورځ ډیرملا امامان دحسين رضی الله عنه دشهادت قصه بيانوي .

په دې  کارکي يوه خرابي داده چي په دې کي دشيعه ګانوسره مشابهت اوورته والئ دی لکه څنګه چي صحابۀ کرامورضی الله عنهم درسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړوچي په دي ورځ يهوديان هم روژه نيسي نورسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل چي که زه راتلونکي محرم پوري ژوندئ وم نودنهم روژه به   هم   نيسم،نوله دي نه معلومه شوه چي په عبادت کي  به هم مسلمان دباطل پرستوسره مشابهت نه کوي  .
په دغومجلسونوکي بله خرابي داده چي دحسين رضی الله عنه دشهادت دقصوپه اوريدلوسره په انسان کي جُبن اوبې غيرتي پيداکيږي،اوداداسلام دغوښتنوخلاف کاردئ ځکه اسلام داغواړي چي دمسلمان حوصله بايدلوړه اودلوړهمت خاوندوي له دې  امله داخترپه قُربانۍ کي داحکم دی چي حيوان دې  پخپل لاس حلال کړي،که داسي نوي نودحلال په وخت کي دي حاضرواوسي،په دې  کي داحکمت دی چي چي په مسلمانانوکي غيرت اوهمت پيداشي،دزړه قوت اوحوصله يې زياته شي،ځکه چي څوک حيوان دحلاليدوپه حالت کي نشي ليدلائ نوهغه دښمن کله وژلئ شي .

داسلامي کال دپيل کيدوپه اړه دصحابۀ کرامورضی الله عنهم اتفاق په دي راغئ چي  له هجرت څخه به اسلامي کال شروع کيږي،په دي کي هم دغه حکمت نغښتئ دی ځکه دهجرت په اوريدوسره به دمسلمانانوهمت لوړيږي ،اوددين لپاره به دهرمحنت زغملوته چمتوکيږي .
دميلادڅخه دکال په پيل کيدوسره په بازيواوبيکاريوکي دمشغولتياخطره وه اودوفات څخه په پيل کيدوکي دغم،تکليف اوبُزدلئ دپيداکيدوخطره وه

د محرم په لسمه رخصتي کول :

په دي ورځ رخصتي بايدونکړل شي ځکه يوخوپه دې  کي دشيعه ګانوسره مشابهت اودهغوی تائيددئ،اوبل داچي په دې  ورځ شيعه ګان دخپلي عقيدي مطابق دډيرمحنت څرګندونه کوي،بل لوري ته دمسلمانانوپه رخصتي کولوسره دبي همتۍ اوبيکارئ څرګندونه کيږي،بل داچي درخصتئ  له امله ډيرمسلمانان دبيکارئ له امله   دشيعه ګانو سره په جلوسونوکي شرکت کوي اوددوئ لپاره دلوئ جلوس زمينه مساعده کيږي.

د محرم په لسمه په خپل اهل اوعيال پراخي راوستل :

په يوه روايت کي راغلي دي چی چاپه دي ورځ پخپل عيال باندي پراخي راوستله نوالله پاک به په ده باندي ټول کال رزق  پراخ کړي.
ليکن داروايت سره ددي چي موضوع اوله ځانه  جوړشوی دی ،په عمل سره يې دهغه خلګوتائيدراځي چي دغلطوعقیّدوخاوندان دي نوله دي امله عمل ورباندي کول نه دي پکار.

عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب