په ژوند کې د روغتیا ارزښت

بیشکه چې روغتیا د انسان په ژوند کې خورا مهم رول لري، روغ انسان همیش د ناروغ په پرتله بریالی وي، خپل ژوند په خوشالۍ سره تیروي، خپلو مسؤولیتونو ته پابند وي او په آسانۍ سره یې درک کولای شي، پدلاسې حال کې چې ناروغ انسان همیش له خپل ژوند څخه کړیږي، هر کار ترې پاتې وي بلکې مرګ ته په ژوند باندې اهمیت ورکوي.

لکه څنګه چې حدیث شریف مفهوم دی چې قوي مؤمن له ضعیف مؤمن څخه د الله تعالی پر وړاندې غوره او خوښ وي، قویتوب څخه دلته مطلب د بدن چوستوالی او چالاکي ده، ځکه چې کله یو مسلمان روغ بدن ولري، خپل ځان سره احتیاط وکړي ترڅو چې روغتیا ته یې تاوان ونه رسیږي، د خپلې روغتیا د بقاء لپاره ورزش کوي، نو بیشکه چې داسې مسلمان به همیش خپلو کارونو کې بریالی وي، د الله تعالی عبادت او اطاعت به په ښه بڼه ترسره کوي، او که چیرې یو مسلمان شډل پډل وي، د سستۍ له وجې هر څه ترې پاتې وي نو هرومرو به په خپل ژوند کې ناکام وي.

صحتمند انسان همیش لپاره خپل کار باندې بوخت وي، له شفاخانې او دواګانو سره بلکل نابلد وي، کومې پيسې چې دوا باندې ورکوي هغه باندې ځان لپاره غذائي مواد رانیسي، که په لنډو الفاظو ووایم روغ انسان همیش د خپل صحت خیال ساتي، ناروغ انسان بیا ځان سره ډیر ظلم کوي، خپلې پیسې بیځایه مصرفوي مګر د خپل صحت خیال نه ساتي، کله چې ناروغ شي او په بستر باندې وغځیږي نو بیا ټوله سرمایه په ډیر کم وخت کې دواګانو باندې مصرفوي، شفاخانو او ډاکټرانو پسې منډې وهي.

صحتمند انسان همیش له خپل ژوند څخه خوښ بریښي، له خلکو سره راشه درشه کې تکړه وي، هیڅکله له خپل ژوند څخه شکایت نه کوي څه چې الله تعالی ورکړی وي هغه باندې راضي وي، مګر ناروغ انسان همیش له خپل ژوند څخه ناراضه وي، هیچا ته یې خیر نه رسیږي، د ډیرې سستۍ او بې احتیاطۍ له وجې په لسګونو ناروغیو باندې مبتلا وي.
د یادونې وړ ده چې دلته زمونږ هدف له ناروغ څخه هغه څوک دی چې خپل مسؤولیت نه پيژني، په بیهوده کارونو باندې مصروف وي، الله تعالی پریمانه شتمني ورکړې وي مګر بیا هم له خپل ژوند څخه خوښ نه وي، ځکه چې روحي خوشالي یې په نصیب نه وي، عبادت کې سستي کوي، کله چې د ناروغ شي نو بیا یې الله تعالی په یاد شي، د مرګ په بستر چې څملي نو بیا د خپل صحت ارماني شي، نو مونږ او تاسې ټول باید ځواني له بوډاتوب او روغتیا له مرض څخه مخکې غنیمت وګڼو، ترڅو چې دنیا او آخرت مو روښانه شي.

فضل الهي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب