دفرعون د بدن ساتنه | دقرآن وړاندوېنې | قرآن علمي اعجاز
د قرآن وړاندوېنې:
د قرآن بل اعجاز د هغو پېښو وړاندوینه ده چې کټ مټ پېښې شوې دي چې بېلګې یې دا دي:
د فرعون د بدن ساتنه :
څه ډول چې پوهېږو دمصر فرعون دخدایی دعوه درلوده ، او حضرت موسی (ع) چې د الله(ج) بنده ګۍ ته یی خلک رابلل ترګواښ اوتیری لاندې ونیو. اودې حال ترهغه وخته دوام وموند چې فرعون ډوبېدوه ته نږدې شوی ؤ. چې په دې وخت کې یی دفعتا” په الله(ج) ايمان راوړ اودخپل خلاصون دعایی وکړه ، خو دده توبه دمړینې په وخت کې قبوله نه شوه الله(ج) ده ته په خطاب کې وویل:
له نن نه ( وروسته له ډوبېدو) ستا بدن دخلکو دعبرت لپاره ساتو (يونس 92).
دغه معلومات چې دفرعون جسد به وساتل شی دې ته اشاره ده چې دده جسد به نه خرابېږی . ددغه ظالم حاکم جسد وروسته له ډوبېدو ساحل ته ورسېد اومصریانو هغه مومیایی کړ دغه جسد اوس هم دقاهرې په موزیم کې دخلکو دعبرت لپاره شته اوساتل کېږی.