دغه یو عادت مو له بلا مهلکو ناروغیو ژغورلی شي
که چیرې له لسو دقیقو څخه زیاته منډه نشئ وهلی نو ناهیلې کیږئ مه ځکه چې یوازې دغه اندازه ورزش مو هم له بلا ناروغیو ژغورلی شي.
د امریکا په د مینیسوټا ایالت د یوې روغتیايي مرکز د څیړنو په پایله کې ویل شوی چې په اونۍ کې پنځه ورځې یوازې ۱۰ دقېقې منډه وهل بې شمیره روغتیايي ګټې لري.
د څیړونکو په وینا هره اونۍ ۵۰ دقېقې منډه وهل انسان له فلج، د پښتورګو له ناروغیو، شکر، لوړ کولیسټرول، د وینې لوړ فشار او حتی له څو ډوله سرطان څخه ژغورلی شي.
تر ټولو مهمه خبره چې په دغې څیړنې کې ورته اشاره شوې هغه دا ده چې له اندازې زیاته منډه وهل د انسان پر روغتیا ناوړه اغیز لرلی شي. د څیړوونکو په وینا په ورځ کې له یو ساعت څخه زیاته منډه انسان د زړه په مختلفو ناروغیو اخته کوي.
د دغې څیړنې پر بنسټ هغه کسان چې غواړي اضافي وزن له لاسه ورکړي نو هغوي لپاره په ورځ کې ۱۰ دقېقې منډه وهل کفایت نه کوي او د کالوري په سوځولو کې مرسته نه کوي.
په یاد ولرئ چې منډه وهل او څلویښت قدمه د انسان روغتیا بهتره کولو لپاره هغه فعالیتونه دي چې هیڅ ډول لګښت ته اړتیا نه لري او د یوه جوړه بوټانو سره په اسانۍ سره ترسره کیدلی شي.
له دې وړاندې هم یوې څیړنې کې ویل شوی و چې په ورځنۍ ډول څو دقېقې منډه وهل که څه هم په ټیټ سرعت سره وي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.