دغه خواړه مو د خولې بد بوي له منځه وړي

ځینې ناروغۍ او خواړه د خولې بد بوي لامل ګرځي خو بیا داسې طبیعي خواړه هم شتون لري چې د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

دلته هغه خواړه درپیژنو چې د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې مرسته کوي:

۱- مڼه: د مڼې په اړه یوه عامه انګلیسي اصطلاح ده چې وايي د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټرانو لرې ساتي. مڼه له نورو ډیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې هم ځانګړی اثر لري. مڼه په هوګه کې بد بوی تولیدونکي انزایمونه غیر فعاله کوي. په مڼه کې یو ډول مواد د پولیفینول (Polyphenol) په نامه شتون لري کوم چې په هوګه کې د بد بوي تولیدونکي مادې له منځه وړي.

۲- چای: څیړنو ثابته کړې چې شنه او تور چای هم د خولې بد بوي په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. شنه چای د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره نسبت تور چای ته ډیر اثر لري دا ځکه چې شنه چای خپل ترکیب کې خاصه اندازه انټي اکسیډنټ (Antioxidant) لري. په شنه چایو کې شته انټي اکسیډنټ د پولیفینول (Polyphenol) په نامه هم یادیږي کوم چې په خولې کې د بد بوي تولیدونکي باکتریا مخه نیسي.

۳- اوبه: د اوبه زیات استعمال د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي او د هاضمې سیسټم ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي. اوبه له معدې څخه اضافي غذايي مواد پاکوي او له معدې څخه ټول هغه مواد چې د خولې بد بوي لامل ګرځي خارجوي.

۴- ماسته: څیړنو ثابته کړې چې هره ورځ د ماسته ۶ اونسه (Ounce) استعمال د خولې بد بوي کموي. په ماسته کې ځینې مواد لکه ستریپټوکوکس (Streptococcus)، ترموفیلس (Thermophilus) او لکتوباسیلس (Lactobacillus) شتون لري کوم چې په خولې کې بد بوي پیدا کوونکي باکتریا له منځه وړي.

۵- بادام: په بادامو کې شته فایبر (Fiber) د خولې لپاره د خولې کریم رول لوبولی شي. بادام د فایبر نومې موادو غوره منبع ده کوم چې د خولې او غاښونو لپاره ډیر ګټور ګڼل کیږي. بادام د خولې بد بوي له منځه وړلو سربیره د غاښونو له خرابیدو هم مخنیوی کوي.

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب