ایمان | عقاید او اړوندبیانات او پوښتنې او ځوابونه

دعقيدې په اړه اړينی پوښتنی اوځوابونه

۱ – ولې مونږ خدای پيداکړي يو ؟

ج : خدای (ج)مونږ ددی د پاره پيداکړي يو تر څو دهغه عبادت وکړو اوله هغه سره شريک ونه نيسو لکه چې فرمايي «و ما خلقت الجن والانس ﺇلاَّليعبدون». [الذاريات ۵۶]. [جن او انس مونه دي پيداکړي مګر د عبادت لپاره ]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «حق الله علی العباد أن يعبدوه و لا يشر کوا به شيئا». [متفق عليه] دخدای حق پربنده ګانو دادې چې د هغه عبادت وکړي او له هغه سره څوک شريک نه کړي.

۲ – په څه ډول د خدای عبادت وکړو؟

۳ – آيا د خدای ج اطاعت د ويري اوهيلي له رويه وکړو؟

ج: هو بايد الله تعالی د ويرې له عذاب څخه او هيله اواميدواری رحمت ته عبادت وکړو، څنګه چې فرمايي :

 «ادعوه خوفا و طمعا». [الأعراف ۵۶]. [اوبولی تاسی الله (عبادت يې کوی ) په خوف سره (له غدابه دالله ) اوطمع سره (اميد درحمت دالله ) ]. رسول اکرم (ص) فرمايي: «أسأل الله الجنة و أعوذ به من النار». [أبو داود]. له خدايه جنت غواړم او له اور د دوزخ پنا غواړم .

۴ – په عبادت کې احسان اونيکي يعنی څه ؟

ج: د خدای (ج) داسې عبادت وکړو لکه هغه چې وينو که ته هغه نه وينی نو هغه تا وينی لکه چه فرمايي : «ﺇن الله کان عليکم رقيبا». [النساء ۱]. [خدای (ج) ستاسې د اعمال اوکردار مراقب دی ]. او رسول اکرم (ص)فرمايي: «الا حسان أن تعبد الله کأنک تراه؛ فان لم تکن تراه فانه يراک». [مسلم]. احسان دادی چې ته د خدای داسې عبادت وکړي کواکې ته چې هغه وينی که ته هغه نه وينی نو تا خو هغه ويني.

۵ – ولی خدای(ج)پيغمبران را ليږلی دی ؟

ج: خدای(ج) پيغمبران ددی لپاره راليږلی دی چې خلک د يو الله عبادت ته دعوت کړي اوله شرک څخه يې منعه کړي لکه چه خدای (ج) فرمايي «و لقد بعثنا في کل أمة رسولا أن اعبدوا الله و اجتنبوا الطاغوت». [النحل ۳۶]. [يقيناً ليږلی وو مونږ هر (پخواني) امت ته يو رسول (چه ووايي دوی ته ) عبادت کوی د الله او ځان ساتی له شريرانو (باطلومعبودانو) څخه ]. او پيامبر (ص) فرمايي: «و الأنبياء ﺇخوة و دينهم واحد». [متفق عليه].پيغمبران يو دبل وروڼه دی او دوی دين يو دی .

۶– توحيد الوهيت يعنی څه ؟

ج: په عبادت کې د خدای (ج) يواځې پيږندلو ته توحيد الوهيت وايي ، لکه دعا کول ،نذر کول داسې چې يواځې د يو خدای(ج)  اطاعت کول خدای ج فرمايي : «فاعلم أنه لا ﺇله ﺇلا الله». [محمد ۱۹]. [پس پوه شه چې يقيناًنشته معبودی برحق مګريو الله دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «فيلکن أول ما تدعوهم ﺇليه شهادة أن لا ﺇله ﺇلا الله». [متفق عليه]. يوبرخه له حديث د معاذ بن جبل ده هغه وخت چه رسول اکر

م (ص)هغه يمن ته ليږلوداسې يې ورته وفرمايل : پس اولين شي چه ته دوی اسلام ته دعوت کوی دا دی چه : ګواهي ووايی چه هيڅ معبود بر حق نشته مګر يوالله دی .

۷ – کلمه (لا ﺇله ﺇلا الله) يعنی څه ؟

ج: يعنی بدون له يو الله بل هيچ دعبادت لايق نشته ، خدای ج فرمايي: «ذلک بأن الله هو الحق و أن ما تدعون من دونه الباطل». [لقمان ۳۰] [دغه (شامل معرفت کامل قدرت ) له دې سببه دی چې يقيناً الله هم دی حق دی اويقيناً هغه چې بولي (عبادت يې کوي ) بې له الله باطل دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «من قال لا ﺇله ﺇلا الله و کفر بما يعبد من دون حرم الله ماله و دمه». [مسلم]. څوک چې ووايي : هيچ معبودی برحق بې لهيوخدای نشته اوهغه څه چې بدون له يو خدای يې عبادت کيږي پريږدی الله تعالی دهغه مال او ځان حرام کړي ،يعنی همدا مسلماني ده .

۸ – د توحيد نمونه او صفات يعنی څه ؟

ج: ثابتول د هغه څه چه خدای او يا رسول الله (ص) خدای په هغه سره توصيف کړی وي توحيد د اسماء او صفاتو په نوم ياديږي .

خدای (ج) فرمايي: «ليس کمثله شيء و هو السميع البصير». [الشوری ۱۱]. [په کائيناتو كې هيڅ شی هغه ورته اوهم مثل نشته اوهغه په هر څه اوريدونکی او ليدونکی دی]. او رسول اکرم (ص) فرمايي: «ينزل ربنا تبارک و تعالی کل ليلة ﺇلی السماء الدنيا». [متفق عليه].

الله تبارک وتعالی په آخر دنمايې د شپي کې د دنيا آسمان ته را کوزيږي ، اونزول راکوزيدل دهغه جل جلاله په جلال اوقدر پورې اړه لري مونږ دهغه په څرنګوالی نه پوهيږو .

۹ – دهر مسلمان دپاره د توحيد ګټه څه ده ؟

ج: توفيق او هدايت په دنيا کې اوپه آخرت کې له دوزخ څخه نجات دی خدای (ج) فرمايی : «الذين آمنوا ولم يلبسوا ﺇيمانهم بظلم أولئک لهم الأمن و هم مهتدون». [الأنعام ۸۲]. [هغه کسان چې مؤمنان دي اودوی خپل ايمان په ظلم (شرک ) سره نه وي کډ کړی دغو کسانو لره شته امن (له عذابه ) او هم دوی دي لارموندونکي .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: