د طواف معنی، نیت او ډولونه

د طواف معنى ده له يوشي څخه چار چاپيره گرځيدو ته طواف وائي مطلب دا چې يو طواف  به په اوو (۷) چكرونو باندې پائى ته رسيږي يو چكر ته شوط وائي له بيت الله نه بغير بل دهيڅ يو ځاى څخه طواف  كول جائز نه دي  دطواف لپاره نيت كول فرض دى  له نيت نه بغير كه هر څومره چكرې وكړى طواف نه اداء كيږي .

د طواف نيت:

اللَّهُمَ  اِنِّيْ اُرِيْدُ طَوَافَ   بَيْتِكَ الْحَرَم فَيَسِرْهُ لِيْ وَتَقَبَلُهُ  مِنِّيْ  سَبْعَة اُشْواطٍ طَوافِ الحَجِّ اوالعمره اوِالوَداع اوتطوعَ .

يا په پښتو سره به داسې الفاظ ووايې چې يا الله زه ارداه كوم دطواف كه هر قسم طواف وي هغه به ياد كړى كه دحج طواف وي كه دعمرې وي اويا نفلي طواف وي يا دخداى(په امانى طواف وي چې ما ته يي اسان كړى له ماڅخه يي قبول كړى له دروسته به لومړى كعبى مباركې ته مخامخ شي چې ټول حجراسود ئي ښي خواته راشي بيا دطواف په نيت يوه اندازه ښي خواته روان شي چې حجر اسواد ته مخامخ شي اولا سونه به په داسې طريقه پورته كړى لكه په لمانځه كې ئي دتكبير تحرمې په وخت پورته كوي او داالفاظ به ووائي :
(بِسْمِ اللهِ اٴلله اٴكبر لَا اِلَه َ اِلاَ الله وِلِلّه   الحَمْد  والَصَلَوةُ والسَلامُ عَلٰى رَسُولَ اللهِ  اٴ للَّهُمَ ايْمَانًا بِكَ وَوَفَاءً  بِعَهْدِكَ وَاِتْبَاعًا بِسنَّةِ نَبِيِّكَ محمد0) بيا به دواړه لاسونه پريږدي كچيرته گڼه گوڼه نه وه نوپه حجر اسود به په داسې طريقې سره لاس كيږدي لكه په سجده كې بيا به سر د دواړو لاسونو په مينځ كې كيږدي او په ډير ادب واحترام سره به حجر اسواد چپ كړي (ښكل به ئې كړي ) اوكه زياد ازدحام وو بيا به دواړه لاسونه پرې كيږدي او كه داسې هم نه كيده نو بيا به يو لرگې يا داسې يو بل شي پرې مسح كړي هغه به چپ كړي كه داهم ممكنه نه وه بئا به لاسونه داسې پورته كړي دلرې نه لكه چې پرې ايښي يي وي بيا به خپل لاسونه چپ كړي او طواف به شروع كړي اوكله چې ركن يماني ته ورسيږي هغه به په لاس سره مسح كړي چې حجر اسود ته بيا راغلو نو يو گردش وشولو داسې به اووه گردشه پوره كړي.

د طواف ډولونه:

طواف په اووه (۷) قسمه دى

(۱) طواف  قُدوم

(۲) طواف زيارت

(۳) طواف وِداع

(۴) طواف عُمره

(۵) طواف نذري

(۶) تحية المسجد

(۷) طواف نفلي  .

د طواف ډولونو پيژندل:

(۱) طواف قُدوم عبارت ده له هغه طواف څخه چې محرم په مجرد رسيدو حرم شريف ته شروع په طواف وكړي.

(مسئله ) ۱- طواف  قدوم سنت ده تارك يي موجب دملامتئ گرځي البته دم او صدقه پرې نه لازميږي .

(مسئله) ۲- اول وخت دطواف قدوم په رسيدو حرم شريف ته دى او اخير وخت يي مخكې له وقوف دعرفات نه دى : كه چا تر وقوف دعرفات پورې ادا نكړو بيا دا طواف فوت شو او قضاٴ هم  نه لري .

(مسئله ) ۳- طواف  قدوم فقط په هغه محرم سنت ده چې افاقي وي اوپه نيت دحج مفرد يا حج قران مكې معظمې ته داخل شوى وي طواف قدوم له لاندې كسانو ساقط دى .

(۱) څوك چې ساكن دمكې مكرمې وي اولپاره دا اداء كولو دحج له داخل دمكې مكرمې احرام وتړي

(۲) څوك چې داخل دميقات كور لري اولپاره دحج دخپل كورنه اوياله داخل دمكې مكرمې احرام وتړي .

(۳) څوك چې په نيت دعمرې احرام وتړي او غواړي چې وروسته له عمرې نه حج اداء كړي يعنى د تمتع وي اويا حج اداء نكړي .

(۴) له هغه زنانه وو نه چې مياشتې مرض ئي وي (حيض) تروخت دوقوف دعرفات پورې .

(۲) دوهم طواف زيارت :  دا طواف په نامه د(طواف  اِفاضه )  طواف فرضي او دطواف ركني سره هم ياديږي او دا هغه طواف دى چې پس له وقوف دعرفات نه اداء كيږي او داطواف يوركن ده له اركانو دحج نه بغير له دينه حج صحت نشي پيدا كولى .

(۳) دريم طواف  وِداع  :   يعنى درخصتې طواف  طواف وِداع اخري طواف دى دا په هغه چا واجب دى چې هغه قصد او عزم دخارجيدو لري له مكې معظمې څخه .

(۴) څلورم طواف عُمرى :  طواف دعمرې په هغه چا دى چې په نيت دعمرې يي احرام تړلى وي او داخل دمكې معظمې گرځيدلى وي .

(۵) پنځم  طواف  نذري :  طواف نذزي هغه طواف دى چې اصل كې په شخص لازم نه وي په خپله ئي په ځان لازم كړى وي مثلاً  داسې ووائي چې دماښام دلمانځۀ نه روسته دې په مالازم وي چې زه به طواف كوم .

(۶) شپږم طواف  دتحية المسجد :  دا طواف لپاره دهغه چا دى چې كله داخليږي مسجد الحرام ته مستحب ده چې دا طواف وكړي .

(۷)  اووم  طواف  نفلي :  دا هغه طواف دى چې شخص بغير دكوم سبب داسبابونه تقرب (نزديكت) خداى(ته كوي  .

روسته له دغو اوو قسمونو دطوافونو نه دا مستحب ده چې شخص دزم زم اوبه په مړه خيټه وڅكي او خپل مخ دې كعبې شريفې ته وگرځوي  او دخپل حاجاتونو پوره كولو دپاره دى دعا وكړي او دطواف په اخير كې دوه ركعته لمونځ واجب ده هغه به هم كوي په اول ركعت كې به

(قُلْ یٰٓاَیُّھَا الْکٰفِرُوْنَﭐﺫ)

اوپه دوهم ركعت كې به

(قُلْ ھُوَ اللہُ اَحَدٌ) ووايي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب