روژهګناهونه

دزکاة نه ورکول -لوd ګناهونه

د زكات نه وركول

الله  (جل جلاله)  د زكات نه وركوونكو په اړه فرمايلي دي: وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ … ]180(1)[ چا ته چې  الله  (جل جلاله)  له خپله فضله څه وركړي دي او دوى بخيلي پرې كوي هيڅكله دي ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي. بلكې هغه ورته شر دي ژر ده. چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرې كوله .

الله  (جل جلاله)  په بل ځاى كې يې فرمايلي دي : وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ ]6[ الَّذِينَ لاَ يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ… ]7[(2) دهغه مشركانو له پاره هلاكت ( ويل ) دى چې زكات نه وركوي .په پورتني ايت كې  الله  (جل جلاله)  د زكات نه وركوونكي د مشركينو په نامه ونومول ، الله  (جل جلاله)  بل ځاى فرمايلي دي: الَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ]34[ يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَـذَا مَا كَنَزْتُمْ لأَنفُسِكُمْ فَذُوقُواْ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ ]35[(3)

ژباړه :او هغو خلكو ته هم د دردناك عذاب زيرى وركړه چې سره او سپين ( زر) ذخېره كوي  او د الله  (جل جلاله)  په لاره كې يې نه لګوي ، په هغه ورځ چې دغه خزانې به د دوزخ په اور سرې كړ شي بيا به يې تندي ، اړخونه او شاګانې پرې داغول كيږي . ( ورته به وويل شي ) دا همغه ده خزانه. چې تاسو خپلو ځانو ته راغونډه كړې وه ( اوس ) نو وڅكئ هغه چې تاسو ذخېره كول .

پېغمبر(صلی الله علیه وسلم)  بيا فرمايلي دي : (څوك چې د سرو او سپنو زرو خاوند وي او زكات يې ورنه كړي د قيامت په ورځ باندې به ورڅخه د اور ورقې جوړي شي او د دوزخ په اور باندې به يې ( ملائكې ) سرې كړي بيا به يې ( د څښتن ) تندى ، اړخونه او شاه پرې وداغوي ، ( په هغه ورځ باندې به عذاب وركول كيږي ) چې يوه ورځ يې د پنځوس زرو كلونو په اندازه ده او عذاب  به بيا ـ بيا تكراريږي ، تردې پورې چې  الله  (جل جلاله)  به د ټولو خلكو تر مينځ فيصلې وكړي او بيا به د دغه كس  لاره معلومه كړي چې جنت او يا دوزخ ته ولاړ شي . )  يو كس پوښتنه وكړه اى د  الله  (جل جلاله) پېغمبره ! اوښان څرنګه دي ؟

پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  ورته وويل : ( د اوښانو څښتن چې زكات ورنه كړي د قيامت په ورځ باندې به ځمكه وغوړيږي ټول اوښان به په كې ويچې يو بچى به يې هم بې ځايه شوى نه وي ،  الله  (جل جلاله)  به د اوښانو څښتن د اوښانو په پښو كې واچوي چې غوبل  ورباندې وكړي او وې داړي ، چې كله يو اوښ تېر شي بيا به بېرته ورباندې راوګرځيږي ، ( په هغه ورځ باندې به عذاب وركول كيږي ) چې يوه ورځ يې د پنځوس زره كلنو په اندازه ده ، تر دې پورې به عذاب وركول چې  الله  (جل جلاله)  به د ټولوخلكو تر مينځ فيصلې وكړي او بيا به د دغه سړي لاره معلومه كړي چې جنت او يا دوزخ ته  ولاړشي ، يو بل كس پوښتنه وكړه: ( اى د  الله  (جل جلاله)  پېغمبره ! غوايان او پسونه څرنګه دي ؟

پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  وويل : ( د غوايانو ، پسونو ( مېږو او بزو ) څښتن چې زكات ورنه كړي دقيامت په ورځ باندې به ځمكه وغوړېږي ، چې ټول  پسونه به په كې حاضر و ي  ، ښكر ماتي او بې ښكرو  پسونه به په كې نه وي ، خپل څښتن به په ښكرونوباندې وهي او غوبل به ورباندې كوي ، چې يو پسه يو ځل تېر شي بيا به ورباندې راوګرځيږي ، ( په هغه ورځ باندې به عذاب وركول كيږي ) چې يوه ورځ يې د پنځوس زره كلونوپه اندازه  ده او تر دې پورې به عذاب وركول چې  الله  (جل جلاله)  به د ټولوخلكو تر مينځ فيصلې وكړي او بيا به د دغه سړي لاره معلومه كړي چې جنت او يا دوزخ ته ولاړ شي .)(1)

په يو بل روايت كې راغلي دي چې پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  وويل : ( اول ثلاثة يدخلون النار: اميرمسلط وذوثروة من مال لايودى حق الله تعالى من ماله وفقير فخوره )(2)  درې كسان به اول دوزخ ته ننوځي : ظالم امير ، بډاى ( شتمن ) چې زكات نه وركوي او كبرجن فقير . د ابن عباس (رضی الله عنه)  څخه روايت شوى دى وايي : ( څوك چې دومره شتمني ولري چې حج ته پرې ولاړشي حج ونه كړي او زكات پرې واجب وي زكات ورنه كړي د زنكندن په حال كې به د دوباره ژوند غوښتنه كوي ) يوورته وويل : ( اى ابن عباس ! د  الله  (جل جلاله)  څخه ووېرېږه كافران خو د دوباره ژوند غوښتنه كوي )(3)  ابن عباس (رضی الله عنه)  وويل : ( زه به درته په دې اړوند د قرانكريم ايت ووايم چې  الله  (جل جلاله)  ويلي دي : ( وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلاَ أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ ) (4) څه چې مونږ در روزي كړي دي د هغو څخه د  الله  (جل جلاله)  له پاره لګښت وكړئ د هغه ترمخه چې ستاسويوه ته مرګ راشي او بيا به وايي زما ربه ! ولي دي څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه خيرات وكړم ( زكات وركړم )( وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ  (10) او د نېكانو څخه به شميرل شوى واى حج به مې كړى واى . ابن عباس (رضی الله عنه)  ته چا وويل زكات څه شى دى ؟ ابن عباس (رضی الله عنه)  ورته وويل : ( كله چې شتمني دوه سوه درهمو ته ورسيږي زكات ورباندې واجب دى ) چا ورته وويل : ( په څه شي باندې حج واجبيږي ؟) ابن عباس (رضی الله عنه)  وويل : (چې دومره پانګه او سپارلۍ ولري چې مكې معظمې ته پرې لاړ او بېرته راشې

په مباح كاليو ( ګاڼو) باندې چې داستعمال لپاره جوړ شوي وي زكات واجب نه دى او كه دتجارت او يا بل كار دپاره جوړ شوي وي زكات ورباندي واجب دى . دتجارت په سامان باندي زكات واجب دى .

 

دحضرت ابوهريره (رضی الله عنه)  څخه روايت شوى دى چې پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  وويل : ( من اتاه الله مالاً فلم  يؤد زكاته مثل له يوماً لقيامة شجاعاً اقرع له زبيتان يطوقه يوم القيامه فياخذ بلهزمتيه ( اى بالشدقيه ) فيقول انا مالك انا كنزك )

ژباړه:  الله (جل جلاله)  چې چا ته شتمني وركړې وي او زكات يې ورنكړي  الله  (جل جلاله)  به دقيامت په ورځ باندي يو ګنجى ښامار ورڅخه جوړكړي چي په سترګو كې به يې دوه ټكي وي. دمال دڅښتن په غاړه كې به يې وراچوي او خپل څښتن به دژامو څخه راونيسي او ورته به وايي : ( زه ستا دنيا او خزانه يم ) بيا يې دا ايت وويل : وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ  )180( (1) چا ته چې  الله  (جل جلاله)  له خپله فضله څه وركړي او دوى بخيلي پرې كوي ، هيڅكله دي ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي بلكې هغه ورته شر دي ، ژر ده چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرې كوله .

د ابن مسعود (رضی الله عنه)  څخه د زكات د نه وركوونكو په اړه روايت شوى دى: يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ)35(  (1) په هغه ورځ باندې چې دغه خزانې به د دوزخ په اور باندې سرې كړي بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې داغول كيږي.

وايي دمال د څښتن پوستكۍ به دومره وغوړيږي چې يو دينار به دبل دينار او يو درهم به دبل درهم د پاسه نه اېښودل كيږي هر دينار او درهم به په پوستكي ځان ته ځاى شي .كه څوك ووايي : ( تندى ، اړخونه او شاه د داغولو له پاره ولې خاص شوي دي؟ ) د دې وجې څخه چې كله شتمن بخيل فقير وويني مخ ورڅخه اړوي ، تندى يې ګونزي شي او په اړخ باندې ورڅخه تاويږي ، فقير چې ورنزدې شي ، شاه وراړوي نو ځكه په ځانګړي ډول دې اندامونوته سزا وركول كيږي .

پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  وويل : ( خمس بخمس ) قالوا : ( يا رسول الله وما خمس بخمس ؟) قال : ( ما نقص قوم العهد الاسلط الله عليهم عدوهم وما حكموا بغير ما انزل الله الا فشا فيهم الفقر وما ظهرت فيهم الفاحشة الا فشا فيهم الموت ، ولا طففوا المكيال والميزان الا منعوا لنبات ، واخذوبالسنين ، ولا منعوا الزكاة الاحبس عنهم القطر)(2)

ژباړه : پنځه په پنځه باندې ، چا وويل : ( اى د الله  (جل جلاله)  پېغمبره ! په پنځه باندې څه دي ؟ ) پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  ورته وويل : ( يوقوم هيڅ وخت تر هغه پورې تړون نه دى مات كړى تر څو چې  الله  (جل جلاله)  دښمنان يې پرې بريالي كړي نه وي ، د  الله  (جل جلاله)  د راليږلي دين څخهيې پرته د بل څه امر نه دى كړى ، تر څو چې غريبي په كې ډېره شوې نه وي ، بې حيايي په كې نه ده ښكاره شوې تر څو چې مرګ په كې ډېر شوى نه  وي، او نه يې په ناپ او تول كې كمۍ كړى تر څو چې نباتات ورباندې بند شوي نه وي او قحطي ورباندې راغلې نه وي ، زكات يې نه دى منع كړى تر څو چې باران پرې درولى نه وي .)

د كبرجن لپاره نصحيت

هغه كسانو ته چې په دنيا كې لويي كوي ووايى : ( سبا به هلاكيږى ، د قيامت په ورځ چې د عملونو بدلې وركول كيږي ستاسو شتمني به هيڅ ګټه در ونه رسوي )څرنګه دا د شتمنانو د زړونو او عقلونو څخه پټ دي چې د قيامت په ورځ باندې به دا د دوى خزانې د دوزخ په اور باندې سرې كړي بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې وداغوي: يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ )35( په هغه ورځ باندې چې دغه خزانې به د دوزخ په اور باندې سرې كړي بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې داغول كيږي. د قيامت په ورځ باندې د دې له پاره چې ټوله څرمن يې ورباندې وداغوي او عذاب يې سخت شي ټوله شتمني به يې په تنور كې واچوي چې ښه ګرم شي. بيا به هغه كس راولي چې د هدايت سترګې يې پټې كړې وې ، هغه ځاى ته به منډې وهي چې هلته به د هدايت څښتنان نه ورځي ، ( بيابه دا خزانې د دوزخ په اور باندې سرې كړي تندي ، اړخونه او شاه ګانې به يې پرې داغوي ) ځكه چې كله به فقير ورسره مخامخ شو هغه ته به يې تكليف وركاوه ، چې څه به يې ورڅخه وغوښتل دومره به په غصه شو،كه مهربانې به يې ورباندي راغله ورته به يې ويل : (داسي مرسته مې درسره وكړه )كه رب غوښتلي واى ، دا اړ ( محتاج ) به يې بډاى او بډاى به يې اړ كړى واى ، په بډايي او اړتيا كې دوى د  الله  (جل جلاله)  حكمت هېر كړى دى

.هو! چې كله دوى په قبرونو كې كېښودل شي څومره سخت عذابونه به وركړي او په هغه ورځ باندې چې خزانې به يې د دوزخ په اور باندې سرې كړي او بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې داغول كيږي .

د دوى شتمني به يې وارثانو ته بې تكليفه پاتي شي خو د ده څخه به يې پوښتنه كيږي ، چې دا دې په كوم ځاى كې او څرنګه ګټلې وه ، د بډايانو په حال باندې په هغه ورځ افسوس دى چې دا دوى خزانې به د دوزخ په اور باندې سرې كړي او بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې وداغوي،د دوى حرص او عقل چيرې وو چې ځان ته يې ازغي وكرل او او خپلو وارثانو لپاره يې سوكالي وګټله .څه حيرانونكى منظر به وي چې دوى په قبرونو كې كه د اور په لمبو كې ووينئ چې د درهمو او دينارو د سيكو په سكروټو باندې په داسې ډول اوړي او راوړي چې دواړه لاسونه به يې تړل شوي وي .څه حيرانونكى منظر به وي چې دوى كه په دوزخ كې ووينئ چې ګرمې اوبه ( حميم )  په هغه ورځ څښي چې د دوى خزانې به يې د دوزخ په اور باندې سرې كړي وي او بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې داغوي.په دنيا كې دوى ته څومره نصيحتونه شوي وو، په دوى كې څوك وو چې چې اورېدلي يې واى ، د  الله  (جل جلاله)  د عذابونو څخه ويرول شوي واى ،څوك وو چې د  الله  (جل جلاله)  د عذابونو څخه وېرېدلي واى ، د زكات د نه وركولو په اړه څو ځلې خبرتياوې وركړل شوې وې ، څوك وو چې زكات يې وركړى واى ، په شتمۍ باندې يې لكه د ښامار خېټه اچولې وه ، دا خو څه د موسى (علیه السلام) امسا او يا دطور غر نه و، ( په هغه ورځ چې داخزانې به د دوزخ په اور باندې سرې كړي بيا به يې تندي ، اړخونه او شاه ګانې پرې داغول كيږي .

كيسه

د محمدبن يوسف الفاريابي (رحمة الله علیه) (1) څخه روايت شوى دى وايي : ( زه او ملګري مو د ابي سنان ليدلو ته لاړو، كله چې هلته ورسېدو يو څه وخت ورسره ناست وو ابى سنان (رحمة الله علیه) راته وويل : ( راځى زما د ګاونډي ورور مړ شوى دى هغه ته د غمرازي له پاره ورشو ) مونږ ورسره ولاړو ، ومې ليدل چې سړى ډېر ژاړي او خفه دى ، مونږ كښېناستلو سړي ته مو دعا وكړه او تسلي مو وركړه ، خو چې څومره تسلي مو وركوله سړى هيڅ نه صبرېده اخر مونږ ورته وويل : ( ته نه پوهيږى چې دمرګ څخه خلاصون نشته ؟ ) سړي وويل : ( ولې نه! زه د دې وجې څخه ژاړم چې په ورور باندې به مې سهار او ماښام څه تيريږي ) مونږ ورته وويل : ( ايا  الله  (جل جلاله)  تا ته د پټو( غيبو) خبر دركړى دى ؟ سړي وويل : ( نه، كله چې مونږ هغه پټاوه چې خاوره مو پرې راوړله ، ټول خلك لاړل ، زه د قبر خوا كې كښېناستلم د قبر څخه مې اواز واوريده چې ويل يې : ( اه! زه مو يواځې كېښنولم عذاب راكوى ، ما خو لمونځونه كړي و او روژې مې نېولې وې ) د ده خبرو ډېر خفه كړم اخر مې خاوره بېرته ورڅخه واړوله ومې ليدل چې په قبر كې يې اور بل دى، په غاړه كې يې د اور امېل دى ، د ورورګلوى د مېنې څخه مې لاس ور اوږد كړ چې د غاړې څخه يې د اور امېل لرې كړم ګوتې او لاس مې وسوزېده ، بيا يې هغه خپل لاس راواېسته چې سوزېدلى او تور شوى راته يې وويل : ( خاوره راباندې راواړوه ) خاور مې ورباندې بېرته واړوله او بيا ورڅخه راغلم نو څرنګه زه ونه ژاړم او خفه نه شم . ) مونږ وويل : ( دا د  الله  (جل جلاله)  د وينا پخلى دى : (  وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ … ]180   [(1)چا ته چې  الله  (جل جلاله)  له خپله فضله څه وركړي دي او دوى بخيلي پرې كوي هيڅكله دي ګومان نه كوي چې هغه به يې په خير وي بلكې هغه ورته شر دي ژر ده چې د قيامت په ورځ به يې هغه څه د غاړې امېل شي چې بخيلي يې پرې كوله .ستا ورور په عذاب اخته شوى دى او د قيامت تر ورځې پورې به په دې عذاب اخته وي .)

محمد بن يوسف الفاريابي (رحمة الله علیه) وويل : ( مونږ ولاړېدو چې د پېغمبر (صلی الله علیه وسلم)  صحابي ابوذر (رضی الله عنه)  راغى كيسه مو ورته ټوله وكړه او ورته مو وويل : ( يهوديان او نصرانيان مړه كيږي خو هغوى ته دا ډول ښكاره عذاب نه وركول كيږي ) هغه وويل : ( د يهوديانو اونصرانيانو په دوزخيتوب كې خو هيڅ شك نشته  الله  (جل جلاله)  دا ډول ښكاره عذاب مسلمانانو ته د دې له پاره وركوي چې مسلمانان ورڅخه پند او عبرت واخلي لكه  الله  (جل جلاله)  چې فرمايلي دي:( فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا ) (2) څوک چې ليدل کوي ( ګټه يې ) د خپل ځان څوك چې ړوند شو نو تاوان يې ( خپله ) پرده ده . وَمَا رَبُّكَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيدِ (46)  (3)ستا رب په بنده ګانو ظلم كوونكى نه دى.

د  الله  (جل جلاله)  څخه د بخښنې سوال كوو په رښتيا چې مهربان او سخي ذات دى .

(1) سورة ال عمران الاية 180.

(2) سورة فصلت الايتان 6و7 وتمامه :} وَهُم بِالاَْخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ{

(3) سورة التوبة الايتان 34 و35 .

(1) رواه البخارى ومسلم بهذا اللفظ والنسائى مختصراً 1هـ منذرى .

(2) رواه ابن خزيمة وابن حبان فى صحيحها وفى حديث ابى هريرة 1 هـ منذرى .

(3) عزاه ابن كثير فى تفسيره الى الترمذي بسنده اى الضاك بن مزاحم عن ابن عباس رواه مرفوعاً ثم قال وهو عن ابن عباس من قوله اصح قال ابن كثير ورواية الضحاك عن ابن عباس فيها انقطاع 1 هـ .

(4) سورة المنافقون الاية 10.

(1) سورة ال عمران 180.

(1) سورة التوبة الاية 35 .

(2) ذكره بنحو هذا اللفظ المنذري وقال رواه الطبراني من حديث ابن عباس وسنده قريب من الحسن وله شواهد 1هـ .

(1) هو صاحب الثورى واحمد و اسحاق والبخارى ولدسنة 120 هـ وتوفى سنة 212 هـ .

(1) سورة ال عمران الاية 180.

(2) سورة الانعام الاية 104 وتمامها } وَمَآ اَتَاْ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ {

(3) سورة فصلت الاية 46 و بدايها } مَّنْ عَمِلَ صَٰلِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ اَسَاءَ فَعَلَيْهَا { وقد وردت هاتان الايتان فى الاصل كانها اية واحدة مما يوضع اختلاق الحكاية .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: