دکرهنې او مالدارۍ زکات ؛ عشر او څارویو زکات

د کرنې او مالدارۍ زکات

د کرهنې زکات يا عشر :

عشر چه لغوی معنی  لسمه برخه ده ، ټول ځمکنی محصولات لکه غلی دانی ،ميوه جات او شبزيجات کی زکات ورکول فرض دی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .
هغه ځمکی کومی چه د باران ،سيند او چينی په اوبه اوبول کيږی ٪ 10 يا لسمه برخه   اوهغه ځمکی کومی چه د واترپمپ يا نورو تجهيزاتو په وسيله خړوبول  کيږی  په هغه ځمکو کی بيا د زکات اندازه ٪ يا شلمه برخه ده .
دعشرلپاره نصاب شرط ندی همدارنګ د کال پوره کيدل هم شرط ندی بلکی دفصل په رسيدلو سره به د هر فصل جدا جدا زکات ورکوی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .
دکرهنی د زکات حکم :
دکرهنی زکات  لکه د نور مال دولت  په شان په مسلمان نر او ښځه فرض دی .
دعالم پالوونکی څښتنج په قرآنکريم کی مؤمنانو ته داسی لاښوونه کوی :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).
ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی ،اوله هغی چه ماتاسی    لپاره د ځکمی  نه راويستلی دی  .
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الانعام 141 ).

د څارويو زکات :

هغه څاروی چه د تجارت لپاره وی د تجارتی اموالو د نصاب له رويه حسابيږی د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده چه د تجارتی اموالود نصاب بيان    د زکات لنډ او مفصل بيان کی ذکر شوی دی .
هغه حيوانات چه د نسل د ذياتوالی او ډيری کټی په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږی نظر په لاندی  شرطونو  زکات ورباندی فرض دی .
1– چه د کال په ذياته موده کی په صحرا او ورشوګانو کی وڅری .
2- کال ورباندی تير شی .
3- د زکات نصاب ته ورسيږی .
داوښان نصاب            5
د ميښو او غوايانو     30
د ميږو وزو               40

د زکات اندازه په لاندی جدولونو کی بيان شوی ده .

داوښانو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
زکات نشته
4
1
يوه ميږه يا يو پسه
9
5
2 ميوږی يا 2 پسونه
14
10
3 ميږی يا 3 پسونه
19
15
4 ميږی يا 4 پسونه
24
20
يوه يوه کلنه جونګی
35
25
يوه دوه کلنه جوګی 
45
36
يو دری کلن اوښ
60
46
يو څلور کلن اوښ
75
61
2 دوه کلن اوښان
90
76
2 دری کلن اوښان
120
91
د غويانو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
زکات نشته    
29
1
ديوه کال غوسی نر يا ښځينه   
باندی
30
يو دوه کلن غوسی 
باندی
40
دوه يوکلن غوسی ء
باندی
60
يو يوکلن غوسی او يو دوه کلن غوسی  
باندی
70
دوه دوه کلن غوسی که نر وی او که ښځينه   
باندی
80
دری يو کلن غوسی  
باندی
90
دوه يوکلن او يو دوه کلن  
باندی
100
د ميږو يا پسونو او وزو زکات 
د زکات اندازه
تر
له
يو ميږه  
120
40
دوی ميږی  
200
121
دری ميږی 
399
201
څلور ميږی 
——————
400
ورسته د هرو سلوميږو پر ذياتوالی يوه ميږه ور اضافه کيږی

د اسونو خرو او قچرو زکات :

څرنګه چه نومړی حيوانات د بار لپاره دی زکات ورباندی نشته .
خو که د تجارت په نيت وی حساب د تجارتی اموالو د نصاب له مخی کيږی څلويښتمه برخه زکات ور کول کيږی ، يا د هر حيوان پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .
خو که د اسونو د نسل ذياتوالی موجود وی يعنی يواځی نر نه وی   او د کال په ذياته موده کی په صحرا کی وڅری زکات ورباندی شته ( امام ابوحنيفه رح  ) .
د زکات نصاب همغه د تجارتی اموالو په شان دی يا د هر آس پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .
د زکات د مصاربو يا ورکړی ځايونه هماغه دی کوم چه د زکات لنډ او مفصل بيان کی تير شول

د زکات لنډ او مفصل بيان  په همدی پاڼه کی اسلام او مذهب بيا مذهبی 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب