دردونکی سهار! | لنډه کيسه

نن ورځ هوا ډېره سړه وه سهار په يو لړ انداز پېل شو, له کوره مې په وخت حرکت وکړ تر څو خپل دوکان ته په وخت ورسېږم خو هوا ډېره سخته يخه وه ډېر کوښښ مې وکړ ترڅو خپل ځان او وجود ګرم وساتم خو يخ داسې خولې لګولې لکه څه ډول چې يو داړونکی ځناور په انسان خوله خښوي. له پېنځلس دقېقو پلي مزل وروسته مې ځان د موټرونو تم ځای ته ورساوه د شپې تيارو خپلې ښادې له ځمکې په ټولولو کې بوختې کړې وې یعنی رڼايي په لګېدو وه برعکس زه راورسېدم ما غوښتل چې موټر ته پورته شم خو له موټره څخه ليرې مې په يو ماشوم سترګې ولګېدلې چې شکېدلی ګرېوان شکېدلې او نيمه خوړل شوې چپړې (څپلکې) په پښو وې له ډېره يخه په لړزه و په زړه مې يوه نرۍ څړيکه تېره شوه ګواکې چې چا له زهرو تېز پل زما په زړه تېر کړی وي. زه د دې پر ځای چې موټر ته پورته شم بېرته مې پښه وروسته کړه او له موټره ليرې شوم. ما د هغه ماشوم ننداره کوله خپل دواړه لاسونه به يې لمړی يو بل ته نيږدې کړل د خولې په واسطه به يې پوکی ورکړ او بيا به يې سره ومښل تر څو د هغه د لاسونو يخوالی په تودوالي بدل شي خو يو ګيلاس اوبه چېرته يو من اوړو ته کافي دي.
نيږدې ورغلم له خولې څخه مې څادر کښته کړ ورته مې ويل; سلام! هغه په داسې انداز چې په سا وتلو او ننويستلو بوخت وو مخ يې راتاو کړ او په شنو شونډو يې نرۍ خندا وکړه او ويې ويل; وعلېکم السلام…
ما خبرې ورسره پېل کړې وراره! ته ولې په دومره يخ موسم بهر راوتلی يې? مريض به شې!
هغه وويل; زه په خپله خوښه نه يم راوتلی بلکې مجبورۍ راويستی يم! څلور شپې وشوې چې په نيم نس ډوډۍ خورو خو پرون شپه مو بېخي ونه خوړه. پلار مې يو وخت ژوندی و هر څه هغه ترسره کول خو هغه په هېواد کې د شته جنګونو له کبله ووژل شو! اوس د کور مشري زما په غاړه ده يوه مور او تر ما دوه واړه ورونه او دوه وړې خوېندې هم ماته راپاتې دي.
د کلي د دوکاندارانو دومره قرضداري يوو چې هره ورځ مو د کور مخې ته راځي او په سپکو سپورو له مونږ پېسې غواړي خو مونږ دومره پېسې نه لرو چې يو وخت ډوډۍ پرې واخلو نو دوی ته به يې څه ورکړو? زه په شين سهار پاڅېږم او د ښار په کونج کونج کې د اوسپنې په ټيمون پسې ګرځم هغه چې پېدا کړم وروسته يې بيا په کباړي خرڅوم د هغې په بدل کې بيا څو روپۍ لاسته راوړم خو کورته چې راشم هغه پېسې د کور له خرڅه دوه برابره کمې وي. ماشوم کيسه کوله زه لکه د کالبوت په ډول ورته جام پاتې وم خبرو يې ډېر درد درلود هغه څو ځله له خپلو سپېڅلو سترګو اوښکې توی کړلې خو داسې يې ځان نه مالومولو چې هغه دې وژاړي ماشوم بيا رازياته کړه ښه کاکا اوس راته ته ووايۀ? چې زه څه وکړم? ما په دې ښار کې ډېر وخت تېر کړ خو هېڅ کوم چا پر ما داسې خيال ونکړ چې د دې ماشوم آرمان څه دی? څه غواړي? څه ته اړتيا لري? نه!نه! دا ښار ماته له ړندو څخه ډک ښکاري!
ماشوم يو سوړ اسوېلی وکړ او داسې وويل; چې د دې هر څه ليدوونکی خو به الله وي. زما د فرياد اورېدوونکی خو به موجود وي يو ورځ خو به مې غږ واوري. له دې خبرو سره يوه ګونګه خاموشي رامینځته شوه.
فضاء همداسې غلې وه چې غږ وشو سليمه! راځۀ! چې موټر تېرېږي سليم چې غږ واورېد په خپلو يخ لستوڼي يې خپلې تودې اوښکې پاکې کړې منډه يې کړه او په يو غټ موټر پسې شاته ونښتو.
د سليم دې خبرو زه داسې بېواکه کړم چې ان خپل قدمونه مې هم په رديف برابر نه وو.
په جولونو مې ځان تر موټره ورساوه او سمدستي مې ورته د حرکت وويل هغه هم بغېر له کوم وقف څخه محرک شو.
ټوله ورځ د سليم په ناخوالو بوخت وم. ورځ تېره شوه اوس شپه ده خو د سليم خبرې راته خوب کولو اجازه نه راکوي.
پای…

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب