جاوا څه ته وايی؟ د جاوا لنډه پيژندګلوي Java

 د جاوا ژبې لنډ شالید

جاوا ژبه په کال 1991 کې جوړه شوه په لومړیو کې یې د اوک Oak نوم ځان ته اخیستی وو، نوموړې ژبه د جیمز ګاسلینګ تر نظر لاندې د گرین Green نومې پروژې لخو ا مخته تلله.

پس له دې چې  ځان یې د انټرنټ سره ونښلوه نوم یې د اوک څخه و جاوا ته واړوه، تر څو وکولای شي ځان ته تجارتي بڼه ورکړي.،Netscape Navigator په کال 1995 له دې ژبې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، او د خپل پروګرامونه په بعضي حصو کې یې کار تر واخیست.، او په همدې کال په اخیر کې مایکروسافټ خپل په پوستکالو کې وکاروه، له هم هغه وخته جاوا خپل نوم د نړۍ پر مخ پورته کړ.

  • په کال 1996 کې د سن مایکروسیسټم  له خوا یې د Java Development Kit په نامه برخه یې غښتلې کړه.
  •  په کال 1997 کې سن Sum کمپنۍ د مایکروسافټ پر ضد شکایت وکړ، او نوموړی شرکت یې په دې تورن کړ چې خپل په  پریکړه لیک باندې وفا یې نه ده کړې او جاو ا یې  په Internet Explorer کې کارولې ده.
  •   سن شرکت د JDK2.1 Swing تر نامه لاندې یو بل پوستکالی  د ګرافیکي چارو دپاره و نړۍ ته وړاندې کړ.

جاوا د یوې ژ بې په حیث  د پروګرامونو د جوړولو دپاره توزیع شوې ده، او یوه پيږندل شوې ژبه د نړۍ په سطح ده،نوموړي ژبه ویوه کارکوونکي ته دا زمینه برابر وي چې ډیر جالبه پروګرامونو  )پوستکالي(، د ویب پاڼو دپاره غښتلي صفحې  او داډول نور زړه وړونکي پروګرامونه جوړ کړي.

اوس مهال کومې ویب پاڼې چې  دچټ کولو، د فورم کې لیکنې خپرول، د محاسباتو اجراء کول ، او دایمیل له لارې د نویو خبرونو لاس ته راوړل.، داټوله دجاوا له برکته دي.

جاوا یوه مستقله ژبه د عامل سیسټم څخه ګنل کیږي، په دې مانا که تاسو یو پروګرام په دې ژبه باندې  جوړ کړی، نوموړی پروګرام بیله کوم بل پوستکالي په کارولو سره په هر سیسټم عامل کې کار ورڅخه اخیستلی شئ، له امنیت له نظره هم ډیره ښه بریښي.

اوس مهالد نړۍ ډیری غټ او واړه شرکتونه له دې  ژبې په کارولو سره  دخپل شرکتونو د اړتیاوړ پوستکالي  جوړوي..

تیمورشاه یوسف زی


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب