داسلامي ژوندانه طريقه

ددې لپاره چې ديوه مسلمان او مؤمن ژوند د اسلامي اصولو مطابق شي، او عملي اور يښتينى مسلمان شي نو د دې لپاره د يوڅو شيانو پيژندل ضروري او بياپر هغو باندې عمل کول لازمي دي چې په لاندې ټکو کې خلاصه کيږي :

1-په دنياکې دانسان دحيات اوژوندانه هدف(موخه) پېژاندل

چې په دنياکې دانسان دپېدايښت موخه او هدف څه دى په دې اړه الله تعالى داسې فرمايلي دي : (َمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)الذاريات56)
ژباړه: ماندي پېداکړي پېريان اوانسانان مګرددې لپاره چې زماعبادت وکړي   نومعلومه شوه چې دانسان اوپېري له خلقت نه دالله بندګي مطلوبه ده اوپه بل ځاى کې الله تعالى داسې فرمايلي  دي(َهُوَ الَّذِي خَلَقَ السموات وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا…ٌ)(هود7
ژباړه: الله تعالى هغه ذات دى چې ځمکې اواسمانونه يې د شپږو ورځوپه مقدارکې پېداکړي دي اودالله تعالى عرش په اوبوباندې و داددې په خاطر چې پرتاسې امتحان وکړي چې کوم يو په تاسوکې دعمل له مخې غوره دى.
له يادوشويو آياتونوڅخه په ډاگه شوه چې دانسان له پېدايښت څخه هدف دالله عبادت اوبندګي ده

2- داخرت په پرتله ددنيا ارزښت پېژندل:

په دې اړه الله تعالى داسې فرمايلي دي: (أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنْ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ)(التوبة38) يعنې تاسې داخرت دژوندانه په مقابل کې ددنيا په ژوندانه راضي ياست نه ده ژوندون ددنياد اخرت په مقابل کې مګرډيرلږ.
رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ يوه مړه ميږه وليدله چې درسول الله صلى الله عليه وسلم ملګرو هم ليدلې وه، خپلوملګروته يې وکتل اوداسې ورته وفرمايل تاسې پوهيږئ چې دامړه ميږه څومره دخپل خاوندپه وړاندې سپکه اوبې ارزښته ده قسم پر الله چې خامخا دنيا دالله تعالى په وړاندې له دې څخه هم بې ارزښته اوکمه ده څومره چې داميږه دخپل څښتن په وړاندى بې ارزښته ده اوکه چېرې دا دنيادالله تعالى په نزد يوه مچ د وزر په اندازه هم ارزښت درلودى نوکافرته به يې يوګوټ اوبه هم له دې دنياڅخه نه واى ورکړې اوپه يوه بل حديث کې رسول الله صلى فرمايلي دي چې دنيادمؤمن لپاره دبندي خانې حيثيت لري اودکافرلپاره دجنت.

3- مرګ حتمي ګڼل اوله هغه څخه پنداوعبرت اخستل:
الله تعالى فرمايلي دي (كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ) (الرَّحْمَنِ26) (وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ) (الرَّحْمَنِ27 يعني هرهغه چې دځمکې پرمخ دې ټول فانې کيدونکي دي اويواځې الله به باقي وي چې دجلال اواکرام څښتن دى.

4- داسلام حقيقت پېژندل:
داسلام پېژندل ترتفقه اوځانوپوهه ونې ، تعلم ، د اسلام د اصولو، احکامو اوحرامواوحلالو له پيژندلو سره ترلاسه کيږي ، الله تعالى فرمايلي دي چې (وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا) (طه114) ورته ووايه چې اى الله زما په علم کې زياتوالى راوله اورسول الله فرمايلي دي چې په چاباندې الله تعالى خيراراده وکړي نوپه دين کې پوهه ورپه برخه کړي.په بل حديث کې رسول الله فرمايلي دي چې انبياووکرامو څه ديناراودرهم په ميراث ندې پريښي بلکه علم اوپوهه يې په ميراث پريښې ده چاچې علم يادکړپوره برخه يې ترلاسه کړه

٥ – دکفراوجاهليت پېژاندل:
دا ادراک سړي ته په پردې حاصليږي چې د کفر او جاهليت افکار، تګلارې ،پلانونه او د هغه عيبونه وه پېژندل شي اوپه همدې توګه دکفرضررونه ،اوخطرونه وه پيژندل شي ترڅومسلمان دهغوى له مکرونو او فريبونو څخه په امن شي .

ازره وال

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب