بیده کاروان

دلته قافله مو د ژوند په بی لارو سر ده ،به هر رباط او پیچومو کې مو قافله په غلو رااوړي ،دلته د تل له پاره قافله سالار بیده وي ،یا د غلو سره مل وي ، او یا هم د اغیارو ګوډاګۍ وي ، دلته په دي کاروان کې څوک بیدار نه پریږدي ،د ځان نه هم هوښیار نه پریږدي ،داسي غمخوار چې د دښمن د سترګو خار وي هغه نه پریږدي، دا ځکه قافله لکه بیړۍ چې په طوفان کې راګیره وي، ړنګه بنګه ځي او همداسي ښکته و پورته د نجات د ساحل په لور درومي، همداسې زمونږ قافله هم روانه وي ، دلته د انسانیت او فرشتو په سپینو جامو کې ،ځینو غافلانو داسې وحشت رامینځ ته کړی ،چې په هر رباط او هر ګرزونۍ کې انسان ایریږي ،دلته راتلونکی ډیر دهشتناکه ښکاري دلته څوک زړه سواند او غمخوار نه پریږدي دلته ښه انسانان د لوی ارواح خاوندان ، روښان ضمیره او د احساس خاوندان ، د ډیرو بدو او پلیدو ، ناولو، او په باطن خیرن انسانانو په لاس وژل کیږي، چې د دې ټکي ښه شاهد زمونږ تاريخ دی.

سید عبیدالله نادر 

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب