خپل عيب د ولو منځ د بل عيب د کلي منځ

وايي يو فيل د اوبو څښلو لپاره يوې رڼې چينې ته راغی، فيل چې کله خپله کږه وږه څيره په اوبو کې وليده، تور يې وخوړ،او شاته راغی، څښتن يې فکر وکړ چې ګوندې له بل چا وويريد، خو ديته يې پام نه وو چې هغه هيڅکله هم ځان ته سم نه و کتلي‎.
هوکې! ډير خلک داسې شته چې د ظلم، کينې، حرص، حسد، بې انصافۍ او داسې نورو صفاتو د درلودلو سره سره يې هيڅ چرت خراب نه وي،  خو د بل په عيبونو پسې لالهانده ګرځي، فكر نه کوي چې که خپله څيره يې وليده، نو حيران به شی!!!
هر څوک د ريښتيني دوست په لټه کې دی، خو د خپل ځان ريښتينی جوړولو زيار او زحمت نه ګالي.

___________________

سرچينه:
قافله مياشتنۍ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب