خپل شخصیت مه هـېروه! | مه خفه کېږه! ۱۱

د نورو پېښې مه کوه، خپل شخصیت له پامه مه غورځوه، ډیر خلک شته چې په دی ناروغۍ کی راګیر دی ، خپل ځانونه ترې ورک دی ، او د نورو پېښی کوی، هغوی غواړی چې پخپلو کړنو، ویناؤ او حتی کردار او شخصیت کې د نورو پېښې وکړی، چې په دې د دوی خپل شخصیت له منځه ځی ، او تکلف، تکبر او حسد د دوی مرض ګرځی.

له ادم علیه السلام څخه نیولې تر ننه هیچا هم په دی اړه اختلاف نه دی کړی، چې دوه کسان په یوه شکل او بڼه نشی موندل کیدای، نو بیا هغوی په اخلاقو او وړتیاوو کې څه ډول یو شان کیدای شی!؟

ته بل څوک یی، له دوی څخه بیخی بدل یی، په تاریخ کی ساری نه لری،  په نړی کی هم شکله نه لرې، له زید، عمر و ابوبکر څخه بدل یې، له دی امله دنورو دتقلید او پېښی کولو هڅه مه کوه، دخپل شخصیت مطابق ژوند وکړه:

(  قَدْ عَلِمَ کُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ.  )

”  او هــــــره ډلـــــه وپـــــوهــــــېده، چــــــې لــــه کــــومـــــه ځــــــایــــــه خـــــپلـــــــې اوبــــــه واخـــــلــــــی.   ”

(  وَلِکُلِّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّیهَا فَاٌسْتَبِقُواْ اٌلْخَیْرَاتِ )

” د هــــر چــــا لــــپاره یـــــو لـــــوری دی، چــــې دی ورتـــــه مــــخ ګـــــرځوی، نـــــو تـــاســـــې د نېــــــکــــۍ لـــــور تــــه پـــــه مــــنــــــډه شــــئ.  ”

له همدې امله په خپل خوی او بوی پاتې شه، ته هېڅ اړتیا نه لرې، چې د بل چا خوی، غږ او کردار خپل کړې، د وحې له وړانګو څخه ګټه واخلې، ته ځانته خوند او رنګ لرې، خلک دې په هماغه خوند او رنګ کې لیدل غواړی، دا ځکه چې ستا فطرت همدا دی، چې خلک دې پرې پېژنی، نو د نورو پېښې مه کوه.

د انسانانو خویونه د میوو په څېر دی، په دوی کې ترخه هم شته او خواږه هم، اوږده هم شته او لنډ هم، له دې امله څوک چې د کېلې خوند لری، هغوی ته څه پکار چې له ځانه مڼه جوړوی؟

زموږ په ژبه، رنګ، وړتیا او طاقت کې اختلاف د الله تعالی د قدرت له نښو څخه دی، نو نه ده پکار چې مخالفت یې وکړو.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب