خپلوي پریښودل -لوی ګناهونه ۹

الله  جل جلاله  فرمايلي دي : وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ }1{(1)له هغه الله  جل جلاله  څخه وويريږى چې خپلو كې غوښتنه كوئ اوهم دخپلوئ په اړه.

يعنې دخپلوى پرېښودلو څخه ووېرېږى الله  جل جلاله  بل ځاى فرمايلي دي : فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي9 الأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ }22{ أُوْلَئِكَ الَّذِينََعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ }۲۳{(2)نو ايا تاسې ( منافقان )  دې ته نه يې نژدې كه واكمنان شئ نو په ځمكه كې به فساد وكړئ  او خپلوى به مو پرې كړئ ، دوى هغه خلك دي چې الله جل جلاله  پرې لعنت كړى نو دوى به يې كاڼه او سترګې به يې ور ړندې كړي.

 الله  جل جلاله  په بل ايت كې فرمايلي دي : الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَلاَ يِنقُضُونَ الْمِيثَاقَ }20{ وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ}21{(3)هغوى چې الله  جل جلاله  سره كړې وعده نوره پوره كوي او هغه ( تړون ) نه ماتوي او هغوى چې هغه اړيكي ټينګوي چې الله  جل جلاله  يې دټېنګولو امر كړئ دى او له خپله ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره كوي .

 الله  جل جلاله  ويلي دي : يُضِلُّ بِهِ كَثِيراً وَيَهْدِي بِهِ كَثِيراً وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ }26{ الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُولَـئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ }27(1)  {الله  جل جلاله  په دې ( قرانكريم ) ډېر بې لاري كوي او ډېرو ته پرې هدايت كوي او بل څوك نه يواځي فاسقان بې لاري كوي هغوى چې د خدايي وعدې له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكي پرې كوې چې الله  جل جلاله  يې دپيوستون امر كړئ  دى او په ځمكه كې فساد خپروي همدوى خپله تاوانيان دي.

 په صحينو كې راغلې دي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : ( لايدخل الجنة قاطع الرحم ) خپلوې پرې كوونكى به جنت ته نه ننوځې.كوم شتمن خلك چې د كمزورو خپلوانو سره خپلوي پرې كوي او يا لويي پرې كوي هغوى هم د دې حديث په حكم كې شامل دي. يعني دجنت څخه بې برخي دي هو كه الله  جل جلاله  ته توبه وباسي او يا نيكي وكړي هغه كسان په امن كې دي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په يو حديث شريف كې فرمايلي دي : ( من كان له اقارب ضعفاء ولم يحشن اليهم ويصرف صدقته الى غيرهم لم يقبل الله منه صدقته الى غيرهم لم يقبل الله منه صدقته ولا ينظر اليه يوم القيامة ) (2)د كوم ( شتمن ) خپلوان چې ( په وس كې ) كمزوري وي ، ښېګڼه ورسره ونه كړي  او خپل خيرات هم بل چا ته وركړي ، الله  جل جلاله  به د ده خيرات ونه مني او دقيامت په ورځ باندې به ( د رحمت  په نظر ) هم ور ونه ګوري.

څوك چې بې وسه دي هغوى دي په خپلو كې ملګري او خپلوي په پوښتنه او تګ ـ راتګ وپالي ، په دې اړه پېغمبر صلی الله علیه وسلم   فرمايلي دي : ( صلو ارحامكم ولو بالسلام ) خپلوي وپالئ اګر كه په سلام (اچولو) هم وي.

 پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په بل حديث شريف كې فرمايلي دي : ( من كان يومن بالله وليوم اخر فليصل رحمه ) څوك چې پر الله  جل جلاله  او داخرت په ورځې ايمان لري خپلوي دي وپالي .

 پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په بل حديث شريف كې فرمايلي دي: ( ليس الواصل بالمكافى ولكن الواصل الذى من اذا قطعت رحمه وصلها ) هغه كس خپلوي پالونكى نه دى چې ( دنيكۍ ) بدل وركوي ، خپلوي پالونكى هغه كس دى چې خلك ورسره خپلوي پرېږدي او دى يې ورسره پالي . ( ۱ )

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ( يقوالله تعالى: انا الرحمن وهى الرحم فمن وصلها وصلته ومن قطعها قطعته ) الله  جل جلاله  وايي : زه رحمان يم رحم ( خپلوي ) دى. چې څوك يې ټينګه ګړي زه به يې هم ټينګ كړم او څوك چې يې پرې كړي ، زه به يې هم ورسره پرې كړم .

على بن الحسين  رضی الله عنه  خپل زوى ته وويل : ( اې زوى كيه ! دخپلوى پرې كوونكي كس ملګري مه كوه ځكه چې ما په قرانكريم كې درې ځايه لوستلي دي  چې دخپلوى په پرېښودنكي لعنت ويل شوى دى .

يوه ورځ حضرت ابوهريره  رضی الله عنه  كښېناستلو چې خلكو ته دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  حديث ووايي لومړۍ يې وويل :  د ټولو خپلوي پرې كوونكو څخه تر هغې پورې په تنګ يم تر څو چې زمونږ په مجلس كې ناست وى د ناستو كسانو څخه يو ځوان چې دخپل ترور سره دڅو كالو راهيسي خفه و ولاړ شو او خپلې ترور ته ورغى سوله يې ورسره وكړه ترور يې ورته وويل : وراره څنګه راغلې ؟ ده ورته ويل : دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  صحابي حضرت ابوهريره  رضی الله عنه  ته د حديثونو د زده كړې لپاره ناست وم هغه وويل : د ټولو خپلوي پرې كوونكو څخه تر هغې پورې په تنګ يم تر څو چې زمونږ په مجلس كې ناست وي او يا ولاړ شي سوله وكړي  ترور يې ورته وويل :  حضرت ابو هريره  رضی الله عنه  ته ورشه ورته ووايه  ته ولې ترې په تنګ يې؟ ځوان حضرت ابوهريره  رضی الله عنه  ته ورغى، خپله كيسه يې ورته وكړه او بيا يې پوښتنه ورڅخه وكړه چې ته د خپلوي پرې كوونكىڅخه ولې په تنګ يې ؟ حضرت ابوهريرة  رضی الله عنه  ورته وويل دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه مې اوريدلې دي چې ويل يې : ( ان الرحمة لا تنزل على القوم فيهم قاطع الرحم (1)     په رښتيا سره دالله  جل جلاله  رحمت و هغه قوم ته نه راليږل كيږي په كوم قوم كې چې خپلوې پرې كوونكي وي .

كيسه

يو شتمن سړى دحج د فريضې د اداء كولو په خاطر دكعبې شريفې زيارت ته ولاړ كله چې هلته ورسېدلو دخپلې شتمنۍ څخه يې زر دينار ديو سړي سره چې په امانتدارۍ ډېر مشهور و دعرفات تر درېدلو پورې پرېښودل ، مكې شريفې ته چې كله بېرته راوګرځېدو د امانتدار پسې ولاړو چې خپل دينار ورڅخه راواخلي كله چې شتمن د امانتدار كور ته ورغۍ هغه مړ شوى و، د هغه د زامنو، خپل او خپلوانو څخه يې دخپل شتمنۍ ( ۱۰۰۰ ) دينارو پوښتنه وكړه ،هيچا ته يې معلومات نه و ، بيا شتمن سړى دمكې عالمانو ته ورغى هغوى يې دكيسې څخه خبر كړل ، هغوى ورته وويل : كله چې نيمه شپه شوه، د زمزم كوهي ته ورشه اواز په كې وكړه، اى فلانكيه! كه هغه جنتي وي په اول ځل به ځواب دركړي ، شتمن نيمه شپه د زمزم كوهي ته ورغى اواز يې په كې وكړ: اى فلانكيه! چا ځواب ورنه كړ ، بېرته عالمانو ته راغى چې دحال څخه يې خبركړي، هغوى بيا ورته وويل : ( إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ )

،ووېرېږه چې دا كس دوزخي نه وي ،د يمن هيواد ته ورشه هلته يو بل كوهۍ دى  چې ( برهوت ) نوميږي د شپې په كې وګوره او اواز وكړه: اى فلانكيه! كه ته دوزخې يې نو ځواب راكړه ، شتمن د يمن هيواد ته ولاړى، دكوهي پوښتنه يې وكړه لنډه دا چې كوهۍ يې پيدا كړ دشپې ورغى وې كتل او اواز يې وكړ : اى فلانكيه ! هغه ځواب وركړ او ورته يې وويل : ( په فلانكي ځاى كې مې ستا دينار پټ كړي دي زامن مې پرې خبر نه دي هلته يې وپلټه پيدا به يې  كړې .) شتمن ورته وويل : ته ولي دلته يې، په څه وجه ته دلته راغلى يې؟ امانتدار وويل: خور مې بې وسه، غريبه او ډېره لرې وه زه ورسره خفه وم ، مينه مې ورسره نه كوله  نو د دې له وجې الله  جل جلاله  زه په عذاب اخته كړم او دلته يې راوليږلم .)

د دې كيسې پخلى په صحيح حديث شريف كې راغلى دى پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: ( لايدخل الجنة قاطع الرحم ) ( ۱ )جنت ته به خپلوې پرې كوونكى نه ننوځي. يعنې دخور، ترور، خاله، خورزې،همدا ډول نورو خپل اوخپلوانوسره خپلوي پرې كوونكى به جنت ته نه ننوځي .

دالله  جل جلاله  څخه دمرستې سوال كوو چې پيروي يې وكړو په رښتيا سره چې سخي  او مهربان ذات دى .

‌ژباړن :مولوي نورالله ( وفا )

( ۱ ) سورة النساء الآية (۱)

(2)  سورة محمدالآيتان (۲۲ ــ ۲۳ )

(3)  سورة الرعدالآيتان ( ۲۰ ـ ۲۱ )

(1)  سورة البقرة الآيتان ( ۲۶ ـ ۲۷ )

(2)  رواه الطبراني ورواته ثقات من حديث ابي هريرة، وفي سنده عبدالله ابن عامر الأسلمي قال أبوحاتم ليس بالمتروك اهـ منذري .

( ۱ ) رواه، د، ت ، من رواية أبي سلمة بن عبدالرحمن بن عوف عن أبيه وقال ت حسن صحيح وتعقب المنذري تصحيحه بأن أبا سلمة لم يسمع من أ بيه شيئًا .

(1)  عزاه في الترغيب واترهيب إلى الأصبهاني من رواية عبدالله بن أبي أوفى ) وأشارإلى ضعفه وعزاه في الجامع الصغير إلى الأدب المفردلليخاري من حديث عبدالله بن أبي أوفي وضعفه .

( ۱ ) قال الإمام ابن القيم في كتابه الروح : وأمامن قال إن ارواح المؤمنين تجمع ببئرزمزم فلادليل على هاالقول من كتاب ولامن سنة يجب التسليم بها، ولاقول صاحب يوثق به، وليس بصحيح، فإن تلك البشرلاتسع أرواح المؤمنين طائريعلق في ثمرالجنة، وبالجملة فهذامن أبطل الأقوال وأفسدها اهـ ، ناقش ماقيل ان ارواح المؤمنين بالجابية، وارواح الكفارببئربرهوت بحضرموت ـ مناقشة طويلة قال في اخرهاولعله مماتلقاه ـ يعني قائله ـ من اهل الكتاب اهـ هراجعه في مسألة مستقرالأرواح من كتابه المذكور.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب