خوب د قرانکریم له نظره

په قرانکریم کښې څلور کلمې د خوب په مانا راغلي دي‌:

رویا:

رویا په قرانکریم کښې شپز واري تکرار سوې  ده(( د یوسف د سورې ۵، ۴۳ او ۱۰۰ مبارک ایاتونه؛ داسرا د سوری  ۶۰ مبارک ایت شریف؛ د صافات د سورې  ۱۰۵مبارک ایت شریف. د فتح د سورې  ۲۷مبارک ایت شریف))

منام :

منام په قرانکریم کښې څلور واري تکرار سوې  دی چې دوه واري يې د خوب په مانا(د روم سورې ۲۳ مبارک ایت شریف ؛د زمر دسوري ۴۲ مبارک ایت شریف) او دوه واري د خوب لیدولو په مانا (دانفال  د سوری ۴۳ مبارک ایت شریف ، صافات د سورې ۱۰۲ مبارک ایت شریف)

بشرا:

بشرا د ښه خبر په مانا یو وارې  په قرانکریم کښې (د یونس د سورې ۶۴ مبارک ایت شریف) کښې راغلی  چې د بشرا  یو تفسر  خوب لیدل دی

حلم:

حلم چې د بد خوب په مانا دی په قرانکریم کښې دوه واری راغلی  دی
أَضغَث أَحْلَمِ (مشوش خوبونه ) (دانبیاء د سورې  ۵ مبارک ایت شریف ؛ د یوسف دسوري ۴۴ مبارک ایت شریف) راغلی

د رازي تفسیر په قرانکریم کښې خوب لیدل په درو برخو ویشي:

۱- هغه چې په خوب  کښې یو پیام یا توصیف وي او هغه  بیا په واقعیت بدل سي لکه د  محمد (ص)  خوب لیدل چې په حدیبیه کښې د مکې فتح وړاندوینه ورته سوې وه
۲- هغه خوب لیدل  چې پیام يې برعکس وی (لکه  د ابراهیم  (ع) خوب د اسمعیل (ع) په قربانی  کښې)
۳- هغه خوب لیدل  چې تفسیر یا مانا ته اړتیا لري(لکه د یوسف  په سورې کښې څلور خوبونو  ذکر سوی دی)

په قرآنکریم کښې ذکر شوي خوبونه :

۱- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل چې د مکې دفتح يې تعبیر وه. ( دفتح سورې ۲۷ مبارک ایت شریف)
رسول الله (ص ) خوب ليدی چي په امن سره و کعبې ته داخل کېږي او د عربو مځکه د شرک او بتانو څخه پاکه کېږي د کعبې د خوني کلېاني په خپل لاس کښې اخلي هغه حالت و چې تصور يې هم نه سو کېداى. ځکه د مشرکينو او کفارو لوى پرګنې د مکې پر قبضه داسي منګولي لګولي وې چي د نیولو خيال يې هم چا نه سواى کولاى.د رب العزت د خپل بنده ( محمد ص ) خوب رښتېاکړ .

۲- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل د بنی امیه دا سلامی  حكومت د راتلونکی په اړه (اسراء سورې ۶۰ مبارک ایت شریف)
۳- پیغمبر اكرم (ص) خوب لید ل  . چې د بدر په جنګ کښې یې مشرکان لږ لیدل  چې مانا يې  د مشرکانو ماته سوه. ( دانفال سورې  ۴۳ مبارک ایت شریف)
۴-   د حضرت ابراهیم (ع) خوب لیدل  چې حضرت اسماعیل (ع) حلالوي. (صافات د سورې ۱۰۲  او ۱۰۳ مبارک ایتونه )
حضرت ابراهيم (ع ) خوب ليدل چې د خپل زوى اسماعيل (ع ) حلا ل وي  کله چې هغه حلالوی دنو پروردګارعالم د اسماعيل (ع ) د وژني پرځاى له جنت څخه مږ د چړی لاندی پرې باسي
۵- د حضرت یوسف (ع) خوب لیدل د یوولسو ستورو لمر او سپوږمۍ سجده هغه ته  چي مانا يي د مور پلار او وړونو  تواضح لامل سو( د یوسف دسورې  ۴ مبارک ایت شریف)

کله چي حضرت يوسف (ع ) په وړوکوالي کښي خوب وليد چې  يوولس ستوري ، لمر او سپوږمۍ ده ته سجده کوي . د نبوغ يا پټ راز د ښکاره کولو هغه هڅه وه چي د حقيقت ميدان يې پس له ډېرو کلونو څخه وښودى يعنې کله چې د پادشاهى مقام ته ورسېدى ټولو١١ وروڼو ورته د تعظيم لاس په سينه ونيواو ورته په سجده ولوېدل.

۶- د مصر د پادشاه خوب ليدل اوه چاغ غوايان د اوو ډنګرو غوايانو له لاسه خوړل کېږي او اوه شنې وږي د اوو وچو وږو له  وجود څخه متاء ثره کېږي او د مرض په شکل هغه خوري يا وچوي. ( دیوسف د سورې ۴۳ او  ۴۹ مبارک ایتونه)

د حضرت يوسف (ع ) د تعبير له وجهي چي د اوو کلونو وروسته د قحطى کلونه راځي يعنې بارانونه  به نه کېږي اوفصلونه به نه شنه کېږي نو تاسي سر د اوسه څخه د غنمو د کرلو تکل وکړى او د ذخيرې په جوړولو کښي ورڅخه ساتنه وکړى.همداسي حقيقت رشتېا شو د ذهني هڅوني او پراخ  فعاليت ساحه ښکاره شوه د حضرت يوسف (ع ) تدبير درست و ختى
۷-  دحضرت یوسف  (ع)ددوو بندی ملګرو خوب لیدل چي یو یی د پاچا ساقی او بل یې پانسی سو ( دیوسف دسورې ۳۶ و  ۴۱ مبارک ایتونه)
۸- د حضرت موسی (ع) د مور خوب لیدل چې ماشوم یې په یو سندوک واچوی  او په اوبو کښې ایله کړی

ددې ټولو مبارکو ایاتونو څخه دا ښکاری چې ځینې خوبه  له یو راز څخه د پردې لیرې کولو  مانا لري هغه چې  په ویښه د انسان فکر دهغه په وړاندوینې قادر نه دی.

د دې خوبونو څخه ښکاري چې نفس د فعاليت ساحه یوازې په مغز او انسان محدود نه ده  هغه دانسان د خوب  په حالت کښې له بدنه وځي د ژوند د پرابلمونو او ناخوالو لپاره   لاری چارې پیدا کوي. یانې دا د   نفس د سفر او ګرځیدو پایله ده  چې خپل راټول سوی مالومات په سمبولیک ډول  مغز ته ورکوي  دا ډول خوبونه دانسان د مغز له فعالیت څخه لوړ دی دا د بل لوی مقام څخه د راتلونکی  په هکله  مرسته او وړاندوینه ده چې په سمبولیک ډول  دانسان د مغز خاطری ته استول کیږی او لکه د انسان د مغز خوبونو غونډی  ژر نه هیریږي

پوهنمل محمود نظری

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب