خندا او ټوکې، شرعي حدود او ټولنیز آداب
ټوکې او خندا کول په اسلام کې یو روا عمل ګڼل کېږي، دا ځکه چې خندا او خوشحالي د انسان یو فطري اړتیا ده. خندېدونکی انسان ددې لپاره غواړي وخاندي تر څو په خپل ورځني ژوند کې د ټولو هغو سختیو، کړاوونو او بوختیاو په نتیجه کې لږه تفریح ترلاسه کړي کوم چې دده ژوند ګواښوي او پدې توګه سره د ګيلو او اندېښنو دروند پېټی له خپلو اوږو څخه په کړس خنداګانو سره لږ څه سپک کړي.
لیکنه: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړه او تلخیص: محمد خالد ملکزی
واقعیت هم همدا دی چې ادبي ټوکې د انسان په فکر او مغزو باندې رغنده اغېزه لري او زیاتې ګټې رامنځ ته کوي؛ لکه: انسان ته ددې فرصت ورکوي تر څو تازه اکسیجن (Oxygen) تنفس کړي، په دې بې وفا نړۍ کې خپل غمونه لږ څه را کم کړي او د دردونو او ناهیلیو په موجونو کې مقاومت ترلاسه او له خوښیو څخه څو ډکې شېبې ژوند پر مخ یوسي؛ مثبت فکر ایجاد او د ناهیلیو په سمندر لاهو نشي؛ خو له بده مرغه زمونږ په افغاني ټولنه کې یو لړ خلک د ټوکو او د نورو د خندولو لپاره خورا پرېوتي کلمات کاروي، پدې پلمه چې نور وخندوي دومره د عفت او عصمت څخه منافي خبرې کوي چې په اورېدلو سره یې انسان د شرم احساس کوي؛ او داسې انګیري چې د نورو د خندولو لپاره که چېرې له دروغو، دوکې ورکولو، له اجازې پرته پر نورو د ملنډو وهلو او د نورو له وېرولو څخه کار واخیستل شي؛ نو دا کار به هېڅ کومه ستونزه ونلري، پداسې حال کې چې په وینا کې د خندا اندازه باید د مالګې په پیمانه وي.
له همدې کبله یو لړ بې پروا خلک د غم پر مهال له خندا او د خندا پر مهال د غم ښکارندوینه کوي او د ټولنې د عُرف دود او دستور څخه خلاف ټوکې تر سره کوي او داسې تصور کوي چې د دوی دا کار به هېڅ ستونزه ونلري، پداسې حال کې چې د همدې حکمتونو په پام کې نه نیولو سره خورا ټولنیزې غمیزې او مشکلات رامنځ ته کېږي؛ او لکه څرنګه چې زیاته مالګه خواړه فاسدوي، همداراز بې چوکاټه ټوکې خوښي په غم او دوستي په دښمنۍ باندی بدلوي.
اوس به راشو اصلي ستونزې ته؛ د شاګرد لمانځغونډې په مناسبت زه هم د نورو استاذانو په څېر دې غونډې ته بلل شوی وم؛ او ما هم په خورا مینه او لېوالتیا پکې ګډون وکړ. پدې غونډه کې چې د پوهنتون رئیس، په لسګونو استاذان، مدیران او په سوونو محصلینو وروڼو او خوېندو ګډون کړی وو، د تمثیلي ټوټې لپاره دوه تنه ځوانان د سټېج مخې ته راوبلل شول؛ دوی غوښتل چې د اوباشه(لوپرو محصلینو) رول اداء کړي، پدې کې دوه خوېندې هم د سټېج مخې ته راوبلل شوې کومو چې د پوهنتون د محصلاتو رول اداء کاوه، کله چې دوی دواړه د ځوانانو له مخې تېرېدلې یو تن پرې غږ وکړ، (او دختر کجا میری، کوشتي مارا، من ترا دوست دارم، زه له تاسره مینه لرم.)
د دې خبرو په اورېدلو سره خدای شته ډېر خواشینی شوم؛ پر ما د هغوی دا خبرې لږې درنې تمامې شوې؛ او د درد احساس مې وکړ، بیا مې له ځان سره وویل: دا په اخلاقي فقر اخته او فرصت طلبه خو ځوانان تمثیلي ټوټه د ځان لپاره پلمه ګرځوي او پدې توګه سره غواړي له پردیو انجونو سره مزحرفې ټوکي وکړي.
زما په فکر په ورځني ژوند کې ساینسي، اقتصادي، ژورنالیزم، انجینري او داسې نورو علومو تر څنګ د شرعي علومو زده کړه هم خورا مهمه ده، پدې معنا چې هر
مسلمان باید په خپل ورځني ژوند کې څلور ډوله علوم حتمي زده کړي؛ لکه: د حلالو او حرامو پېژندل، په لوړو او حمیده اخلاقو د ځان روزل، د فرائضو او واجباتو پېژندل او د روغې عقیدې (د الله تعالی په اړه د سم تصور) زده کول د هر مسلمان او په ځانګړې توګه د هر ځوان او پیغلې لپاره خورا اړین علوم ګڼل کېږي.
د نورو د خندولو لپاره پر ځان ملنډې او ریشخند وهل؛ او حتی د نکاح او طلاق په څېر په حساسو او سرنوشت سازه مسائلو کې ټوکې او خندا کول آیا د عقلمند انسان نښه ده؟ آیا تمثیلي ټوټه د همدې معنا لري تر څو د نورو له نوامیسو سره لوبې وشي او د هغوی پر عزت او غیرت ملنډې ووهل شي؟
زمونږ تر چوکیو شاته سلګونو ځوانانو ناست ول، په دوی کې چا شپیلقونه وهل او چا چک چکې وهلې. کېدای شي دا ټولې ستونزې شاید د همدې کبله وي چې زمونږ ګران هېوادوال لا تر اوسه د افراط او د تفریط له رنځ څخه ندي خلاص شوي، یا خو مونږ انجونو ته د تعلیم هېڅ حق نه ورکوو او یا ورته دومره آزادي ورکوو چې د پوهنتون په پاک چاپېریال د ټولنې د اوباشه ځوانانو سره تمثیلي پارچې وړاندې کړي، مزخرفه ټوکې وکړي او هغوی هم ورته د مینې الفاظ کاروي.
زما په نظر د هلکانو او انجونو ګډ تعلیمي نظام د پرمختګ پر ځای مو ځوانان د ځوړتګ لوري ته بیايي او بشري انحرافاتو ته لارې هواروي دا ستونزه کېدلای شي په همدې سره حل شي چې زمونږ هېوادوال په هر کار کې تر هر څه دمخه د هغه له شرعي حکم څخه ځان خبر کړي او بیا یو عمل تر سره کړي. مونږ پدې لیکنه کې د همدې رنځ د درملنې لپاره د ټوکې او خندا کولو څو لنډو آدابو ته غواړو اشاره وکړو چې دلته به یې په مناسب لنډيز سره یادونه وکړو:
اسلام د یو کامل او شامل دین په توګه سره د ژوند په هره برخه کې زمونږ لپاره لازمې لارښودني لري؛ او د ژوند په هېڅ برخه کې اسلام له پرون څخه تر ننه بې ځوابه ندی پاتې شوی؛ بلکې د هرې مسئلې په اړه یې بس کوونکي ځوابونه وړاندې کړي دي.
په ټولنیز ژوند کې اسلام د خندا لپاره هم ټاکلي حدود لري؛ خو دحدودو دا وضع کول هېڅکله هم ددې معنا نلري چې اسلام د خندا او ټوکو سره مخالفت لري؛ او زه فکر کوم دا خبره به هغه څوک کوي، څوک چې د قرآن له حقیقت او طبیعت څخه خبر نه وي. د خوښۍ او خندا په اړه دوکتور عمر عبدالعیص وايي چې(1): ((په قرآن کریم کې د فرح(د خوښۍ او خندا) کلیمه 22 ځلې په مختلفو شکلونو سره راغلې ده)).
له همدې څخه مونږ ته دا خبره ښه څرګندېدلی شي چې اسلام یواځې د آوامرو او واجباتو دین ندی، بلکې د یو انسان د خوشحالتیا او نېکمرغۍ رازونه یې هم په پام کې نیولي دي.
استاذ یوسف القرضاوي صاحب د فقهي معاصرو فتاواو تر نامه لاندې یوه په زړه پورې لیکنه کړې ده چې په فارسي ژبه (دیدګاههای فقهي معاصر) په څلورو جلدونو کې چاپ دی ــ هیله لرم چې یو تن همدا کتاب پښتو ژبې ته را وژباړي؛ تر څو زمونږ ځوانان وروڼه او خوېندې ورڅخه ګټه پورته کړي ــ نوموړي په اسلامي شریعت کې د ټوکو او خنداکولو د حدودو په اړه څو اړینو آدابو ته اشاره کوي چې مونږ یې دلته په لنډه توګه سره یادونه کوو:
لومړی ادب- په ځینو جدي حالاتو کې ټوکې نه کول:
د ټوکو او خندا کولو له مهمو آدابو څخه یو مهم ادب دادی چې: یو انسان ته نه ښايي چې په یو لړ جدي حالاتو کې؛ لکه د ژړا او ویر په حالاتو کې له نورو سره ټوکې وکړي او وخاندي. هره خبره خپل ځای لري. د حکمت تعریف هم همدادی چې هر څه باید په خپل مناسب ځای کې ترسره شي. په یو حدیث شریف کې زمونږ لارښود پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) مونږ ته ارشاد فرمايي چي: (ثَلاثٌ جِدُّ هُنَّ جدٌّ، وَ هَزْلُهُنَّ جِدٌ: النِّکاحُ و الطّلاَقُ وَ الْعِتَاقُ). ترجمه: درې شیان داسې دي چې د هغې جدي خبره هم جدي وي او ټوکه یې هم جدي وي؛ (لکه) نکاح، طلاق او د غلام آزادول.
اوس تاسې ووایئ چې ددې حدیث په رڼا کې: آیا د واده په مسئله کې او یا یوې انجلۍ ته د مینې په څرګندولو کې هم څوک له چا سره ټوکې کولی شي؟
په ټولنیز ژوند کې یو لړ مسائل داسې وي چې له هغې سره ټوکي نشي کېدلی او د قرمزي کرښو په څېر ورڅخه تېرېدل ناوړه پایلې لري؛ لکه: لوی څښتن تعالی په قرآنکریم کې د مشرکانو دا کار غندلی دی چې هغوی به د قرآنکریم د آیتونو په اورېدلو سره ټوکې او خنداګانې کولې؛ پداسې حال کې چې لازمه خو داوه چې دوی باید پکې فکر کړای وي او د عذاب د آیاتونو په اورېدلو سره یې باید ژړلی وای؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي:(أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ ﴿59﴾ وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ ﴿60﴾ وَأَنتُمْ سَامِدُونَ] (سورة النجم/ 59 ــ 60ــ 61).
ترجمه: آیا تاسې ددې خبرې(قرآن په اړه) په تعجب کې پرېوزئ؛ او تاسې خاندئ(ټوکې او ملنډې کوۍ) او نه ژاړئ او تاسې بې پروايي کوونکي یاست.
دویم ادب- په ټوکه کې باید دروغ نه وي:
مسلمان ته نه ښايي چې حتی په ټوکو کې هم د نورو د خندولو لپاره دروغ ووايي. په غربي نړۍ کې یو عام دود او دستور دادی چې په دوی کې ځینې د اپریل په میاشت کې زیات دروغ وايي چې دوی ورته (اپریل فول) وايي.
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مونږ ته ارشاد فرمايي: (وَیْلٌ لِلِذيْ یُحَدِّثُ فَیَکْذِبُ، لِیَضْحَکَ الْقَوْمُ، وَیْلٌ لهُ، وَیْلٌ لهُ ، وَیْلٌ لهُ).
ترجمه: ډېره د افسوس خبره ده د هغه چا لپاره چې کله خبرې کوي او په هغې کې دروغ وايي تر څو(پدې کار سره) خلک وخندوي، د هغه لپاره افسوس دی، د هغه لپاره افسوس دی، د هغه لپاره افسوس دی.
درېیم ادب- ټوکې باید پر یو چا باندې د ملنډو او تمسخر په نیت نه وي:
استهزاء یا د نورو سپکاوی کول په اسلامي شریعت کې درست کار ندی، مسلمان باید هڅه وکړي تر څو نه د خپل ځان او نه هم د بل عزت النفس مجروح او ټپي کړي، انساني کرامت باید تر پښو لاندې نکړي.
قرآنکریم مونږ ته په بشپړ صراحت سره وايي چې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ).سورة الحجرات/ 11 آیت.
ترجمه: اۍ مؤمنانو! یو قوم دې (له تاسو څخه) پر نورو باندې ملنډې(ټوکې) نه کوي؛ ځکه کیدای شي چې دوی (مسخره کړای شوی) له هغو(ملنډو وهونکو) څخه (د الله تعالی په نزد ډېر) غوره وي؛ او (یوه ډله) مېرمنې دې (له تاسې څخه) پر نورو باندی ملنډې نه کوي؛ ځکه کېدای شي چې دوی(دا مسخره کړای شوي مېرمنې) غوره وي له هغو (مسخره کوونکو څخه)؛ او مه یو د بل عیب لټوئ او مه یو بل په سپکو نومونو (او پرېوتو لقبونو) سره غواړئ، له ایمان راوړلو وروسته دا نومونه بد دي(د مؤمن له ښکلي لقب سره دا نور نومونه ښه نه ښکاري) او هر چا چې توبه ونه ویستله؛ نو همدوی ظالمان دي.
أم المؤمنین حضرت عائشه (رضی الله عنها) فرمايي: یو ځل مې د رسول کریم(صلی الله علیه وسلم) پر وړاندې د یو شخص په اړه یو څه وویل؛ او د هغه د سلوک او غږ په اړه مې پېښې وکړې؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا نه خوښوم چې د یو چا پېښې(تقلید) وکړم، پداسې حال کې چې زه په خپله عیوب(نېمګړیتاوې) ولرم.
څلورم ادب- ټوکه باید د چا د وېرولو سبب ونه ګرځي:
پدې اړه غواړو ستاسې پام یوې په زړه پورې پېښې ته راواړوو. امام أبو داؤد (رحمه الله) د عبدالرحمن بن أبی لیلی نه دا حدیث روایت کړیدی چې ده ته د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خوږو دوستانو دا کیسه را نقل کړې ده چې یو ځل داسې کار وشو چې: هغوی د نبي(علیه السلام) سره په لاره باندی روان ول، پدوی کې یو صحابي سره پړی په لاس کې ؤ د یو بل صحابي خواته ولاړ او هغه یې په پړي سره کلک وتاړه.(پدې کارسره) هغه سړی ووېرېده؛ نو پدې صورت کې نبي(علیه السلام) ورته وویل: (( لاَ یَحِلُّ لِرَجُلٍ أنْ یُرَوِّعَ مُسْلِمَاً). ترجمه: یو چا ته دا روا ندي چې (بل) مسلمان ووېروي.