خلکو ته ښې خبرې کوﺉ

قرانکریم بندګان دې ته هڅوې چې په خپلو کې دخبرو له پاره ښایسته تورې او خوږې جملې سره تبادله کړې ترڅو د دوی په منځ کې مینه او محبت زیات شي او ترمنځه یې خپګان او خوابدې رامنځته نشې ، په دې اړه دلته څو قراني لارښوونې او ایتونه را اخلو ، او له ژباړې وروسته یې یو څه تفصیلات راسپړو .

قران کرریم وایې : وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوّاً مُبِيناً) (الإسراء:53) او ته زما بندګانو ته ووایه چې دوی دې ترټولو ښې خبرې کوي بې شکه شیطان د دوی په منځ کې جګړه رامنځته کوي ، بې شکه شیطان د انسان ښکره دښمن دی .

شیخ السعدي رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې لیکي : داد خدای مهربانې ده چې خپلو بندګانو ته یې د غوره اخلاقو خپلولو ، ښو خبرو او ښو کړنو امر کړی ده څو یې د دنیا او اخرت نیکمرغې په برخه شي . د قران کریم دا خبر ه وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ‏ )‏ عامه ده ترټولو ښه شی ویل ګڼ شمیر ښو کارونو او خبرو ته شاملیدلی شي لکه تلاوت ، ذکر ، په ښو امر له بدو منعه کول له خلکو سره د مینې او محبت خبرې کول او داراز که یوځای مومن ته دوه کاره رامخته شي یو ښه وې او بل ډیر ښه وې که دواړه نشې کیدلی باید ډیر ښه کار ترسره کړې ځکه قرانکریم ډیر ښه شی غوره کول یاد کړې دي .

قران کریم وایې ترټولو ښه خبره کوﺉ او ترټولو ښه خبره یعني هره ښه وینا او هر غوره اخلاق خپلول ، او یوڅوک چې دغوره خبرو اخلاق خپل کړې او ژبه په ښو خبرو عادي کړي دې انسان ډیر څه ترلاسه کړل .

له دې وروسته قران کریم وایې : ‏(‏ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ‏ )‏ یعني شیطان کوښښ کوې دانسانانو په منځ کې جګړې او شخړې رامنځته کړي او دنیا او اخرت یې ور خراب کړي . شیطان د انسانانو په منځ کې په شخړو رامنځته کولو هغه وخت بریالی کیږي چې انسانان پخپلو کې خوږې خبرې ، غوره عمل او ښه اخلاق پریږدي .

your ads

د دې ایت مطلب داشو چې خدای جل جلاله انسانانو ته امر کوې چې په خپلو کې یوه بل ته ښې خبرې کوﺉ له یوه بل سره په تعامل او ورځنې چلند کې غوره اخلاق خپلوﺉ او شیطان انسانانو ته امر کوﺉ چې په خپلو کې سپکې سپورې او بدې خبرې سره کوﺉ ، دیوه بل په مقابل کې بد اخلاقي او سپک چلند خپلوﺉ ، او د ایت په اخر کې دا خبره روښانه شوې ده چې شیطان ستاسو دښمن دی . نو عاقل انسان باید دخپل خالق او رب خبره او توصیه خپله کړې او د دښمن خبره رد او ونه منې . ځکه دشیطان موخه او کوښښ داده چې ټول خلک له ځانه سره جهنم ته بوځې : ( ليكونوا من أصحاب السعير)‏

شریعت ټینګار کوي چې خلک باید په خپلو کې یوه بل ته ښې او خوږې خبرې خپلې کړي ، څو په ښو خبرو سره یوبل خوشاله کړي او په منځ کې یې مینه او محبت پیدا شي ، قران کریم بل ځای وایې : ( وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْناً) (البقرة: من الآية83). او خلکو ته ښې خبرې کوﺉ . داراز قران کریم مومنانو ته په لوړ اواز خبرې کول هم ناروا بللې دي یواځي د ظلم په صورت کې مظلوم کولی شي خپل شکایت یا د بدو خبرو کسات په لوړ اواز واخلې قران کریم وایې : ( لا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعاً عَلِيماً (النساء:148). یعني په لوړاواز بدې خبرې کول خدای ښې نه اېسوي ، یواځې دهغه چا په لوړ اواز بدې خبرې کول نه چې په هغه ظلم شوی وي او خدای او ریدونکی او پوه دی .

یحي بن معاذ رحمه الله وایې : یو مومن هلته ښه انسان کیدلی شي چې له خپل مومن ورور سره په درۍ ډوله چلند ولرې ، یو دا چې که له خپل مسلمان ورور سره مرسته نشې کولې او ګټه نشې ورته رسولئ ضرر مه ورته رسوه ، دویم دا چې که خوشاله کولی یې نشې غمژن کوه یې مه ، دریم دا چې که ستاینه یې نشې کولی بد یې مه یادوه .

قران کریم امر کړی دی چې خلکو ته ښې خبرې کوﺉ داضرور نه ده چې مسلمان به مسلمان ته ښې خبرې کوي دلته د (للناس) توری راغلی دی مطلب داده چې د مومن خوله به بدې خبرې نه پیژنې د هغه خوله به ملغلرې او خوږې خبرې تویوي دا نده ضرور چې مخاطب انتخاب کړي یعني داډول خلکو ته ښې خبرې او نورو ته ښې نه ، راځو زموږ د امت دصالح او غوره انسانانو عمل ته چې هغوی په دې اړه څومره احیاط کاوه .

احنف بن قیس یو مشهور صالح او هوښیار انسان تیرشوی دی هغه ته یو چا وویل : که یوه بده خبر دې راته وکړه په ځواب کې به یې لس ووینې ، ده ورته وویل : په خدای قسم که لس بدې خبرې راته وکړې په ځواب کې به یې یوه هم ونه وینې !!

تقي الدین السبکي او تاج الدین السبکي زموږ د امت دوه ستر علماء او مشهور غوره انسانان تیر شوې دي تقي الدین یې پلار او تاج الدین یې زوی دی . یوه ورځ یې زوی سپې ته وویل : ای سپیه د سپي زویه ! پلار یې ورته وویل دا سې بیا ونه وایې دا ښه خبر نده ، زوی یې ورته وویل : ولې سپی د سپي زوی نه یې ؟ پلار یې ورته وویل :دا خبره په دې شرط رواده چې سپکاوی دې مطلب نه وې او ستا مطلب خو سپکاوی و ، زوی یې وویل : داد ګټې خبر ده .

موږ شریعت مکلف کړې یو چې له هرچا سره ښې او خوږې خبرې وکړو : وقولوا للناس حسنا . اودا خبره بیا د مور او پلار په اړه په ځانګړې توګه په ټینګار سره بیان شوې ده قرانکریم وایې : ستا رب پریکړه کړې ده چې یواځې د هغه عبادت به کوﺉ او تاسو له مور اوپلار سره ښه کوﺉ ، که ستایو مور یاپلار او یادواړه لوی عمر ته ورسیږي نو هغوی ته د (اف) توری هم په خوله مه راوړه ، اومه یې ترټه ، او دواړو ته درنه او خوږه خبر کوه . ( وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً) (الإسراء:23) .

دسورت الحجرات په څو ایتونو کې مومنانو ته ویل شوې دي جې درسول الله صلي الله علیه وسلم په مخکې په لوړ اواز خبرې مه کوﺉ او هغه ته له بهر نه نارې مه وهئ کنه نیک عملونه به مو ختم شي ، ولا تجهروا له بالقول کجهر بعضکم لبعض ان تحبط اعمالکم . بل ځای وایې : ان اللذین ینادون من وراء الحجرات اکثرهم لایعقلون . علماء د دې ایتونو په تفسیر کې لیکي جې شاګردان باید دخپل استاد په مخکي هم په لوړ اواز خبرې ونکړي .

لیکوال: حامدافغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب