صحابه کرامو سیرت

حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه ژوندلیک

د حضرت عمر رضی الله عنه ژوند په څو کرښو کې

–    د رسول الله صلی الله عليه وسلم له بعثت څخه ديرش کاله وړاندې يې نړۍ ته سترګې وغړولې.
–    د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بي بي او د مؤمنانو د مور، حضرت حفصه، پلار دی.
–    په ۵۵ کلنۍ کې د مسلمانانو خليفه وټاکل شو او د خلافت موده يې ۱۰ کاله او شپږ مياشتې وه.
–    د خلافت په موده کې يې اسلامي لښکر د شام، عراق، فارس، مصر، برقه، لويديز طرابلس، آذربايجان، نهاوند او ګرګان سيمې فتحه کړې او د بصرې او کوفې د ښارونو بنسټ يې کيښود.
–    عمر رضی الله عنه لومړی کس وو چې د هجري تاريخ بنسټ يې کيښود او له هغه يې کار واخيست. همدا راز لومړی کس وو چې د تراويح لمونځ يې په جمع دود کړ.
–    عمر رضی الله عنه د حضرت عايشې په کوټه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر صديق رضی الله عنه د قبرونو تر څنګ خښ کړای شو.
–     د دولسو بچيانو پلار وو چې شپږ يې زامن او شپږ يې لوڼه وې.

نوم او نسب يې

نوم يې عمر، او د پلار نوم يې خطاب بن نفيل بن عبدالعزی دی. نسب يې په کعب بن لوئی کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نسب سره يو ځای کيږي.
کنيه يې ابوحفص ده. حفص د زمري بچي ته ويل کيږي. دا کنيه پرې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر د غزا پر وخت کيښوده. لقب يې فاروق دی چې د ده د مسلمانيدو په ورځ ور ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړ. الله جل جلاله د ده په مسلمانولو سره اسلام پياوړی او حق يې له باطل څخه په ډاګه کړ.

ځانګړتياوې او د پالنې چاپيريال يې

په داسې يوې کورنۍ کې پالل شوی چې په ځواکمنتيا او برم کې يې نوم درلود. د جاهليت پر وخت د قريشو سفير او استاځی وو. کله به چې د قريشو او د نورو ټبرونو تر مينځ جنجال پيښ شو، دی به يې د خپل استاځي او وياند په توګه ور ليږه. کله به چې د نورو ټبرونو کسانو ترې سيالۍ ته د دانګلو غوښتنه او يا پرې د ځان لوړ ګڼلو څرګندونه وکړه، د ټکر له پاره به يې دی ورليږه.
–    دنګه ونه، غنمي رنګ او ښايسته څيره يې درلوده.
–    پښې او لاسونه يې پياوړي او ځواکمن وو.
–    د ځواکمنې تنې او لوړ غږ څښتن وو او د سر په مخکنۍ برخه يې ويښتان نه درلودل.

د جاهليت په وخت کې

–    د قريشو له تر ټولو ځيرکو او پياوړو ځوانانو څخه وو. له مسلمانيدو وړاندې يې د لهولعب په بنډارونو او دوديزو عبادتونو کې ګډون کاوو.
–    شراب يې خوړل او د نورو په څير يې د بتانو عبادت کاوو.
–    مسلمانان به يې ډير ځورول.
–    له ليک او لوست سره بلد وو.

د حضرت عمر رضی الله عنه مسلمانيدل

د بعثت په شپږم کال مسلمان شو. د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبعوث کيدلو پر وخت ديرش کلن وو. له مسلمانيدو وروسته يې هماغه ډول کافران وځورول لکه له مسلمانۍ مخکې يې چې مسلمانان ځورولي وو.
هو، د عمر په مسلمانۍ الله جل جلاله د رسول الله هغه دُعا قبوله کړه چې ويل يې: خدايه! اسلام ته له دې دوو کسانو (ابی جهل ابن هشام يا عمر بن خطاب) څخه تا ته د غوره يوه په وسيله سرلوړي وبخښه!

له رسول الله سره د هغه ژوند

له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د ژوند پر وخت د ایمان او يقين د څښتنانو او د رسول الله د منونکو کسانو له ډلې څخه وو. د اسلام د دُښمنانو په وړاندې يې سخت او پريکنده دريځ درلود. د حق په وينا کې پياوړی او د هغه څه پلي کولو ته چې د الله له لوري يې حکم کيده، پوره ژمن وو.
عمر رضی الله عنه په ټولو غزاګانو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډون کړی. رسول الله به د هغه ستاينه کوله. د بيلګې په ډول:
الله جل جلاله حق ته د عمر پر ژبه او زړه کې ځای ورکړی، او د ده په وسيله يې حق له باطل څخه بيل کړی.
حضرت عمر د پاخه فکر او نظر څښتن وو. په درې وختونو کې د قران له نازليدو وړاندې حق وينا د هغه له خولې وتلې چې بيا وروسته د آيت په وسيله تائيد شوې.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات پر وخت ډير غمجن شو تر دې چې له انديښنې يې ويل: رسول الله نه دی وفات شوی بلکې له خپل رب سره د مناجات له پاره تللی او بيرته راځي.
اعلان يې وکړ هر چا چې وويل رسول الله وفات شوی څټ به يې پرې کړم.
حضرت عمر رضی الله عنه د رسول الله د ژوند پر وخت او وروسته، له مشرکانو او منافقانو سره په دُښمنۍ کې نوم درلود. چا به چې رسول الله ته بې احترامي کوله، عمر به بې ځنډه ويل: ای د خدای رسوله پرې مې ږده چې سر يې له تنې جلا کړم.
رسول الله د هغه په جنت ته تلو شاهدي ورکړې او يو له هغو لسو کسانو څخه دی چې په ژوند ور ته د جنت زيری ورکړی شوی.

د خدای په وړاندې د هغه د مقام له پاره همدومره بس دي چې رسول الله ترې تر وروستيو شيبو خوښ وو.

د حضرت ابوبکر د خلافت پر مهال

د ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت پر وخت د هغه ريښتونی وزير او سلاکار وو. د هم ده له برکته وو چې الله جل جلاله د ټولو خلکو زړونه له ابوبکر سره بيعت ته يو موټی کړل.
هماغه پريکنده توب يې چې د رسول الله پر وخت درلود، د ابوبکر صديق د خلافت پر وخت يې هم وساته.
ابوبکر په خپله هم د نرم زړه څښتن وو او همدا لامل وو چې په ډيرو ځايونو کې يې د حضرت عمر رأيه پلې کوله.

عمر د خپل خلافت پر وخت

حضرت عمر رضی الله عنه په داسې وخت کې د خلافت او د مسلمانانو د لارښوونې له پاره وټاکل شو، چې اسلام د بل هر وخت په پرتله د ده په څير انسان ته سترګې څارلې.
–    دا ځکه چې مسلمانان له روم او فارس سره په سختو جګړو کې ښکيل وو.
–    هغو سيمو چې له وړاندې د مسلمانانو له خوا فتحه شوې وې، داسې پاک زړو چارواکو ته اړتیا لرله چې د خلکو په اړه د حضرت عمر له پاکۍ، پريکنده توب، نوښتګرۍ او پياوړتيا څخه پيروي وکړي.
حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت واګې په لاس کې ونيولې او د اسلام د تاريخ زرینې پاڼې يې وليکلې.
هغه جنګونه يې چې مسلمانانو د فارس او روم له هيوادونو سره د ابوبکر د خلافت پر مهال پيل کړي وو، د مسلمانانو په برياليتوب او سوبې سره بشپړ او د مصر، شام، عراق او فارس هيوادونه يې فتحه کړل.
د خپل نبوغ او پوخوالي په وسيله يې د حکومت چارې منظمې کړې چې له رسول الله وروسته يې په تاريخ کې ساری نه ليدل کيږي. داسې کسان يې د وګړو پر واک وګومارل چې د پياوړتيا، زړه سوي، نرمۍ، پريکنده توب، عدالت او زغم ځانګړتياوې پکې په يو وخت راټولې شوې وې.
د هجرت په ۲۳ کال د لوی اختر مياشتې په ۲۶مه نيټه د چهارشنبې په ورځ د کعب الاحبار يهودي، هرمزان مجوسي او جفينه مسيحي د توطئې په پايله کې د ابولؤلؤ مجوسي له خوا د رسول الله د مسجد په محراب کې د سهار لمانځه پر مهال شهيد کړای شو.
انالله وانا الیه راجعون

الله دې پر عمر ورحميږي او د اسلام په خاطر د هغه د ټولو سرښندنو او هلوځلو غوره بدل دې ورکړي. رضی الله عنه

ليکنه: استاذ مصطفی سباعي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: