اسلام مشاهیرعلماء، مجتهدین او فقهاء

حضرت علامه ابوالوفاء افغاني (رح)

دامام ابوالوفاء افغاني الحیدرآبادي لنډه پېژندنه :

زېږېدنه ۱۳۱۰هق، مړینه ۱۳۹۵هق
علامه المحقق ، الفقیه، الاصولي، المحدث، الناقد، السیدمحمودشاه القادري الحنفي دسیدمبارک شاه القادري الحنفي زوی و، چي په ابوالوفاء افغاني باندي مشهوراوپه کندهارــ افغانستان کي زېږېدلی و. دی په ۱۳۳۰هق کال دکن حیدرآباد ته راغئ اوپه جامعه نظامیه کي شامل سو. دلته یې په تفسیر،حدیث،فقه،تجویداوقرائت کي تحصیل وکړ. دده له استادانوڅخه یوهم دجامعه نظامیه اودنړۍ دمشهوردایرة المعارف العثمانیه بنسټ ایښوونکی داسلام سترعالم شیخ الاسلام فضیلت جنگ الامام الکبیر مولانا انوارالله فاروقي و(دی هم دکندهار و او دده په باب ویل سوي دي چي اصل ونسب یې حضرت شاه رفیع الدین کندهاري رحمه الله ته رسیږي اوپلارونیکه (اسلاف) یې د کندهاروو). نوراستادان یې شیخ الکبیرعبدالصمد، شیخ عبدالکریم، شیخ محمدیعقوب، شیخ مُقري محمدایوب، شیخ رکن الدین اونور.

شیخ مولاناابوالوفاء افغاني دحنفي څېړنوم هورمرکز (احیاء المعارف النعمانیه)تاسیس کړچي ددغه مرکزستره وظیفه ددوهمي او دریمي هجري پېړۍ دفقه اوحدیثو د ستروسلفوعلماوودکتابوڅېړل او خپرول وو.
شیخ ابوالوفاء حجازته هم سفرکړی اوڅه موده هورې پاته سوی و. هغو علماووچي له ده سره یې په حجازکي لیدنه کتنه کړې وه، ده ته یې ډېر درناوی درلوداو ده له هغوی څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) ترلاسه کړي وو.

دده له خوایوشمېرڅېړل سوي اوخپاره سوي کتابونه په دې ډول دي :
۱ـــ کتاب الآثار،دامام القاضي ابویوسف (۱۸۲هق مړ)
۲ــ کتاب ردالسیرالاوزاعی،دامام القاضي ابویوسف 
۳ــ کتاب اختطاف ابی حنیفه و ابن ابی لیله، دامام قاضي ابویوسف
۴ــ کتاب الاصل، دامام محمدبن حسن الشیبانی (۱۸۷هق مړ). ډېر گټورکتاب دئ اودفقه اوجهادمسايل لري .
۵ ــ جامع الکبیر،دامام محمدبن حسن
۶ ــ شرح کتاب الآثار،دامام مح مدبن حسن
(کتاب الآثاردعلامه حبیبي په لیکنه کي دامام ابویوسف تالیف بلل سوی دئ . وگ : شل مقالې،څلورمه برخه ۶۱مخ)
۷ ــ الحجه علی اهل المدینه،دامام محمدبن حسن ( دسترامام المحدث مفتی مهدی حسن له حواشیوسره). ډېرگټو کتاب دئ .
۸ ــ مختصرالتحاوی فی فقه الحنفیه،دامام ابوجعفرالتحاوی ( ۳۲۱هق مړ)
۹ ــ تاریخ الکبیر،دامام بخاری ( فقط دریم ټوک یې)
۱۰ ــ نفحات الجساس؟،دامام السرخسي
۱۱ ــ اصول الفقه ،دامام السرخسي
۱۲ ــ شرح زیادات،دامام السرخسي
۱۳ ــ اخبارابی حنیفه واصحابه،دامام ابی عبدالله المصری (۴۳۶هق مړ)
۱۴ ــ مناقب ابوحنیفه وصاحبه ابی یوسف ومحمد،دامام ذهبی
۱۵ ــ عقودالجمعان فی مناقب ابی حنیفه النعمان، دامام محمدبن یوسف الصالحی الشافی (۹۴۲هق مړ)
اونورزیات شمېرکتابونه .
شیخ عبدالفتاح دمولاناشیخ ابوالوفا افغاني له شاگردانوڅخه و. شیخ عبدالفتاح درې واره حیدرآبادته تللی واودحیدرآبادله نورو علماوو لکه محدث الدکن شیخ العلامه ابوالحسنات عبدالله شاه نفقشبندی قادری څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) اخیستي ول .”
داوه دهغي انگرېزي لیکني پښتوژباړه چي استادخالق رشیددخپلي لیکني په منځ کي د(www.jamianizamia.org)په حواله راوړې ده . په دې لیکنه کي دراغلوکتابودنومونواصلي بڼه ښایي ډېره دقیقه نه وي اواستادخالق رشیدچي یې انگرېزي م تن راوړی دئ،ښایي د احتیاط له اسیته به یې راوړی وي،چي نه گانه دکتاب دنامه په ثبت کي ورانی پېښ نه سي . ماهڅه کړې ده چي دکتاب نوم په سم شکل راوړل سي . بنده ترخپل وسه پړدئ .
په دې لیکنه کي دعلامه ابوالوفاء افغاني له نامه سره د”السید” لقب راوړل یوڅه توضیح اوشننه غواړي . که “السید” دعربي ژبي د”ښاغلي اوصاحب”په معنی نه وي استعمال سوی اومرادیې نسبي “سیادت” وي نوزماد معلوماتوله مخي دایوه تېروتنه ده چي بایدپښتانه ورته متوجه وي . د پښتنوډېرمشاهیراوعلماءپه ساداتوپوري تړل سوي یایې پخپله ځانونه پوري تړلي دي او وروسته یې شجرې هم جوړي سوي دي . دپښتوژبي مشهورشاعربهایي جان صاحبزاده یې زموږد زمانې مثال دئ چي د خپلونوروټولووروڼوپرخلاف ځان”سید”بولي خونوروروڼه (عمرجان صاحبزاده،محمدموسی صاحبزاده غونډاني دحرزموسوي مولف او نور) یې ځانونه کیشاڼي توخي گڼي .
حضرت مولاناابوالوفای افغاني دکندهاردارغسان له بارگزیو پښتنو څخه و. هندي علماوو دده اودده دپلارپه نومونوکي د”شاه” دنامه تر اغېزې لاندي  دده اصل ونسب (ساداتو) ته رسولی دئ . دکندهار پښتانه زیاتره له خپلونوموسره د”شاه” لقب زیاتوي .
مولوي ابوالوفا افغاني د۱۳۱۰ هق کال په ذالحجه کي دکندهارپه ارغسان کي زېږېدلی او۱۹۷۵ع کال دجولای پردرویشتمه (د۱۳۵۴هـ ش کال داسدلومړۍ)دسهارپراووبجوپه دکن کي وفات سوی دئ (وگ : شل مقالې،څلورمه برخه،۱۵۵ مخ)

ما(هوتک) په ۱۹۹۸ع کال په یوه لنډه لیکنه کي دحضرت مولانا ابو الوفاء افغاني یادونه کړې وه .دالیکنه اصلاً دعلامه حبیبي په باب لیکل سوې اوپه “افغاني شمله” نومې مجموعه کي خپره سوې هم ده . ددغي لیکني یوه برخه به دلته دموضوع دبشپړتابه په نیامت رانقل کړم .
” … نه پوهېږم په څه رازمي دمولوي ابوالوفای افغاني کندهاري ( ۱۹۷۵ م مړ) نوم ذهن ته تداعي سو.ښایي یوعلت به یې داؤ چي ارواښادعلامه مولوي ابوالوفاصاحب دعلامه حبیبي مرحوم استادو.
علامه حبيبي لیکي چي له دغه استادڅخه مي ” ادبیات،علم قرائت اوهغه کتابونه لوستي ووچي منتهیان یې لولي “.(ژوندون مجله … د۱۳۶۱ ش کال داسدگڼه)

 اوبله انگېزه به یې داوه چي یووخت دټورنټو ښار په مدینه مسجدکي له هندوستانه یوه راغلي خطیب دخپلوخبروپه ترڅ کي دمولوي ابوالوفاصاحب یادپه ډېردرناوي وکړ. هغه یې خپل استادوباله اودخپل بیان داستنادله پاره یې دنوموړي مرحوم نقل قول دیوه پاخه سندپه توگه راووړ. په حاضرینوکي یوه زیاته برخه افغانان هم ناست وواوحتی دارواښادمولوي صاحب خپل ښاریان اودکوڅې ومحل اوسېدونکي هم ناست وو،خوڅوک خبرنه ووچي دانامورعالم څوک و؟ دې خبري زه ډېرخواشینی کړم اودهمدې خواشینۍ اغېزه ده چي اوس غواړم دعلامه حبیبي مرحوم له یادسره دحضرت مولوي ابوالوفاصاحب په باب هم لږڅه وږغېږم .
حضرت مولوي ابوالوفاافغاني دمعاصرافغانستان له لویوعلمي اوادبي مشاهیروڅخه دئ . اصل نوم یې محمودشاه اودپلارنوم یې مبارک شاه قادري و. پلارونیکه یې دکندهاردارغسان له بارگزوڅخه ووخودی په کندهارښارکي اوسېدئ اودتدریس حلقه یې دعلامه حبیبي مرحوم دکورنۍ په مسجدکي فعاله وه .

مولوي ابوالوفاصاحب سترفقیه و،دقرآن ښه قاري و،مفسرو،محدث و،په علم تجویدکي یې د”دلیل القرآن” په نامه یوکتاب په پښتوژبه کښلی دئ . مولوي صاحب په ۱۳۴۸هق کال په حیدرآباددکن کي د”احیاء معارف نعمانیه” په نامه یوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسې څخه داسلامي ثقافت شل کتابونه دمولوي ابوالوفا صاحب په تصحیح اوتنظیم خپاره سول . مرحوم ابوالوفاصاحب ته د افغاني دانشمندانودرناوی له هغي قطعې څ خه اټکلولای سوچي زموږ فاضل استادپوهاندرشادصاحب (ددغي لیکني پر وخت پوهاند صاحب ژوندی و. هوتک)دنوموړي مرح وم دیوه لیک په جواب کي له ډیلي څخه دکن حیدرآبادته ورلېږلې وه . فاضل استادرشادصاحب ورته کښلي وه چي :
زېبایي د واړه باغ ورســـــــــــــــــــــره درومي
مه راوینې افسرده دگلــــــــــــــــــــــــــــوبوټي
دگل څـــــــــــــــــوب موراولي دبڼ صحنې ته
که نه څه کـــــــړو،وچي گرگي سپېرې لوټي
داجــــــــــــــــهان په ښایسته ووښایسته دئ
ښایسته راڅه په مرگ مــــــــــه سه مخ پوټي
زه “رشاد” به دخـــــــــــــــــوبانولارپرې نږدم
که مي پښې سي لـــــــــه طلبه غبرگي شوټي
(دزړه ویني،دپوهاندعبدالشکور رشادشعري مجموعه ــ ۱۰۰ مخ،کابل ۱۳۷۰ش)

ارواښادمولوي ابوالوفاصاحب شاعرهم و. پښتوشعرونه یې په طلوع افغان کي خپرېدل . علامه حبیبي مرحوم چي کله په کندهارکي د”طلوع افغان”  اخبار چلاوه (۱۳۱۰ ــ ۱۳۱۹ش)،دکن حیدرآبادته یې دمولوي ابوالوفاصاحب دمطالعې له پاره منظم ورلېږئ . دطلوع افغان ددغوگڼویوه برخه ماپه ۱۹۹۲ م کال په کراچي (پاکستان)کي دعلامه آدم بنوري مدرسې ته نژدې په یوه کتابفروشي کي وموندله چي په یوه مجلّد کي گنډلي سوي وې اوپرځینوگڼوباندي دمولوي ابوالوفا صاحب آدرس لیکل سوی و. ابوالوفاصاحب ترمرگه پوري افغاني پاسپورټ له ځانه سره گرځاوه اوهرکال یې وېزه ورنوې کوله .دکابل له پښتوټولني سره یې منظمه رابطه درلوده اوپه ځینوادبي برخوکي یې علمي لارښووني ورته کولې اوخپل نظریات یې ورته لیکل . په یوه لیک کې چي دپښتوټولني لوی مدیرښاغلي پوهاندصدیق الله رشتین (ددې لیکني پروخت پوهاندرشتین لا ژوندی و. هوتک)ته یې لیکلی دئ (۱۳۳۱ش) اوپه هغه کي یې درحمان باباددېوان دچاپ له امله خوښي ښودلې ده،داسي لیکي : ” … الحمدلله چي زماارزوگاني او تمناوي ماپخپل ژوندکي ولیدلې . دعبدالرحمن بابادېوان داسي ښکلی چاپ شوی دی چي مثل نه لري،سترگي یې په دیدنه مړېږي لیکن دډیروقلمي اوچاپي نسخوسره مقابله اوداختلاف دجمع کولواو دتحقیق کارددې دېوان لا پاتې دی خدای دي وکړي چي گانده ټولنه ددې مهم کاردپاره موفقه شي …په انگلستان کي دپښتوډېر کتابونه شته چي ډېرنادراونایاب دي … دداسي کتابونوعکسونه باید را وغوښتل شي،چي دادقوم دژبي لوی خدمت دی .”ادبي لیکونه،پوهاندصدیق الله رشتین ــ ۳۵ مخ د۱۳۷۳ش چاپ) 
زموږداروښان فکرروحاني په ۱۳۵۴ ش کال په دکن حیدرآبادکي له فاني نړۍ څخه سترگي پټي کړې،دابدیت جزء سواودادئ څه له پاسه دېرش کاله وروسته یې موږددنیا په یوه داسي برخه کي یادتازه کړچي دعلامه مرحوم په زرگونوهیوادوال پکښې اوسیږي خوله بده مرغه پراتلسولاروسره بېل روان دي. هیوادیې په جگړوکي سوځي اوهیواد ــ وال یې په نفاق کي .”
 
ښاغلی عبدالرحیم هاتف دخپل استاداوښاغلی میرویس حبیبي دخپل پلارعلامه عبدالحي حبیبي له خولې لیکي چي شهیدمولوي عبدالواسع اخندزاده به دمولاناابوالوفاصاحب ډېردرناوی کاوه . دوی لیکي چي مولوي ابوالوفاصاحب چي په هندوستان کي دتحصیلاتو تربشپړولووروسته کندهارته راستون سو،نویوه ورځ دمولوي عبدالواسع اخندزاده مح ضرته ورغئ اودځان ترپېژندلووروسته یې داخندزاده په غوښتنه دقرآن کریم څومبارک آیتونه قرائت کړل اودهغوتفسیل یې بیان کړ . وایي چي اخندزاده مرحوم یې دونه تراغېزې لاندي راغئ چي دهاتف صاحب دلیکني له مخي یې ” مولوي ابوالوفالومړی په غېږکي ونیووروسته یې ترلاس نیولی د مراجعینوله منځه یې خپل اړخ ته بوته اوله ځانه سره یې پرکوربچه ورسره کښېناوه” ( افغاني شمله ۶۰ مخ)اودمیرویس حبیبي دلیکني له مخي مولوي عبدالواسع اخندزاده دمازیگردلمانځه پروخت مقتدیانوته مخ راواړاوه اووېویل ” ابوالوفاء چي دهغوآیاتوقرائت اوتفسیربیان کړ د اداء له نظره یې غلطي نه درلوده اوپه تفسیرکي یې داسي مطالب وو چي زه تراوسه په ژوندکي هغومطالبوته نه وم متوجه سوی اوداسي یې ادامه ورکړه : په اسلام کي هرڅوک چي عالم وي نوهغه درهبرۍ لایق وي څنگه چي ابوالوفاترماعالمتردی نودامامت حق لري . هغه یې مخ ته کړ اودی یې شاته ودرېداولمونځ یې پسې وکړ. ترهغه وروسته هر وخت چي به مولوي ابوالوفاء په ماجت کي و،نوامامت به یې کاوه.” ( افغاني شمله ۷۱مخ)
        علامه ابوالوفاصاحب دافغانستان له افتخاراتوڅخه دئ خوله بده مرغه چي دخپل پلارونیکه په ټاټوبي کي یې قدرچانه دئ کړئ . نه دده په نامه کومه علمي موسسه نومول سوې ده اونه یې په یادکنفرانسونه اوغونډي جوړي سوي دي .
      ددې خاوري دبچیانوله استعدادڅخه ترخپل کورپه پردیوملکوکي ډېره گټه اخیستل سوې ده . پوهاندمیرحسین شاه صاحب په یوه لیکنه کي کښلي دي چي ددوی دتحقیقاتوله مخي دتاج محل ماڼۍ سر مهندس”احمدمعمار”دکندهارو.ددې وطن ماهران نوروته تاج محلونه جوړولای سي خوپخپله مېنه کي دکوډلوددرولوتوان نلري . داولي ؟ داتریخ حقیقت هرومروځانته عیني علتونه لري چي پلټنه یې ددې هیواد دراتلونکوزلمیووظیفه ده . په موږلکه چي څه جوړه نسوه ؟

محمدمعصوم هوتک

  كتب نصاب تعليمى وزارت معارف افغانستان
  ملا محمد عمرمجاهد
  د کابل سفر/ شهسوار سنګروال

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close