حضرت ابن عباس رضی الله عنه د لمانځه په وجه د سترګي علاج نه کول

د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په سترګه کي يو وخت اوبه راغلې نو د سترګي علاج کوونکي دده حضور ته ورغلى او ورته وې ويل که اجازه وي مونږ به ستا د سترګي علاج وکړو خو تر پنځو ورځو پوري به تاسو احتياط کوى او دمځکي څخه به يو څه پر لوړ ځاى يا پر يو لرګي باندي سجده کوئ ده مبارک ورته وويل هيڅکله داسي نسي کېدلاى ، زمادي په الله جل جلاله قسم وي چي په دې ډول ماته يو رکعت هم دقبلولو وړندئ د نبي صلی الله علیه وسلم ارشاد ماته معلو م دئ چي فرمايي: کوم څوک چي قصداً لمونځ پريږ‌ دي هغه به د الله جل جلاله سره په داسي ډول ملاقات وکړي چي الله به ځني ناراضه وي. (۱)
فايده: که څه هم شريعت لمونځ په داسي مجبوري کښي جايز کړى دئ او په داسي حالاتو کښي که څوک لمونځ قصداً پريږدي دعذاب تر وعيد لاندي نه راځي خو دا د اصحابو کرامو د لمانځه سره محبت و او دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په ارشاد باندي په لويه پيمانه د عمل کولو اهميت و په همدې وجه حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه د سترګي علاج خوښ نه کړى دوى مبارکانو پر يوه لمانځه باندي ټوله دنيا قربانول، نن مونږ د بې حيا يۍ څخه چي څه غواړو ددې قرباني کوونکو په څېر کي يې تر خولې باسو هرکله چي سبا ددوى سره مخامخ سو نو دغه پر دين قرباني ورکوونکي به د حشر دميدان د سيل خوند اخلي بيا به حقيقت معلوم سي چي دوى څوک وه او موږ ددوى سره څه سلوک کړى دئ .
مأخذ: فضائل الاعمال، د اصحابو قصې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب