حشرات خزنده کانروغتیايي لارښوونې

حشرات او خواړیز امنیت Insects and food security

حشره څه ته وایي؟

حشره د یوی لاتینی کلمې یا insectum څخه اخستل شوی چی بند
بند یا د سکشن لرونکی، معنی ورکوی. د حشراتو بدن د دریو برخو یعنی سر، سینی او خیټی څخه تشکیل
شوی دی. په نړۍ که دا مهال ۱ میلیون حشری شرح شوی دی او په مجموعی ډول سره د ۶ څخه تر ۱۰ میلیونو انواع د
حشراتو شتون لری چی د څمکی پر مخ د حیواناتو د عالم ۹۰ سلنه
برخه تشکیلوی. حشرات کابو په هر ډول چاپیریال کی پیدا کیږی. د ټولو حشراتو له ډلی
څخه کیدای شی یوازی ۵۰۰۰ نوعی یی د نباتاتو لپاره مضری وی ( وان لن ترن، ۲۰۰۶).

د حشراتو په هکله ځینی حقایق:

  • حشرات خارجی اسکلیت یاexoskeleton  لری.
    حشرات یوازنی وزر لرونکی غیر فقاریه دی.
  • حشرات د یخی وینی سیستم ( cold blood system) لری.
  • حشرات د فصلی تغیراتو سره د توافق په موخه د
    میتامورفوس عملیه ترسره کوی.
  • حشرات سریع تولید د مثل کوی او ډیر نفوس لری.
  • د حشراتو تنقسی سیستم د تراخیایی تیوبونو څخه
    جوړ شوی چی د هوا، فضایی فشار، تششع په مقابل کی مقاومت لری.
  • حشرات د نورو حیواناتو په ځیر د والدینو توجه
    او پاملرنی ته اړتیا نلری ( دیلانګ، ۱۹۶۰).

ولې باید حشرات وخوړل شي؟

د حشراتو خوړل د entomophagy په نامه سره یادیږی او د دریو دلایلو په موخه باید هغوی وخوړل شی:

1- روغتیایی:

حشرات صحی او مغذی
دی نو څکه کیدای شی د چرګانو، غوایه او حتی د مایانو د غوښی یو ښه تعویض وی.

اکثریت حشرات ډیر
پروټین او ښه شحم لری ضمنا هغوی د کلسیم، اوسپنی او جستو ښه ځیرمه بلل کیږی.

2- چاپیریالی:

د حشراتو روزل او د هغوی څخه استفاده د حیواناتو د روزلو په پرتله د کمو شنو ګلخانه ای کازونو د تولید سبب کیږی. د بیلګی په توګه ډیر کم حشرات لکه termite او cockroaches د میتان د ګاز تولیدوونکی دی حال دا چی د غواګانو فارمونو د میتان د تولید ډیر ستر تولیدوونکی دی.
د حشراتو روزنه د ځمکی د تخریب سبب نه کیږی او هغه کیدای شی په هر ځای کی وروزل شی.

د هغوی د وینی د سیستم له کبله حشرات کولی شی خواړه په آسانۍ سره په پروټین واړوی. د مثال په ډول چرچرک یا cricket د غوا په پرتله ۱۲ څله کم خواړه په مصرف رسوی تر څو عین مقدار پروټین تولید کړی.
حشرات کیدای شی په
عضوی پسمانده یا بقایاوو باندی تغذیه شی.

3- بدیل د معیشت ( اقتصادی او ټولنیز فکتورونه):

د حشراتو ټولول ډیری لوړی تکنالوژۍ او ډیری پانګونی ته اړتیا نلری او کیدای شی د ټولنی د هر طبقی څخه خلک پدی کار بوخت شی. د مثال په ډول ښځي او هغه کسان چی څمکه نلری کیدای شی دا کار تر سره کړی.

ډیری څمکی ته اړتیا نلری نو کیدای شی هم په ښارونو او هم په کلیوالو ځایونو کی حشرات وروزی او کوچنۍ تجارت یی ولری.

حشرات نظر د هغوی د ایکولوژیکی فعالیت په بنسټ یو ستر اقتصادی ارزښت لری. د امریکی په متحده ایالاتو کی یوی ځیړنی دا ښودلی دی چی د حشراتو کلنی ارزښت په طبعی فعالیتونو کی کابو ۵۷ بیلیونو امریکایی ډالرو ته رسیږی. دی ځیړنی دا هم ښودلی ده چی په امریکا کی کابو د ۴.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د آفاتو په کنترول کی ونډه اخلی او د ۳  بیلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د ګلانو په ګرده افشانۍ که مرسته کوی ( لوزی او واوغان،
۲۰۰۶).

علاوه د حشراتو د ایکولوژیکی فعالیتونو، حشرات د انسان سره د تاریخ په اوږدو کی هم یوه نږدی رابطه لری چی په ۱۹ پیړۍ کی حشرات د یوی پراخه ځیړني په ترخ کی مطالعه شول او حشرات یی د هغه د مفدیت او د انسان ته د ګټه رسوونکی په توګه په لاندی کتګوریو ویشلی دی:

  1. د وریښمو تولیدوونکی حشرات
  2. د شاتو او ویکسو تولیدوونکی حشرات
  3. د رنګ تولیدوونکی حشرات
  4. حشرات د منا د مادی تولیدوونکی
  5. خوراکی حشرات
  6. حشرات د دوا په توګه
  7. او حشرات د ښکلا په توګه تقسیم شوی کړی دی (
    بودن هیمر، ۱۹۵۱).

د تاریخ په اوږدو کی په نړۍ که خلکو د حشراتو څخه د خوړو په توګه استفاده کړی ده او کوی یی. د افریقا په ځینی منطقو کی حشراتو د ورځنی دسترخوان یوه برخه جوړوی او د هغه څخه د خوړو په توګه استفاده کیږی. حشرات کیدای شی په کامل، لاروا، پیوپا او شفیری په توګه یا په ټولو ډولونو سره د هغه څخه استفاده وشی.

په نړۍ که کابو ۱۷۰۰ نوعی حشری د انسان په واسطه په مصرف رسیږی. د حشراتو مصرف د هغوی د آردر یا ردیف په بنسټ طبقه بندی شوی دی او په لاندی جدول کی ښودل شوی دی:

ردیفانګریزی نومد نوعو تعداد
ThysanuraSilverfish1
AnopluraLice3
EphemeropteraMayflies19
OdonataDragon flies29
OrthopteraGrasshoppers,
cockroaches
267
IsopteraTermites61
HemipteraTrue bugs102
HomopteraCicadas, leafhoppers78
NeuropteraDobson flies5
LepidopteraButterflies, moths253
TrichopteraCaddis flies10
DipteraFlies, mosquitoes34
ColeopteraBeetles468
HymenopteraAnts, bees, wasps351

ددی ټولو حشراتو له ډلی څخه ۴ ردیفونه یعنی Coleoptera,
Hymenoptera, Orthoptera او Lepidoptera د ټولو حشراتو ۸۰ سلنه تشکیلوی ( رومز-الوردی،
۲۰۰۵).

په نړۍ که دا مهال یو تعداد حشرات د آفاتو په توګه پیژندل شوی او په میلیونونو ډالر تاوان کروندو ته اړووی او بیا دولتونه او بزګران د هغه د کنترول لپاره د بیلابیلا قیمتی لارو چارو څه استفاده کوی. مګر اوس مهال یوه ډیره ابتدایی او ساده لاره یی داده چی د هغوی څخه د انسان په تغذیه کی کار واخستل شی. هغه حشرات چی اوس آفات دی او کیدای شی د انسان د تغذیی لپاره استفاده شی عبارت ده له :

ردیفنوع او انګریزی نومتوزیع
orthopteraLocusta migratoria, migratory locustپه مختلفو قارو کی
Locustana pardalina,  South Africanmigratory locustافریقا
Schistocerca gregaria,  desert locustپه مختلفو قارو
Zonocerus variegatus, variegatedgrasshopperافریقا
Sphenarium
purpurascens, chapulines
مکسیکو
ColeopteraRhynchophorus
phoenicis, African palm weevil
افریقا
Rhynchophorus ferrugineus, Indian reddate palm weevilآسیا
Rhynchophorus
palmarum,  American palm weevil
امریکا
Augosoma centaurus, scarab beetleافریقا
Apriona  germari,  mulberry  longhorn stembeetleآسیا
Oryctes
rhinoceros, coconut rhinoceros beetle
په مختلفو قارو
LepidopteraAgrius
convolvuli,  sweet potato hawkmoth
زمبابوی او جنوبی افریقا
Anaphe panda, wild  silkmothافریقا
Gynanisa
maja
, emperor moth
افریقا

منبع:
Cerritos, 2009.

د رومز الوردی (۲۰۰۵) د معلوماتو له مخی په امریکا او افریقا کی تر ټولو ډیری حشری خوړل کیږی. په پاسفیک منطقو کی چی آسیایی او استرالیایی منطقی ورکی شاملی دی کابو ۵۰۰ نوعی چی د هغه څخه د خوړو په توګه استفاده کیږی، ثبت شوی دی.

په لاندی جدول کی د حشراتو مصرف د خوړو په توګه ښودل شوی دی:

بر اعضمثبت شوی انواعمجموعی فیصدیمصرف کوونکی هیوادونه
آسیا۳۴۹۲۰۲۹
استرالیا۱۵۲۹۱۴
افریقا۵۲۴۳۰۳۶
امریکا۶۷۹۳۹۲۳
اروپا۴۱۲۱۱
مجموعه۱۷۴۵۱۰۰۱۱۳

حشرات د پروټین یوه غنی منبع بلل کیږی. د غوښی په پرتله حشرات ډیر پروټین او منرالونه لری.  په لاندی جدول کی د حشراتو د پروټین فیصدی ښودل شوی ده:

انګریزی نومد پروټین فیصدی
Leafhoppers56.22
Yellow Mealworm
beetle larvae
47.76
House fly larvae54.17
House fly pupae61.54
Darner larvae56.22
June beetle larvae42.62
Agave billbug larvae55.56
Honey Bee larvae41.68
Honey Bee pupae49.30
Water boatmen and
backswimmer eggs
63.80
Water boatmen adults53.80
Stink bugs44.10
Leaf cutting ants58.30
Paper wasp pupae57.93
Red legged locusts75.30
Corn earworms41.98
White agave worms30.28 – 51
Red agave worms37.10 – 71
Treehoppers44,84 – 59.57

په تایلند کی حشرات په کرنیز ډول سره روزل کیږی او اوس مهال کابو ۸۱ نوعی په دی هیواد کی د خلکو لخوا په مصرف رسیږی. په تایلند کی دی صنعت ډیر پرمختګ کړی دی او اوس مهال حشرات پروسس کوی  او پروسس شوی حشرات چی د هغوی د ډلی څخه د وریښمو د چینجی پیوپا پخیږی او خلک ورڅخه د پروسس شوی خوړو په توګه استفاده کوی. په لاندنی عکس کی تاسی د غومبسو او د هغوی د لاروا ګانو کبات وینی:

حشرات  په نړۍ کی کابو د ۲ میلیونو خلکو لپاره خواړه تیاروی. حشرات د تغذیوی اړخه د سالمو خوړو یوه ډیره ښه منبع د شحم، پروټین ، ویتامین، فایبر او منرالونو ده.

په تایلند کی د خوړو وړ حشراتو شتون د کال په اوږدو کی:

میاشت               حشرات

جنوری               Grasshopper, tortoise beetle, skipper

فبروری              Adult red ant, dung beetle, scarab beetle,
stink bug

مارچ                 Cicada, termites, dung beetles

اپریل                 Dung beetle, grasshopper

می                    Ground cricket

جون                  Giant water bug, wood-boring beetle,
predaceous diving beetle

جولای               Back swimmer, crawling water beetle,
damselfly, spider

اګست                 Bee hornet, wasp, beetle

سپتمبر              Rhinoceros beetle, spider

اکتوبر                Cricket

نومبر                 Long-horned
beetle

دسمبر               Mole cricket, river swimmer, true
water beetle, water scavenger beetle, water scorpion beetle

منبعYhoung-Aree
and Viwatpanich, 2005.

حشری معمولا وحشی وی او هغه نیول کیږی. مګر ځینی اونواع یی لکه د شاتو مچۍ او د وریښمو چینجی په کرنیز ډول سره روزل کیږی. حشری علاوه پر خواړیزه موخه د بیولوژیکی کنترول ، صحی انتمولوژی او ګرده افشانۍ لپاره هم په لوړه کچه روزل کیږی چی په غیر مستقیم ډول د خواړیز امنیت په راوستولو کی مرسته کوی. باووجود ددی چی د حشراتو روزل یو نوی کار دی مګر بیا هم د لوپه جمهوریت، تایلند او ویتنام کی ډیر کار د حشراتو په روزنه کی کیږی. د حشراتو څخه یو تعداد نور محصولات هم لاس ته راځی که چیری یو نفر هغوی تربیه کړی او ځینی محصولات به تری لاس ته راوړی چی د هغوی د خرڅلاو څخه به کیدای د ځان لپاره نور خواړیز توکی واخلی، دا محصولات په لاندی ډول دی:

  • کوچینیل ( د کارمین رنګ) چی دscale insect پواسطه تولیدیږی.
  • شات چی د شاتو د مچیو په واسطه تولیدیږی.
  • شیلاک چی دhemiptera د کورنۍ د مختلفو انواعو په مرسته تولیدیږی.
  • د ریزیلین پروټین چی د کیک یا human flea پواسطه تولیدیږی.
  • شاهی جیلی چی د ښځینه آرایشی توکو کی استعمال لری او د غومبسو په واسطه تولیدیږی.
  • وریښم د و وریښمو د چینجی په مرسته تولیدیږی.
  • زهر د غومبسو په واسطه تولیدیږی.
  • موم چی د شمونو او نورو آرایاشی توکو په برخه تری استفاده کیږی د غومبسو په مرسته تولیدیږی.

د حشراتو د پروسس مراحل:

د حشراتو د پروسس په موخه باید د نورو خوړو په توګه د خواړیز مصونیت اقدامات په پام کی ونیول شی. د حشرات د پروسس لپاره موږ ښو عملیاتی کړنو یا good manufacturing practices او ښو حفظ الصحوی عملیاتو یا good hygiene practices ته اړتیا لرو.

دحشراتو د پروسس لمړۍ مرحله د حشری د هضمی سیستم ایستل دی چی د degutting په نامه سره یادیږی. کله چی کلمی و ایستل شی نو د هغه زخم یا غار باید فورا پټ  شی.

دومه مرحله یی وچول دی. چی لمړۍ باید هغه کځوړی د hessian یا polypropylene څخه جوړی شوی د ۳۰ دقیقیو لپاره په اوبو کی وایشول شی او ورسته د لمړ د وړانګو په مرسته وچی شی او بیا د پاکو شویو حشراتو څخه ډکی شی.

دریمه مرحله یی د حشراتو ذخیره کول دی. ( الوتی او مپچون، ۲۰۰۳).

اخځونه

  1. Patrick B. Durst. 2010. Forest insects as food: humans
    bite back, pp. 24, FAO, Rome
  2. Arnold
    van Huis. 2013. Edible Insects, pp. 201, FAO, Rome
  3. Losey,
    J. & Vaughan, M. 2006. The economic value of ecological services provided
    by insects. Bioscience, 56(4): 311-323
  4. Ramos-Elorduy,
    J. 2006. Threatened edible insects in Hidalgo, Mexico and some measures to preserve
    them. Journal of Ethnobiology and Ethnomedicine, 2: 51 (online journal)
  5. Ramos-Elorduy,
    J. 2005. Insects: a hopeful food source. In M.G. Paoletti, ed. Ecological implications
    of minilivestock, pp. 263-291. Science
    Pub., Enfield NH, USA

لیکنه: سید محمد نعیم خالد – ۳۰ جون ۲۰۱۳
کابل، افغانستان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: