اسلامي کیسېتابعین او تبع تابعینخاطرې او اشخاصو ژوند کیسېصحابه کرامو سیرت

حجاج بن يوسف

حجاج بن يوسف

د خلافت اموي په حكامو كي تر حجاج بن يوسف څخه زيات هيچا ته زيات شهرت حاصل سوى نه دى مګر دا شهرت يا مشهوري په عدل او فيض كي نه وه بلكي په سياست او قهر كي وه. په تاريخ اسلام كي د حجاج قهر د قتل په ډول استعمال سوى دى. پياوړى مبارز قاضي ملا عبدالسلام اڅكزى بابا فرمايي :

پكه ځه خپلـه ورسته هندوانه واخه
كډو سر لياقت نه لري د تاج

 

د دارا سره ملګرى سوې بې ننګه
سكندر دي په خيال درغى حجاج 

د يزيد بن معاويه څخه وروسته يا د يزيد د مرګه وروسته د اموي سلطنت خانه خرابه سوې وه. حالات يې د نېست برابر جوړ سوي وه دغه هم حجاج و چاچي په خپلـه بې پناه توره او په ظلم او قهر سره د اموي خاندان او سلطنت عمارت مستحكم او د سره بيا ابادكړ. په هر صورت د خلافت اموي اوبني اميه د كورنۍ دپاره په دغه وخت كښي يوه خطره لا موجوده وه. دغه خطره د مبارك عبداللـه بن زبير څخه وه ځكه زبير د حق طرفداره و. او حجاج د ظلم او قهر كړۍ كړۍ ځنځير و.

د حضرت عبداللـه بن زبير د واك او حكومت مركز مكه شريفه وه. او تقريباً تر شام پوري يې د حكومت سر حدونه رسېدلي وو. خو حجاج دا خطره او ټينـګ خطر د تل لپاره ليري كړ. د مكې شريفي محاصره يې وكړه او د حق پيرو عظيم صحابي عبداللـه بن زبير يې قتل كړ .

عراق د پيل څخه د بغاوت، شورش پسندى مركز يا اډه وه ددې ځاى سياسي بې كرارۍ ، بغاوتونه او د قانون خلاف ورزۍ كلـه هم پاى ته رسېدلي نه وې  ډېر اعلٰى او جګ پوړي مشران به هم عراقيانو ته د منلو وړ نه وو. سياسي ناارامي قتل او بدحالي د عراق د ورځو معمول وو، لېكن حجاج بن يوسف د ظلم د توري په يو وار سره دا ټول بغاوتونه، ښورښونه او بدحالۍ پاى ته ورسولې. پخپلـه د هغه وخت او دوران خلك دې منظر ته حيران وو. قاسم بن سلام وايي د عراقيانو خود داري او كبر لـه يوه مخه ختم سو. دا هغه خلك وو چا چي اميرالموْمين حضرت علي وژلى او شهيد كړى و. د حسين بن علي سر يې پرېكړى و. مختار غوندي صاحب يې تر دنيا په ظلم تېر كړى و. مګر دلته كوفيان او عراقيان ددې ملعون ( حجاج بن يوسف) په مخكښي بالكل ذليل او ناتوانه سول. حتٰى په كوفه كي يو لك عرب موجود وو. لېكن دا حجاج د څه كسانو سره ورته راغى او ټول كوفيان يې غلامان كړل .

د حجاج په عراق كي اولـه خطبه د عربي ادب مشهور شئ ( توکی ) او پانګه ده. بس محض اشاره كافي ده . دده دا خطبه د خطيبانه رنګ يو بې مثالـه بېلګه ده . په تاريخ طبري كي وايي ده په خپلـه خطبه كي خپل قوم اوكوفيانو ته زياته كړه :- ” زه ګورم چي نظرونه پورته سوي دي. غاړي كښته سوي دي د سرونو فصل پوخ سوى دى . او د رېبلو موسم يا وخت راغلى دى بيايې زياته كړه. زما نظرونه هغه ويني . چي دلنګوټو او ږيرو په ميان كښي بهيږي .

كتاب راوړي حجاج چي څنګه خطبه وړاندي كړلـه هم هغسي يې وكړه . بيان سوې خبره ده چي د جنـګ جګړو علاوه حجاج بن يوسف په امن كي يو لك پنځويشت زره انسانان يا سړي قتل كړل .( عقدالفريدالبيان )

دې ملعون غټ غټ اكابر اولياء او ابدال د بېلګي په توګه سعيدt غوندي په قتل و رسول  په مدينه منوره كښي يې بې شمېره صحابه كرام تر دنيا تېر كړل حضرت عبدالله بن زبير او حضرت عبدالله بن عمر په مثال يې جليل القدر صحابه قتل كړل . دې ملعون په خپلـه دوره كښي هر هغه څه وكړل . چي اسلام ورته ناجايز ويلي وو .

د مـوجوده زمـانې د استـعماري سيــاست پــه ډول دده هـم دا اصول وو چي د حكومت د قيام لپاره هرڅه اوهره خبره جايز ده او ده به ويل ” حكومت په رحم اوعدل سره نه بلكي په قهر او تعزير سره چلېدلاى شي ” .

د هغه دور او وخت ټولو علماوو عرفاوو او صلحاوو حجاج د پاك خداى قهر او عذاب تصوراوه حضرت حسن بصري به ويل:- حجاج د خداى پاك عذاب دى ” تاسي د خپلو لاسونو په زور سره د ليري كولو هڅي مه كوئ . بلكي خداى پاك ته زاري او ژړاكوئ ګوندي دا عذاب درڅخه پورته سي .

خو دغه وجه وه چي كلـه د حجاج د مرګ په اړه ځينو صحابه وو كرامو ته خبر ورسېدى. د بېلګي په توګه حضرت حسن او عمر بن عبدالعزيزته. وايي دوى دوه په سجده پريوتل او ويې ويل :- ددې امت فرعون مړ سو .

د حجاج ظلم :

په هر حالت حجاج دومره ظالم اوبدمعاش وو چې تعظيم به يې ونه سو. بيا يې سمدستي د چا د مرګ پريكړه كولـه . بې شماره صحابه كرام يې ووژل . سخت لادينه بې ځايه د قهر او استعماري سياست څښتن و. ډېري ناوياني دده په دور كي كونډي سوې بې شماره ماشومان يتيمان شول. خون وكشت چورتالان دده عامه طريقه وه حتٰى د مكي شريفي نړول هم دده يوه عظيمه غلطي بلل سوې ده . بقول شاعر :

د خليل كعبه حجاج ونړولـه
دوږخي ابو لـهب زما په ګمان سوې
( ملا عبدالسلان بابا)

اوس به وګورو  چې دغه جابر حاكم ملعون انسان د مرګ څرنګه مقابلـه وكړلـه. دا هغه انسان و. چاچي په زرهاوو خواران او غريبان د مرګ په كندو كښي غورځولي وو. پخپلـه څنګه د مرګ په كنده كي پرېوتى .

د حجاج ناجوړي :

شل كالـه پر عراق د حكومت كولو څخه وروسته د څلور پنځوس كالو په عمر كښي ناجوړه سو. په ( مېده ) معده كښي يې بې شماره چينجي پيدا سوه او و بدن ته يې داسي يخ ورولګېده كه چيري بې شماره د اور انګېټۍ ورته لګېدلي هم واى ګرم سوى به نه واى يعني په يخ والي كښي به يې كمي نه واى راغلې .

د مرګ په وخت كي خطبه :

چي كلـه حجاج د ژوند څخه مايوسه سو نو يې ټول د كورنۍ غړي راوغوښتل او ورته ويې ويل :- ما پورته كړى
او خلك سره جمع او يوځاى كړى . خلك راغلو هم ده د معمول په 
ډول يو ښه بليغ پُر مغزه تقرير ورته وكړ. د مرګ او د مرګ د سختۍ تذكر يې ورته وكړ. د قبر او د هغه د جلاوالي بيان يې وكړ او ددنيا د بې وفايي ياد يې تازه كړ د اخرت د جنت او د دوږخ تذكيره يې وكړه بيا يې دا شعر ووايه :

ان ذنبي وزن المسوات والارض
وظني بخالقي ان يحابى

ژباړه :- زما ګناه د مځكي او آسمان برابره درنه ده مګر زما د لوى څښتن څخه اُميد دى چي دى به رعايت وكړي.

فلن من بالرضا فهو ظنى
ولن امر بالكتاب عذابى 

ژباړه :- كه چيري د خپلي رضامندۍ احسان ماته راكړي نو دغه زما اُميد دى لېكن كه هغه پر كتاب عدل وكړي او زما د عذاب حكم صادر كړي بيا به يې په بار بار په ډېر فرياد او زارۍ وژړل .

د حجاج د ژړا او فرياد د اموقعه دومره د حيرت وړ وه چي په مجلس كښي به ټولو په ژړا ژړا ورسره ژړل. او خپلي اوښكي به يې جنازو غوندي ګريوانونوته ايلـه كېدې.

د خليفه پرنامه خط :

ددې څخه وروسته يې ليكونكى يا كاتب راطلب كړ او خليفه وليد بن عبدالملِك ته يې داسي خط وكښى :

” اما بعد ما ستا وزې كتلې د يو خيرخواه شپانه يا شپون په ډول مي د خپل مالك د رمې حفاظت كاوه سمدستي يو زمرى راغلى او شپون يې په خپلـه پنجه و وهى او ورشو يې خرابه كړه نن ستا پر غلام هغه مصيبت نازل دى. كوم چې پر ايوب صابر باندي نازل و، بيا هم زما اُميد دى چي جبار وقهار به زما ګناوي را معاف كړي او مابه و بخښي .

بس لـه سوزه يې پرخولـه دا شعر ګويا ګويا وو نور څه نه :

اذمالقيب الله عنى راضيا
فان شفاء النفس فيما هنالك

 ژباړه :- كه چيري ما خپل خداى پاك راضي وموند نو بس زما مراد پوره سو .

بيا يې وويل :

فحسبى بقاء الله من كل ميت
وحسبي حيات الله من كل هالك 

ژباړه :- ټولـه دي مړه سي مګر د خداى Y باقي پاته كېدل زما لپاره كافي دي ټولـه دي هلاك سي مګر د خداى Y ژوند زما لپاره كافي دى .

هغه د ستر مبارز لوى عالم او د انسانانو د خواخوږي شاعر وينا ده :

  لېونى سپى هوده نلري بې قتلـه
د عبدالسلام حرف ونيسه هوښياره 

د ځكندن سختي :

حضرت حسن بصري پوښتني ته ورته راغلى نو حجاج ورته د خپلو تكليفونو شكايت وكړى. حسن t وويل : ماته منع كړى نه وې چي نېك كاران او اولياء مه په عذابوه مګر افسوس تانه اورېدل .

حجاج خوابدى سو ځواب يې وركړ ” زه تاته دا نه وايم چي ددغه مصيبت د ليري كېدو دُعا وكړه زه ستا څخه غواړم . دُعا وكړه چي خداى پاك ژر زما روح قبض كړي او نور عذاب رانه كړي. په دغه حال كي ابو مندر پوښتني ته راسي او ورته وايې حجاجه د مرګ په سختي او ځكندن كي دي څه حال دى؟ حجاج وويل :-

اې ابو مندر!

څه پوښتې شديد مصيبت دى . سخت تكليف نا قابل بيان ناقابل برداشت درد. سفر اوږد توښه نسته ! آه زما هلاكت دى كه چيري خداى پاك پرما رحم ونه كړي .

د ابو مندر بن مخلـه خطاب حجاج ته :

اې حجاجه! خداى پاك پر هغه چا رحم كوي چي رحمدلـه او نېك نفس وي د هغه د مخلوق سره ښه كوي . مينه ورسره كوي زه شاهدي وركوم ته د فرعون او هامان يار وې. ستا تر بيت سر چپه و ته د حق له لاري او ښتي وې . د صالحينو د طريقې څخه اوښتى وې . تا نېك انسانان قتل كړل او د هغو جماعت دي فناه كړ افسوس تا د خالق په نافرماني كي د مخلوق بندګي وكړه . تا د وينو ولې و بهيولې . ځانونه دي واخيستل عزتونه دي لوټ كړل . تانه خپل دين وساتى او نه دي دنيا. تاد مروان خاندان عزت وساتى خپل نفس دي ذليل كړ. د اموي خاندان كور دي اباد كړ خپل كور دي وېران كړ نن نه ستا لپاره نجات سته نه فرياد. ولي ته لـه دغه ورځي ناخبره او بې ضميره وې . د الله شكر دى چي پر تايې عذاب نازل كړو او اُمت يې وژغورى .

په دنيا كي دي ككڼ په لعنت غواړم
زمانه كه د خوشحال سره انصاف كه

د حجاج عجيب رحمت طلبي :

راوي وايي حجاج چي دا واورېده. خاموشه سو . بيا يې سوړ اسوېلى وكښو. په سترګو كښي يې اوښكي راغلې. او د آسمان په طرف يې وكتل . ” الـهي ما وبخښه ولي خلك وايي چي ته نه بخښل كېږې ” دا چي يې وويل سترګي يې بندي كړې.

څوني بوري وراري ګڼ زوىمړي ژاړي
اغلظ زړه حجاجه څه راز مسلمان سوې

په دې كي شك نسته چي حجاج لـه يوې خوا يو بې رحمه انسان، قاتل باچا او ظالم او قهار و لېكن بل طرف ته دخداى r لـه لوى دربار څخه يې د رحمت او شفقت توقع بېخي زياته وه . او قطعاً په هر صورت مايوس او بېزاره نه و. بلكي په هر حال د رحمت الـهي طلب ګار او غوښتونكي و .

بس د لوى رب څخه دُعا كوم ” خداى دي زموږ اصلاح وكړي خداى پاك دي زموږ حكمرانان حجاج غوندي نه كوي بس د لوى رب څخه به د هر څه كېدو عقايد ساتو .

اخري شعر ډالۍ كوم :

چي دا هسي يې كردې د زړه په ياد دي
لا خوشحال لري خواهش د زمانې

نوراحمد فطرت ، چمن

  حسن أحمد عبد الرحمن محمد البنا
  و حبشې ته د مسلمانانو هجرت او په شعب ابي طالب کي نظر بنده کېدل
  د عمر – رضی الله عنه- د عدالت شپږ (۶) ملغلرې

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close