جلال الدين حقاني هغه مولوي چې نړۍ ته يې د «مولوي» اصلي حيثيت ور وپېژاند

په تېرو څو پېړيو کې د نړۍ خلکو يوازې يو نړيوال مولوي (مولای روم) پېژاند او هغه هم د جهاد، مبارزې او اجتماعي قيات په ډګرونو کې نه بلکې د تصوف او سماع په بزم او يا هم د خپل معنويت د وجد او خلوت په محيط کې او بس. دا چې مولوي دې د (بزم) پر ځای د (رزم) ډګر او د وجد او خلوت پر ځای دې له عقيدې، خاورې او ټولنې څخه د دفاع د لښکر قيادت په لاس کې واخلي او بېرته دې د سياست، منبر، دفتر او سنګر چارې د اسلام د لومړۍ پېړۍ د مشرانو په څېر همدی له مسجده سنبال کړي، او نړۍ ته دې بيا دا ورپه ياد کړي چې د نبوي عهد د فتوحاتو لښکرې به د مدينې له مسجده رخصتېدلې او په نړۍ کې د اسلامي تمدن د بنياد جوړولو پر نقشه به پيغمبر صلّی الله عليه وسلّم او د هغه اصحابو ـ چې د نن مولويان يي بايد رښتيني وارثان وي ـ په ماڼيو کې نه بلکې په مسجد کې کار کاوه، دغه ډول مولويان په تېرو دوه درې پېړيو کې د نړيوالو له حافظې وتلي ول. او دا ځکه چې لکه څنګه چې مولوي د (کتاب) له اصلي متنه د هغه په (حاشيه) کې ورک شوی وو همدغه ډول هغه د ټولنې د سياسي، اجتماعي او نظامي جرياناتو له (متنه) هم د تجريد، اغفال او انزوا حاشيي ته وېستل شوی او د ټولنې د سياسي او اجتماعي ژ
وند له قاموسه يې د (مولوي) لفظ هم لوېدلی وو.

له ملا څخه د غرب او د هغه د سيکولرو ملګرو وېره:

د اسلامي نړۍ پر هېوادونو د غربي او روسي مستعمرينو تر حاکمېدلو او بيا د هغوئ تر پالنې او څارنې لاندې په اسلامي نړۍ کې د سيکولر افکارو، احزابو او نظامونو تر رامنځته کېدلو وروسته د سيکولر او غرب پلوي نسل سخته وېره لدې وه چې اسلامي فکر يو ځل بيا د سياسي او نظامي حاکميت په ډګرونو کې حاکميت ته ونه رسېږي. نو له همدې وېرې يې د اسلام د دين، د هغه د حاکميت لپاره د کارکوونکو علماوو او مجاهدينو په خلاف سخته او هر اړخيزه جګړه پیل کړه، او همدانګه يې د ولسونو له ژوند څخه د اسلامي ارزښتونو د له منځه وړلو پراخ، دوامداره او سيستماتيک پلانونه عملي کړل.

دين دښمنو او سيکولرو حکامو،نظامونو او غرب پلوو فکري او اکاډيميکو مراکزو خپل ټول قوت او وسائل پکار واچول چې په اسلامي نړۍ کې د اسلام عقيده او شريعت له حاکميت، نظام، سياست، فکر، فرهنګ، اخلاقو او د ټولنې له اجتماعي تعاملاتو وباسي، او د هغو پر ځای مسلمان ولسونه د زور او تزوير له لارې د پرديو راواردو شويو نظامونو، قوانينيو او ارزښتونو منلو ته اړباسي. او دا ځکه چې د غرب او روسانو د استعماري نظامونو سيکولر او ملحد ځايناستي پدې پوهېدل چې تر څو (دين) او (دينپالي) د مسمانو ولسونو په تنظيم، توجيه او قيادت کې نقش لری نو اسلامي نړۍ له استعماري دولتونو او د هغه له سيکولر او الحادي فکر سره نه پيوند اخلي، نه مسلمانان د غربيانو پر لاره ځي، او نه هم دلته د غرب پوځي، سياسي، تعليمي، فرهنګي، اقتصادي او د پراختيا غوښتنې پلانونه او پروژې عملي کېږي.

دا چې د غرب د پلانونو د پلي کېدلو د مخنيوي په مېدان کې حکومتونه، سياسي احزاب او خوب وړي ولسونه نه بلکې (دين)، (د دين پر ريښتې مقصد پوه علماء) او د جهادي فکر مبارزين ولاړ ول نو ځکه خو پرديپالو سيکولرو او ملحدو نظامونو، احزابو او فکري مراکزو خپله خطرناکه او هر اړخيزه جګړه په بېلابېلو شکلونو او ډګرونو کې د همدوئ په خلاف پيل کړه چې تر اوسه روانه ده، او لا به په ټول شدت سره روانه وي، که څه هم چې تر اوسه لا دين ته د منسوبو خلکو يوې لويې بر خې خلکو نه د دې جګړې خطر درک کړی، او نه یې هم د دې جګړې بېلابېل ابعاد پېژندلي دي.

افغان حکام هم له انقلابي ملا وېرېدل:

د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم په تېرې تقريباً يوې نيمې پېړۍ کې حاکمو نظامونو په بېلابېلو شکلونو ټولې هغه لارې تر څار لاندې نيولې وې او ټولې هغه لويې دروازې يې تړلې وې چې کېدی شول اسلامي فکر او د دې فکر خاوندانو علماوو به ورڅخه د ټولنې او نظام اسلامي کولو او د غربيانو له تأثير څخه په خلاصولو کې کار اخيستی وای.

حاکمو نظامونو په سيستماتيک ډول زړور علماء، مصلحين او جهادي مبارزين په ټولنه او او نظام کې له تأثيرګذارۍ څخه لېرې او تر سختو فشارونو لاندې وساتل. او د هغوئ د مقابلې په مقصد يې دين او معنويت يو څه منسوب خلک يې د مادي امتيازاتو او سياسي رشوتونو په ورکولو د حکومتونو تر څنګ ودرول چې د ريښتيني اسلام د حاکميت او آزادۍ غوښتنې په لاره کې همدوئ تر ټولو د بد خنډ په خپل منافقانه نقش ادا کړ.

د ځينې ملايانو فکري جمود او غفلت هم بې تأثيره نه وو:

که له يوې خوا سيکولرو او کمونستو حاکمو نظامونو په ټولنه او نظام کې د اسلام د حاکميت جدي مخنيوی وکړ نو له بلې خوا په تېرو دوو پېړيو کې علماء او د هغوئ ديني فکر هم د يو ډول جمود، سياسي او فکري بې پروايۍ او په غير ارادي ډول د (دين) او (سياست) تر منځ د بېلتون د نظريې ښکار شوي ول، او په ټولنه کې د نبوت د ريښتيني وراثت چې (د دعوت او قيادت مسؤوليت ته اوږه ورکول دي) د پاللو پر ځای د يو ډول مسخه شوي روحانيت په پاللو، د ديني متنونو په بې روحه او بې تأثيره تدريس، او د حرفوي ملايۍ په خپلولو اخته شول چې د دې منفي وضعيت نتيجه د سيکولر او الحادي فکر د پلويانو له لوري د ټولنې او نظام د يرغمال کولو په شکل کې راووته.

انقلابي ملايانو جمود مات او ولسونه راويښ کړل:

د نولسمې پېړۍ په پای او په شلمه پېړۍ کې که له يوې خوا د مسلمانانو داجتماعي غفلت له امله استعماري دولتونو په اسلامي هېوادونو کې خپل عسکري، سياسي، اقتصادي او فکري تسلط ټينګاوه او د خپل استعماري حاکميت د بقا او له اسلام څخه د مسلمانانو د نوي نسل د پردي کولو لپاره يې خپلې طرحې او پلانونونه عملي کول نو له بلې خوا الله تعالی په محکومو ولسونو کې څو داسې انقلابي علماء راپيدا کړل چې هم د دين په روح او مقصد ښه پوهېدل، هم د دښمن عزائم او پلانونه ورمعلوم ول،هم د حاکمو استعماري قوتونو په خلاف د مؤثرې مبارزې له وړتيا برخمن ول، او هم یې د ولسونو د ديني تنوير او د دښمنانو په خلاف د مسلمانانو د راپاڅولو او رهبري کولو صلاحيتونه درلودل.

په دغو علماوو کې (شيخ سعيد کردي) په ترکيه کې، (شيخ عزّالدين القسام) په فلسطين کې (شيخ حسن البنّاء) په مصر کې، (شيخ عمر المختار) په ليبيا کې، (شيخ عبدالحميد بن باديس او شيخ بشير الابراهيمي) په الجزائر کې، (شيخ عبدالکريم الخطابي) په مراکش کې، (شيخ الهند محمود الحسن او شيخ مولانا حسين احمد مدني) په هندوستان کې او خينې نور علماء او مسلمان مبارزين د اسلامي نړۍ په نورو سيمو کې راپورته شول، او په مسلمانو ولسونو کې يې د حريت اساس را ويښ او د اسلام د حاکمولو لپاره د کار کولو عزم او روحيه قوي کړه. دې علماوو پداسې حالاتو کې د ديني مبارزې او مسلحو مقاومتونو بار پر اوږو واخيست چې سياسي او دنياپالو مشرانو له اشغالګرو سره لاره نيولې وه.

انقلابي ملا د سيکولريزم او کمونيزم په خلاف د مبارزې سرخېل:

که له اسلامي نړۍ څخه د استعماري قوتونو د شړلو د تحريکونو او جريانونو تاريخ ته که په ژور ډول وکتل شي نو وبه ليدل شي چې د ټولو تر شا انقلابي علما‌ء ولاړ ول، او همدې علماوو ولسونو ته د آزادۍ روحيه او د مستعمرينو په خلاف د مقاومت تګلاره ورښودلې ده. خو د آزادۍ تر خپلولو وروسته بيا له دوئ ټولو سره د هغو خلکو لخوا غدر شوی چې د غربيانو په فکر روزل شوي ول خو دوئ ورباندې د خپلو ګومان کړی وو.

په اسلامي نړۍ کې د تېرې يوې پېړۍ جګړو ته که په دقت وګورو نو وينو چې ټولې يې د (ملا) او (سيکولر) او هم د (ملا) او (کمونست) تر منځ وې او لا تر اوسه روانې دي. د دې جګړو يوې خواته ملا او د ديني فکر خلک او عام مسلمان ولسونه ول چې هدف يې دهېوادونو آزادي، د ولسونو استقلال او د ژوند په ټو چارو کې د دين حاکميت وو، او بلې خوا ته سيکولران او کمونستان ول چې هدف يې د اسلامي هېوادونو په غربيانو او يا روسانو پورې تړل، مسلمان ولسونه د پرديو لپاره تسخيرول او په ټولنه او نظام کې د سيکولرېزم او يا کمونيزم حاکمول وو.

امان الله خان د انقلابي ملا په مقابل کې:

په افغانستان کې هم له ډېر پخوا راهيسې د مستبدو حکامو او ملا تر منځ مخافتونه راروان ول چې دغو مخالفتونو بيا د امان الله خان په وخت کې چې د غربي فکر استازولي او د هغو د تطبيق لپاره يې جدي کار کاوه د (ملا) او ديني فکر په خلاف د دولت د (رسمي جګړې) بڼه خپله کړه. امان الله خان د اروپا له اوه مياشتنۍ دورې له راستنېدو سمدستي وروسته په پغمان کې د (ملا) او په دولت کې (د دين د حاکميت) په خلاف خپله جګړه اعلان کړه، او روسانو او انګرېزانو او د هغوئ د پيروانو پر ځای يې (ملا او (دين) په دښمنۍ ونيول.

د امان الله خان د فکري خط پلويان وروسته په سيکولرو او کمو نيستو جريانونو کې يو په بل پسې رامخته شول او په ټولنه او نظام کې د ديني فکر په خلاف د جګړې په سنګر کې ودرېدل.

جلال الدين حقاني د انقلابي ملا د تاريخ د تحول مبدأ:

د بې دينو او پرديپالو فکري او سياسي جريانونو او حکومتونو په مقابل کې عالمان او د اسلامي فکر خاوندان هم د سياسي او جهادي مقابلې ډګر ته راووتل چې دغې راوتنې په عام ولس کې د اسلامپالنې، جهاد او د سياسي شعور پر لوري پراخ تحول رامنځته کړ، او ديني علماء يو ځل بیا له سياسي او اجتماعي انزوا څخه د ټولنې لارښوونې او د روسانو او ورپسې د امريکايانو په خلاف د سياسي او عسکري قيادت صحنې ته راووتل.

د سياست او جهادي مبارزې ډګر ته په راوتليو علماوو کې د څو نورو علماوو تر څنګ د مولوي جلالالدين حقاني رحمه الله نوم او شخصيت په ملي او بين المللي سطحه تر نورو ټولو ډېر وځلېد او د نړۍ د خلکو پام ور واووښت. او دا ځکه چې هغه ته الله تعالی دا توفيق ورکړ چې د ديني تنوير، جهاد، تعليم، فرهنګ، ټولنېز قيادت، مثبت سياست او د لويو اشغالګرو امپراتوريو د يرغلونو په خلاف د قوي او مؤثرې مبارزې په ډګرونو کې یې داسې اقدامات وکړل چې تر پخوانيو ټولو ټولو ملګرو يې دروند وخوت.

د حقاني پېژندنې لپاره د يو څېړنيز مرکز د ايجاد ضرورت:

د جلال الدين حقاني رحمه الله د شخصيت د هراړخيزې پېژندنې او پر معاصر جهادي بهير د هغه د فکر، شخصيت او لويو اقداماتو د تأثير د معلوملو او څېړلو لپاره بايد يوه ځانګړې تحقيقاتي اداره کار وکړي، خو دا چې جهادي لوری پدې مرحله کې د نړيوال صليبي جنګي تړون په خلاف په يوې خونړۍ جګړه کې مصروف او تر ټولو زيات اولويت یې مسلح مقاومت ته ورکړی نو بې ځايه به نه وي چې که زما په څېر افراد دهغه د شخصيت د بېلابېلو ابعادو په اړه څو کرښې وليکي.

د حقاني فکري، سياسي، اجتماعي او پوځي ځانګړتياوې:

۱- حقاني رحمه الله د غرب له فکري تأثيراتو ليرې يو ريښتينی عالم او زړور مجاهد وو:

له تېرې يوې پېړۍ راهيسې غربي افکارو او نظرياتو په اسلامي نړۍ کې پر ټولو لوستو خلکو خپل منفي تأثيرات پرې ايښي دي. دغه تأثيرات دومره پراخ او ژور دي چې د سيکولرو او عامو خلکو تر څنګ يې د ډېرو ديني علماوو پر افکارو او شخصيتونو هم داسې منفي تأثير کړی چې هغوئ هم په خپلو ځينې نظرياتو او اقداماتو کې د هغو له اغېزې ځان نشي خلاصولی. ځينې يې په ډېموکراسۍ کې لتاړ دي، ځينې يې له غرب سره د فکري پيوندکارۍ په مرض اخته دي، او ځينې نورو يې بيا په غير ارادي ډول د اصلاح او تغيير لپاره هغه منهجونه او تګلارې نيولي چې که دوئ يې نه غواړي هم د ويالې اوبه يې د غرب پر ژرنده ور سپرې دي.

خو مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د دې زمانې د يو قيادي او انقلابي شخصيت په حيث د دغه ډول پيوندي افکارو له تأثيره خلاص وو، او مواقف يې ټول پر خالصو ديني بنيادونو او مصالحو ولاړ ول. او ښايي همدا سبب وو چې له غربي افکارو متأثر خلک يې تر څنګ نشول اوسېدی.

حقاني رحمه الله د ښارونو له فتنو ځپلي محيطه ليرې د کلي او ولس په فطري، اسلامي او خالص متدين افغاني محيط کې رالوی شوی وو، په ديني مدارسو کې یې درس ويلی وو، د عبادت، ذکر، زهد، للهيت په ژوند کې کې يې نشأت کړی وو، او د يوه شرعي ژوند د تقاضاوو په ماحول کې يې د شخصيت فکري، علمي، اخلاقي او اجتماعي ابعادو تشکل موندلی وو. هغه دين په خالصه او اصلي بڼه د دين له کتابونو زده کړی وو او او د دين عملي تمثيل يې د خپلو استاذانو په عمل او ژوند کې ليدلی وو. هغه په خپل شخصي او اجتماعي ژوند کې له ځان ښودنې، تصنع، تکلفاتو او څو رنګۍ ليرې يو رنګی عالم وو. د زهد او عبادت تر څنګ يې لوی خاصيت پر الله تعالی هغه لوی توکل وو چې هر څومره به چې حالات بحراني او د مصائبو کړۍ پرې راتنګه وه دی به بيا هم د الله په نصرت دومره ډاډه وو چې هېڅ مصيبت او فشار له خپل حق دريځه وانړولی شو.

د حقاني رحمه الله ديني تفکر او سياسي شعور هم پرته لدې چې له کوم سياسي شخص او يا له د کوم ديني جريان له افکارو څخه تأثر واخلي د دين له مسقيم فهمه منځته راغلی وو. هغه جهاد ته هم پرته لدې چې د چا له لوري دې مبارزې او انقلابيت ته وهڅېږي راوتلی وو. پخپله يې مستقيما د دين له تعلیماتو تأثر اخيستی وو او د ديني تعليماتو په رڼا کې یې له دين څخه د دفاع لپاره وسله پورته کړې وه، او همدغه د دين خالص او بې شائبې فهم وو چې کله هم په سياسي لوبو کې ورګډ نشو. او تل يوازې جهادي اهدافو ته متعهد پاتې شو.

که حقاني رحمه الله له جهاد او د شريعت له تطبيقه پرته نور سياسي اهداف درلودای نو د دومره لويې جبهې او پراخ نړيوال شهرت په درلودلو به د نورو سياسي او او پخوانيو جهادي رهبرانو په څېر ډېرو لويو سياسي لوبو ته ورګډ شوی وای، او قدرت ته د رسېدلو لپاره به يې له ډېرو لارو چارو کار اخيستی وای، او د مال د جمع کولو په مقصد به يې لويې کمپنۍ او پراخ اقتصادي فعالیتونه پيل کړي وای، او کورنۍ به یې د هغو درنو پورونو تر بار لاندې نه وه چې د جهادي مقاصدو او مصارفو لپاره یې په مسلسل ډول پور کړې دي.

۲- حقاني د لوی فکر او پراخ اجتماعي افق خاوند مولوي وو:

حقاني رحمه الله که د معاصرو فکري او عقائدي فتنو له تأثيره يو لېرې اوسېدلی عالم وو نو دا پدې معنی نه وو چې هغه د دې زمانې له فکري، سياسي او او اجتماعي جريانونو ناخبره پاتې دی، بلکې هغه د يوه پراخ فکري او اجتماعي افق او عصري نړۍ ليد خاوند وو. حقاني رحمه الله هم د دې زمانې د کفر انواع او اشکال پېژندل او هم يې په امت کې د کفارو ملګري او د هغوئ نظريات پېژندل، او هم یې اسلام د یوداسې جامع هراړخيز دين په حيث پېژاند چې د بشر د ژوند ټول اړخونه چې احتوا کوي او چارې يې ورتنظيموي. هغه پدې هم پوهېده چې کمونستان او سيکولران که هرڅومره د مسلمانۍ دعواوې وکړي خو بيا هم د خپلو افکارو او اعتقاداتو له مخې يې له اسلامه وتلي ګنل کېږي، نو ځکه خو يې د دې دواړو په خلاف د جهاد په فرضيت کې شک نه درلود.

مولوي حقاني رحمه الله د شرعي دلائلو او د خپل سياسي بصيرت له مخې هم کمونستان او سيکولران ښه پېژندل، او هم يې د افغانې مسلمانې ټولنې اعتقادي او اجتماعي وجود ته د دې دواړو له لوري ورپېښ خطرونه او ګواښونه ښه درک کړي وو. ځکه خو هغه د دې دواړو په مقابل کې يوازې د يوه مقاتل نه بلکې د يوه فعال دعوتګر او خطيب او د يوه استراتېژست پوځي قومندان په حيث مبارزه وکړه، او په ډېر مؤثر او حيرانوونکي ډول یې د لويو پوځي ځواکونو په خلاف جګړه وکړه.

که د حقاني رحمه الله د ديني او پوځي مبارزې ټول ډګرونه او مراحل په غور وڅېړل شي نو ټولو ته به دا ښه په وضاحت ورمعلوم شي چې هغه يوازې يو ساده ملا او د مدرسې یو عادي مدرس نه وو چې له خپل متن او شرحې سره یې کار وي، بلکې هغه له غرب او شوروي اتحاده د راصادرو شويو افکارو، نظرياتو، نظامونو، قوانينو او سياسي پديدو په خلاف يو داسې فعال، سترګور او د پاخه اسلامي دريځ درلودونکی مبارز وو چې د اسلام او کفر ترمنځ د تعامل په اړه يې هم واضح تصور درلود، او هم يې د کفارو او د هغو د ملګرو په خلاف د قتال او مبارزې د پرمخ بيولو لپاره روښانه منهج درلود چې له برکته يې کله هم پداسې مواقفو کې ونه درېد چې دين، وطن، جهاد او او ملت ته یې څه شرم او بدنامي ور اړولې وي. دا هرڅه پدې دلالت کوي چې مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د يو پراخ فکري افق او پاخه اسلامي تصور او تګلارې خاوند وو.

۳- حقاني د لويو امپراتوريو او زبرځواکونو په خلاف جنګېدونکی مولوي وو:

حقاني رحمه الله چې کله د کمونيزم او کمونستانو او بيا ورپسې د روسانو په خلاف جهاد کاوه دا ورمعلومه وه چې نه کمونيزم کومه د محدودو پيروانو محلي نظريه ده، او نه هم شوروي اتحاد کوم وړوکی او کمزوری محلي پوځي ځواک دی، بلکې پدې ښه پوهېده چې هم کمونيزم په نړۍ کې سلګونه ميليونه پيروان لري، او هم شوروي اتحاد د نړۍ داسې يو سياسي، اقتصادي، صنعتي او پوځي زبرځواک دی چې په نړۍ کې د امريکا په څېر لوی ځواکونه ورڅخه په وېره کې دي، ځکه چې شوروي اتحاد د خپل بې ساري پوځ او حيرانوونکي مادي او صنعتي پرمختګ په زور د ځمګې پر مخ تر ټولو لويه امپراتوري قائمه کړې وه، او د وچې تر څنګ یې فضا او سمندرونه هم تسخير کړي وو.

او همدارنګه کله چې مولوي حقاني رحمه الله د امریکا په خلاف د جهاد په ډګر کې ودرېد دا ورمعلومه وه چې د دې ترڅنګ چې امريکا پخپله په يواځې ځان هم د اوسنۍ مادي نړۍ تر ټولو لوی زبرځواک دی او تقريبا ۵۰ نور هېوادونه يې هم د افغانانو په خلاف له ځان سره د جګړې په ميدان کې درولي دي، او خپل هرډول مادي او معنوي وسائل يې د دې جګړې د ګټلو لپاره په کار اچولي او د بهرنيو ځواکونو ترڅنګ يې د خپلو داخلي ملګرو پراخ تشکيلات هم جګړې ته سوق کړي دي. خو د دښمنانو دې ټول پوځي، استخباراتي او اقتصادي ځواک او پراخ سياسي نفوذ او له رعبه ډکو سنجول شويو او منظمو تبليغاتو د حقاني رحمه الله په عزم او ايمان هېڅ منفي اثر ونه کړ، او لکه څنګه يې چې د کمونيزم او شوري اتحاد په خلاف مؤثره جګړه وکړه هماغه ډول یې د سيکولريزم او نړيوال غربي پوځي تړون په خلاف هم داسې جګړه وکړه چې دښمن ته د جګړې په ميدان کې تر ټولو خطرناکه او لړزوونکې جبهه هم د همده جبهه ښکارې، او تر ټولو ډېر تمرکز یې هم د همده د جبهې په له منځه وړلو دی.

د پوځي او جنګي معادلې له مخې د دومره سترو او زورورو دښمنانو مقابله يا د پوځي قوت د برابرۍ او تفوق په صورت کې کېږي، او يا هم د لويو عزيمتونو د خاوندانو له لوري د الله تعالی پر نصرت د داسې قوي ايمان په نتيجه کې کېږي چې پدې سيمه او دې زمانه کې يې عملي مثال يواځې ملا محمد عمر مجاهد او مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله رحمهما الله تعالی وړاندې کړای شو.

۴- حقاني د خپل ولس په فکري، سياسي او اجتماعي نبض پوه مولوي وو:

مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله په خپل ولس کې لوی شوی وو، له خپل ولس سره يې ټول ژوند تېر کړی وو، د خپل ولس له سايکالوژۍ او اجتماعي جوړښته د يو با خبره عالم په حيث يې خپله ديني او پوځي مبارزه پداسې شکل پرمخ بوتله چې د ولس له کوم قوم او يا کوم ټولنيز تشکل سره په کوم پوځی يا سياسي تقابل کې واقع نشو.

د کمونستانو او روسانو په خلاف د جهاد په وروستيو کلونو کې چې کله جهادي تنظېمونه د عبوري حکومت د جوړولو په هدف د پاکستان د راولپنډۍ په مدينةالحجاج کې سره جرګه شول او د حکومت د ترکيب پر سر د بېلابېلو اختلافونو او نزاکتونو له امله د بن بست مرحلې ته ورسېدل نو په هغه وخت داسې یو چا ته ضرورت و چې سره راټول شوي سياسي او ولسي مشران لدې ابتلاء وباسي، هماغه وو د حقاني رحمه الله په څېر د ولس او جهادي تنظيمونو په نبض پوه عالم رامخته شو او په يو معقوله فيصله یې بحران ته د پای ټکی کېښود.

کله چې د خوست په فتحه کې په زرګونوو د دوستم ګلم جم ازبک ملېشه ورسره اسيران شول نه يوازې دا چې له هغو سره یې نا مناسب تعامل ونه کړ، بلکې هغوئ يې په ښه ډول له ځان وساتل، په دين يې پوه کړل، د جهاد او اسلام له محاسنو يې خبر کړل، د لارې خرڅ يې ورکړ، او مرستې يې ورسره وکړې چې بېرته خپل عادي ژوند ته ور وګرځي. هغه دا هر څه ځکه وکړل چې پدې پوهېده چې د دغه قوم ځوانان چې د مسلمانو کورنيو بچيان دي د ځينې کمونستو او جنايتکارو مشرانو لخوا تېر اېستل شوي او د مجاهدينو په خلاف استعمال شوي دي. هغه په جنګي حالاتو کې هم د دښمن د ملېشو په اړه داسې اقدامات ونه کول چې قومي، سمتي، لساني او نور اختلافات او نزاکتونه ورڅخه منځته راشي او دښمن ور څخه د ولس د قومونو ترمنځ د اختلاف د اور د لګولو لپاره کار واخلي.

د کمونستانو د حکومت تر سقوط وروسته ډېر تنظيمونه هم پخپله يو د بل په خلاف وجنګېدل، او هم يې د ولس بېلابېل قومونه يو د بل په خلاف د جګړو او قومي، لساني، سمتي او مذهبي تعصباتو ډګرونو ته راکاږل، او د ولس او هېواد اجتماعي وضعيت يې داسې متشنج کړ چې نږدې وو د يو خطرناک سياسي او اجتماعي انفجار حد ته ورسېږي. خو حقاني رحمه الله او سترې جبهې يې نه يواځې دا چې قومي او سمتي رنګ خپل نه کړ، بلکې په هماغه تاوجنو حالاتو کې يې د ولس د قومونو او سياسي جهتونو تر منځ د تفاهم او پيوندونو د رامنځته کولو په لاره کې هڅې وکړې.

کله چې د طالبانو اسلامي تحريک رامنځته شو او له ډېرو سياسي او نظامي جهتونو سره خبره پوځي ټکر ته ورسېده بيا هم حقاني رحمه الله هغه د شرعي او سياسي درايت خاوند عالم و چې د دين، ولس او هېواد مصلحت يې په صحيح شکل درک کړ او د طالبانو له اسلامي تحريک سره په خپلو يو ځای کېدو يې د دوو سترو جهادي جهتونو ترمنځ د تصادم مخه ونيوله او ولس د جکړې له شره وژغورل شو.

حقاني رحمه الله ته لکه څنکه چې جهاد د يوې داسې فريضې په حيث مطرح و چې بايد له انحراف او خرڅېدلو وساتل شي، همدارنګه ورته افغانستان او افغان ولس په مجموعي ډول پداسې حيثيت مطرح وو چې بايد وپالل شي، او د ټولو هغو سياسي او اجتماعي عواملو مخه ونيول شي چې د ولس د پرګنو تر منځ تشنج رامنځته کوي، او هېواد د تباهۍ خواته بيايي.

د حقاني رحمه الله په شخصيت کې د خپل هېواد او ولس په اړه اجتماعي پوهه، د ولس له نخبه ګانو سره وړ تعامل، د ملي اقداماتو او تصاميمو په هکله دور اندېشي او د عواقبو سنجول، او له بې ځايه ټکرونو خپل ځان او ځواک ساتل ټول هغه صفات او وړتياوې وې چې پدې يې دلالت کاوه چې په معاصر تاريخ کې حقاني رحمه الله د خپل ولس په ديني، سياسي او اجتماعي نبض يو پوه مشر وو.

۵- حقاني د پخواني جهاد امين مولوي وو:

د پخواني جهاد د ډېرو تنظېمونو د مشرانو او لويو قومندانانو له جهاد سره تر ټولو لوی خيانت او جفا يوازې دا نه وه چې د جهاد له عقيدې او اهدافو يې انحراف وکړ او په ډېرې بې شرمۍ او سپين سترګۍ لاړل د نشنلېزم، سيکولرزم او ديموکراسۍ عقائد او نظريات يې ومنل او د مجاهدينو په خلاف د کفارو د ملاتړو په حيث د هغوئ تر څنګ ودرېدل او د غربي يرغلګرو سياسي، پوځي، اجتماعي او فکري پلانونه او پروګرامونه يې عملي کړل، بلکې ستر جرم او خيانت یې دا هم وکړ چې د جهاد په نامه په سلګونو میليونو په لاس ورغلي ډالر او په لسګونو زره ميله د جهاد وسلې، جنګي وسائل او په زرګونو ټنه جنګي مهمات يې هم يا خرڅ کړل، يا يې د (ډي،ډي،آر) او (ډاياک) د برنامو له مخې دښمن ته وسپارل، او يا يې هم د اشغالګرو په ګټه د ملېشو، اربکيو او شخصي امنيتي کمپنيو د جوړولو په شکل کې استعمال کړل، او لدې ټولو جناياتو سره سره يې بيا ځانونو ته مجاهدين او د ملت ممثلين مشران وويل، که څه هم چې عملا د کفارو په خدمت کې اخته ول.

خو مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله نه يوازې دا چې د پخوانۍ جهادي قافلې د يوازيني مسافر په حيث د هدف پر لوري خپل سفر ته په مېړانې او استقامت دوام ورکړ او د جهاد له عقيدې او فرهنګ سره يې خپله عملي وفا وښوده،او د دښمن په خورو کړو دامونو کې ښکار نه شو، بلکې د پخواني جهاد ورسره ټول وسائل او امکانات يې د اوسني صليبي يرغل په خلاف په جهاد کې وکارول، او د جهاد د يوه ستر امين په حيث د جهاد په ميدان کې ودرېد، چې پدې ډول د پخوانيو مشرانو له ډلې تقريبا يوازې همدی و چې مجاهد و او مجاهد پاتې شو.

۶- حقاني د جګړې، سیاست او ټولنيز فعاليت تر څنګ د علم، فکر او فرهنګ سړی هم وو:

مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله يوازې د جګړې، سياست او ټولنيز فعاليت د ډګرونو سړی نه بلکې هغه يو ښه واعظ، مدرس، د مطبوعاتي ذوق درلودونکی د علم، فکر او فرهنګ د ډګرونو سړی هموو. هغه په خپل مهجر کې هم د شرعي علم د خپرولو په مقصد د منبع العلوم ستره مدرسه جوړه کړه او هم يې د عسکري علومو د زده کړي لپاره نظامي فاکولته تأسيس کړې وه.

جلال الدين حقاني رحمه الله د ولس د فکري تنوير په مقصد هم راډيو فعاله ساتلې وه، او هم يې د (د جهاد هنداره) هفته نامه او د (منبع الجهاد) په نامه پښتو او عربي مجلې خپرولې او مجاهدو مطبوعاتيانو ته یې د فکري او قلمي جهاد او ديني تنوير زمينې برابرې کړې وې. هغه د امريکايي اشغال په مقابل کې هم د فکري او مطبوعاتي جهاد سنګر ښه تود وساته او اسلامي امارت د فرهنګي کميسيون په تشکيل کې یې د (منبع الجهاد) په نامه خورا قوي او مؤثره اعلامي سټوډيو رامنخته کړه چې په بېلابېلو ژبو یې د معياري مستندو جهادي او دعوتي فلمونو په وړاندې کولو يې هم له يوې خوا نړۍ ته د غرب د ماتې شواهد وړاندې کړل، او د مليونونو مسلمانانو په ذهنسازۍ او فکري تنوير کې مهمه ونډه واخيسته، او له بلې خوا يې د روان جهادي تاريخ د پېښو او شواهدو ارزښتمن آرشيف خوندي کړ چې دا د دې مولوي له سترو کارنامو ګنل کېږي.

۷- د حقاني کورنۍ د مجاهد پلار مجاهد زامن:

په عربي ژبه کې يوه ډېره خوږه مقوله ده چې وايي: (هذا الشبل من ذاک الأسد) يعنې (دا زمرکټی له هاغه زمري دي).دا مقوله هغه زوی ته کارول کېږي چې په مېړانې، زړورتيا او نورو ښو صفاتو کې کټ مټ د پلار په څېر وي. همدغه مقوله په ټوله معنی د حقاني رحمه الله پر زامنو صدق کوي. لکه څنګه چې د روسانو او کمونستانو په مقابل کې حقاني رحمه الله د مخلصانه جهاد د ډګر يو بې ساری اتل وو هماغه ډول يې زامن هم د پلار په څېر د امريکايي اشغال په خلاف د جهاد د ډګر اتلان او له دين څخه د دفاع د لارې شهیدان شول.

د پخواني جهاد په مشرانو کې له خالص، منصور او حقاني رحمهم الله پرته د بل هېڅ مشر زامن د جهاد ميدان ته راونه وتل. نه يوازې دا چې د جهاد لار یې ونه نيوله بلکې ټول يې په بېلابېلو ډولونو او نقشونو کې د صليبي اشغالکرو تر څنګ ودرېدل، او د افغانستان او افغانانو په تسخيرولو کې يې د اشغالګرو داسې مرسته وکړه چې ښکاره کمونستان او سيکولران هم ترې عاجز وو.

دا چې ولې د حقاني رحمه الله زامنو د جهاد لاره ونيوه او پر دښمن يې رڼې ورځې توره تياره کړې او د نورو مشرانو زامن د دښمن تر څنګ ودرېدل علت يې دا و چې حقاني رحمه الله ته دين تطبيقول او له دين څخه د دفاع په لاره کې جهاد کول د الله د توحيد عملي کول، ستر عبادت او ترټولو مهم اولويت ښکارېده، نو ځکه خو يې خپل اولادونه په همدې عقيده او د همدې هدف لپاره وروزل، او ډېر يې په همدې لار کې قربان هم کړل. خو نورو ته بيا تر ډېره د دين او جهاد شعار پورته کول يو داسې فرصت او غنيمت ښکارېده چې بايد د شهرت، مال او مناصبو د ګټلو او د خپلو اولادونو د ښه مادي مستقبل د مهيا کولو لپاره بايد ورڅخه د وسيلې په حيث کار واخلي لکه چې وايې خيست. نو ځکه خو يې نه خپله له جهاد سره وفا وکړه، او نه يې هم اولادونه په جهادي فکر او نظر تربيه کړل.

د پای خبرې

د دې مقالې په پای کې که د مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله په اړه خبره رالنډووم نو حقيقت به دا وي چې وويل شي چې جلال الدين حقاني د يوه شخص نوم نه بلکې د يوې سترې پديدې نوم دی چې په ځان کې د يوه معاصر جهادي فهم، د يوې سترې جهادي قضيې، د يوه با عزيمته ولس د قربانيو او انقلابيت، د نړۍ د دوو لويو امپراتوريو د ماتې او د کفر په خلاف د يوه ستر او مؤثر مقاومت تاريخ جوړوونکی روايت رانغاړي چې مسلمان او مجاهد ليکوالان او مؤرخين يې بايد له خپلو ټو تفصيلاتو سره خوندي کړي. او که دغه عظيمه پديده په ټوله امانتدارۍ او شمول پخپل لاس خوندي نشي نو یقيني ده چې د ماتې خوړليو امپراتوتريو تاريخ ليکونکي به يې د خپلې ماتې د انتقام د اخيستلو په نيت په تحريف شوې بڼه د يوه ورانکاري او جنايتکار په حيث تاريخ او راتلونکو نسلونو ته وړاندې کوي.

الله تعالی دې پر ستر حقاني او د اسلمي امت پر ټولو قائدينو، شهداوو او مجاهدينو جنت الفردوس ولوروي، او رب تعالی دې د دې عظيم انسان درنې کورنۍ ته عظيم اجر او جميل صبر ور په برخه کړي، او الله تعالی دې د دواړو جهادونو د شهداوو ستر ارمان چې د اسلامي نظام اقامه ده د پاتې مجاهدينو په لاس متحقق کړي. اللهم لاتحرمنا أجره، ولا تفتنّا بعده. آمين يارب العلمين.

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب