سیرت النبي مقالې

ته د رحمت سمبول او د انسانیت معراج یې یا رسول الله

د میلاد النبي په مناسبت د رسول الله ص په اړه څو کرښې

کونډې به د حیواناتو په څیر په میراث کې اخیستل کیدې او میرمنې به د حیض او نفاس په ورځو کې له کورونو د باندی ساتل کیدې. د انساني تاریخ تر ټولو ستر جاهلیت همدلته وزرې غوړولې وې. حتی تر دی چې ځینو تورمخو پلرونو به خپلې تنکۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې. عربي ټاپو وزمې د إمرؤ القيس له اشعارو، بړ بړي اوښانو او خرماګانو پرته بل هیڅ نه درلودل چې دوئ ورباندی راټول شي او یا پری و ویاړي. د زمانې په همدې خوړین، بد رنګه او زبیښلي پیر کې چې د حضرت مسیح د پیداښت ۵۷۱ کال د اپریل ۲۲مه او د دوشنبې ورځ وه، د بني هاشمو په قبیله کې یوماشوم وزیږید.

داسی ماشوم چې پلار یی له پیدایښت څخه وړاندی په حق رسیدلی وو او په شپږ کلنې کې یی مور هم وفات شوه. او په دولس کلنۍ کې د نیکه له سوری هم محروم او د خپلو ترونو اسرې ته پاتې شو. په پنځه ویشت کلنۍ کې یې واده وکړ او تجارت او سیاحت ته یې مخه کړه. خو کله چې څلویښت کلن شو، نو د حراء د سمڅې دننه یی د جبرائیل له خولې داسی ملکوتي غږ واورید چې خولې یی ورباندی را ماتې کړې. د لیک، معرفت او وحدانیت دغه لمړني فرمان د یو ناغیړه قوم تقدیر بدل کړ او په قبیلو ویشل شوې ولسونه یی د یوې عقیدې، یو بیرغ، یو قانون او یو حکومت لاندې را ټول کړل. عربانو نوي هویت تر لاسه کړ او پراخه بشري پرګنې د غلامۍ، بدمرغۍ او نیستۍ څخه د بادارۍ، واکمنۍ او بیدارۍ لیکې ته سیده شوې.

په پیل کې، د قریشو سرتمبه او سرکښو مشرانو د مکې خاوره ورباندی سره بټۍ وګرځوله. پرله پسې دری کاله یی محاصره کړ او هر ډول مړی ژوندی یی ورسره پریښود. حتی دیته یی اړویست چې د خپلې لور په ګډون یو شمیر نژدی یاران د سور سمندر بلې غاړې، د تورې افریقا د نن ورځې اریتریا او اتیوپیا ته واستول چې نجاشي ورته پناه ورکړي. د طائف لیونو پری د لیوني ګمان وکړ او په ډبرو یی وویشت او پښې ورله په وینو رنګ رنګ کړې، خو هغه نه پښیمانه شو او نه ستومانه. نه یی خپل دعوت پریښود او نه له خپل هوډ څخه یوه لویشت په شا شو. هغه پخپله امي او نا لوستې وو، خو له چا یې صدیق جوړ کړ، څوک یې فاروق کړ، څوک عثمان او له چا یې امیر المومنین علي جوړ کړ چې هر یو یې د تاریخ منلی او د زمان ښاغلی دی.

مازی د څو کالو په موده کې یې داسی امت رامنځ ته کړ چې د کاشغر منارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق محرابونه، او په اندلس کې د قرطبې او غرناطې قصرونه یې د حقانیت او مدنیت شاهدان دي. یو داسی امت یې جوړ کړ چې د میرمنو مقام او د بوډاګانو احترام، د عبادت برخه شوه. فرمان یې صادر کړ چې هیڅ څوک به په جنګ کې له ماشوم، سپین ږیري، تورسرې او بی وسلې سره غرض نکوي. شنه بوټي به څوک نه پریکوي او د هر چا مال، ناموس، دین او کلتور به خوندي وي. پداسی حال کې چې ډیر غټ غټ صحابه ورته پسخیدل، د آپارتاید او تبعیض په خلاف یی د مکې د فتحې په ورځ یو تور پوستي حبشي ته د کعبې بام ته د ختلو او آذان کولو امر وکړ تر څو د سپین او تور، کمزوري او زورور او هستمند او نیستمند تر منځ په توپیر باندی د بطلان غټه کرښه راکش کړي.

د حجة الوداع په ورځ د عرفات په غونډۍ یی یو لک او لسو زرو اصحابو ته وویل: ای خلکو تاسو ټول له آدم څخه پیدا یاست،‌ هغه له خاورې او خټې څخه جوړ وو، عرب له عجم څخه غوره ندی مګر هغه څوک چې ډیره تقوی او ښه انسانیت ولري. بیا یې وویل: ای خلکو له الله وډاریږۍ او له خپلو میرمنو سره ښه ګوزاره وکړئ. خپلو ملګرو ته یې وویل (بشرا و لا تنفرا) خلکو ته زیرې ورکړئ، ښې خبرې کوه او پام چې کرکه او نفرت پیدا نه کړې. داسی میړه وو چې خپلې میرمنې، عائشې ته اجازه ورکوي چې د غشو د سیالۍ نندارې وکړي. او داسی پلار وو چې کله فاطمه له واده وروسته بیرته راغله نو دی ورته پاڅیږي، خپل څادر ورته وغوړوي او لاس یې مچې کوي.

له همدی ځایه د آیرلنډ یو مستشرق، هربرټ وایل پخپل کتاب (ستر ښوونکي) کې وکاږل: (محمد خپل اسلامي أمت او عربي ټولنه له وهمونو او ګمانونو څخه د حقیقت په لور او له بت پرستۍ څخه د خدای پرستۍ خوا ته را وبلله او یوه جاهله ټولنه یی د مدنیت او سړیتوب په لاره روانه کړه(. له جنګ څخه یې سوله غوره ګڼله او له یارانو سره یې همیشه مشوره کوله. رښتیا، حیا، موسکا او میلمستیا یې د شخصیت څرګندې بیلګې وې. د چا توهین، اسراف او افراط یی ګناه ګڼله. ډیر کله به یی د ورځو ورځو لپاره له نغري څخه لوګی نه پورته کیده. نه یی درهم او دینار تر شا پریښودل او نه یی څوک ولیعهد وټاکه.

یا رسول الله! نن ستا د پیدایښت مبارکه کلیزه ده، خو ستا امت د ۷۳ ډلو په ځای په دری سوو ګروپونو ویشل شوی او د جهل، ځانځانۍ او ورور وژنۍ د خړ سیلاب د ځګ په څیر لاهو دی. دا امت نن په نړیوال سټیج دوه توتې ارزښت هم نلري. دوئ خپل منځي جګړې کوي، یو په بل د کفر او دوزخي ټاپې وهي. ستا یو وارث راپاڅي د بل وارث په ضد جنتي فتوا صادره کړي. نوځکه نن ماشوم په مکتب کې، ناوې په ډولۍ کې او امام په محراب کې په سرو وینو کې لت پت دی.

یا رسول الله، د څو متعصبو او کرکجنو په لاس د کارتونو او انځورنو رسمول، ستا مقام ته هیڅ ضرر نه شي رسولې.‌ ته سید الخلق یې، ته د رحمت سمبول یې، ته د تسل ډیوه یې او د هیلو څرک. ته به تر قیامته د خپلو امتیانو په زړونو کې اوسیږي، ځکه چې د انسانیت، اعتدال، مینې او سولې پیغمبر یې!

فصلوات الله و سلامه علیک، یا محمد رسول الله.

ستا یو ګنهکار امتي او ستا د لارې یو لاره وی

ولي الله ملکزی
2020

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: