تلوېزيون او پر ماشومانو يې وېروونکي اغېزې
په يوه داسې زمانه كې چې د معلوماتي ټيكنالوجۍ كچه اوج ته رسېدلې، رسنيو د خپلو ليدونكو او اورېدونكو د زياتولو په لپاره بېلابېل سټايلونه په كار اچولي، رسنۍ، په ځانګړې توګه ليديزې (بصري) رسنۍ د ماشومانو د شخصيت پرجوړولو مثبت او منفي دواړه اغېزې لري .
په دې كې شك نشته چې ماشوم تر بل هر چا د يوه شي په خبرولو او پېژندلو كې لېوال وي، دا علمي څېړنو هم ثابته كړې چې ماشومان د ټولنې په بېلابېلو برخو كې د معلوماتو لرلو شوقيان وي .
په هره ټولنه كې رسنۍ يو پټ مسلط قوت لري، چې په طبيعي توګه هر انسان ورجذبوي، خو ماشومان بيا د تر اوريزو او چاپي رسنيو پر ليديزو هغو ډېر خوښېږي او هر وخت يې ليدو ته لېواله وي، چې له دې امله د دوى او رسنيو ترمنځ يوه نوې اړيكه رامنځ ته كېږي، چې دا هم پر ماشومانو دواړه مثبت او منفي اغېزې لرلى شي .
دغه اړيكه، كه څه هم د وړاندې كوونكې ادارې لپاره ډېره مالي ګټه لري، مختلف افكار او نظرونه خپروي، چې پر ډېرى يې ليدونكي فكرونه هم بدلېږي، خو د ماشومانو لپاره يې ګټه دومره ډېره نه وي .
د ماشومانو لپاره اوريزې رسنۍ په ځانګړي ډول هغه تلويزيوني پروګرامونه چې ډراماتيكه او افسانوي برخه په كې ډېره وي، د ماشومانو لپاره ډېره زيانمنه تمامېږي، په اوسنۍ پرمختللې زمانه كې خو د دې ډول پروګرامونو جوړوونكي ډېر ښه پوهېږي، چې له كومې لارې خپل ليدونكي زيات او ډېره ګټه يې جيبونو ته ولوېږي، د ليدونكو زړونه رامات كړي او د څو پرله پسې ساعتونو لپاره له ستړتيا پرته دغه پروګرامونه وګوري .
دا ډول پروګرامونه زموږ پر ماشومانو تر مثبت نه منفي اثر ډېر لري، په ځانګړي ډول د هغو كورنيو ماشومان چې ژوند يې د لوېديځ په سټايل برابر كړى وي، او د خپلو ماشومانو روزنې ته دومره پاملرنه نه كوي .
له بده مرغه، چې زموږ په هېواد كې هم همدا بڼه لري، پردى فرهنګ راباندې تپل شوى، او لا هم ورته خوشاله يو چې زموږ تلوېزيونونه څو څو ساعتونه خپرونې لري، خو دا پوښتنه څوك نه كوي، چې ايا دا افغاني الاصله خپرونې دي، او د هېواد توليد دى او كه له نورو هېوادونو راوارد شوي توكي دي، چې تر نورې نړۍ يې په افغانستان كې پېر او پلور ښه دى، د پردى فرهنګ له زيانونو څخه يو څو بېلګې را اخلو:
لومړى: د وخت ضايع كول او بې ګټې وخت تېرول
د تلوېزيون پر پردو د ماشومانو لپاره داسې پروګرامونه او خپرونې هم خپرېږي، چې په كې تېري، خيالي كيسې او داسې څيزونه وي، چې د ماشوم په ذهن كې ژور ځاى ونيسي او نظر يې پوره ور جلب كړي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د ماشوم ذهن، جسم او عقل د ودې په حالت كې وي .
په امريكا كې يوې څېړنې ښودلې چې كه ماشوم پرېښودل شي، په يوه اوونۍ كې ۲۳ ساعتونه تلوېزون ګوري، په مصر كې يوې بلې څېړنې ويلي چې د قاهرې ښار ماشومان په يوه اوونۍ كې ۲۸ ساعته تلوېزون ګوري، د يادې شوې احصائيې سموالى او ناسموالى پرموږ پورې اړه نه لري، خو مهمه دا ده چې اوسمهال د تلوېزيون ښيښې زموږ ماشومان اسيران كړي، كه يو پروګرام ماشومانو ته هر څومره زيانمن وي، دوى يې ارومرو ګوري، چې دغه وخت د دوى د روغتيا، فكر او ژوند لپاره په عمومي ډول زيانمن تمامېږي، دا چې موږ ته د وخت ارزښت هم معلوم دى، خو بيا هم پر خپلو ماشومانو ظلم كوو، او له دې څيزونو يې مخنيوى نه كوو .
دويم: د نفسي او جسدي ناروغيو رامنځ ته كېدل
د تلوېزيون ښيښې ته د څو ساعتونو لپاره د ماشومانو كتل د يو شمېر نفسي او جسدي ناروغيو لامل ګرځي، چې دا ډول ناروغۍ تلوېزون ته د ماشوم تر نژدېوالي او ليرې والي او وخت پورې اړه لري، له دغو ناروغيو څخه خپګان، ژربوډا كېدل په ګوته شوې، همدارنګه د ملا درد، د وزن زياتوالى، د غړو درد، هم ترېنه رامنځ ته كېږي .
درېيم: د وېرې د كچې زياتوالى
په ماشومانو كې د وېرې كچه هله زياتېږي، چې كومه وېروونكې صحنه د تلوېزون په پرده وګوري (لكه : وينې، ټپيان، مړي، وسلې، څيرونكي حيوانات، بلاوې …او داسې نور) دا ټول د ماشوم د متكررې _او ځينې وخت د تلپاتې _ وېرې د زياتوالي لامل ګرځي، امن او هوساينه ترېنه كډه وكړي، د ماشومانو لپاره د تلوېزون پر پرده دا ډول صحنې ښودل په دوى كې مثبت صفات پياوړي كوي، لكه كينه، غصه، د انتقام اخيستل او داسې نور .
څلورم: د ماشوم باور او اعتماد له منځه تلل
د ماشومانو لپاره د هغو فيلمونو ښودل، چې په كې د تاوتريخوالي، ظلم، وژنې او خيانت صحنې وي، ډېر منفي تمامېږي، بلكې له كورنۍ سره د ماشوم پر كړنو هم منفي اغېز شيندي، ټولو ته د شك په سترګه ګوري، د دې ډول منفي اغېزو د رامنځ ته كېدا اصلي لامل والدين دي .
هدايت الله هميم