اسلامي نړۍ او امتدینونه او مذاهب

تفرقه او جلاوالۍ دایمي او لازمي خبره نده (قرضاوي)

یادونه:

دا لینکه د اسلامي نړی د پیاوړی عالم او دعوتګر دوکتور یوسف قرضاوي د ارزښتمن کتاب (الصحوة الإسلامية بين الاختلاف المشروع والتفرق المذموم) د پښتو ژباړې څلورمه برخه ده چې د اصلاح آنلاین همکار، تکړه قلموال خلیل الرحمن حنیف صاحب پیل کړې ده.
اصلاح آنلاین په داسې حال کې چې له لوی خدای څخه  قدرمن لیکوال او درانده ژباړن ته د اوږده عمر، د اسلام د خدمت د لا توان او په آخرت کې د ستر اجر غوښتونکی دی، خپلو قدرمنو لوستونکو ته دغه ارزښتمنې مرغلرې په پرلپسې توګه پدې هیله ډالی کوي چې دا امت یو ځل بیا د تفرقې له ناولو لومو څخه د وحدت سپیڅلې کړۍ ته راووزي.
په همدې هیله

د اسلامي امت تفرقه او جلاوالى دايمي او لازمي خبره نده

داسې خلک به مو لیدلي وي چې وايي د اسلامي امت تفرقه یوه لازمي خبره ده، ځکه پیغمبر یې وړاند وینه کړې، همداسې به د خدای تقدیر وي، خلاصۍ ترې نشته.
په دې باندې داسې دلیل راوړي:
۱- په دې اړه ډیر احادیث روایت شوي او خواره شوي، چې وايي الله جل جلاله د دې امت ستونزې خپله د امت نه را لاړوي.
۲- داسې حدیث هم راغلۍ چې وایي دا امت په درې اویا فرقو سره ویشل شوی چې ټولې به په اور کې وي یوازې یوه به یې له اوره نجات مومي.
د دې امت ستونزې څنګه له ځانه را ولاړیږي:
غواړو هغه حدیثونه په لنډو را ونغاړو چې وایي د دې امت ستونزې به له خپل ځانه پیدا کیږي، یوه پر بل به له زورواکۍ کار اخلي، یوه فرقه به را ولاړیږي بله به له منځه وړي، دا حدیثونه ډیر خواره شوي صحیح حدیثونه دي، له ډیرو صحابه وو کرامو څخه روایت شوي، چې د هغوی له جملې څخه سعد بن ابي وقاص، ثوبان، جابر بن عتیک، أنس بن مالک، حذیفة، معاذ بن جبل، خباب بن الأرت، شداد بن أوس، خالد الخزاعي، علي بن أبي طالب، ابن عباس او ابو هریرة یادیدلی شي.
دا حدیثونه حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه د لاندېني آیت په تفسیر کې یاد کړي چې پاک خدای جل جلاله وايي: (قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ) أنعام ۶۵. ووایه اې محمده! بیشکه الله قادر دی په دې چې ولیږي په تاسې عذاب له پاسه او له لاندې ستاسې، او قادر دی چې فرقې فرقې مو سره جلا کړي ترڅو وڅکي ځینو ستاسې ته عذاب د ځینو نورو (په جنګ جګړو سره).
زه دلته له دې حدیثونو څخه یوازې په دریو حدیثونو بسنه کوم:
۱- أحمد او مسلم د سعد څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د (عالیة) پاسه خوانه را روان وو تردې چې د بني معاویة جومات ته را ورسید، جومات ته د ننه شو دوه رکعته لمونځ یې اداء کړ، موږ هم ورسره اداء کړ، بیا یې خپل رب ته اوږده دعا وکړه، وروسته له دعا یې موږ ته مخ را وګرځولو او ویې ویل: (د خپل رب څخه مې د دریو څیزونو سوال وکړ، چې دوه یې قبول کړل، او یو یې قبول نکړ، د خپل رب څخه مې سوال وکړ چې زما امت په قحطۍ او وچکالۍ سره له منځه مه وړه، نو دا سوال مې یو قبول کړ، بیا مې سوال ترې وکړ چې زما امت په غرقیدو سره له منځه مه وړه، دا سوال مې یې هم منظور کړ، بیا مې سوال ترې وکړ چې اې ربه زما زما امت یو پر بل مه ګماره (په خپلو منځو کې یې مه سره جنګوه) چې زما دا سوال یې قبول نکړ) .
۲- امام احمد او نورو د خباب بن الارت څخه روایت کړی چې وايي: یوه شپه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تیره کړه چې ټوله شپه یې لمونځ اداء کړ، سهار ته نیږدې یې سلام وګرځاوه، ما ورته وویل اې د الله رسوله: دا شپه دې دومره زیاد لمونځ اداء کړ چې ما ستا نه بل وخت دومره زیات لمونځ نه دی لیدلی! رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: (هوکې زما دا لمونځ د هیلې او ویرې لمونځ وو، د خپل رب څخه مې د دریو څیزونو سوال وکړ، چې دوه یې راته ومنل او یو یې را ته ونه منلو، د خپل رب څخه مې سوال وکړ چې زما امت په هغه څه له منځه مه وړه کوم چې مخکیني امتونه دې پرې هلاک کړي وو، نو زما دا سوال یې قبول کړ، بیا مې سوال ترې وکړ چې پر موږ باندې کوم باندنۍ دښمن مه برلاسۍ کوه، دا سوال مې یې هم قبول کړ، بیا مې سوال ترې وکړ چې موږ فرقې فرقې مه سره جلا کوه، دا سوال مې یې قبول نکړ) .
۳- مسلم د ثوبان څخه روایت کړی چې وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: (الله جل جلاله ځمکه راته را غونډه کړه تردې چې ختیځ او لودیځ مې یې ولیدل…)
یاد شوي حدیثونه او همدارنګه نور داسې حدیثونه د ورته معنا سره چې موږ دلته یاد نکړل، ټول د معنا له پلوه ښکاره او واضح دي، هر څوک مراد ترې اخیستلۍ شي، او هغه دا چې الله جل جلاله خپل نبي صلی الله علیه وسلم ته د هغه د امت په اړه  د دوو څیزونو د ساتلو دعا قبوله کړې، ترڅو دا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره اکرام شي، دا دوه څیزوه په لاندې توګه بیانیږي.
لمړۍ: دا چې دا امت په هغه څه هلاک نکړي کوم چې مخکیني امتونه یې پرې هلاک کړي وو، لکه په غرقیدو او ډوبیدو سره هلاک کوم چې د نوح علیه السلام قوم، فرعون او لښکر یې ورسره مخ شوي وو، یا په لوږو او قحطیو سره هلاک کوم چې په ترڅ کې یې ټول امت له منځه ځي، او دې ته ورته نور عذابونه چې د پاسه په انسانانو را کوزیږي لکه د تیږو باران، یا له لاندې خوا څخه انسانان پرې مبتلا کیږي لکه په ځمکه کې ننه ایستل.
دوهم: داچې باندنۍ دوښمن پرې ونه ګماري، ترڅو په ټولیزه توګه دا امت نابود کړي، د دوی د زور او ظلم له ټسه یې هیڅ وجود پاتې نشي.
دریم سوال چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل رب څخه کړی وو دا وو چې امت یې په فرقو ونه ویشل شي، سره جلا نشي، په خپلو منځو کې په جنګ جګړو آخته نشي، کوم چې رب تعالی یې دا سوال قبول نکړ، همداسې یې طبیعي او اجتماعي بنسټونو ته پریښود، ترڅو د اسبابو او مسبباتو یا لاملونو او پایلو د قانون له مخې پر مخ ولاړ شي.
دلته امت خپله د خپل کار واکدار دی، په دې اړه الله جل جلاله خپلواک پرې ایښۍ هیڅ شی یې نه دي پرې لازم کړي، الله جل جلاله هیڅکله هم په جنګ جګړو سره دا امت نه دی ګمارلۍ، که چیرې امت د خپل رب حکمونو ته غاړه کیږدي، د خپل نبي کړنلاره خپله کړي، په رالیږل شوي کتاب منګولې ولګوي، په خپلو کې یووالۍ ومني، خپل صف غښتلۍ وساتي، نو پرته له شکه چې په ترڅ کې به یې تل د عزت څښتن وي، تل به د نړۍ د ملتونو رهبر پاتې وي، تل به د خدای په دوښمنانو برلاسۍ وي، چې همدا د دې امت څخه د اسلام غوښتنه ده، اسلام غواړي په دې توګه خپل اتباع سره نیښتي د خدای بنده ګان وویني، نو که چیرې دا امت د شیطان لاره غوره کړي، د خپل نفس او شهوت غوښتنې ومني، نو پرته له شکه چې د حق په پریښودو سره ریښتینې لارې د دوی په مخکې ورکیږي او د باطل په بې شمیره تیارو لارو درومي، په همدې حالت کې د دوی باندني دوښمنان غلبه پرې پیدا کوي، ځکه دوی په خپلو کې سره یو نه دي، د دوی خپلمنځي صف سره نیښتۍ نه دی، سره جلا هر یو د ځان غوښتنې په لوبه کې ګیر پاتې چې همدې حالت ته پیغمبر داسې اشاره کوي (تردې چې ځینې د دوی به ځینې نور هلاکوي، او ځینې د دوی به ځینې نور خپل غلامان ګرځوي).
پورتني حدیثونه هیڅکله هم داسې معنا نلري چې د امت تفرقه او جلاوالۍ یو لازمي او حتمي کار دی، دا یې مراد نه دی چې په ټولیزه توګه به تل همداسې وي، په هرځای او هر وخت کې به ټول سره متفرق د یو بل وینو ته ناست وي تردې چې قیامت را ورسیږي.
ځکه که چیرې داسې وی نو بیا به د الله جل جلاله دې آیت هیڅ معنا نه درلوده چې وايي: (وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ) د خدای په حکمونو منګولې ولګوﺉ او مه سره جلا کیږي.
دې قول د خدای تعالی به څه مفهود درلود چې وايي: (وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ)
او مه کیږﺉ تاسې په شان د هغو کسانو چې سره جلا شول او اختلاف یې وکړ وروسته ترهغې چې راغلي وو دوی ته دلایل ښکاره او همدغه اختلافګرو ته دی عذاب ډیر لوی.
که چیرې اختلاف لازمي شي نو دا آیت به څه پیغام ولري چې وايي: (وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ) په خپلو منځو کې منازعه او اختلاف مه کړﺉ ترڅو ناکام نشۍ او زور مو له منځه ولاړ نشي.
یا وايي: (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ 4) الصف.  بیشکه الله خوښوي هغه کسان چې جګړه کوي په لاره د الله کې، صف تړونکي دي لکه کلکې سره ټینګې کلاګانې
شمدا شان وايي (وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ 31 مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ 32)  الروم. او مه کیږﺉ له مشرکانو نه، هغه چې د خپل دین په هکله سره متفرق شوي، وو دوی ډلې ډلې، چې هره ډله د خپل شته فکر (دین) سره خوشحاله وه.
یا داچې وايي: (وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ 52) او بیشکه دغه ستاسې دین یو واحد دین دی او زه ستاسو پالونکۍ یم نو زما څخه وویریږﺉ.
همدارنګه که چیرې تفرق او اختلاف لازمي خبره وي نو بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث څه معنا ولري چې وايي: (تاسې اختلاف مه کوﺉ، ځکه چې ستاسو نه مخکې قومونو اختلاف وکړ نو هلاک شول).
یا دا چې وايي: (مؤمن د بل لپاره د ماڼۍ حیثیت لري چې ځینې یې ځینې نور تقویه کوي).
همدا شان لکه چې وايي: (ټول مؤمنان به ته په مینه، رحم او عاطفې کې د یوه جسد په څیر وویني، کله چې یوه عضوه د دې جسد څخه رنځوره شي نو د جسد ټولې عضوې ورسره په تبه او ویښه کې ملتیا کوي).
یا دا چې وايي: (تاسې یو د بل سره کینې مه کوﺉ، یو د بل عیبونه مه پلټۍ، په خپلو کې دوښمنۍ مه کوﺉ ټول د یوه الله بنده ګان سره وروڼه شۍ).
د همدې په څیر نور قرآني او نبوي نصوص، کوم چې د یووالي او اتحاد حکم کوي، او د تفرق او جلاوالي څخه مو ویروي، کوم چې د مسلمانانو لپاره د یوه امام په ټاکلو امر کوي او وایي چې په یوه وخت کې له دوو خلیفه ګانو او مشرانو سره بیعت مه کوﺉ، کوم چې وايي د هغه چا په وړاندې په کلکه ودریږﺉ چې ستاسې د تفرقې او جلاوالي هڅه کوي ستاسو سره نیښتۍ واحد صف له منځه وړي.
که چیرې د مسلمانانو تفرقه یوه لازمي او حتمي خبره وی نو په دې صورت کې به دا رنګه قرآني آیتونو او نبوي حدیثونو هیڅ معنا نه درلوده، ځکه چې په داسې څیز امر کوي چې ترلاسه کیدل یې شوني نه دي امکان نلري، او د داسې څه نه مخنیوۍ کوي چې ترې منع کیدل او ځان ترې ساتل نا ممکن دي.
همدارنګه هغه حدیثونه چې وايي الله جل جلاله د دې امت د یومخیزه نابودۍ په موخه کوم باندنۍ دوښمن نه ګماري، ترڅو په ټولیزه توګه د دې امت موجودیت له ګواښ سره مخ کړي، دا سمه ده چې الله جل جلاله د اسلامي امت د له منځه وړلو لپاره بل دوښمن ته ځواک او جرأت نه ورکوي، خو دا کار یې خپله مسلمانانو ته پرې ایښۍ، دا چې د مسلمانانو ترمنځ به تفرقه راځي په ډلو به ویشل کیږي د دې معنا نلري چې تل به همداسې وي د اسلام په هره خاوره به جریان لري، د اسلامي تاریخ تر پایه به دوام مومي.
بلکې دا یو مرګونۍ مرض دی، کله یې چې اسباب او لاملونه را څرګند شي وده کوي، هر امت ورسره مخ کیدی شي که چیرې ځان ترې و نه ساتي، لکه څرنګه چې یو فرد مریض کیدی شي همداسې یو امت هم مریض کیدی شي، کله چې فرد د ځان ساتلو لارې چارې ولټوي او عمل پرې وکړي د مرض نه سالم پاتې کیدی شي، همداسې یو امت هم که وغواړي د ستونزو او مرضونو نه ځان روغ رمټ وباسي کولۍ شي، که چیرې د علاج په هکله سستي وکړي همداسې به یې مرض ور دې غاړې وي.
دا هم امکان لري چې دا ستونزه په یوه ځای کې وي او بل ځای ترې وزګار وي، کیدای شي په یوه وخت کې دا ستونزه را څرګنده شي او بیا څه وخت وروسته مسلمانان خپلو اشتباهاتو ته متوجه شي او د حل لپاره یې مټې را ونغاړي، کیدای شي دا مرض په یوه قوم کې موجود وي او نور قومونه ترې په امان کې وي، یادو شوو ټکو ته په کتو نبوي وړاند وینه ریښتینې څرګندیدی شي، خو په هر صورت دا معنا نلري چې تل باید مسلمانان سره متفرق وي.
کوم څیز چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په حدیث کې ترې اسلامي امت ویرولۍ کیدای شي په هغه پیښو تفسیر شي چې په عملي توګه په مخکینیو وختونو کې تیرې شوې، د بیلګې په توګه کیدای شي هغه فتنې ترې مراد شي چې د صحابه وو په وخت کې پیښې شوې، یا هغه پیښې چې د صحابه وو نه وروسته مسلمانان ورسره لاس او ګریوان شوي وو، لکه د اموي عصر په وخت کې، یا په عباسي عصر کې، چې دې ستونزو بیا دې ته لاره هواره کړه چې صلیبیان اسلامي خاورو ته له غربه را داخل شي، یا تتاریان د شرق څخه دار اسلام وداړي، په اسلامي خاوره د یو څه وخت لپاره ولکه ولري.
خو دا هم باید له یاده و نباسو چې نور ډیر داسې حدیثونه شته چې په ښکاره دلالت کوي چې اسلام به لوړیږي، او هرومرو به اوروپا ته یوځل بیا داخلیږي وروسته تردې چې دوه ځلې یې مخنیوۍ شوی، روم به فتح کیږي لکه څرنګه چې مخکې یې (قسطنطیة) فتح شوې، هیڅ داسې کور به نه وي چې الله جل جلاله به دا دین ورته نه وي داخل کړی، چیرې چې شپه او ورځ شته هلته به دا دین ضرور موجود وي، څرګنده ده چې دا ټول پرته د اسلامي یووالي او وحدت څخه نه ترلاسه کیږي، دا وړاند وینې ناشوني دي چې د اسلامي امت په ټوټه ټوټه حالت کې تر لاسه شي، هیڅکله هم دا نشي کیدی چې مسلمانان د خپلو وروڼو په وینو رنګ وي بیا دې دوی اوروپا فتح کړي، دوی دې د خپلو وروڼو وینو ته تږي ناست وي او هر کور او کلي ته دې اسلام داخل شي، دا هغه وخت ترلاسه کیدی شي چې د اسلامي امت خبره یوه وي صف یې سره تړلۍ وي او د یوه جسد په څیر د ایمان تر بیرغ لاندې مخکې ولاړ شي.

مؤلف: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړن: خلیل الرحمن حنیف

منبع: اصلاح انلاین

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: