آيا جګړه يوه بشري اړتيا ده؟

ليکوال: محمد قطب.

ژباړن: عبدالمالک همت.

مقدمه

آيا جګړه او مبارزه يو بشري ضرورت باله شي؟ او که چيرې دغه جګړه په انساني نفس او انساني ژوند کې نه وي د دوى په شتون کې به يو اساسي عنصر کم شي؟ يا که جګړه يوه ناروغي ده چې انسان او ټولنه پرې اخته کيږي؟ يا يوه مضره بوختيا باله شي، لکه سخت ټپونه چې بدن خرابوي او بالاخره يې له منځه وړي؟

زه خو داسې ګڼم چې جګړه يوازې په انسان کې نه، بلکې د ټولو کايناتو په طبيعت کې اخښلې ده. که تاسې په دې لايتناهي کايناتو کې د ستورو مدارته وګورى هر ستورى د نورو ستورو د ټولګي په وړاندي په کشمکش اخته دى او په آسمانونو کې خپل منظم او متوازن تګ لورى په خپل شتون او د نورو ټولو ستورو سره په ټکر او تعرض کې ټاکي. يو ځواک له ښي لوري جذبوي، بل د شمال له لوري جذبوي. بيا ستوري په خپل ټاکلي مدار کې منظم کوي. خو که دغه کشمکش له منځه ولاړ شي څه به وشي؟ ستوري به په فضا کې يوه داسې ناڅرګند لوري ته وغورځول شي چې نه به يې څوک پته لګولاى شي او نه به يې تصور کولاى شي.

your ads

په دغو ټولو موجوداتو کې دغسې کشمکش په ټاکلې اندازه شته او دغه اندازه هغه بې سارې معجز قدرت ټاکلې ده چې دغه کاينات يې له نشت څخه شته کړي دي او د هغو د چارو سمون يې په واک کې دى. البته له دې څخه يې موخه دا ده چې په کايناتو کې توازن وساتل شي. نه دا چې ګډوډ شي او له منځه ولاړ شي. په دې توګه هر ستورى دومره خوځي چې په نهايت کې خپل توازن وساتلاى شي او ځان پنا او ورانۍ ته ور نه کړي، مګر هله چې هغه ځواک چې د دې ټولو کايناتو چارې يې په واک کې دي د هغه د ورانۍ اراده  کړې وي.

اوس نو تاسې پر دې خاورينه کره باندې ژوند ته وګورئ. پر ځمکه باندې ژوند د هغو ټولو مثالونو چې ازلي او تل تر تله دي او ضعف او سستي نه مني يو مثال دى. دلته هر شينلي (نبات) ته آفت شته او هر ژوندى موجود دښمن لري او مد او جزر د دواړو ډلو تر منځ تل روان دي. دلته د ټولو يو له بله متضادو موجوداتو ترمنځ د جګړې اومبارزې تل تر تله خوځښت شته او د دغه خوځښت موخه د ځمکې د ځواکونو تر منځ د تل تر تله توازن رامنځ ته کول دي. پر همدې بنسټ هيڅ يو ځواک د بل په نسبت له حد څخه تېرى نه کوي او نه په يوازي سر  په زور سره اوسېدلاى شي.

انساني ټولنه هم دغسي ده. جګړه او مبارزه د ژوندانه له اصلي عناصرو او اړتياوو څخه يو داسې عنصر او اړتيا ده چې ژوند پرته له هغې څخه نه سمباليږي. دا داسې اړتيا ده چې  پخپله د انسان جوړښت، د هغه جسم، عقل او روح پر هغې دلالت کوي. دغه راز د ډول ډول آفاتو او امراضو او طبيعي پېښو په وړاندې د انسان هلې ځلې هم دلالت پرې کوي، څو په دې نړۍ کې ژوندى پاته شي او ان د ژوند لوړې پوړې ته ورسيږي. دغه راز په ځمکه کې د شر شتون د يوه واقعيت او حقيقت په څېر او د شر په وړاندې مبارزې ته د خير اړتيا هم پر دې اړتيا دلالت کوي، څو خير خپل شتون تثبيت کړي او په نهايت کې  پر شر باندې غلبه ومومي.

جګړه  د ژوند اساسي عنصر

موږ به خپل بحث له همدې وروستي  توكي څخه پيل کړو.

آيا په عمل او واقعيت کې دا امکان لري چې شر دې له يوې مخې محو شي؟ او کله چې خير د شر په وړاندي جګړه ونه کړي څه وکړي؟

څنګه چې بله چاره نشته، ځکه نو وايو چې جګړه بشري اړتيا ده. په دې توګه د دې آيت په معنا پوهيږو :

….وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ.    البقره- ٢٥١

وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ

ژباړه: که په دې توګه لوى څښتن د يوې ډلي مخنيوى په بلي ډلي نه کولاى نو د مځکي نظام به ګډوډ شوى واى.

يعنې شر به غالب شوى واى او پر مځکه به يې بشپړ واک تر لاسه کړى واى.

هو، تر څو چې بشر همدغه بشر وي او ژوند يې همدغه ژوند وي. او خالق (ج) خپلو مخلوقاتو ته د هغو د اړتياوو پر برابرولو واک او وس ورکړى وي جګړه ” بشري“ اړتيا باله شي. په دې توګه تر څو چې بشر جګړې او مبارزې ته اړتيا ولري نو لوى څښتن د هغې واک او وس هم پرې پېرزوکړى دى.  دغه واک د انسان په جسم، عقل، روح او وجود کې نغښتى دى.

نو چې لوى څښتن (ج) انسانانو ته خوځند اجسام، فکر کوونکي عقلونه او د رڼا پر لور هڅاند اروحونه ورکړي دي، د دې ټولو تر منځ يې د توافق او تطابق او جوړجاړي واک هم ورکړى دى. البته ښکاره خبر ده چې د دې ځواکونو تر منځ توافق راوستل بې له جګړې او مدافعې شونى نه دى. په دې توګه موږ ويلاى شو چې که د دغو ځواکونو ځيني په ځينو دفع نه شي خامخا به انساني نفس وران او فاسد شي.

موږ به يو داسې  انسان په پام کې ونيسو چې تر خپل وروستي وسه د خپلو جسدي هيلو او شهوتونو په تقاضا کړنه کوي او بالاخره د خپلو جسماني شهوتونو بنده وګرځي.  په ټولنه کې به د دې چارې پر بدو اغېزو څه نه وايو، صرف دا به ووايو چې آيا يوازي به ده ته فردي نېکمرغي ور په برخه شي؟

د شهوت دا خاصيت ده چې ان په تل تر تله اشباع او راضي کېدو هم نه تسکينيږي، بلکي دا تل تر تله او نه مړ کېدونکى اور او همېشنى عذاب ګرځي.

يا به يو داسې انسان په پام کې ونيسو چې د خپلو اروايې شهوتونو په تقاضا کړنه کوي او له دې امله د ډول ډول ناخوالو او رسواييو په ژور او ککړ ډنډ ځان لاهو کړي. د دغسې چا د دغسې چارو بدې اغېزې خو پر ټولنه، ژوندانه، انساني توکم او د نړۍ پر ودانۍ هرو مرو پرېوزي. له دې څخه قطع نظر آيا په دې صورت کې به دغسي کس ته څه فردي ګټه او نېکمرغي په نصيب شي؟ جواب دا دى چې هيڅ نه. ځکه د روحي شهوت په تقاضا تلل يو داسې تل تر تله عذاب دى چې خاوند به يې هيڅکله د سکون او راحت مخ ونه ويني.

يا به يو داسې انسان په پام کې ونيسو چې د خپلو جسمي او اروايي غوښتنو او شهوتونو په تقاضا هيڅ کړنه نه کوي، بلکي د عقل او منطق په حکم عمل کوي. دلته به بيا موږ د ذهن هغو ځانګړنو ته ځير شو چې په خپل ځانګړي چاپېريال کې يې لري، دغه ذهن يو داسې نيمګړى ځواک دى چې زياتره پر خوځښت نه راځي. په زرګونو داسې اعمال دي چې د ژوندانه په سمون او تنظيم کې له هغو څخه چاره نشته، خو منطق او عقل يې نه مني، په تېره چې بيا دغه اعمال په ماوراء طبيعت اړه ولري. په دې صورت کې ذهن د دغسې شيانو له حقيقت څخه انکار کوي او وايي چې دا خو مادې وجود نه لري!

نو په دې صورت کې بايد دې متناقضو خواوو ته توافق او تطابق ورکړه شي. خو دغه توافق هله تر لاسه کيږي چې ځينې په ځينو نورو سره د لارې په منځ کې د توازن لور ته ور ټېل وهل شي. چې البته دا د انساني نفس د ننه د جګړې او مبارزې زڼۍ باله شي او دا داسې يو ضرورت دى چې بې له هغه د انساني نفس شتون استقرار نه شي موندلاى.

نو کله چې موږ په دې هکله د خپل بحث کړۍ څه پراخه کړو ګورو چې په يوه نفس کې دوه زڼې شته چې پر يو له بله مخالفو لورو وده کوي. په دې توګه څرګنديږي چې د انسان نفس په دوه ډوله شتون لري، يو د مستقل فرد په توګه او بل د ټولنې د غړي په توګه. او دا دواړه اصل او د انساني نفس خپل باله شي. يو هم له بلې خوا نه دى پرې تپل شوى. دغه فرد دى چې د خپله ځانه سره مينه لري.

وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ  –  العاديات ٨

( او هغه د مال او شتمنۍ په مينه کې په ډير هڅه كوونكى دى).

او کله نا کله احساسوي چې دى په خپله د هر څه تمام دى. خو کله يې بيا دومره زړه تنګ شي چې خپله فردي او ځاني ورشو د يوې هلاکوونکې بندي خانې غوندې ورته شي. دغه مهال له فرديته د ” وګړو “ او ” ټولنې “ خوا ته فرار وکړي او د نورو سره انس ونيسي.

دا داسې يو له بلې سره متضاد او متناقض زڼي دي چې که يوه ته بشپړ ځواب ووايې خامخا به يې پر بل تېرى کړى وي. يعني د نفس يوې برخي به د هغه پر بله برخه تجاوز کړى وي. چې په دې صورت کې د دې دواړو تر منځ توافق او تطابق ته اړتيا ده.

البته د دواړو تر منځ توافق هله حاصليږي چې يو دا بل د لارې په منځ کې توازن ته ور کش کړي او له يوه نفس څخه ګن شمېر نفوسو ته ور ووزي. په دې صورت کې به د دې تناقض او مبارزې بېلګې په نورو کې هم وويني او دغه راز به د انسانانو د نفسونو او د هغو د مصالحو او نورو موخو تر منځ هم تناقض وويني. کوم چې د جزئياتو له توافق څخه يې چاره نشته. چې البته دغه توافق هله راتلاى شي چې يو له بله متناقض ځواکونه د لاري په منځ کي د توازن نقطې ته په جګړه اومبارزه سره ور برابر شي. له دې ځايه دى چې جګړه او مبارزه يوه اړتيا باله شي.

په دې ډول موږ پوهيږو چې د لوى څښتن د ستر حکمت دا تقاضا ده چې د مخلوقاتو او د هغو د اړتياوو تر منځ توافق راولي. ځکه يې نو تر څو چې ژوند ته اړتياوي د موجوداتو په دننه کې د مبارزې زڼۍ ايښى دى.

اسلامي فکر مبارزه پدې توګه مني. جګړه او مبارزه په ځمکه کې د فساد او ورانۍ د له منځه تلو لپاره او په بشري ژوند کې د توازن د ايجاد لپاره لازمي ده. او له دې امله دغې جګړې ته د انساني نفس په د ننه کې ځاى ورکړه شوى دى. خو اسلامي فکر يو متوازن فکر دى چې نه کيڼي خوا ته زيات ميلان لري او نه ښى لور ته.

جګړه د اسلام او لويديځوال تمدن له نظره

خو نننى لوېديځوال تمدن صرف پر جګړه ولاړ دى او پر مازې څه د جګړې غوښتونکى دى. د لوېديځ تمدن بنسټ پر دې ولاړ دى چې د افرادو تر منځ جګړه يوه اړتيا ده او يو ولس که د وسلې له پلوه تفوق ولري بايد د بل ولس د مغلوبېدو لپاره جګړه پر پيل کړي. البته د کمونيزم (اشتراکيت) نظريه بيا پر دې فکر ولاړه ده چې جګړه په  ټولنه کي بې وزلي او پرشاتګ رامنځ ته کوي، نو بايد د جګړي مخه په جګړه ونيول شي، څو ټولنه بسيا، سوکاله او پايښتې شي. خو حقيقت دادى چې د دې نظريې له مخې بايد ټولنه تل تر تله په جګړه اخته وي، ځکه د نورو لخوا د جګړې د تپل کېدو او پيلېدو په صورت کي چې هر آن او تل يې احتمال شته بايد جګړه په لار واچول شي، يعني د جګړې پر ضد بايد جګړه وشي؟!

د دې به خلاف د اسلام سپېڅلى دين پخپله جګړه هدف نه بولي او دا هم نه مني چې جګړه په انساني ژوند کي بې وزلي او پرشاتګ رامنځ ته کوي. اسلام جګړه د متناقضو ځواکونو ترمنځ د توافق رامنځ ته کولو ذريعه بولي. او بيا يې د دې وسيله ګڼي چې د اړتيا له مخي د شر لوړتيا له منځه ولاړه شي او د برابرۍ او توازن پر بنسټ د حق او حقيقت په رڼا کي يوه ښکلې او نېکمرغه ټولنه رامنځ ته شي.

په همدې موخه دى چې اسلام د انساني نفس په دننه کې هم د جګړې عنصر متوازن کوي. البته تر ټولو د مخه د دې عنصر د متوازن کولو کوښښ په مينه او محبت سره کوي. دا د دې لپاره چې که د نفس په دننه کي يوازي د جګړې او مبارزې عنصر پر خپل حال پاته شي، کوم چې يو طبيعي ځواک دى او په ذاتي توګه وده مومي ـ لکه چې د مخه مو په دې هکله رڼا واچوله ـ نو له کرکي او نفرت، مقابلې او مخالفت او مرګ ژوبلي او جګړې پرته به بل څه ځني تر سره نه شي. او لکه چې موږ پوهيږو دا شيان صرف او صرف وراني رامنځ ته کوي نه وداني.

مينه په انسان کې يوه طبيعي ځانګيړنه ده چې د نفس په دننه کي په ذاتي توګه وده کوي. او دا مينه داسې يوه غريزه ده چې د کرکو او جګړو په وړاندي مقابله کوي. خو وده اوغوړېده يې هله استمرار مومي او مخ په وړاندي ځي چې د هغې طبيعي چاپېريال او وړ فضا ورته برابره شي.

د کورنۍ په دننه کي کوچنى تر هرڅه د مخه د خپلي مور په توده غېږ او لاسونو کي د ناز او ميني سره مخامخ کيږي او آرام او راحت احساسوي. چې مقابلتا کوچنى دې ميني ته خپل وړوکى او نازک زړه پرانيزي او خپلي کوچنۍ نړۍ ته په ډاډ سره سترګي خلاصوي. بيا چې لږ لوى شي او خپل پلار وپېژني د هغه د ناز او ميني له امله يې د ډاډ کړۍ څه نوره هم پراخه شي او په دې ډاډ کي کرار کرار يوې لويې نړۍ ته نژدې کيږي. له دې امله دى چې اسلام له هغه ځايه چې د انسانانو د متوازن جوړېدو اراده لري، د کورنۍ د چارو سمون ته ډېر جدي پام اړوي. او دغه راز د کورنۍ د ټولو روحي، فکري، ټولنيزو او اقتصادي چارو سمون ته زښته زياته توجه کوي. په تېره د مور په هکله ډېره پاملرنه کوي، ځکه چې مور د انسان په جوړښت کي ډېره ستره ونډه لري.               په همدې موخه دى چې اسلام د انساني نفس په دننه کي هم د جګړې عنصر متوازن کوي. البته تر ټولو د مخه د دې عنصر د متوازن کولو کوښښ په مينه او محبت سره کوي.

كومه يوه! د نفس د ننه كه د باندې جګړه

تر دې وروسته اسلام د جګړې په عنصر کې بل توازن رامنځ ته کوي. ځکه د جګړې د عنصر د توازن لپاره يوازې د ميني او حب عنصر بسنه نه کوي. پدې چې کېداى شي له دې څخه خبره بل ډول شي. او مطلق نفرت او تاوتريخوالي ته ور واوړي. نو که د ځينو مذاهبو، لکه هندو او نورو د عقايدو سره سم يوازې د نفس په د ننه کي د جګړې د ټول ځواک يا د هغه د ستري برخي د سمون او لارښوونې لپاره کار او کوښښ وشي، نو د نفس د ډېر تطهير او پاکېدو او لوړېدو په پايله کې به بدن يو ډول زهير او رنځور غوندې شي او د خوښۍ او نشاط مخه به يې ډب شي.

او که د ځينو مدنيتونو، لکه د اروپا د اوسني مدنيت سره سم يوازې د نفس د باندې د جګړې د ټول ځواک يا د هغه د سترې برخې د سمون لپاره کار او کوښښ وشي، نو به هرو مرو نور وګړي ګواښل ښوي وي.

اسلام هم د نفس په د ننه او هم د هغه په د باندې کې په برابره توګه او په اندازه او په معقوليت سره په داسې توګه د جګړې د ځواک لارښوونه کوي چې نه د انسان د ژوندانه خوښۍ او نشاط ته صدمه ورسيږي او نه نورو وګړو ته څه تاوان پېښ شي. او په هره برخه کې په داسې پولو کې د کړني آسانتياوې برابروي چې د ټولني خوندي توب تضمين شي. البته د اسلام مقدس دين په دې کي ستر حکمت لري.

د نفس په دننه کې د جګړې د ټول ځواک يا د هغه د ستري برخي سمون او لارښوونه په ريښتيا سره نفس د هغه له شهتونو څخه سپېڅلى کوي، خو د هغه نشاط وژنې او د ژوندانه په وړاندې داسې يو ډول عيبجن منفي ځواک پکښي پيدا کوي چې نه په څه پېښه منتج کيږي او نه د څه پېښېدو په وړاندې ټينګار کولاى شي او نه د ژوند پر پانګه باندې چې تل د ودي په حال کي دى څه زياتولاى شي.

د نفس د باندې د دې ټول ځواک يا د هغه د سترې برخي سمون او توجيه په ريښتيا سره لازمي ځواک رامنځ ته کوي. داسې ځواک چې هره ورځ له سره وزېږي او پرانيستل شي او پراخه شي. خو بالاخره په بې عقلۍ سره پر خپل ځان باندې په تېري سره خپل ځان ووژني. دا ځکه چې دغه ځواک د نفس د ننه پاکېده پرې ايښي او د شهوتونو تهذيب او سمون ته يې کوم پام نه دى اړولى، له دې امله پاى دغه شهوتونه پر ټولو هغو ښېکڼو او ګټورو توکو چې دغه ايجابي ځواک رامنځ ته کړي دي وژونکى بريد کوي.

خو متوازن سمون د جګړې له ځواک څخه يو څه برخه د نفس دننه ته متوجه کوي چې د دې بې واګو شهوتونو په لار کي خنډ شي، اما دغه شهوتونه له ريښې نه کاږي او نه د هغو پر مشروع لارو بلوسى او تعرض کوي، يعني شهوتونو ته پخپله څه ورانى نه پېښوي، بلکي يوازي دوي ته له ناخوالو څخه خالي او فارغه لار ټاکي او په ګوته کوي. دغه راز د دغه ځواک يو څه برخه د نفس د باندې داسې ګوماري چې د شر او شرات مخه ونيسي، خو د نورو د مشروعو تمايلاتو په لار کي خنډ نه شي. په دې توګه د هغو د لاسته راوړنو مخه نه نيسي او نه يې د دغو لاسته راوړنو څخه د تېريو پر ضد د ځانونو په ننګه او دفاع لګيا کوي. او خپل نظام نه پر تنګ قوميت دروي، نه پر متعصب مذهب، بلکي پر ”انساني“ بنسټ يې دروي، څو ټول انسانان د انسانيت د خير ښېګڼي لپاره يو بل ته د مرستي لاسونه پکښي ورکړي. له دې امله متوازن سمون له ناروغ سلبيت او تېرى کوونکي ايجابيت دواړو څخه ډډه کوي. او په خپل ټول وس ټولي  ښېګڼي د مځکي پر مخ رامنځ ته کوي.

البته هغه مهال چې مسلمانان د خپل دين په دې حکمت پوهېدلي وه او يا يې په خپل بصيرت سره دغه حکمت درک کړى وو د مځکي پر مخ باندې هغه ستر ځواک ګرځېدلى وو چې د نور په هغه مشال يې تمسک کړى وو چې بشريت د هغه په رڼا کي خپله لار پرانيستل.

خو کله چې يې د نفس په دننه يا د باندې کي د جګړې ځواک ته انحراف ورکړ، له خپلي سمي لاري واوښتل اوهغه څه ورپېښ سوه چې د لوى څښتن سنت او قانون يې له سمي لاري څخه د منحرفينو کسانو په برخه کوي.

کله چې اسلام څرګنده کړه چې د نفس دننه او د باندي جګړه اړين ځواک دى، نو يې په زياته پاملرنه او د هغې د حق په حرمت سره پالنه وکړه. د اسلام سپېڅلي دين پرې نه ښوول چې جګړه د هغې له معقولو پولو واوړي. بلکي د لاري په لومړيو کي يې د مينې او حب په رسۍ مهار کړه او نور يې هم نه پرېږدي چې په يوه لامل هم مړاوې او ضعيفه شي. ځکه ضعف يې په انساني نفس کي بل انحراف او په خپله په دې کي سستي او انحطاط رامنځ ته کوي.

هغه بدن چې هيڅ ډول تمرين او رياضت ونه کړي په سستي اخته کيږي؛ ځواکمني يې له منځه ځي؛ د سختيو له زغملو لويږي او په ډېره چټکي سره هلاکيږي. همدغسي هغه نفس چې د روزني او کوشش تمرين نه کوي په داسې ضعف او بې واکۍ اخته کيږي چې د هيڅ ورهڼي نه وي؛ تکليفونو او صدماتو ته نه شي ټينګېدلاى او د ستونزو په وړاندي ناتوانه وي او د سترو چارو د تر سره کولو خو بېخي نه وي. له دې امله دغسي نفس په بې خوندي، خواري، سپکاوي او ټيټتيا کي اوسي او پاى په دې ذلت کي له منځه ځي.

اسلام په نفس كې د جګړې ځواك خوندې ساتي

له دې امله د اسلام سپېڅلى دين په نفس کي د جګړې ځواک خوندي ساتي، سپکتيا او ټيټتيا نه خوښوي او په ذلت کي يې د وګړو له اوسېدو او له منځه تلو څخه بد راځي. دغه راز تل په وګړو کي په ډول ډول تمرينونو سره د خوښۍ او نشاط ، لوړتيا، ځواکمنۍ، ودي او پرمختګ روح پوکي.

د اسلام په ځينو عباداتو کي، لکه په روژه کي د نفس په دننه کي د جګړې د ځواک روزنه نغښتې ده.

د آس د سورلۍ د زده کولو په هکله چې اسلام څه لارښوونې کړې دي، له هغو څخه يې موخه د وګړو او نورو په وړاندي د نفس روزنه ده چې البته اسلام دې ته د ”جهاد“ نوم غوره کړى دى.

د نفس سره جهاد، له هوا اوهوس څخه په راګرځونه سره. د دښمنانو سره جهاد، د مرګ ژوبلي په هکله په روزنه سره. د واکمنو او نورو د ظلم سره جهاد په امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د ظلم په له منځه وړلو سره.

په دې چارو سره نفس له سستۍ ژغورل کيږي او ورسره سم هغه ټولنه چې د انحراف لور ته درومي د سمون خواته مخه کوي. او دا د معجزځواک يوازنۍ طريقه ده چې هر څه په خپل موزون او مناسب ځاى کي کښېږدي او په دې توګه ټول خوځېدونکي پر خپلو سمو لارو روان شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب