داسلام اصلي پيغام امن ، سوله او سوکالي

داسلام دراتگ څخه مخکې دعربو دقبيلو حالت دفساد څخه ډک وو پر معمولي( کوچنۍ)  خبرو به  يې کلونه کلونه دښمنۍ کولې او په خپلو منځو کې به يې تل جگړې پيښېدې په دوى کې قومي او نسلي تعصب دکلونو څخه نه بلکه دپيړيو راهيسې روان وو دسهار دراختو سره به دخلکو مالونه لوټ کېدل او دشپيې په تيارو سره به غلاگانې پيل کيدلې خو کله چې د هدايت لمر( اسلام ) راوخته نو په خپل لومړني پيغام کې يې خلکو ته دا خبره ورسوله خلکو! تاسې په خپلو منځو کې قتل ، وينه تويونه کوي او په فساد کې اخته اوسئ  دا درښتنيولۍ او صداقت لاره نه ده تاسې پر يووالي وحدت سره يو موټى شئ   او په خپلو منځو کې سره جگړې مه کوئ.

مرگونه او وينه توينه مه کوي ، دعدل او انصاف څخه کار واخلئ  فساد مه کوئ داد امن سوکالۍ  او مساوت سپيڅلى  غږوو چې دکلي سيمې  او ورسره ګرد چاپيريال  يې  له فساد څخه پاک کړ دعربو داسې قومونه  وه چې په کلونو کلونو لا څه چې ان دپيړيو پيړيو راهيسې يې زړې  تربگنۍ  ترمنځه شتون درلود دمينې ورورولۍ اړيکي او مزي يې وتړل شول او يو متمدن او مهذب قوم شو .
دې دنيا ته چې څومره پيغمبران راغلي نوټولو خپلو ويناوو کې داخبره کړې  چې تاسې يو امت ياست او ستاسي پروگرام يو دى  چې هغه امن ، سوله او سوکالي ده او ورسره ور سره يو دين ته  رابلل چې توصيف (ستاينه )  يې په خپل پيغام کې هم له ځان سره درلوده او دا زده کړه يې دځان سره راوړې  د ه او ټولو ته يې داخبره کړې ده چې تاسې بايد ديو خداى عبادت وکړئ  او ديو کور دغړيو په څېر د وروڼو غوندې سره په امن او سولې کې سوکاله ژوند وکړئ  خو حضرت ابراهيم عليه السلام دکعبې شريفې درغاونې او تعمير څخه وروسته چې کومه دعا کړې  د ه هغه داده  اى خدايه ! دغه ښار (مکه)   دامن ځاى کړه نو خداى تعالى بيت الله دتل لپاره ديووالې ، اتحاد ځاى کړ او د ټولو مسلمانانو لپاره دامن يو ځانگړى  مرکز  شو چې اوس هر کال په لکونو لکونو مسلمانان هلته سره راټوليږي او د حج فريضه ادا کوي او په بيت الله کې داسلامي امنيت دورولۍ ، يووالي او مساواتو سره سره د ټولې  نړۍ دامن لپاره ځانګړې دعاگانې کوي .

کله چې قرانکريم نازل شو نو په ټوله نړۍ کې امن ، سوکالي ، ريښتونولي يې عامه کړه قرانکريم ټولو نړيوالو ته په خپل اصلي پيغام کې وويل چې امن او سوکالي دخداى تعالى يوه ځانگړې ورکړه ده دغه ورکړه ديو خاص  غړي (فرد)  يا کوم خاصل نسل او يا هم کوم خاص قوم پورې تړلې نه ده . تاسې خپل ګرد چاپيره قومونه په جغرافيايي اونسلي سرحدونو کې بنديان او احصار کړي دي خو په اصل کې تاسې ټول يو قوم او يو ملت ياست او دخداى دمنلو  لپاره هيڅ ډول امتيازنه ليدل کيږي په دې کې نه قوميت شته او نه هم نسليت ، ټول اسلامي امت به يواځي ديو خداى په وحدانيت ديووالي او وحدت لاره  غوره کوي په دې  کې  نه جغرافيايي او نه نسلي او  نه قومي سرحدونه ځاييږي .
اسلام په ټولنيزه توگه دامن ، سوکالۍ ځلانده او رښتنى لمر دى او دلمر په څېر هر ځاى کې ځليږي او هر انسانيت ته رڼا ورکوي خو بيا انسان په دې مکلف دى  چې داسلام ددغه رښتينې  ځلانده رڼا څخه گټه واخلي نو ددې لپاره ضروري خبره داده چې اسلامي زد ه کړې  عامې کړل شي او داسلامي زده کړو لپاره په هر ځاى کې اسلامي مدرسې او مرکزونه پرانستل شي او ددې  پرته بله لاره نشته ځکه چې همدغه اسلامي مرکزونه او مدرسو له لاري خلک دخداى عبادت ،دخلکو سره نيکۍ ، ښيګڼې او نيک عمل ته رابلل کيداى شي .

د رحم او محبت ، مينې سولې او امن چارې خلک دشر او فساد څخه ژغوري او همدا علت دى چې اسلام تل خلک امن او سولې ته رابلي . اسلام په ټولنه کې گذشت او په امن کې دژوند تېرولو درس ورکوي او دانسان ته ټول احترام کول او بشريت روح گڼي ، انسان اشرف المخلوقات گڼي الله تعالى چې انسان ته کوم قانون ورکړي دهغه پر صحيح تعبير په نړۍ کې دامن او سوکالي ژوند عام کيداى شي  .
ژوند کې چې څه نعمتونه دي هغه دانسان دخوشحالۍ او خوښۍ  لپاره دي ددې لپاره نه دي چې له دې نعمتونو څخه دفساد لپاره کار واخيستل شي . قرانکريم کې دالارښوونه شوي چې دځمکې واکمن  بايد نيکان او صالح خلک وي چې تل دځمکې  پر مخ دامن او سوکالۍ  لپاره کار وکړي او که دځمکې واکمن بدکار کسان شول نو طبعي خبره ده چې په ځمکه کې به فساد خپريږي، سوله امن سوکالي ته ويل کيږي او فساد دسولې ضد عمل ته ويل کيږي  رښتينى  انسان او مسلمان هغه څوک دى  چې نيک عمل   وکړي  په ټولنه کې يې دانسان ديو بل انسان سره دمعاملې  خبره ده داسلام له مخې بايد ديو بل سره همدردۍ او مرستې لپاره کار وکړي مسلمان او انسان دبل مسلمان او انسان ورور دي دغه سولې او امن دعوت بلنه بايد په ټوله نړۍ او په ځانگړې ډول مسلمانانو ته ښايي چې سره يو موټى شي او خپل اخوت ښکاره کړي او داسلام اساسي روح  گردې نړۍ ته وښايي داسلام ستر اخلاق دادي چې مسلمانان عفوه ،گذشت( تېريدنه ) سره سره دامن او سولې  اسلامي روح   ژوندى  کړي . اسلام هيڅکله هم جنگ ته اجازه نه ورکوي خو کله چې دکفارو له خوا ددنيا امن ته جدى  گواښ او اسلام ته هم دکفارو له خوا خطر پيښ شي نو بيا اسلام دجنگ اوجهاد امر کوي جهاد د اعلاى کلمته الله لپاره دى اوبل اساسي هدف يې دسولې او امن دټينگښت لپاره کوښښ دى جهاد تل دفساد مخنيوي کوي جهاد داسلامي نظام دټينگښت او دسولې لپاره دحق غږ دى  جهاد يوه سپيڅلې لاره ده .

په اوسني مهال کې دکفارو او ځينو له خوا جهاد ته د دهشت گردۍ ، تروريزم نوم ورکول کيږي خو داخبره غلطه ده ځکه چې جهاد او تروريزم ترمينځه دځمکې او اسمان هومره توپير دى جهاد دامن لاره ده او تروريزم دفساد اسلام امن غوښتونکى دى  او تل دفساد په مقابل کې دجهاد په وسيلې دحق مبارزه د رښتينى مسلمان او انسان دنده ده  .

فضل قادر انډيوال
2020

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب