ماشومانو کیسې

تارتال شهزاده- د کوچنيانو کیسه

واېې چه شهزاده تارتال په ېو ډېر سخت رنځ اخته شوې و . نه به ېې د چا سره خبرې کولې

، نه به ېې ډوډۍ خوړله ، نه به په بڼ کښې ګرځېده لنډه دا چه د دنېا دټولو نعمتونو نه محروم او تل به غمګېن په خپل بستر کښې پروت وو . نو ځکه ېوه ورځۍ پاچا ټولو پوه هانو ، ډاکترانو او نورو ته بلنه ورکړه چه د هغه د زوې سره مرسته وکړې . چا به زېار وېسته چه هغه وخندوی نورو به کوښښ کوو چه په غوسه ېې کړې ؛ خو دې ټولو هڅو هېڅ کومه ګټه و نکړه ؛چه ناڅاپه ېوه کوډماره بوډۍ راغله هغه د ټولو حېره شوې وه نو ځکه خو هم بلنه نه وه ورکړل شوې . کله چه هغه د تارتال پالنګ ته ورنېږدی شوه زېاته ېې کړه : د شهزاده د رنځ درمل هغه درې نارنجان دې چه د کوډمار کرونټ په بڼ کښې وده کوې . وروسته له دې وېنا په خټ خټ خندا سره ولاړه . اوس نو د پاچا سره هېڅ کومه د حل لاره نه وه ؛ ځکه ېې تارتال او دهغه د وړکتون ډېر وفادار ملګرې دې وړاندې سفر ته چمتو کړل .هغوې ډېر وچ وچ ډاګونه ، ګڼ ګڼ ځنګلونه ، ډېر غټ او کوچنې سندونه ، لوړ لوړ غرونه تر شا پرېښودل چه په پاې کښې د ېوه بوډا کوډمار هومڅۍ (غار) مخې ته ودرېدل او د هغه څخه ېې پوښتنه وکړه :

کومې لور ته نور ولاړ شو ؟ زه به تاسوته دکوډمار کرونټ دماڼۍ لار درښکاره کړم ووېل بوډا؛ خو د هغه چېغنه دروازه به مو ډېر ژر دکوډمار لاس ته ورکړې ، د هغه وږې سپې به مو ټوټه ټوټه کړې او د هغه پخونکۍ (اشپز ) به مو د اور لمبو ته واچوې په دې خبرو شهزاده ډېر خواشنې شو او په ډېر غمګېن اواز ېې ووېل : نو څوک به زمونږ سره مرسته وکړې ؟ کوډمار چه ډېر زړه سواندې وؤ دوې سره مرستې کولو ته تېار شوو ، او هغوې ته ېې د څرمنې څخه ګنډل شوۍ کڅوړه ورکړه چه په هغۍ کښې وچه ډوډۍ ، غوړې اوداسې نور . . . . .

هغه هم زېاته کړه چه په غوړو باندې به هغه چېغنه دروازه غوړه کړې ، ډوډۍ به سپو ته ورکړۍ او ښه به ېې ماړه کړې .شهزاده او ملګرې ېې د بوډا څخه په ډېر درنښت مننه وکړه او په لار رهې شول . دوې ډېرې شپې سهر کړې وروسته له ډېر مزله د کوډمار ماڼۍ ته راورسېدل ،او هلته په بڼ کښې ېې هغه جادوګره ونه ولېده چه درې نارنجان پکښې زوړند وو. دوی هم خپل وخت هسې نه تېروه سمدستې ېې دروازه غوړه کړه ، سپو ته ېې ډوډۍ ورکړه نارنجان ېې په کڅوړه کښې واچول ، په دې وخت کښې دوې هغه بې رحمه کوډمار ولېدل او په چېغو ېې شروع وکړه؛ وېې نېسې ټوټه ټوټه ېې کړې ، د اور لمبو ته ېې واچوې ، خو دې خبرو په هېچا عمل ونه کړ سپو لکۍ خوځولې ، پخونکۍ خندل ۰۰۰۰۰۰

تارتال او دهغه ملګرې په منډو منډو د بڼ څخه وتښتېدل او د کور په لور روان شول لاره ډېره اوږده وه دوې ډېرې ستړېا او تندې ورختا کړې وو، ځکه هغوې دوه نارنجان د کڅوړې څخه راواخستل چه سپېن ېې کړې او اوبه ېې وڅکې خو د هغو څخه دوه ښکلې پېغلې جوړې شوې (راوتلې) کومې چه په ښاېسته کالو سمبالې وې هم د تندې نارې وهلې ،او ډېر ژر په ورېځ بدلې شوې . اوس نو شهزاده او د هغه ملګرې د درېم نارنج د سپېنولو څخه ډډه وکړه ،سره له دی چه هغوې ډېر تږې هم وو .دوې خپل مزل ته په دې وچ ډاګ کښې دوام ورکړ ، کله چه دوې د سېن غاړې ته راورسېدل تارتال هغه درېم نارنج هم راوخېست چه د هغې څخه ېوه ښکلۍ خاپېرۍ راوتله چه په نارنجې کالو سمباله وه هم د تندې نارې وهلې ؛ تارتال ډېر فکر و نکړ او د هغۍ د پاره ېې اوبه په خپلو لپو کښې راوړې کله چه ېې اوبه وڅکلې د شهزاده د دې نېک کار څخه ډېره خوشحاله شوه . تارتال نو اوس دومره خوشحاله برېښېده تا به وېل چه هېڅکله بېمار نه وؤ . په دې وخت کښې هغه کوډمار هم دسېن غاړې ته راورسېد او دغه پېغله ېې په سپېنې کوترې بدله کړه ؛ خو ېوه بڼکه ېې نارنجې پاتې شوه . کله چه دوې کورته راورسېدل شهزاده لکه د پخوا په شان غمګېن او تل به د هغۍ خاپېرۍ په فکرونو کښې ډوب وو .

نو ېوه ورځې هغه کوتره د شهزاده د خوب د کوټې په کڼکې کښناسته ؛ او دهغۍ نارنجې بڼکه ېې ولېده او ډېر ژر ېې خواته ورغې زېاته ېې کړه : ستا دغې بڼکې هغه ښکلۍ ښاپېرۍ راپېاد کړه کومه چي ډېره پر ما ګرانه ده او هېڅ ېې نشم هېرولې دې خبرو دغه کوتره بېرته په ښکلې پېغله بدله کړه. د تارتال ټوله بېمارې ختمه شوه او ډېر ژر ېې د هغۍ سره واده وکړ . خپل واده ته ېې ټولو ته بلنه ورکړه خو هغه بوډۍ کوډماره ېې بېا هېره وه .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: