لنډه کیسه

بې ادبه دوكاندار او زما سلام -کیسه

يو کس به هره ورځ د يو ورځپاڼه خرڅوونکي دوکان ته ورتلو، ورځپاڼه خرڅوونکي ته به يې سلام اچولو او هره ورځ به يې خپله ورځپاڼه اخسته او په خپله مخه به تلو، مګر له ورځپاڼې خرڅوونکي څخه يې د سلام ځواب نه اورېده. په همدې ترڅ کې به هره ورځ يو بل تن هم له همدې دوکان څخه ورځپاڼه اخستله.

د دغه سلام اچوونکي کس او ورځپاڼه خرڅوونکي ترمنځ دا کړنه هره ورځ تکرارېده او دې درېيم کس به هم د دې دواړو دا کړنه ليدله، تر دې چې نور يې د صبر کاسه ډکه او سلام اچوونکي کس ته يې وويل:
ولې پرې سلام اچوې، زه دا څو اوونۍ ګورم چې ته پرې سلام اچوې او هغه يې ځواب نه درکوي، مګر ته بيا هم همېشه سلام پرې اچوې..

سلام اچوونکي سړي ورته وويل: ولې؟ په دې کې نو څه خبره ده چې سلام پرې اچوم؟
هغه ورته وويل نو تا له دې سړي کله هم د خپل سلام ځواب اورېدلی دی؟
نه!
نو بيا پرې ولې سلام اچوې چې د سلام ځواب دې هم نه درکوي؟
نو ته څه فکر کوې، چې زما د سلام د ځواب د نه راکولو لامل څه دی؟
له شک پرته چې هغه يو بې ادبه سړی او د سلام وړ نه دی.
نو ستا په اند هغه بې ادبه دی؟
هو!
نو ته غواړې، چې زه ترې بې ادبي زده کړم، او یا هغه را څخه ادب زده کړي؟
دويم کس چې د سلام اچوونکي خبرې واورېدې نو بې ځوابه شو، نو له شېبې چپتيا وروسته يې ورته وویل:
هغه ولې بې ادبه دی؟ بايد د سلام ځواب درکړي؟
لومړي کس وويل:
که مونږ د نورو بدۍ په ځواب کې له خپلې نېکۍ تېر شو، نو ټولې نېک کارونه خو به له منځه لاړ شي.
ملګريه!
د هغه د سلام ځواب نه ورکول بايد د دې لامل نه شي، چې مونږ د خپلو ويناو او کړنو واګی د بل په لاس کې ورکړو.
که زه هم د هغه په ډول شم، او له اسلام اچولو څخه ډډه وکړ، نو ددې مطلب دا شو، چې هغه پر ما بريالی شو، او په پايله کې نوموړي، خپلې کړنې ماته را زده کړې، او هغه څوک چې سم اخلاق نه لري، په ټولنه کې مطرح او د نوموړي ناوړه کړنې به په ټولنه کې خپرې شي.
مګر که زه خپلو اصولو او نېکو کړنو ته دوام ورکړم، او له هغه کسانو سره چې مخ کېږم سلام پرې واچوم او د هغوی سلام واخلم، او پر هغه څه چې باور پرې لرم ساتنه وکړم، نو ډېر زر به بدکرداره کسان هم زمونږ له کړنو اغېزمن او زمونږ رنګ به واخلی.
بيا يې خپلو خبرو ته ادام ورکړه او ويې ويل:
دا منې، چې بد چلند، د اور او زهرو په ډول دی که په اور باندې تېل يا لرګي زيات کړو، نو نور هم تازه کېږي، او تخريب يې زياتېږي، همدا ډول که په زهرو زهر نور هم زيات کړو، نو نور هم وژونکي کېږي.

ښاغليه ملګريه! ته باور ورکړه، چې زمونږ ځواکمنتيا د خپلې شخصي ازادۍ څخه په ساتنه کې نغښتې ده.
که مونږ د هغه تر اغېز لاندې راشو، نو د هغه په کړنو کې چې کوم زهر دي هغې ته مو اجازه ورکړه، چې هغه څه چې نه يې غواړو ځان ته مو ترې را ولېږدول. او په پايله کې همدوی دې چې د همېشه په ډول د ښو په مقابل کې کاميابېږي.
د ښه کار د پوهېدو لپاره لږ خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواب راياد کړه، چې د طايف خلکو له بد سلوک وروسته يې د پرښتې د سوال په وخت کې و رکړ، کله چې پرښتې ورڅخه پوښتنه وکړه، چې ای محمد صلی الله عليه وسلم يا دا دواړه غرونه پرې را يوځای کړم؟
نو هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: نه… زه په دې اميد يم، چې ددې خلکو له نسل څخه به الله پاک داسې کسان پيدا کړي، چې د الله تعالی عبادت به کوي،… ای خدايه زما قوم ته هدايت وکړې، ځکه هغوی نه پوهېږي.

ښه پاملرنه وکړه! د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د قوم ټول کوښښونه هېڅکله ددې لامل نه شو، چې هغه صلی الله عليه وسلم له خپلې سمې لارې څخه واړوي، او يا يې د هغه کړنلاره کې کوم بدلون راولي، سره ددې چې هغه هم يو بشر و، او د خپل قوم د ناوړه کړنو څخه يې رنځ وړلو، مګر څه شي شې چې نوموړی، له نورو څخه بېل کړی و، هغه د هغه صلی الله عليه وسلم استفامت او هغه دنننی ځواک و، چې ددې لامل کېده، چې ځان کنترول کړي.

او په همدې ډول دا د هغه صلی الله عليه وسلم اصرار او فشار و، چې د خپلې سمې لارې څخه ساتنه وکړي او پر هغې استقامت غوره او د خلکو د بدو کړو پر وړاندې زغم ولري، او د هغوی له ناوړه کړنو څخه تېر شي.
او په پايله کې دا سوال پاتې کېږي، چې :
آيا نور له مونږ څخه ادب زده کړي او که مونږ له نورو څخه بې ادبي؟

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: