په تازه اوبو لامبل پوستکی تازه ساتي او خفګان کموي

ځينې خلک په ګرمو اوبو لامبي. ځینې نور بیا په تړمو اوبو ګوزاره کوي. خو څیړونکي وايي، چې په تشناب کې د ګرمو اوبو د دود او بخار په ځای که په تازه اوبو ولامبئ، ګڼې ګټې به مو کړي وي.

ددوې په وینا، چې په تازه اوبو سره لامبل پوستکی تازه او ځوان ساتي. د پوستکي ځلا ورسره زیاتیږي او د پوستکي خوشکي هم له مینځه وړي. ددې سربیره په یخو اوبو سره لامبل انسان ویښ او بیداره عادتوي. سستي او لټي يې ختموي او د ډیر کار شیمه پیدا کوي.

څيړونکي دا هم وايي، چې په یخو اوبو سره لامبل خفګان او ډیپریشن تر ډیره حده کموي. د څیړونکو په باور چې د ورځې کمه تر کمه دوه ځلې په یخو اوبو لامل د ډیپریشن سره د مبارزې تر ټولو غوره لاره ده.

نو که د ستړی او پریشانۍ احساس کوئ، بسم الله کړئ. پورته شئ او په یخو اوبو ولامبئ. خو په دومره یخو اوبو هم نه، چې خدای مه کړه مریض مو کړي. په یخو او یا تړمو اوبو لامبل د بدن خیره ختموي، سټریس کموي او انسان د بهرنيو پیښو په وړاندې غبرګون ته ویښ او بیدار ساتي. نو سپارښتنه کوو، چې شاور (لامبل)، که په وس مو پوره وي، مه پریږدئ.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب