بي بي مريمه پيغمبره وه اوکه نه؟

د اولوا العزم پيغمبرحضرت عيسی عليه السلام د مبارکي او پاک لمني مور
حضرت مريم عليهاالسلام د نبوت او ولايت په هکله اختلاف دی
زموږ د مذهب نامتومفسرعلامه شهاب الدين سيدمحمود آلوسي بغدادي (المتوفی سنه :۱۲۷۰ه)رحمه الله ليکي چي:
په دې آيت سره هغه چادليل نيولی دی څوک چي وايي حضرت مريم(عليهاالسلام)پيغمبره نه وه،داځکه چي الله پاک صديقيت ددې لپاره
په داسي ځای کي ذکرکړی دی چي ددې ترټولوعزتمندصفت ته اشاره کوي،لکه څنگه چي يې دحضرت عيسی عليه السلام لپاره رسالت اوپيغمبري په داسي ځای کي ذکرکړې ده،نوکه دې دنبوت مرتبه لرلای نوالله پاک به دغه مرتبه ذکرکړې وه،نه دصديقيت مرتبه ځکه دنبوت مرتبه دصديقيت ترمرتبې پرته له کوم شکه ډېره لوړه ده(تفسيرروح المعاني ملخصا۵۱۲ج۶)
دلته حافظ اسماعيل بن کثيردمشقي (المتوفی سنه:۷۷۴ه)رحمه الله ليکلي دي:
چي داصديقيت ددې ترټولولوړمقام دی،له دې څخه معلومه شوه چي داپيغمبره نه وه،لکه څنگه چي ابن حزم اوبل هغه چاويلي
دي څوک چي وايي:دحضرت اسحاق عليه السلام موربي بي ساره رضی الله عنها،دموسی عليه السلام مور اودحضرت عيسی عليه السلام مورپيغمبراني وي!!
ددوی دليل دادی چي ددوی سره ملائکوخبري کړې دي اوپيغمبروايي هغه چاته چي ملائکي ورسره خبري کوي .
خو د جمهورو علماوو مسلک دادی چي الله پاک پيغمبران يواز ي له سړوڅخه رالېږلي دي لکه څنگه چي الله پاک فرمايي :
وماارسلنا من قبلک الارجالا نوحي اليهم من اهل القری(سورة يوسف۱‍۰۹)
(اوله تامخکي موهم پرته له سړوڅخه بل څوک نه دي لېږلي(همداسي)وحي مو ورته کوله،ددې کليوله خلگوڅخه)
(نوله دې آيت مبارک څخه دامسئله معلوميږي چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،ځکه الله فرمايي چي ترتامخته مو پرته له سړوبل څوک پيغمبرنه دی لېږلی،نوحضرت مريم عليهاالسلام خوتررسول الله صلی الله عليه وسلم مخکي وه،نوددې او د نورو ټولومېرمنو د نبوت نفی وشوه  (عزام))
اوشيخ ابوالحسن اشعري رحمه الله(چي دا شعاعر وو مشر امام دی)اجماع (دعلماوواتفاق) پردې خبره نقل کړی چي پيغمبران يوازي نارينه راغلي دي .(تفسيرابن کثيرملخصا۵۸۴ج۲)
نوراجح قول دادی چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،بلکي دالله پاک يوه وليه اودوسته وه،چي ديوه اولوا العزم پيغمبر مور وه.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب