بزګر او د قبر لومړۍ شپه

وایي چې یو پاچا و الله تعالی پریمانه نعمتونه ورباندې پیرزو کړي وو، به دنیا یې هیڅ ارمان نه درلود، د دنیا په محبت کې ګیر غرق تللی و، د مرګ څخه یې ډیره زیاته وېره درلوده، یوه ورځ یې خپلو بچیانو ته وصیت وکړ چې کله زه مړ شوم نو اوله شپه به مې نه خښوئ، بلکې زما په قبر کې به لومړۍ شپه بل ژوندی کس خښوئ، ترڅو چې زه د قبر له عذاب نه بچ شم او د خپلې باچاهۍ پوښتنې رانه ونشي، هر څوک چې زما لپاره قربانۍ ته تیار شو نو ښې پریمانه پیسې به ورکوئ او د ژوند تر پایه به یې هر اړخیز ضرورتونه پوره کوئ.
یو څه وخت وروسته پاچا وفات شو، زامنو یې د پلار وصیت پر ځای کولو په موخه د خپل پلار د ماڼۍ ټول خادمان او څوکیداران را ټول کړل، ترڅو چې د پاچا پر ځای یو کس د پاچا قبر کې خښ کړي، مګر هیڅوک دیته تیار نشول چې د ډیرو زیاتو پیسو بدل کې یوازې یوه شپه د پاچا قبر کې تیره کړي.
د پاچا زامن په ټوله سیمه کې وګرځیدل بالآخره یو غریب بزګر یې پیداکړ چې نهه لورانې یې درلودې، ژوند یې ډیر تنګ و، یوې مړۍ ډوډۍ پسې یې سترګې سپینې وې، یوازې یو خر، پړی او تبر یې درلودل، چې لرګي به یې وهل او د خلکو ځمکې به یې سمبالولې او د خپلو بچیانو سره به یې یوه مړۍ ډوډۍ باندې ګزاره کوله.
د پاچا زامنو ډیر ټینګار ورباندې وکړ چې یوازې یوه شپه ده تیره به شي او ته به ټول عمر د تکلیف نه بیغمه شې، آخر بزګر هم د ډیر زیات مبلغ په مقابل کې دیته تیار شو چې یوه شپه د پاچا قبر کې تیره کړي.
بالآخره د پاچا قبر کې یې بزګر ژوندی خښ کړ، سهار وختي د پاچا زامن ورغلل او د بزګر پیسې یې هم ور وړې ترڅو چې بزګر له قبر نه را وباسي او پیسې ورکړي، مګر کله یی چې قبر لوڅ کړ، بزګر په ډیره ویریدلې بڼه له قبر څخه منډه کړه او وتښتید، د پاچا زامن ورپسې ورغلل او بزګر یې را ګیر کړ او پیسې یې ورته ونیوې.
بزګر انکار وکړ چې زه په هیڅ صورت دا پیسې نه اخلم، پاچا زامنو ورته وویل دا خو ستا حق دی او مونږ وعده درسره کړې وه.
بزګر ورته وویل زه ټوله شپه د یو خر، پړي او تبر د پوښتنو څخه تر سهاره پورې ستړی شوم، له ما نه د خر په اړه ډیرې پوښتنې وشوې چې دا د له کومه کړی دی؟ په حلالو پیسو د اخیستی او که په حرامو؟ خر د چیرې څرولی دی؟ د پلانکي او پلانکي واښه د ورباندې خوړلي دي؟ پړی د له کومه کړی دی؟ حرام لرګي د پکې راوړي دي که حلال؟ تبر د له کومه کړی؟ د بل چا لرګي د ولې پرې وهلي دي؟؟
نو زه په خپله غریبۍ باندې رازي یم، که زه تاسې نه دا دومره زیات مبلغ واخلم نو د دې ځواب به څنګه ورکوم؟؟؟
یادونه: که څه هم دا کیسه خیالي جوړه شوې ده، مګر لوی پند پکې نغښتئ دی، هیله ده چې له خپلو ملګرو سره یې هم شریکه کړئ.
عبرت: هر انسان چې کله وفات شي نو قبر کې د مال په اړه پوښتنې ترې کیږي، د ذرې ذرې کتاب او حساب ورسره کیږي، هیڅوک باید دا فکر ونکړي چې زه وفات شم هرڅه به راته وبښل شي او یا هم حیات برزخ نشته دی، نو هر مسلمان باید خپل ټول ژوند د قرآن او سنتو په رڼا کې تېر کړي ترڅو چې دنیا او آخرت کې کامیاب وي.

بلال کاکړ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب