بريالی زده کوونکی ۲
ستونزې او حل لارې
هغه څه چې افغان طالب او زده کوونکی یې له بل هر څه زیات اغیزمن کړی هغه دافغان زده کوونکي او طالب ټولنیزې او په ټولنه کې دمسلط سیاسي چاپیریال ستونزې دي؛ لکه ټولنیز فقر، بې نظمي، دعامه پوهاوي نشتوالی، سیاسي نامتوازن چاپيریال، دهیواد په کچه دپوهې او علم دارزښت نشتوالی، جګړه او دامنیت اړوند ناباوري. دا او دې ته ورته بلا ډیرې ستونزې هغه څه دي چې افغان طالب یې دخپل مستقبل په اړه درواني، فکري، او فزیکي په دری واړو لحاظونو ګواښلی. ځکه کله چې په یوه ټولنه کې دفقر ترڅنګ عامه نظم او سیاسي ساختار مختل وي؛ نو طبیعي خبره ده هلته دیو شاګرد بدن او دماغ یو بل سره دغښتلي او فعال تعامل څخه لویږي.
د دې ستونزې اساسي عامل ددې هیواد په چارواکو کې ددې ملت په وړاندې داجتماعي فکر نشتوالی دی، ګوری ! دروسانو سره دجهاد په دوره کې افغان ولس دخپلو مشرانو ښه میړنی ننګه وکړه، او دالله تعالی په مرسته يې پوره نیمه نړی کمیونزم ورته راچپه کړ، ولې دملت په اړه له اجتماعي فکر څخه محروم جهادي مشرانو په شخصي او لنډ مهاله غوښتنو اصرار دادی زمونږ ددې ټولو بدبختیو لامل دي چې تر ټولو زیات پکې زمونږ ځوان او زده کړی نسل سوځېږي.
دتعليمي سيستم او ادارې ستونزې
الف: دنصاب ستونزه:
تعلیمي پروسه خپله څلور بنیادي عناصر لري؛ معیاري او متوازن نصاب، وړ تعلیمي چاپېريال او اړین تعلیمي وسایل، مسلکي او متخصص استاذ، ښه او فعال مدیریت.
نصاب یو له دغو مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي؛ ځکه چې هرعصر خپله ژبه او تعبیر لري، چې دوخت په بد لیدو تعبیرونه هم بدلېږي، په دې معنا چې مستویات بدلون مومي او عموما شاته را درومي، که مونږ دنن نه تقریبا دیرش کلونه مخکې ولاړ شو، او دهغه وخت خپل درسي ملګري دنن مهال په هماغه مستوی دیوې مدرسې دشاګردانو سره مقایسه کړو جوت پوهیږو چې څونې توپیر موجود دی، خو بیا هم زمونږ په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې هماغه نصاب، په هماغه زماني مقطع کې تطبقیږي، چې ماته اوسنی نسل –خصوصا- دفنونو په برخه کې دهغې د هضمولو څخه عاجز ښکاري.
حــــــل
هغه مدارس چې دغه نصاب تطبیقوي دوه کارونه ورته اړین دي:
یو دا چې ددغه نصاب طالب باید کم له کمه ابتدایه تعلیمي مرحله تیره کړې وي.
بل دا چې په تدریجي بڼه دمستعدو استاذانو له خوا نوموړی نصاب د (اصالت او معاصرت) په بنیاد په نوې بڼه تهیه او ترتیب شي.
ددې ګټه داده چې له مخې به شاګرد ته دپخوا په څیر قوي خلفیه ور انتقالوي، او معاصرت په رڼا کې به دطالب دژر پوهیدا لامل کیږي.
ب: دتطبيقي اړخ نشتوالی:
زمونږ دشاګردانو او په ځانګړې توګه ددینې مدرسو دطالبانو بله ترټولو ستره ستونزه داده چې استاذان یې دفنونو دتدریس پرمهال دتطبیق خوا ته نه ورولي، ګورئ! مونږ چې دا فنون وایو ددې هدف او غرض لپاره یې وایو چې په نهایة المطاف کې دقرآنکریم او نبوي حدیثونو سم فهم ته که ونه رسیږو؛ نو اقلا ورنږدې خو شو.
مثلا دنحو، صرف او بلاغت دعلومو د ویلو هدف او غایه داده چې دعربي ژبې داسالیبو سره دبلدتیا وروسته په فصیحه عربي ژبه راغلي قرآن او نبوي حدیثونو کې دبیان شویو احکامو طبیعت او دهغې مراتب وپیژنو، او هم یې دلوستلو پرمهال دصحیح تلفظ او سم فهم وړتیا پیدا کړو.
د اصول فقه علم ددې لپاره زمونږ اسلافو په تعلیمي نصاب کې ځای کړی چې په مټ یې دقرآن کریم او نبوي حدیثونو څخه دحکمو او فوائدو دراویستلو دطریقې سره اشنا شوو، څو دژوند په لارو چارو کې لارښونه ځینې واخلو، او هم په قرآني نصوصو او نبوي حدیثونو کې دبیلګې په توګه ظاهر، نص، مفسر، محکم، صریح، کنایه او…. بیلابیلو اقسامو ترمنځ تمییز او تفکیک وکړای شو.
دمنطق او حکمت علم مونږ ته له دې نوره څه ګټه لري چې دخپلو مخالفینو سره دقرآن کریم داستدلال طرز او فلسفه زده کړو، او هم دمناقشې او مباحثې پرمهال ددلایلو دپرځای استعمال او استخدام مواقع او مقامات درک کړای شو.
خو له بده مرغه زمونږ په مدارسو کې ډیر برجسته او پیاوړي استاذان دخپلو شاګردانو دغه اړخ ته ډیره پاملرنه نه کوي.
د دې ستونزې زيان
ددغه اړخ دنادیده نیولو تاوان دادی چې زمونږ یوه برخه شاګردان -البته ټول نه- دټاکلي نصاب دویلو څخه فارغ شي، په نحو کې –مثلا- دنحومیر څخه تر شرح جامي پورې يې دټولو دقیقو نکاتو او حاشیو په شمول خپل ذهن ته نقل کړې وي، ولې تر عمره پورې دهغه په ذهن کې دفاعل تصور د (زید)، دمفعول تصور د (عمرو) او دحال تصور د(راکبا) پورې محصور وي، دیته ورته یې نور اعرابي حالتونه درواخله.
حــــــل
دابهترین نصاب دی چې دنحو په اړه کلي قواعد په لنډه توګه طالب ته انتقالوي، په دې شرط چې استاذ لږ زحمت په ځان ومني، یوه ښه کتابچه ځان ته واخلي، او شاګرد ته دورځني درس په اړه دمبتدا، یا خبر، یا فاعل او …. اړوند قواعد دنحومیر، یا هدایة النحو، یا کافیه ( هر کتاب چې استاذ یې په پدغه کال تدریسوي) څخه ووایي، او تطبیق لپاره یې څو مثالونه دقرآن کریم آیاتونه یا نبوي حدیثونه راوړي، چې استاذ به دمخه په خپله کتابچه کې لیکلي وي، ددې ګټه به داوي چې هم به یې طالب دنحو په هدف پوه کړی وي، او هم به یې دکال په پاې کې دراتلونکو شاکردانو لپاره تطبیقي نحو میر، تطبیقي هدایة النحو، تطبیقي کافیه ترتیب کړیوي، همدغه په نصاب کې داصالت او معاصرت بنیاد تشکیلوي.
همدیته ورته داصول فقه فن درواخله مونږ په اصولو کې داصول الشاشي څخه تر مسلم الثبوت پورې ډیر قوي نصاب لرو خو که بیا له یو شاګرد څخه پوښتنه کوی چې ظاهر او نص راته په قرآن کریم کې تطبیق کړه، نو فقط همدغه یو آیت يې زده وي چې ( فانکحوا ما طاب لکم من النساء ….). دلته یوه جالبه خاطره راپه زړه شوه زما یو ملګری دی ددکتورا په مرحله کې زما همصنفي و، اوس په کابل پوهنتون کې استاذ دی، ښه عالم شخصیت دی، ماته یې یو ورځې خپله خاطره بیانوله ویل يې : ما دفقه او اصولو سره زښته زیاته علاقه درلوده، خو تر پایه مې په قرآن کریم دهغو محدودو آیاتونه څخه پرته (نص) تطبیق نه کړای شو، نو تصمیم مې ونیولو چې عربي علومو ته مخه کړم، ما ورته خندل چې زه عربي له پدې نیت راغلی یم چې په اصول فقه پوه شم؛ ځکه داصولو ډیری قواعد په لغوي بنیادونو ولاړ دي، او ته له اصول فقه څخه عربي ته راتښتیدلی يې.
همدا راز ماته داعملي نه ښکاري چې زمونږ استاذ دې د (سلم) طالبانو ته خپل ټول قوت په (سبحانه ما اعظم شانه) کې مصرف کړي، او په پاې کې دې زمونږ طالب دسلم دویلو په غرض او غایه سر نه وي خلاص.
زما هدف دادی چې زمونږ استاذان باید دشاګردانو دغه ستونزه په پام کې ونیسي، او دفنونو دتدریس پرمهال یې باید ځان سره دتطبیق خواته بوزي.
او په دې اړه دې څوک دا نه وايې چې دا خو زمونږ دپخوانیو علماوو نصاب دی، او ځانونه په هغوي قیاس کوي، نه !! دا غلطه ده ، بلکې پدې اړه دهغوي اتباع پکار ده، او هغه داسې چې هغوي په ذاتي محنت او کوشش دا نصاب دتطبیق وسیله ګرځولې وه، نه غایه.
دمثال په توګه تاسو خو په مقامات دمولانا ادریس کاندهلوي –رحمه الله- حاشیه وګورئ، بیا درته خپله دهغه په عربي علومو کې تبحر او وسیعه مطالعه معلومیږي، نادرې لغوي نکتې بیانوي، په بې شمیره قرآني آیاتونو استشهاد کوي.
یا دمولانا عبد الحي لکنوي –رحمه الله- تالیفات وګورئ، دبیلګې په توګه په علوم حدیث کې دهغه یوه وړه رساله ده، د الرفع والتکمیل په نامه، نږدي له یونیم سل مصادرو څخه یې پکې استفاده کړې ده، داسې نور علما درواخله. څوک دا نشي ویلی چې دغو علماو دې په دغه محدود نصاب اکتفا کړې وي.
بل دا چې زمونږ دشاګردانو لپاره هغه سویه، هغه محیط، او هغه چاپیریال اوس چیرې پاتې دی؛ نو پکار ده چې استاذان دخپلو اوسنیو شاګردانو سره په دې مورد کې زحمت وباسي.
ج : دعلمي سياليو او بحثونو نشتوالی:
زمونږ دشاګردانو بله ستونزه چې دادارې سره تړاو لري داده چې زمونږ اکثره مدارس دشاګردانو تر منځ دعلمي سیالیو او بحثونو دایرولو خواته بیخي پاملرنه، نه کوي، چې دنه شتون له امله یې زمونږ اکثره فارغان جامد او غیر متحرک وي.
حــــــل
دعلمي سیالیو او بحثونو دایرول دشاګردانو په فکري روزنه کې دملا دتیر حیثیت لري، دعلم داهدافو سره یی اشنایي پیدا کوي، دهغه داخلي جوهر صیقل کیږي، بالقوة استعداد یې په بالفعل بدلیږي. په ګانده کې په ټولنه کې دیو واقعي لارښود، قاید او ژوندي معلم کردار لوبولی شي.
امام بخاري –رحمه الله- په کتاب العلم کې درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دعلمي حلقې په میتود او طریقه یو باب ایښی (باب طرح الإمام المسألة على أصحابه ليختبر ما عندهم من العلم) چې دا مونږ ته را په ګوته کوي، چې کله ناکله دشاګردانو ترمنځ سیالی ترتیبول ځکه لازم دي چې یو بل ته یې علمي ذوق او علمي مقام ورمعلوم شي.
دې ته ورته بله ستونزه دلیکوالۍ دفن سره زمونږ دشاګردانو نا اشنايي ده، له بده مرغه ډیری مدارس په دې اړه بیخې بې تفاوته دي.
مونږ دمیډیا په عصر کې اوسیږو چې په ټولنه کې دیو فعال قوت په توګه په عامه اذهانو سیطره او واک لري، او هر لورې ته دهغوی دسوق کولو توان او ظرفیت لري.
دمدارسو هدف په ټولنه کې دفکري پلوه دقدوه کدرونو روزنه ده، چې ټولنه به رهبري کوي، عوامو ته به دژوند په هر اړخ کې لارشونه کوي، دبیګانه وو دفکري یرغل په وړاندې به لکه دسپر دریږي. ولې زمونږ مدارس دې ډګر ته یا ندي متوجې شوي او یا ورته بیخي مهم نه بریښي.
دشاګردانو داستونزه په ډیره اسانه توګه مهاریدی شي، که چیرې کومه مدرسه داخبار یا مجلې دچلولو امکانات نه لري، اقلا دوه دوه درې ورزیده استاذان دي مکلف کړي، چې دشاګردانو لپاره دیوالي جریدې ایجاد کړي، او دبیلابیلو مستویاتو او ټولګیو شاګردان دیته وهڅوي چې دغو جریدو ته خپلې لیکنې دنشر لپاره وروړي. دا کار دشاګردانو په فکري روزنه کې خورا عمده رول لري، په شاګرد کې فکري وسعت او بصیرت پیدا کيږي، او هم په راتلونکي کې دخپلې ټولنې په درد خوري.
د: په تعامل او رويه کې تشدد:
له بده مرغه په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کې یو ډول تشدد لا اوس هم حاکم دی چې کله شاګرد آن له درس څخه زړه تورن کړي، دشاګردانو وهل، په یوه ځانګړی او مخصوصه طریقه په درسي حلقه کې دشاګردانو جبرا کښینول، دنورو شاګردانو په منځ کې دیو شاګرد توهینول، دا او دې ته ورته په رویه او تعامل کې تشدد او سختي دافغاني شاګردانو هغه ستونزه ده چې په هیڅ توګه دشاګرد دمستقبل لپاره ښه پیغام نه لري.
حــــــل
اداره باید استاذان په دې واداره کړي چې دخپلو شاګردانو سره په رویه او سلوک کې له نرمۍ کار اخلي، ددې ښه مثال دیو معلم او مشر په توګه درسول الله – صلی الله علیه وسلم- هغه تعامل او رویه ده چې دهغه – صلی الله علیه وسلم- د اوږدې مودې خادم او شاګرد انس –رضی الله عنه- مونږ ته رانقل کړی دی.
د دې ستونزې لاملونه
لومړی لامل: د چاپېریال د څرنګوالی پوري اړه لري
معنا داچې شاګرد یا زده کوونکی دغه ډول رویه دخپل چاپیریال څخه اخیستی، په دې معنا چې کیدای شي دی یو چا په خپل چاپیریال ،کور یاښوونځي کې په همدې ډول ګواښلی وي اوتېری يې پرې کړي وي.
بل حــــــل
په ټولیزه ډول به ووايو چې داسې ډول شاګردانو ته باید نرمي خبرې وشي په خوږه لهجه ورته خطاب وشي، او له دې سره سره دا ورته وويل شي چې بل چاته غوسه کول او يا ورباندې تيری کول ښه کارنه دی او ناوړه پايلي لري.
دویم لامل: په صنفونو کې دشاګردانو بې توازنه ویش
ددې پائله بیا داوي چې په یوصنف کې دیوه ورانکاره شاګرد څخه زیات ورانکاره وجود پيداکړی چې دا په خپله دې ستونزې ته قوت ورکول دي.
حــــــل
باید دصنفونو په کچه دشاګردانو ویش کې پوره دقت وشي، په داسې توګه وشي چې هراړخیزه توازن په کې مراعت شي.
دريم لامل: دشاګرد نفسي ناروغي
معنا داچې په غیر شعوري توګه دا ډول حرکات کوي.
حــــــل
په داسې صورت کې باید دشاګرد تنده او محرومیت په نورو تربیوی شیانو چې دده له سویې ئی سره برابری وي ماته کړی شي.
څلورم لامل يې له شاګرد سره په مدرسه یا کور کې نا منصفه چلند کول دي.
حــــــل
باید په کور سرپرست، او ښوونځي کې استاد دې ټکې ته پوره پام وي، ځکه ددوی نامنصفه چلند دی احساساتي کوي تردې چې بیا دتیری او زور چلوونکې رویه خپلوي.
پنځم لامل : دشاګرد ددینی پوهې لږوالی:
حــــــل
زده کوونکی یا اداره باید دشاګرد دې اړخ ته ځانګړې توجه وکړي، باید په مدرسه یاښوونځې کی دشاګردانو اصلاحې اړخ جوړولو لپاره په پرلپسي ډول پروګرامونه وجود ولري، او په منظم ډول دښو جیدو علماء او مصلحینو لخوا پرمخ يو وړل شي.
شپږم لامل: دشاګردانو ټولنیز ژوند غیرمنظم تېریدل
معنا داچې دیو منظم پلان نشتوالی چې دوی خپل فارغ وختونه څرنګه او په څه کې تیرکړي، ځکه که دوی ته د فارغ وختونو لپاره یوه منظمه تګلاره وجود ونه لري نو طبیعې ده چې دوی به ناوړه چلند کوي او بد سلوک به خپلوي.
حــــــل
باید شاګرد ته دده په خوښه دفارغ وخت تېرولو لپاره یوه منظمه تګلاره ورکړل شي، دمثال په توګه: ځیني سپورټونه ، په ځینو ټولنېزه کارونو کې برخه اخيستل او دغه راز ځینې اسانه حرفوي کارونه پرمخ بېول.
اووم لامل: دټولنې او چاپيریال تاثیر
حــــــل
باید سرپرست اوزده کوونکی هریو په خپل وار او ځای کې شاګرد ته صاف ماحول او چاپیریال برابرولو کوښښ وکړي، دمثال په توګه: شاګرد په ځینو مرحلو کې دتلویزیو کتو ته هیڅ ډول اړتیا نه لري، باید لری کړای شي ځکه کله ناکله داسې سریالونه اوایکټونه راځې چې شاګرد يې په خپل ژوند کې دعملي کولو کوښښ کوي، همدا ډول باید دځینو مرحلو شاګردانو څخه موبائل او ټیبلیټ واخیستلای شي ځګه دوی ټول وخت په ګیمونو او ډرامو کتوباندې تېروي چې داپه خپله شاګرد د يو ډول سختدریځۍ په لوري بیاي.