له ښوونځي/مدرسې د شاګردانو د تېښتې، لاملونه، زیانونه او حل

له ښوونځیو/مدرسو د شاګردانو تښتیدل یوه عامه ستونزه ده او باید پلټنه او درملنه یې وشي ترڅو د اولادونو نړیدونکی راتلونکی وژغورل شي. نو هغه کوم لاملونه دي چې شاګردان دغسې ناوړه کار ته اړ باسی؟ دددې سبب څوک دی؟ او آیا حل یې شته؟

له ښوونځیو د شاګردانو د تېښتې لاملونه:

  • پوهنې ته د شوق نشتوالی او د زده کړې کم ارزښت.
  • د کورنۍ لخوا د شاګرد نه څاراو خپلې خوښې ته پریښول.
  • د ښوونځي له ورځني بې تشویق حالته زړه تورن کیدل.
  • ښوونځي کې بد چلن او سپکاوي سره د شاګرد مخ کیدل.
  • ښوونځیو کې شاګردانو ته د ساعت تیرۍ پروګرامونو نشتوالی.
  • داسې ښوونیز او اداري پرسونل چې د ولس ګټه او روزنه یې موخه نه وی.
  • بدو ملګرو سره لاره موندل او نه کار خوښول.
  • په نورو هلکانو/نجونو د زړه بایلل او بداخلاقۍ کې بوختیدل.
  • د ښوونځي قوانین او لوائح نه پلي کیدل او شاګردانو سره محاسبه نه کول.
  • بیخي سخت قیود او قوانین پلي کول چې آخر شاګرد تیښتې ته اړ کړي.
  • د شاګرد کورنۍ، رواني، او پوهنیزه روزنې کمزوري.
  • د پلار، ترونو، یا نورو مشرانو لخوا له ښوونځي د تیښتې د قیصو اوریدل،
  • د داسې ډرامو، فلمونو، او قیصو کتل چې په کې شاګرد تښتي، د تېښتې چل ور زده کوي، او آخر تښتیدلی شاګر ویاړمن کس انځوروي.
  • د شاګردانو ترمنځ ستونزې/جنګونه، حق خوړل، او نه حل کیدل ځینې شاګردان د خلاصون په لټه کې له ښوونځي تېښتې ته اړ باسي.

له ښوونځیو د شاګردانو د تېښتې زیانونه:

  • د شاګردانو د تعلیمي سویې شړیدل.
  • د تښتیدونکو شاګردانو ژوند، اخلاق او تربیه خطر سره مخ کیدل.
  • په زیاتره حالاتو کې دغسې شاګرد څخه لوفر او بدماش جوړیدل.
  • په نورو شاګردانو د تښتیدلي شاګرد بد اغیز.
  • د ښوونځي پریښودلو کچه لوړیدل.
  • د تښتیدلي شاګرد کورنۍ ته ستونزې جوړیدل.
  • د تښتیدلي شاګرد له ریښتینو وړتیاوو د ټولنې محرومیدل.
  • روزنېز بهیر پرمختګ لپاره د دولت، استاذانو او کورنۍ کوښښونه په اوبو لاهو کیدل.

له ښوونځیو د تیښتې مخنیوي لپاره وړاندیزونه:

  • د کورنیو د پوهې سویه لوړول، د رسنیو، کنفرانسونو، او کمپاینونو له لارې.
  • په ښوونځي، کور او کلي کې د ځامنو د څار او پالنې لپاره د کورنیو هڅول.
  • د ښوونیزه کدرونو دیني، ملي، او ټولنیز احساس لوړول.
  • ښوونځیو کې د داسې قوانینو جوړول چې د تښتیدونکو شاکردانو مخه ونیسي او د داسې بد عمل له بیا کولو یې وګرځوي.
  • د روزنیزه کړنلارې او ښوونیز نصاب پرله پسې تجدید او پرمختللی کول ترڅو د شاګردانو د خسته ګۍ او نه شوق لامل له منځه لاړ شي.
  • له نصاب پرته د نورو داسې فعالیتونو او ساعت تیرۍ پروګرامونه جوړول چې شاکردانو څخه د زده کړې/سبقونو ذهني ستړیا وباسي.
  • د شاکرد او ادارې ترمنځ متبادل درناوی دود کول او د شاګرد له سپکاوي ډډه کول.
  • کورنۍ باید د خپل اولاد د ملګرو مالومات وکړي، له بدانو یې منع او نیکانو سره بلد کړي.
  • د شاکرد اروایي حالت ته توجه کول او د ارواپوهانو مشورې ترلاسه کول.
  • د ښونځي مرشدینو او لارښوونکو کردار راژوندی کول او شاګردانو ته دا ښوول چې باید څرنکه کسانو سره ملګرتیا وکړي او د بدو خلکو د ملګرتیا پایلې ورته ثابتول.
  • د کورنۍ او ښوونیز کدر ترمنځ د تعمیري بحثونو دایرول او د تیښتې درملنه کول.
ژباړه او زیاتونه: عبدالله «ویښ»

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب