روغتیايي ګټېروغتیايي لارښوونېوچې میوېوزن | وزن کمول| وزن زیاتول

بادام مو هم وزن کموي

امریکايي طبي پوهان وايي چې بادام نه یواځې د انسان حافظه قوي کوي بلکې د وزن په کمولو کې هم کافي مرسته کوي.

د فلوریډا پوهنتون یوې تازه څېړنې ښودلې چې بادام د انسان وزن کموي او که هر څوک د ورځې ۴۰ ګرامه بادام وخوري، نو له ډير چاغښت به ځان خلاص کړي.

څېړونکي وايي چې بادام په ورځينې خوراک کې د شاملولو سره له ډيرو طبي ستونزو څخه خلاصېدلای شي ځکه بادام په جسم کې د کیلیوریز د اندازې کمولو سربېره پروټین هم تیاروي. د دوی په وینا د بادامو همېشه خوړل د زړښت څخه راپیدا شوي ډيری ستونزو په حل کې هم مرسته کوي.

donate

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: