حکمونو او مسایلو پوښتنې

ايا پګړۍ د محمد (ص) سنت ده؟

دکتور سلمان العودة

ژباړه: ډاکتر پامير احسان

 يو ځل مې د روژې په مبارکه مياشت کې په مسجد حرم کې له يو ځوان سړي سره ليدل وشول. نوموړى مکې مکرمې ته د عمرې د اداء کولو لپاره راغلى وو. سپينه پګړۍ يې پر سر وه او ويښتان يې پر اوږو پراته وو. يوه لنډه چپنه يې اغوستي وه چې د لينګو تر نيمايي پوري يې رسيدله او ددې چپنې لپاسه يې يو تور کميس اغوستى وه چې يوې بې لستوڼې خرقې ته ورته وو.  ځوان سړى د روژې په مياشت کې په مکه مکرمه کې د خلکو دپام وړ ګرځيدلى وو او د هغې دظاهري بڼې له امله خلکو هغې ته په غور او حيرانتيا سره کتل.

 ځوان زما سره په څنګ کې کيناست او ما له هغه څخه د هغې د ظاهري بڼې په اړه وپوښتل. هغې ما ته وويل چې زه په کالو اغوستلو او ويښتانو پريښودلو کې د حضرت محمد(ص) د سنتو پيروي کوم او ځکه مې خپله ظاهري بڼه داسې جوړه کړې ده.

 ما له موقع څخه په گټه اخيستلو سره نوموړي ته وويل چې د پګړۍ په هکله درسته خبره داسې ده چې پګړۍ سنت نه ده. پګړۍ يواځې د عربانو يو دود وو چې د اسلام څخه تر مخه هم په هغوى کې موجود وو. د حضرت محمد (ص) د پګړۍ په سر کولو يواځينى دليل دا وو چې پګړۍ د هغې د چم ګاونډ د خلکو د لباس يو معمول دود او دستور وو. مونږ نه شو ويلى چې ګوندې پګړۍ په سر کول داسې يو څه دي چې زمونږ دين يې مونږ ته د په سرکولو لارښودنه او سپارښتنه کوي او يا يې له په سرکولو څخه منع کړي يو. پګړۍ يواځې او يواځې يوه کلتوري او دوديزه موضوع ده نه يوه ديني موضوع. د پګړۍ په هکله هيڅ ثقه احاديث نشته.

 بيا مې هغه ځوان ته دا هم روښانه کړه چې د ويښتو په هکله قوي او راجح رايه دا ده چې ويښته هم يوه داسې موضوع ده چې د رواج او دود پواسطه سنباليږي. د حضرت محمد (ص) د ويښتانو د اوږوالي اندازه سنت نه ده چې بايد پيروي يې وشي بلکه سنت هغه څه دي چې حضرت محمد(ص) يې مونږ ته لارښودنه او سپارښتنه کړي ده او هغه همدا خبره ده چې څوک چې ويښته لري نو بايد ښکلي او پاک يې وساتي. د ويښتانو سټايل (يانې چې په کوم ډول ويښته پريښودل شي) هم دومره جدي خبره نه ده.

 بيا مې هغه ځوان ته وويل: (ته عمره اداء کوي او هغه سنت چې په کې هيڅ مخالفت نشته دادي چې هغه څوک چې عمره اداء کوي بايد خپل دسر ويښتان  کل کړي. حضرت محمد(ص) الله(ج) ته دري ځلې سوال کړى وو چې اى ربه! هغوى وبخښې چې د خپل سر ويښتان يې کل کړي دي او بيا يې له دې وروسته يواځې  يو ځلې داسې ويلې دي چې هغوى وبخښې چې د خپل سرويښتان يې غوڅ کړې دي. تا ولي داسې څرګند او پرته له شکه سنت ترک کړي دي؟)

 په پاى کې مې ځوان ته وويل: (د خپلو احساساتو او درستو داخلي انګيزو په برخه کې ډېر محتاط اوسه په ځانګړې ډول کله چې ته پوهيږي چې خپل ځان داسې جوړوي چې له نور څخه فرق ولري او د خلکو توجه راجلبوي. داسې د پام وړ خواص او کړه وړه مه خپلوه چې د علماوو ترمنځ پرې اختلاف موجود وي او د خلکو توجه راجلبوي. دا د شيطان له ډېرو غولوونکو چلونو څخه يوچل دى  او له ياده مه باسه چې حضرت محمد(ص) مونږ مسلمانان دداسې لباس له اغوستلو څخه منع کوي چې هغه مونږ ته دخلکو ډېر زيات پام او توجه راجلبوي او دا هغه سنت ووچې نوموړي ځوان له ياده ويستلي وو.

 دا د سنتو څخه د ناسم پوهاوي يو مثال وو چې يو سړى په داسې رواجي او دويزو مسئلو پورې دومره کلک نښلي چې دومره مهمې نه وي، د هغو عملونو له کولو څڅه ډډه کوي چې بايد عملي يې کړي او د حضرت محمد(ص) لارښوونې او هدايات له پامه غورځوي.

 د حضرت محمد(ص) سنت ددې لپاره نه دي چې د خلکو ډېر واړه جزيات وازمايې او نه هم ددې لپاره دي چې پر خلکو زيات شمېر داسې اصول او قواعد وروتپي چې خلک يې بياعملي کولى نه شي.  خلک بايددداسې عادي موضوعاتو په هکله تشويش ونه کړي چې کله يې په ذهن کې هم تير شوي نه وي او يا يې مخې ته هم راغلي نه وي. دا سمه نه ده چې په داسې موضوعاتو باندې سړى دومره مصروف او احساساتي شي چې د نورو خلکو د احترام ساتلو، دهغوى د حقوقو او هغوى سره د نيک چلند په برخه کې، چې د خلکو پر نورو  خلکو باندې حق دي، د اسلامي شريعت له قوانينو څخه سرغړونه وکړي.  دا سمه نه ده چې سړى داسې موضوعاتو ته دومره توجه وکړي چې د نورو په وړاندې خپل مسؤليتونه له پامه وغورځوي او د عقيدې او ايمان د يووالي او پياوړتيا، اړتيا له ياده وباسي.

 د حضرت محمد(ص) سنت ډېر عالي او ستر دي او يواځې زمونږ د عباداتو په جزياتو پورې محدود نه دي بلکه د عباداتو په اړه جزيات يې يوه برخه ده.  د محمد(ص) د سنتو ساحه ډېره پراخه  او ډېر عمومي دي. سنت ټول هغه موضوعات او عالي نظريې په خپل بر کې نيسي دکومو پواسطه چې پيغمبري پيغام يا رسالت تحقق مومي. سنت يوه داسې وسيله ده چې پواسطه يې هغه عالي اهداف ترلاسه کيداى شي د کومو لپاره چې الله(ج) انسانان پيدا کړى دى. الله(ج) فرمايې:

 (او نه دي پيدا کړي ما پيريان او انسانان مګر لپاره ددې چې عبادت  وکړي دوى زما)الذاريات سورت، د ٥٦ ايت شريف ژباړه

سنت ددې لپاره دي چې خلک د خپلې عقيدې په مانا پوه شي، نيک عملونه وکړي او ښه خوى اونيک چلند وکړي. همدارنګه سنت مونږ ته دا روښانه کوي چې څنګه د اسلام اساسې بناوې ( عقېده يا کليمه طيبه، لمونځ، روژه، زکات او حج) پر ځاى کړو.

 همدا دليل دى چې کله هم چې الله(ج) د پخواينو پيغمبرانو په اړه خبرې کوي نو مونږ ته د هغوى د ستر سنت په اړه خبر راکوي. الله(ج) فرمايې:

(او ګرځولي وو موږ دوى ( داسې) امامان چې سمه صافه لياره يې ښووله په حکم زموږ سره (خلکو) ته او وحى کړې وه موږ دوى ته د کولو د خيراتونو (نيکو کارونو) او دقائمولو (دسم اداء کولو) د لمانځه او د ورکولو د زکات او دوى (ټول) خاص موږ ته عبادت کوونکي)

د الانبياء سورت، د ٧٣ ايت شريف ژباړه

دا ټول هغه اهداف او مقاصد دي چې دتحقق لپاره يې ټولو پيغمبرانو هڅې کړي دي او همدا د پيغمبرانو د رسالت او پيغام مهمه برخه وه. همدا د سنتو بنسټ دى چې الله(ج) يې مونږ ته  په اړه په قران کريم کې فرمايې او حضرت محمد(ص) يې په احاديثوکې روښانتيا کړې ده.

 د سنتو همدا مفهوم مونږ په هغه حديث شريف کې هم موندلى شو چې حضرت محمد(ص) په کې له جبرائيل(ع) سره د اسلام، ايمان او اخلاص په اړه خبرې کوي. همدرانګه يې د حضرت محمد(ص) په ټولو نيکو عملونو کې او دا چې هغې څنګه د اسلام اساسات عملي کول، ليدلى شو. د سنتو بنسټ په دې کې هم ليدلى شيو چې حضرت محمد(ص) څنګه خپل ايمان او عقيده په اطمينان او تواضع او د زړه له تله په عبادت سره قوى کوله،څنګه يې خپل شخصيت او خپل سلوک تکميلول او دا چې څنګه يې ټول مسلمانان د واحد الله(ج) په عبادت کې سره متحد کول.

 حضرت محمد(ص) هيڅکله هم داسې  څه نه دې کړې چې  د مسلمانانو په منځ کې ترې ناندرۍ او تفرقه پيدا شي. هيڅکله يې هم داسې څه نه دي کړي چې د مسلمانو تر منځ پر يو بل د ترحم او مهربانۍ په پيداکولو کې د هغه له دريځ څخه د په شاتګ مانا ولري. حضرت محمد(ص) خپلو امتيانو فرمايې چې:

(خلکو سره  خبرې وکړي او هيڅکله مه پريږدئ چې خلک خوار واره او سره بي اتفاقه شي.)

صحيح البخاري، ٦٩

دا دسنتو مهم اړخونه وو. ايا کله هم مونږ د حضرت محمد(ص) په سنتو کې داسې څه ليدلى شو چې د ښو اخلاقو سره په ټکر کې وي  او يا هم د الله(ج) د پيغمام د لمړني بنسټيز هدف (ترحم، مهرباني او زړه سوى) څڅه په فاصله کې اوسي؟

 مونږ په سنتو کې داسې څه نه شو موندلى چې د نه زغم، بي مينيتوب، کرکې او بېلتونپالنې الهام ترې وشي بلکه تل په سنتو کې د مهربانۍ، زغم او د ښو خبرو د کولو پيغامونه مومو.


د سعودي تبعه دکتور سلمان العودة په نړيواله پېژندل شوى ديني عالم، داعي، مبلغ او اسلامي مفکر دى

 په عربي او انګليسي ژبو د هغه لخوا اداره کېدونکي islamtoday.com  او islamtoday.net سايټونه په اسلامي نړۍ کې يو له تر ټولو زيات کتل کېدونکو سايټونو څخه دي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: