ايا له خپلې ښځې سره په زوره کوروالی جنسي تېری دی؟

که میړه وغواړي چې خپلې میرمنې سره کوروالی وکړي او ښځه ترې انکار کوي په داسې حال کې چې د انکار کوم خاص دلیل هم نلري لکه ناروغي، یواځې دا چې زړه یې نه کیږي، خو میړه هغه مجبوروي او کوروالی ورسره کوي، ایا دا په اسلام کې روا دی؟ ایا اسلام دا د جنسي تیری نوع بللې؟

نن سبا ډیر داسې خپل چاري ملایان دعوه کوي چې دا کار د نبي علیه الصلوة والسلام څخه د صحیحو روایاتو په اساس په کلي توګه روا دی.

اسما له مصر څخه

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله و برکاته

د الله په نامه چې ډیر مهربان او پوره رحم والا دی

ټول ثنا او صفت یواځې الله ته دي او درود او سلامونه دې وي د الله په استازي

ګرانه پوښتونکیه، له پوښتنې مو ډیره مننه، چې دا خپله د اسلامي تعلیماتو سره ستاسی د مینې نمایندګی کوي.   الله تعالی خپلو بندګانو ته امر کوي چی د اسلامي تعلیماتو او د ژوند په ټولو برخو کې د ځانپوهونې لپاره علماوو ته مراجعه وکړي.

د میړه او میرمن ترمنځ  جنسي اړيکې ډیر ضرور دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته لارښوونه کړې چې میړه باید خپلې ښځې ته په ډیره مهربانۍ او مینه سره وړاندې شي او د کوروالي څخه وړاندې هغه په مینه جذب کړي او هیڅکله هم له هغې سره په سخته چلند ونه کړي. که ښځه له خپل میړه سره د کوروالي څخه ډډه کوي، کیدای شي میرمن په دې اړه دلیل ولري او میړه باید د ښځې حالت باندې ښه پوهه وي. ښځه دې ته مجبورول چې مینه وکړي، اسلامي لاره او حل نه دی، د دې پرځای دواړه میړه او ښځه باید متقابل تفاهم سره ولري.

ستاسې د پوښتنې په ځواب کې له لندنه یوه مشهوره اسلام پوهه او دعوتګره زینب مصطفی په لاندې ټکو کې درته لیکي:

د میړه او میرمن ترمنځ نږدې اړیکې پر متقابلې لیوالتیا (شوق) ولاړې دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ترټولو له خپلو میرمنو سره ښه و، او دوی مبارک هیڅکله هم د خپلې جنسي غریزی د اشباع لپاره هغوی نه دي مجبوره کړې. بلکه هغه کسان یې رټلي چې دوی خپلو میرمنو سره مخکې له کومې پیلیزې په کوروالي پیل کوي (لکه د مینې خبرې) چې د میړه او میرمن ترمنځ د لیوالتیا باعث شي. ځکه نو میړه باید په دې پوهه شي چې نږدې اړیکې یواځې جنسی اشباع نه بلکه د دواړو ترمنځ د ښو اړیکو پیاوړتیا ده.

تېری نه دی،‌ خو اسلامي طريقه هم نه ده

د میرمن انکار کیدای شي د ډیرو علتونو پر بنسټ وي چې میړه باید په زیرکتیا سره هغه درک کړي . لاندې علتونه یې کیدای شي ځینې دلایل وي:

کیدای شي زړه یې ونه شي دې کار ته (لیوالتیا یې کمه وي)، کیدای شي میاشتنۍ ناروغي پرې راغلې وي، کیدای شي میرمن د میړه خپلې ښځې ته د وړاندې کیدو خوی خوښ نه وي او ښځه نه غواړي چې په دې اړه څه ووايي – له ویلو یې شرمیږي- او کیدای شي له دې پرته نور داسې دلایل وي. ځکه نو میړه باید هوډ وکړي او د ښځې د دې انکار دلیل پیدا کړي. خلاص او له مهربانۍ ډکې خبرې اترې (تفاهم) د میړه او ماندینې ترمنځ ضروري دی او کولای شي دا ستونزه حل کړي.

واضحه ده که میړه ښځه په کوروالي مجبوروي، دا مونږ جنسي تیری ځکه نشو بللای چې میړه ته له خپلې میرمن سره د جنسي اړیکې حق ورکړ شوی، خو دا باید ووایم چې دا عمل له اسلامي تعلیماتو سره اړخ هم نه لګوي. داسې عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو او د کوروالي له اخلاقو سره مخالف دی. زغم او مهرباني په اسلام کې د جنسي اړیکو د اخلاقو څخه دی.

والله اعلم.


سرچينه اسلام انلاين

ژباړه: نقيب الله لاروی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ