آیا بیا له سره نکاح وکړم ؟

پوښتنه :
د یو دوست نه می واوریدل چې په دوه مختلفو وختونو کې خپلې ښځی ته طلاق ویلو نه وروسته دسره نکاح ضروری ده او نوی مهر به ټاکل کیږي.
قضیه داسې ده چې ما خپلی ښځې ته  د هغې په بده روییه د کور دنورو خلکو په مخکې یو ځل طلاق وویل، صرف ما غوښتل چی دا ویریږی او زړه کې می اراده هم داوه.
بیا یو ځل ما دخپل د ترور دځوی د شک لرې کولو د پاره وویل چې ستا خور ماته  له خپلې خور نه کمه نه ده، او که زه که دروغ وایم پر ما دی ښڅه طلاق وي،  دامې هم یوځل وویل طلاق، او رښتیا هم ماته له خور نه کمه نه ده، خو خپلې خور نه ډیره ګرانه نه ده.
تاسو مهربانی اوکړي ماته ووایی چې ایا زه دسره نکاح وکړم له نوی مهر سره؟ او که نه؟ او آیا دا سمه ده چې که یو دفعه هم بیا ما ښځی ته د طلاق وویل نو دریم به حساب شی او نکاح به ختمه شی؟
په درناوی
م ع

ځواب :
دکتور رفیع الله عطا

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
بسم الله الرحمن الرحيم
وروره! د نكاح تړون (عقد) یو دروند او محترم تړون دی او پرته له ضرورت څخه او چې سړی ډیر مجبور شوی نه وی طلاق جواز نه لري. ټوکي په طلاق کې نشته اونه طلاق د ټوکو ځای لري.
په طلاق باندې دخپلې خبرې پخلی د ناپوهو کار دی او نه په طلاق باندې د ښځې ډارول په کار دي. شریعت کې چې د طلاق واک سړي ته ورکړل شویدی ښائې یو حکمت دا وي چې سړی دشځې پرتله صبرناک او د زغم څښتن دی نو په کار ده چې د زیات حلم او صبر څخه کار واخلي.
که چیرته یو څوک یو ځل ښځه په یو طلاق طلاقه کړي او رجوع ورته وکړي (دعدت په وخت کې) او بل ځل ئې بیا یو طلاق ورکړ بیا هم پرته له دی چې د نکاح تجدید وشي (دنوې نکاح او مهر ضرورت نه شته) ښځې ته مراجعه کولای شي (د عدت په وخت کې) الله تعالی فرمایلي دی( الطلاق مرتان فامساک بمعروف او تسریح باحسان).
خو که بیا مو یعنی دریم ځل طلاق ورته یاد کړ  پرته له شکه چې بیا په اتفاق د فقهاءو او محد ثینو درې طلاقه واقع کیږي چې له هغې وروسته په نوي عقد هم سړي ته نه روا کیږي، ترڅو چې له بل چاسره نکاح ونه کړي او بیا طلاق ورکړي هغه سړی نو وروسته پخوانی میړه هغې سره له سره نکاح کولای شي . که نه نو په ابدې توګه بیا هغه په نکاح کولی نه شي .
نو وروسته له دې الله ته توبه اوباسه او دطلاق کلمه ښځې ته مه استعمالوه، ځکه چې طلاق دکورنۍ او ټولنې دبربادۍ سبب ګرځي .
و الله تعالی اعلم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب