تازه میوې

اوس د جګ فشار درلودنکو ته ځمکني توت دواء ده

ځمکني توتان: څرنګه چې دخپل سور رنګ په درلودلو سره وګړي ځانته جذبوي،ترڅنګ يې دغه میوه دانسان د روغتیا په برخه کې هم لويه مرسته کوي.

دغه  خبرې د امریکا په فلوریډا پوهنتون کې څیړونکو په یوه ترسره شوې څیړنه کې کړي دي.

په دغه څیړنه کې ویل شوې، هغه کسان چې دوینې فشار یې لوړ وي،د خپلې دغې ناروغې دحل لپاره دې په ورځ کې یوځل دا وخوري؛ ځکه دا فشار کموې او او انسان ددرمل له کارونې ژغوري.

دوي وایي، ځمکنې توت (توت زمینې) د اینټې اکسیډانټ په درلودلو سره دانسان په رګونو کې دوینې بهیر کموې او بلاخره په دې سره دوینې دفشار توازون بربرایږي.

دیادولو ده چې، ددغه پوهنتون څیړونکو لومړی ددوو میاشتو لپاره ۶۰ تنو ته ځمکنی توت ورکړي چې مثبته پایله ورڅخه لاس ته راغلې.

 

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close